. هغه دې ته په اشارې سره چی د ترکیې ولسمشر اروغان څو ځله په تلویحی ډولÂ ویلی دی چی نیت لری دا موافقه لغوه کړی . د اروپا د کمیشن مشر ټینګار وکړ که دا کار وشی نو مونږه باید اروپا ته د کډوالو د بیا راتګ په تمه شو .
ترکیې او اروپایی اتحادیې د ۲۰۱۶ میلادی کال په مارچ میاشت کې د هغو کډوالو د شمیر د کمولو لپاره چی د اژهÂ دریاب له لارې یونان ته ورځیÂ یوه موافقه لاسلیک کړه چی هغې په اساسÂ انکارا د هغو کډوالو د اداره کولو لپاره چی د دغه هیواد په خاوره کې ژوند کوی ، له اروپایی اتحادیېÂ ډیرېÂ پیسې ترلاسهÂ کوی . د دغې موافقې په اساس هغه کډوال چی د مارچ له ۲۰ په غیر قانونی توګه یونان ته ورغلی دی ، که د کډوالیدا غوښتنه یې نه وی کړیÂ یا د هغو له غوښتنې سره مخالفت شوی وی ، ترکیې ته به ورستانه کړې شی . همداراز ټاکل شوی وه چیÂ اروپا ته د کډوالو دد ورتلو د مخنیوی Â او له یونانه د هغو د ستنولو په بدل کې Â د اروپایی اتحادیې هیوادونو ته د سفر په خاطر د ترکیې د ښاریزو لپاره د ویزا ترلاسه کول لغوهÂ او له اروپایی اتحادیې سره د ترکیې د یو ځای کیدا خبرې اترې له سره پیل شی .
د ترکیې ولسمشر اردوغان تراوسه څو ځله اروپایی اتحادیه ګواښلی ده چی د ترکیې د ښاریزو لپاره د ویزا د لغوه کولو په اړه په خپلو ژمنو د ددغې اتحادیې د نه پایبند والی په بڼه کې نوموړی موافقه لغوه کوی .
د ترکیې او اروپایی اتحادیې اړیکی په ترکیه کې د اعدام د حکم د اجرا کولو په اړه د اروغان په څرګندونو پسې کړکیچنې شوی دی . په ترکیه کې په ناکامې پوځی کودتا پسې اروغان اعلان وکړ چی د پارلیمان له لوری به په ترکیه کې د اعدام د حکم د بیا اجرا د تصویبیدا په بڼه کې له هغه سره موافقت وکړی . د ترکیې په داخلی ډګر کې د دغه هیواد د دولت په وروستیو اقداماتو د اروپایی اتحادیې په وروستی غبرګون کې بروکسل د انکارا حکومت ته د قانون د حاکمیت د رعایتولو په اړه خبردارې ورکړ . د اروپایی اتحادیې د پراختیا کمشنر یوهانس هان د جمعې په ورځ ترکیې ته خبردارې ورکړ که کودتاچیانو پرضد تعقیبونې د قانون په اساس ترسره نشی ، نو له اروپایی اتحادیې سره به د ترکیې د یو ځای کیدا خبرې اترې بندې شی . هان زیاته کړه هغه اقدامات چی له کودتا وروسته شوی دی ، انډوله ندی . ښاغلی هان دې ته په اشارې سره چی له اروپایی اتحادیې سره د ترکیې د الحاق بهیر چی له ۲۰۰۵ میلادی کاله پیل شوی ، خبردارې ورکړ چی که له کودتاچیانو سره سم چلند ونشی نو پایلې به یې ښې نه وی . د اروپایی اتحادیې کمشنر د دې پوښتنې په ځواب کې چی ایا حاضر دمه له اروپایی اتحادیې سره د ترکیې د الحاق په اړه خبرې اترې هماغه راز معنا لری یا نه ، جوته کړه دا یوه حقوقی پوښتنه ده چی هغه زیاتره هره ورځ له ځانه کوی . د اروپایی اتحادیې کمشنر د ۲۰۱۶ میلادی کال په مارچ میاشت کې د اروپایی اتحادیې او ترکیې ترمینځ له موافقې د هرکلی په ترڅ کې ټینګار وکړÂ دغه موافقه د اروپا لویدیځو هیوادونو ته د کډوالو د ورتګ د بندیدا سبب کیږی . یوهانس هانÂ په ترکیه کې د درې میلیون کډوالو د مالی تامین په زمینه کې د ترکیې د مرستې په ضرورت ټینګار وکړ .
دا په داسې حال کې دی چی د ترکیې د اروپایی اتحادیې وزیر عمر چلیک د جمعې په ورځ د اروپایی اتحادیې د غړیو هیوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې د اروپایی اتحادیې په هیوادونو Â او اورګانونو په ترکیه کې د ور وستۍ ناکامې کودتا په وړاندې د ترکیې له حکومته د پیاوړی ملاتړ د نه ښودلو په وجه نیوکه وکړه .
Â