Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 17 جولای 2016 07:53

دسایکل چلول ګټه لری .

دسایکل چلول ګټه لری .
زمونږ خبریال وایی په ډانمارک کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې ویل شوی دی دسایکل دچلولو په وجه نه یوازې دانسان دبدن ټول اندامونه حرکت کوی بلکې دسایکل دچلولو په خاطر د زړه ناروغۍ او دچاقۍ مخه هم نیول کیږی .

په دغه تحقیق کښې معلومه شوی ده که چیرې تاسو دشوګر مریضې له دوهم ډول یعنی ټایپ ټو(Sugar Type Two) ناروغۍ څخه ځان بچول غواړئ نو هره ورځ دسایکل چلول خپل عادت جوړ کړئ .

د ډانمارک د سډرن پوهنتون ترسره شوی تحقیق وایی دسایکل چلول دانسان په بدن کښې د ټایپ ټو شوګر مریضۍ خطر تر ډیره حده کموی .

دډانمارک محققانو وویل د سایکل دچلولواو دشوګر مریضۍ ترمینځ ژوره اړیکه شته او څومره زیات چې څوک سایکل وچلوی نو دغه خطرناکه شکرې ناروغۍ له هغوې لیرې تښتی .

په دغه تحقیق کښې ویل شوی دی که چیرې دتاسو عمر څلویښت کاله وی او که شپیته کاله دسایکل دچلولو له کبله زیاته ګټه ترلاسه کولای شئ .

Add comment


Security code
Refresh