Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 20 جولای 2016 08:04

داپنکه خولې وچوی .

داپنکه خولې وچوی .
زمونږ خبریال وایی دجاپان یوه شرکت یوه داسې پنکه جوړه کړی ده چې دسړی د قمیص په لاستونړی کښې لګیږی او په وجه یې د سړی ترخګونه بوې نه کوی .

څرنګه چې  د خولو(Sweat) بوې نه یوازې نور خلک بلکې په خپله هم سړی تنګوی او ازاروی او کله نه کله د خولو د سخت بوې په وجه انسان دنورو په وړاندې شرمیږی هم .

خو دجاپان یوه شرکت دتینکو(Thanko) په نوم یوه کوچنۍ پنکه جوړه کړی ده کومه چې  دقمیص په لاستونړی کښې لګیږی .

دغه پنکه په لاستونړی کښې له لګیدا وروسته دترخګونو په لور سړه سړه  هوا  ولی او په نتیجه کښې خولې وچیږی او سړی تر ډیر وخت پورې د خولو له بوې څخه بچ کیږی .

دغه پنکه په دریو(3) بیټریو سره  له پینځو(5) تر نهو(9) ساعتونو پورې کار کوی .

ددغه پنکې چې  په قمیص باندې په سینې هم لګول کیږی بیه یوازې څلورویشت(24) امریکایی ډالره ده .

Add comment


Security code
Refresh