Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 21 جولای 2016 07:41

په لندن کښې د مرچکو سیالۍ وشوه .

په لندن کښې د مرچکو سیالۍ وشوه .
زمونږ خبریال وایی ځینې خلک دومره ترخه ډوډۍ خوښوی ترڅو چې له ترخو مصالحو جوړه شوی ډوډۍ ونه خوری نو تر هغه وخته د ډوډۍ دخوړلو خوند نه احساسوی .

دانګلستان دپلازمینې لندن یوې میرمنې د ډیرو ترخو مرچکو(شنو مرچو ) په خوړلو سره ټول خلک حیران کړل او سیالۍ یې هم وګټله .

دلندن په کلفټن چیلی کلب کښې د مرکچو دخوړلو عجیبه سیالۍ وشوه او پکښې ګډون کونکو دیارلس(۱۳) ډوله ترخه مرچک وخوړل .

له عامو مرچکو څو برابره  دترخو مرچکو په دغه سیالۍ کښې دولسو(۱۲) کسانو سیالۍ او مقابله وکړه او یوې انجلۍ دغه سیالۍ وګټله .

دډیرو ترخو مرچکو دخوړلو په وجه ددغه انجلۍ له سترګو ډیرې اوښکې وبهیدې .

Add comment


Security code
Refresh