Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 24 جولای 2016 07:51

له لمر سترګې چلیدونکی الوتکه روانه شوه .

له لمر سترګې چلیدونکی الوتکه روانه شوه .
زمونږ خبریال وایی دټولې دنیا ګیر چاپیریال الوت کونکی الوتکه چې د لمر سترګې له انرژۍ چلیږی دخپل تاریخی سفر په اخری پړاو کښې دمصر له پلازمینې قاهرې څخه ابوظهبۍ ته روانه شوی ده او په اتوڅلویښتو (۴۸)ساعتونو کښې به خپل هدف ته ورسیږی .

دلمر سترګې له رڼا څخه چلیدونکی الوتکی سولر امپلس(Solar Ampulse) د تیر میلادی کال دمارچ دمیاشتې له نهمې(۹) نیټې څخه له ابوظهبۍ څخه خپل سفر شروع کړی وو او په کابو شپږو (۶)میاشتو کښې بیرته  ابوظهبۍ ته ستنیدله خو په لارې کښې د خراب موسم او دفنی خرابیو له کبله دهغې رسیدل یو څه وځنډیدل .

دغه الوتکه له مسقط او عمان وورسته اسیایی هیوادونو او امریکا ته لاړه او د روان میلادی کال په اپریل میاشت کښې دساړه موسم په وجه الوتکې  له هوایی جزیرې څخه خپل سفر  دوباره پیل کړ .

Add comment


Security code
Refresh