Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 27 جولای 2016 07:59

په ګلونو سره دناروغیومعالجه کیږی .

په ګلونو سره دناروغیومعالجه کیږی .
زمونږ خبریال وایی د ګلونو په رنګونو سره ټوله دنیا رنګینه کیږی اوهغوې په خوشبو سره چاپیریال له ښکلی بوې ډکیږی . دطبیعت او فطرت دغه ښکلی ډالۍ نوره هم ګټه لری او هغه داچې په ګلونو سره د ناروغیو د درملنې امکان شته .

دګلاب د خوشبو په بوې کولو سره له انسان څخه د بې خوابۍ یعنی دخوب د نه ورتلو ناروغۍ ختمیږی او ګلاب د زړه او اعصابو په پیاوړی کولو کښې ډیره ګټه لری .

دتازه ګلاب  دبوې کولو په وجه دانسان دبوې کولو حس او قوت پیاوړی کیږی.

که چیرې څوک دسترګو ناروغۍ لری نو دنیلوفر د ګل په بوې کولو سره له ناروغۍ بچ کیدلای شی .

دنیلوفر ګل خوشبو د بې خوابۍ مرض ختموی او دتندې په ختمولو کښې هم مرسته کوی .

دچنبیلې دخوشبو په بوې کولو سره د زړه ناروغۍ ختمیږی او ددغه ګل بوې کول په ټایفاییډ ناروغۍ کښې ډیره ګټه لری او که چیرې د شپې په وخت دچنبیلې عطر ولګول شی نو سړی ته دروند خوب ورځی .

Add comment


Security code
Refresh