Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 28 جولای 2016 06:43

نن د زیړی نړیواله ورځ لمانځل کیږی .

نن د زیړی نړیواله ورځ لمانځل کیږی .
زمونږ خبریال وایی نن دایران داسلامی جمهوریت ، پاکستان وغیره په شمول په ټوله دنیا کښې له زیړی یعنی هیپاټیټس څخه دخبرتیا نړیواله ورځ لمانځل کیږی چې هدف یې د زیړی په شان د زیاتیدونکی ناروغۍ په باره کښې دخلکو خبرول دی .

دملګروملتونو د روغتیا نړیواله اداره وایی چې همدا اوس په ټوله دنیا کښې د هیپاټایټس ای (Hepatitis -A)څلور اعشاریه یو میلیونه ، د هیپاټایټس بی(Hepatitis-B) دوه میلیارډه(Billion) او دهیپاټایټس سی(Hepatitis-c) یوسل پنځوس(۱۵۰) میلیونه ناروغان او مریضان شته او ددغه ناروغۍ له کبله هر کال څه دپاسه لس(۱۰) لکه کسان مړکیږی چې هر کال یې شمیر په زیاتیدا دی .

ډاکټران وایی چې دځیګر ددغه ناروغۍ یعنی د زیړی د زیاتیدا او خپریدا ترټولو ستر خطر داسې مریضان دی چې له خپل مرض او ناروغۍ څخه خبر نه دی او دغه نورې نورو کسانو ته منتقل کوی .

دروغتیا  دنړیوالې ادارې کارپیژاندی وایی هیپاټایټس پینځه ډوله وایرسونه لری چې ای ، بی ، سی ، ډی او ای نومیږی .

طبی کارپیژاندی وایی چې هیپاټایټس مرض د زیږیدا په وخت له مور څخه بچی ته انتقال کیدلای شی او په دې سربیره سخا اوبه او ناوړه خواړه هم د هیپاټایټس مرض د خپریدا ترټولو ستر علت دی .

هیپاټایټس بی او سی او ډی د استعمال شویو سرنجونو ، دوینې د انتقال او دنورو  موردونو په وجه رامینځته کیږی .

په ښځو کښې د زیړی  د  ناروغۍ د رامینځته کیدا ترټولو ستر علت د میک اپ او سینګار په وجه  دی او په سړیو کښې هم د ږیرې دخریلو  د اوزارونو د غیر معیاری توب په  وجه هیپاټیټس مرض خپریږی .

Add comment


Security code
Refresh