Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 29 جولای 2016 07:44

۲۱۶ فټه اوږد سانډویچ جوړ شو .

۲۱۶ فټه اوږد سانډویچ  جوړ شو .
زمونږ خبریال وای په میکسیکو هیواد کښې په سلګونو اشپزو په څلورو (۴)دقیقو کښې دوه سوه شپاړس (۲۱۶)فټه اوږد ټورټا سانډویچ جوړ کړ او په زرګونو خلکو په ګډه وخوړه .

دا په جنوبی امریکا کښې تراوسه ترټولو اوږد سانډویچ دی چې تیار شوی دی .

ددنیا د ترټولو ستر او اوږد سانډویچ دجوړولو  ریکارډ تراوسه له امریکا او لبنان سره دی.

دمیکسیکو  ددغه ستر سانډویچ په جوړولو کښې سړیو او ښځو له یوبل سره پوره پوره مرسته وکړه .

ددغه ستر سانډویچ په جوړلو کښې چا هګۍ اچولې ، چا غوښه او چا پیاز او سره بانجان ، سلاد وغیره اچول  خو بیا هم ددغو کسانو دغه هڅې هیڅ  نتیجه ورنکړه ځکه چې هغه د لاتینی امریکا ترټولو ستر سانډویچ وبلل شو خو ددنیا دستر سانډویچ په توګه ونه منل شو .

Add comment


Security code
Refresh