Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 07:55

زیات کیناستل تاوان لری .

زیات کیناستل تاوان لری .
زمونږ خبریال وایی په کور یا دفتر کښې په پرله پسې ډول کیناستل د سرطان او د زړه د ناروغیو د رامینځته کیدا سبب کیږی .

په نوی ترسره شوی تحقیق کښې ویل شوی دی چې په کور یا دفترونو کښې تر څو ساعتونو پورې کار کونکی کسان دسرطان او کینسر او دزړه له ناروغیو دبچ کیدا لپاره باید هره ورځ یو(۱) ساعت ګړندی مزل وکړی .

ساینس پوهانو له لسو (۱۰)لکو کسانو سره په یوې ترسره کړی سروې کښې دغه خبره معلومه کړی ده  هغه کسان چې هره ورځ کابو اته(۸) ساعت ناست وی باید دزیات کیناستلو له تاوانونو د بچ کیدا لپاره یو(۱) ساعت(Hour) یعنی شپیته (۶۰)یا اویا(۷۰) دقیقې(Minutes) ورزش وکړی .

ډاکټران وای د ورزش نه کول او په پرله پسې کیناستل د چاقۍ او د سګریټو دڅکولو په شان تاوان لری .

په دغه راپور کښې ویل شوی دی په  څو ساعت کیناستلو سربیره که چیرې له پینځو (۵)ساعتونو زیات ټیلی ویژن ولیدل شی نو دصحت لپاره زیات خطرونه رامینځته کوی او دغه تاوانونه په یوه(۱) ساعت مزل کولو سره هم نه کمیږی .

Add comment


Security code
Refresh