Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 25 جولای 2013 08:50

د القاعدې د یوه مهم مشر شیخ نبیل نعیم دزړه له تله راپورته شوی غږ ( دوهمه برخه)

ځلمیانو دا هغه جهادی قوماندانان دی چې تاسو استعمالوی او د تاسو له وړتیاو استفاده کوی . تاسو به ووینی چې لګیا یاست  وژل کیږی او دا خلک به د امریکا د ګټو لپاره بوخت وی . هغه کسان چې ځانونو ته اسلامی مجاهد او د خلافت داعی وای ، هغو ته هم وایم ، هغه لومړنې کس چې زمونږ مرسته یې وکړه  د بعث ګوند مشر صدام وو . هغه مونږ ته یو پناه ځای راکړ . ایا نن بعث ګوند د اسلامی نړۍ مشری کوی ؟ایا نن صدام زمونږ خلیفه دې ؟په صدام او حافظ الاسد کې دا فرق وو چې صدام له مذهبه د تجارت د مال په توګه استفاذده وکړه .

ګرانو لوستونکیو لپاره د دوهمې برخې له پیلولو مخکې  دشیخ نبیل نعیم  لنډه پیژندنه بیا وړاندې کوو چې د شیخ نعیم له شخصیت او د هغه د خبرو د اهمیت اندازه وشی .

نبیل نعیم په مصر کې د اسلامی جهاد یو بنسټ کیښودونکې غړ ې دې . شیخ  نبیل نعیم  د مصر په الصفا کیمپ کې د القاعدې له پخوانی مشر اسامه بن لادن او اوسنې مشر ایمن الظواهری سره ملاقات وشو  او بیا دا دوستی دوې لسیزې اوږده شوه . نبیل له ایمن الظواهری سره یو ځای له مصر ، پاکستان ته ورغې  اړو بیا افغانستان ته لاړ . هغوی په افغانستان کې هم د الصفا روزنیز مرکز جوړ کړ  چې پکې عربی او مصری مجاهدین روزل کیدل . په افغانستان کې نبیل له شیخ عبد ا... اعزام سره ملاقات وشو ، عبد ا... عظام د اسامه بن لادن نږدې ملګرې بلل کیده . شیخ نبیل نعیم له افغانستانه وروسته له ایمن الظواهری سره یو ځای  سوډان ته ورغله . ویل کیږی چې شیخ نبیل نعیم د هغې ډلې برخه  وو چې د انور السادات د وژلو پلان یې جوړ او عملی کړ . پر دې سربیره  د مصر په نسکور شوی ولسمشر حسنی مبارک قاتلانه حمله هم د شیخ نبیل نعیم کار بلل کیږی . نبیل په ۱۹۹۴ م کال کې د مصر امنیتی ادارو د همدغو تورونو په اساس ونیوه .

نبیل له هوایی ډګره بهر هم د مصر له امنیت ادارو  سره مقابله وکړه چې پکې  هغه په سر ولګیده . له نیول کیدا وروسته  شیخ نبیل لس کاله د مصر په زندانونو کې تیر کړل ، د هغه جیل په مصر کې د حسنی مبارک د حکومت له ختیمدا وروسته ختم شو . له خلاصیدا وروسته ۲۰۰۰ روزل شوی ځوانان  له شیخ نبیل سره یو ځای شول چې نن هم د هغه د لیدتوګو پیروان  دی . شیخ نبیل نعیم خپله تکفیری  او تند لاری روده پریښودلی ده  او له اسراییلو پرته  هیڅ هیواد پر ضد سخت دریځونه او لید لاره نلر ی .

 

                                             (دوهمه برخه )

اسیا چینل :داسې ډیر کسان شته دی چې په سوریه (شام )کې جنګ د خپلې دفاع جنګ بولی ، هغو وای چې مونږه د ازادۍ جنګ کوو ، د بیلګې په توګه اخوان المسلمین وای  لکه څرنګه چې د سوریې حکومت ز مونږ  تباه کول غواړی  نو ځکه مونږه جنګیږو ، د تاسو له نظره ایا خپله دفاع کول یوه دنده نده ؟

شیخ نبیل نعیم : په حقیقت کې دا هغه  دروغ دی چې خلک ورته بلل کیږی . زه قسم خورم  او ایمن الظواهری ته وایم چې د دغې کیسې په اړه ګواهی ورکړی چې ایا ریښتیا ده که نه . ایمن الظواهری دې د هغه خداې  قسم وخوری چې مونږه ټول به د هغه لوری ته ستنیږو  او د قیامت په ورځ به ورته حساب کتاب ورکوو ،   او زما له دې خبرې دې انکار وکړی .

په اتیایمې لسیزې کې کله چې حافظ الاسد او اخوان ترمینځ اختلافات ډیر زیات وو ، یو سوریه وال په کویت کې شیخ احمد ته لاړ  او هغه ته یې وویل چې د سوریې په جیلونو کې دوه سوه سنی میرمنې  بندی دی چې د سوریې حکومتی کسانو پرې جنسی تیرې کړې دې  او له هغو امیندوارې شوی دی ، تاسو په دې اړه څه فتوا ورکوی چې دا میرمنې خپل بچیان وغورځوی  او یا یې وساتی ؟شیخ چې کله دا خبره واوریده نو ویې ژړل  او دا کیسه یې د جمعې په خطبې کې بیان کړه . دا خبره له کویته تر موریطانیه پورې  د ځنګل د اور په شان خپره شوه ، حتی زه او ایمن الظواهری د حما په میدان کې جنګیدونکی کمانډر ابو مصعب سره ملاقات وکړ  او د سوډان په شمبات سیمه کې د هغه په کور کې یوه میاشت ووسیدو ، هغه مونږ ته قسم وخوړه چې په دې خبره کې هیڅ حقیقت نشته   او بیخی دروغ دی  او له ځانه یې دا کیسه جوړه کړی ده . د غور خبره دا وه چې مونږه دا خبره د سوریې حکومت له کوم کس څخه نه اوریده بلکې دا خبره د سوریې حکومت پر ضد د حما په میدان کې د جنګیدونکی  اخوان المسلمین د  مجاهدمشر خبره وه .

هغه  سوریه وال چې دا خبره یې خپره کړی وه ، د دغو دروغو په وجه په کویت کې پینځه میلیون کویتی دیناره  راټول کړل  او په دغو پیسو یې په ایټالیا د فرنیچر کاروبار پیل کړ .

نوځکه زه وایم چې د سوریې په اړه چې تاسو چې  څه اوری په دې کې ډیر زیات  دروغ او تبلیغات دی .ایمن الظواهری زه د سوریې مجاهدینو ته ولیږلم  او ما هلته ولیدل  چې له دغو قوماندانانو همداسې  پیسې تالیږی  خو هلته له مجاهدینو سره ټکه پیسه نشته ده . ما د سوریې د عدنان عقده یو لیک چې د مجاهدینو قوماندان وو ، ایمن الظواهری ته ورسوه  چې په جرمنی کې میشت یوه قوماندان عصم العطار ته لیکل شوې وو  او پکې غوښتل شوی وو چې مجاهدینو ته د مالی مرستې سخت ضرورت دې . عدنان عقده ګیله وکړه چې ځینې مجاهد مشران چې پکې سعید حروه ، ابوجعفرمصری او ځینې نور کسان شامل  دی ، د جنګ په نوم  د  راټولو شویو پیسو د ترلاسه کولو خنډ ګرځی . عدنان ، عصام ته وویل چې سعید حروه په تیر یوه کال کې هغه ته  یوازې دوه نیم لکه ډالره  ورکړی دی  ، په داسې حال کې چې زمونږ مجاهدین په ډیرې بې کسی کې په پارکونو ، اورګاډیو اډو او ګازو سټیشنونو کې  څملی .

ځلمیانو دا هغه جهادی قوماندانان دی چې تاسو استعمالوی او د تاسو له وړتیاو استفاده کوی . تاسو به ووینی چې لګیا یاست  وژل کیږی او دا خلک به د امریکا د ګټو لپاره بوخت وی . هغه کسان چې ځانونو ته اسلامی مجاهد او د خلافت داعی وای ، هغو ته هم وایم ، هغه لومړنې کس چې زمونږ مرسته یې وکړه  د بعث ګوند مشر صدام وو . هغه مونږ ته یو پناه ځای راکړ . ایا نن بعث ګوند د اسلامی نړۍ مشری کوی ؟ایا نن صدام زمونږ خلیفه دې ؟په صدام او حافظ الاسد کې دا فرق وو چې صدام له مذهبه د تجارت د مال په توګه استفاذده وکړه .نن د بشار اسد په بڼه کې تاریخ تکراریږی . هغو څوک دی چې  نن تاسو د اسلام په نوم د بشار اسد پر ضد جنګیدا ته بولی . ایا بشار اسد په فلسطینیانو حملې کړی دی ؟ایا بشار اسد د لبنان د قانه پیښې ذمه وار دې ؟د اسراییلو له لوری د قتل او لوټمار تاسو څه ځواب لری ؟ ایا اسراییل نن د ډیموکراسۍ  څیره ده ؟ ایا اسرایلیانو اسلام منلې  او قبول کړې دې ؟

زما وروڼو ، دا په تاسو څه شوی دی ، تاسو لګیایاست  استعمالیږو  او هغه هم په داسې معامله کې چې له تاسو سره هیڅ ارتباط نلر ی .

اسیا چینل :ویل کیږی چې د سوریې حکومت مسلمان مظاچرچیان وژلی دی ، ایا دغو مسلمانانو ته د خپلې دفاع حق نشته دې ؟

شیخ نبیل نعیم :کله چې په مصر کې انقلاب بیل شو  نو کابو زر کسان ووژل شول ، خو  د انقلاب قدرت د هغه امن والې وو ، که د قدرت ځواب ، په قدرت سره ورکړل شوې وای  نو مظاهرچیانو به خپل هدف تا, مقصد له لاسه ورکړې وای . د ایران په انقلاب کې څومره کسان ووژل شول ؟ په سوریه کې خو د انقلاب په پیل کې له دو ، تر درو سویو پورې کسان ووژل شول . زما نظر دا دې چې دا کسان هم د بشار اسد په حکم ندی وژل شوی  بلکې په دې کې هم د هغو جهادیانولاس دې چې مظاهرچیان یې استعمالول . نن په مصر کې هغه کسان چې ملکیان یې وژلی دی ، همداسې پریښودل شوی دی  ، یعنی په مصر کې د شویو مرګونو  هیڅوک ذمه وار ندی .

همداسې تاسو د بشار اسد حکومت هم د دغو وژلو ذمه وار نشې بللې ، ځکه چې دا وژلې څوک هم کولې شی ، امکان شته چې د دغو وژلو تر شاد موساد  د ګوډاګیانو لاس  وی .

زه دلته د شیخ قطب الزاد یوه پیښه بیانوم  چې امام خمینی (رح ) ته یې لیکلی وو  مونږه له جمال عبد الناصر سره یو تړون شوې چې د هغه پر اساس  جمال د ایران د  باچا رژیم د ختمولو لپاره د ایرانیانو سنبالولو ته چمتو دې . امام خمینی (رح ) ځواب ورکړ  هر څومره وخت چې ولګی مونږه د باچا پر ضد وسله واله مبارزه نه پیلوو ، مونږه انتظار کوو  چې ایرانې قوم د باچا د ظلم او بربریت پر ضد  پخپله پاڅون وکړی .

لنډه دا چې په هرپاڅون کې وژلې کیږی ، زه دا نه وایم چې دا وژلې سمې دی ، زما دریځ دا دې هغه خلک چې دا وژلې کوی  ، هغه ګوډاګیان وی  لکه څرنګه چې مونږه په مصر کې ولیدل ، ځینو وویل چې هغو د موساد کسان وو ، همداسې ځینو نورو بل بل څه وویل . ما ته داسې مثال راکړې چې پکې د مصر په کوم افسر د دغو وژلو تور ثابت شوې  او هغه سزا شوې وی .  خبره دا ده چې مونږه په دروغو عادت شوی یو . مونږه په اتیایمې لسیزې کې ولیدل  هغه کسان چې د حافظ الاسد پر ضد جنګیدل ، له لکونو ډالرو راغونډولو وروسته هماغه حافظ الاسد سره امن تړون وکړ .

اسیا چینل :نن په سوریه کې په زرګونو مسلمانان جنګیږی ، د تاسو له نظره  دومره زیات خلک څرنګه د جنګیدا لپاره تیار کړې  شوی دی ؟

شیخ نبیل نعیم : لومړې خوهغو ته دا ویل کیږی چې  له یوه مرتد سره جنګیدل  له اهل کتاب سره له جنګیدو افضل دی . زما له نظره دا یوه ډیره ګمراه کونکی نظریه ده . زما له نظره له یوه نیواکګر ،اسلامی کلتور او مذهب له چیخنی کونکی  او په اسلامی ټاټوبیو قبضه کونکیو سره جهاد کول ، له یوه تش په نامه مرتد سره له جهاد کولو ډیر زیات افضل دی . صیهونیسټا نو زمونږ په ټاټوبیو قبضه وکړه ، زمونږ د کورنیو سپکاوې یې وکړ  او هغو یې ذبح کړل ، مونږه یې له خپلو کورونو محرومه کړو ، نو له دې وروسته مونږه د څه انتظار کوو ؟ بشار اسد ته مرتد ویل . چټی دروغ دی ، تاسو دا وګوری هغه څوک دی چې بشار اسد ته مرتد وای ؟  تر څو چې زه خبر یم بشار اسد سنی دې  چې د خپل واده په ورځ یې ویلی وو په اسلامی وروګلوی باور لر ی . بالفرض که هغه سنې هم ندې نو بیا هم تر څو چې زمونږ دین ، زمونږ روژو ، لمانځونو او زمونږ حج پر ضد کوم اقدام نه کوی نو مونږه هغه پر ضد نشو جنګیدلې .

زه دا منم چې سوریه د عر بی نړۍ هغه یوازې هیواد دې چې د ټولنیز مساوات او برابری خبره یې وکړه ، سوریه هغه یوازې عرب هیواد دې چې  پکې یو بې وزله کس ژوندې پاتې کیدلې ا و خپله ګوزاره کولې شی . سوریه د دریمې نړۍ یوازنې هیواد دې چې پرې یوه ډالره قرضه هم نشته ده . حافظ الاسد  خپلو هیواد والو ته ضروری اسانتیاوې برابرولې ، نو مونږه بیا ولې فتنه پیل کړه ؟

اسیا چینل :په سوریه کې دباواو دیکتاتوری ده ، خلک ازادی غواړی ، لکه چې نن یې تاسو لری ؟

شیخ نبیل نعیم : زما ګرانه ، مونږه دبیان د ازادۍ ملاتړی یو ، خو مونږه دلته د اصلاح خبره کوو نه د جنګ او قتل . د جنګ پیلول یو غلط اقدام وو . بشار اسد خبرې غوښتې ، هغه غوښتل چې رسندوې ازادې کړی  ، هغه غوښتل چې د حافظ الاسد او د هغه په پړاو کې  څه امتیازات وی چې مونږه یې عملی شکل لیده . ایا د ازادۍ لپاره مونږ ته پکار وه چې خلک وسله وال جهاد ته ولمسوو ؟ایا د دې ضرورت وو چې مونږه د سوریې د ویشلو خبره وکړو ؟ امریکا چې د بیان د ازادۍ خبره کوی ، تاسو ونه لیدل چې هغه په نکارا ګوې ، هندوراس او ایل سلوا ډور کې څه کوی ؟ امیرکا کله چا ته ازادی ورکوی ، هغو د سپی په شان ازادی ورکوی ، یعنی تا ته د ټغیدو ازادی درکوی خو کله هم اچازه نه ورکوی چې هډوکې ته نږدې شی ، امریکایان وای چې څومره مې زړه غواړی ، وټغیږی خو ګټو په لور به نه ورځی .

ما له خپل نږدې ملګری سعد الدین الابراهیمی وپوښتل چې  امریکا په مینځنی ختیځ کې کوم حقیقی  او اصلی هدفونه لر ی ؟ ما چیرته ندی لیدلی چې هغې کله د کوم هیواد د خلکو د زادۍ لپاره څه کار کړې وی . سعد وویل چې هغو دلته یوازې خپل هدفونه ساتی  . هغو په سیمه کې حقیقی هدف د ګټو ترلاسه کول دی .

اسیا چینل :ایا تاسو سوریه ته د سینټر جان مکین د وروستی سفر مخالف یاست چې پکې ویلی یې وو د سوریه د اپوزیشن د سنبالیدا او هغو ته د مرستې ورکولو د نظریې ملاتړ کوی ؟

شیخ نبیل :جان مکین په کوم حیثیت د سوریې له اپوزیشن سره خبرې کوی ، ایا هغه د خلافت د ټینګولو خبره کوی ؟ هغه کسان چې په سوریه کې جنګیږی ، هغو دلته د خلافت د ټینګولو خبره کوی نه د جان مکین د ډیموکراسۍ د ټینګولو ، هغو خپل  جمهوریتونه نه منی ، رایو ورکول ګناه بولی ، . جان مکین به څرنګه له النصره سره خبرې کوی . د تاسو له نظره هغه له کومو کسانو سره د خبرو لپاره سوریې ته لاړ ؟ هغه هلته له خپلو ګوډاګیانو او جاسوسانو سره د کتنې لپاره سوریې ته لاړ وو . دغه کسان له خپلو خلکو سره د هغه څه لپاره چمتو دی چې بشا ر اسد نشو کولې .

اسیا چینل ؛ تاسو یې کوم مثال ورکولې شی ؟

شیخ نبیل : مثلا د اسراییلو لپاره د لارې اوارول ، د سوریې ویشل ، د حزب ا... د مقاومت ختمول او د جولان له غونډیو د تیریدا معامله .

دوام لری .....................................

Add comment


Security code
Refresh