Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 08 آگوست 2013 14:45

د القاعدې د یوه مهم مشر شیخ نبیل نعیم جوتونې او نصیحتونه (دریمه برخه )

شیخ نبیل نعیم په مصر کې د اسلامی جهاد یو بنسټ کیښودونکې غړ ې دې . شیخ  نبیل نعیم  د مصر په الصفا کیمپ کې د القاعدې له پخوانی مشر اسامه بن لادن او اوسنې مشر ایمن الظواهری سره ملاقات وشو  او بیا دا دوستی دوې لسیزې اوږده شوه . نبیل له ایمن الظواهری سره یو ځای له مصر ، پاکستان ته ورغې  اړو بیا افغانستان ته لاړ . هغوی په افغانستان کې هم د الصفا روزنیز مرکز جوړ کړ  چې پکې عربی او مصری مجاهدین روزل کیدل . په افغانستان کې نبیل له شیخ عبد ا... اعزام سره ملاقات وشو ، عبد ا... عظام د اسامه بن لادن نږدې ملګرې بلل کیده . شیخ نبیل نعیم له افغانستانه وروسته له ایمن الظواهری سره یو ځای  سوډان ته ورغله . ویل کیږی چې شیخ نبیل نعیم د هغې ډلې برخه  وو چې د انور السادات د وژلو پلان یې جوړ او عملی کړ . پر دې سربیره  د مصر په نسکور شوی ولسمشر حسنی مبارک قاتلانه حمله هم د شیخ نبیل نعیم کار بلل کیږی . نبیل په ۱۹۹۴ م کال کې د مصر امنیتی ادارو د همدغو تورونو په اساس ونیوه .

نبیل له هوایی ډګره بهر هم د مصر له امنیت ادارو  سره مقابله وکړه چې پکې  هغه په سر ولګیده . له نیول کیدا وروسته  شیخ نبیل لس کاله د مصر په زندانونو کې تیر کړل ، د هغه جیل په مصر کې د حسنی مبارک د حکومت له ختیمدا وروسته ختم شو . له خلاصیدا وروسته ۲۰۰۰ روزل شوی ځوانان  له شیخ نبیل سره یو ځای شول چې نن هم د هغه د لیدتوګو پیروان  دی . شیخ نبیل نعیم خپله تکفیری  او تند لاری روده پریښودلی ده  او له اسراییلو پرته  هیڅ هیواد پر ضد سخت دریځونه او لید لاره نلر ی .

د وکاله انبا اسیا په نوم یوه عربی ټیلی ویژیونی چینل  تیره میاشت له ښاغلی نبیل نعیم سره ځانګړی مرکه کړی ده چې د هغه د دیرې مشهرتیا سبب شوه  او په بیلا بیلو ژبو هم ژباړل شوی ده .

هغه بله  پوښتنه چې د اسیا ټیلی ویژیونی چینل له شیخ نبیل مطرح کړه ، په دې ډول وه .

پوښتنه : د تاسو له نظره ایا اوس هم وخت شته چې وسله وال کسان قانع شی . له سوریې حکومت سره خبرې اترې  له امریکا سره له مزاکراتو بهترې دی ؟

نبیل نعیم : لو مړې دا چې د النصره جبهه د امریکا له خوا د ترهه ګرې ډلې په توګه پیژندل شو یده  او هغه د دغې ډلې  په له مینځه وړلو پسې ده  اوپوځ به له هغې سره هیڅ وخت خبرې اترې ونکړی .

د النصره جبهه په دې وجه په ترهه ګرو ډلو کې شامله کړې شوه چې د سوریې کیسه د ختیمدا په درشل کې ده  او امریکا د النصره ډلې د له مینځه وړلو لپاره چمتو کیږی . همداراز  امریکا په دې خاطر هغو ترهه ګربولی چې ځانونه د ایمن الظواهری پیروان بولی او دا یوه پلمه ده .

زه ډاډمن یم چې د النصره جبهې د  ابو محمد جولانی په نوم کس چې له ایمن الظواهری یې خپل ملاتړ اعلان کړیدې ، په حقیقت کې په انصره جبهه کې د سی ای اې یو نفوذی کس دې  ، دغه کس له دو کلونو راهیسې په سوریه کې جنګیده  او په ناڅاپی توګه یې له ایمن الظواهری مرسته وغوښته .

زه غواړم دغه کس ته ووایم ، چې  نور بس ده ډیرې پیسې دې راټولې کړی دی . د تا له نظره ایمن الظواهری څه کولې شی ؟ ایا هغه به د تاسو لپاره سکډ توغندی درولیږی ؟ نه  .هغه هیڅ نلری او په دایمی توګه سفر کوی او یوازې یوه کیسټه لری چې له هرو شپږو میاشتو وروسته یې د خمپلو خبرو په ریکارډولو سره یې خپروی . امریکا هغه ته دا حکمونه ورکوی .

جولانی ته دا ماموریت ورکړل شوې دې چې وښی د النصره جبهه د ایمن الظواهری پیروان دی  چې امریکایان د هغو د له مینځه وړلو لپاره پلمه ولرلې شی ، دا د مریکا او اسراییلو له لوری یوه دسیسه  ده .

د شیخ نبیل مرکې په یو ټیوب کې موجودې دی . هغه د ممری په نوم له یوه عربی چینل سره د خبرو په ترڅ کې وای هغه کسان چې له القاعدې سره د ارتباط خبره کوی  یوازې رسندوی تبلیغات دی او د خلکو د ویرولو لپاره داسې خبرې کوی ، ځکه چې القاعده د ستمبر د ۱۱ نیټې له نظره معرفی شوه ، حقیقت دا دې چې  هیڅ وخت نه د القاعدې غړی وو او نه یې القاعده پیژندله .

القاعده د بن لادن په مړینې سره نوره مړه شوی ده ، ایمن الظواهری هیچ نشی کولې  ، هغه یوازې خبری کوی او بیاغم ورکوی . زه شخصا ایمن الظواهری پیژنم  ؟ هغه د یوه کار لپاره له کافی او ضروری هوډ او ارادې ندې برخمن ، هغه زیاتره د خپل شاو خوا پینځو او شپږو کسانو په وینا چې ورته دیکته کوی فلانې کار وکړه او فلانې مه کوه ، عمل کوی . ایمن الظواهرې اسامه ندې بلکې دغه دواړه سره ډیر توپیر لری .

شیخ نعیم په بله مرکه کې د سوریې مجاهدینو ته د خطاب په ترڅ کې وای

اې زما وروڼو ، تاسو د استعماری نظام د اجرا لپاره د ابزار په توګه د استفادې وړ ګرځی . کله چې تاسو کار ختم شی نو تاسو سره به هم هماغه وشی چې له دې مخکې مونږ سره په افغانستان کې شوې وو . زه هغو کسانو ته چې د النصره لپاره جنګیږیږی وایم چې کله د سوریه مسله اواره شی نو تاسو به حتما ووژل شی . امریکا تر هغې چې خپلې ګتې ونلری  له مسلمانانو سره مرسته نه کوی . زه غواړم النصره ته ووایم دا هغه تجروبه ده چې مونږه په افغانستان کې ترلاسه کړه . تاسو د امریکا لپاره معمولی شانته ارزښت هم نلر ی .

 

 

 

 

Add comment


Security code
Refresh