Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 03 سبتامبر 2013 16:01

د اسیا په ختیځ کې د شیعیانو ضده فعالیتونو زیاتیدا

له اسلام او شیعیت ویرول د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې زیات شوی دی . د اسیا د ختیځ په هیوادونو کې اسلامی ضد تبلیلغات چې د میانمار ، تایلینډ او سریلنکا په شان مسلمان لږکی او د ملایشیا او انډونیشیا په شان مسلمان اکثریتی هیوادونو کې له شیعیانو ویرول ډیر زیات شوی دی . په ملایشیا کې د پیامبر اکرم ص د ګرانو اهل بیتو اطهارو د میناوالو پر ضد په نوی اقدام کې د ملایشیا د پاهانګ صوبې د اسلامی قانون مشورتی کمیټۍ  له تشیع مذهبه پیروی او د هغه تبلیغ منعه اعلان کړ . د پاهانګ صوبې د مالایی او اسلامی دودونو د ساتنې شورا هم له دغې فیصلې په هرکلی سره  په دغه صوبه کې د شیعیت د پراختیا د مخنیوی په لړ کې خپل فعالیتونه پیل کړی دی . د پاهانګ صوبې مفتی داتوک عبد الرحمان عثمان هم په یوې وینا کې ادعا وکړه چې د درستو حکومتونو په وسیله د شیعه ضد قوانینو تصویبول د مسلمانانو ترمینځ د نښتې او اختلاف د رامینځته کیدا مخه نیولې شی .  هغه په هغو خبرو کې چې له شیعیته یې د هغه د نه پیژندګلوی ډیره ښه ښودنه کوله ، وویل مونږه په قران  ، سنت او د نبی مکرم ص په احادیثو د ژوند د لارې په توګه عمل کوو  خو شیعیان یوازې قران کریم منی  او سنت او احادیث ردوی . دغه مفتی ادعا وکړه که مونږه د تشیع پراختیا محدوده نکړو ، نو مسلمانانو ترمینځ به اختلافات زیات او په شیعه او سنی به تقسیم شی . هغه وویل حکومت باید د ملایشیا مسلمانانو ترمینځ په تیره بیا  هغوی چې له تشیع زیات معلومات نلر ی ، دشیعیت د کنټرولولو لپاره بیلا بیلې سټراتیجۍ  غوره کړو . عبد الرحمان د ملایشیا له حکومته وغوښتل له هغو کسانو او ډلو سره چې د ملایشیا مسلمانانو ترمینځ د تشیع د پراخولو لپاره فعالیتونه کوی  کلک چلند وکړ ی . د ملایشیا په شیعیانو دباو له دریو کلونو راهیسې ډیر زیات شوې دې ، هغه وخت چې د ملایشیا په لویدیدځ کې د سلانګور صوبې دینی افسرانو او امنیتی ځواکونو د عاشورا په شپه د حضرت امام رضا علیه سلام د علمیه حوزې په امام بارګاه په حملې سره د حسینی ویر د  دستورو د ګډوډولو په ترڅ کې  څه د پاسه دوه سوه حسینی  عزاداران ونیول . له دغو نیونو وروسته د اهل بیتو د میناوالو پر ضد دروغجن او درنده تبیلغات هم پیل شول . د سلانګور د دینی چارو موسسې اعلان وکړ چې د ملایشیا شیعیان غواړی چې د دغه هیواد باچاهی نظام نسکور کړی . په ملایشیا کې د دغو دباونو سرچینه هغه فتوا ده چې د وهابیت د لیدتوګو تر اغیز لاندې صادره شوی او د سلانګور د اسلامی تشکیلاتو د قانون په ۲۱ مادې بدله شوی ده . د دغې فتوا په مطابق  تشیع د اسلام له حقیقی تعلیماتو منحرف شوی دې . همداراز د ملایشیا په جنوب کې د جوهور صوبې یوه مقام وویل د شیعه خوځښتونو او غورځنګونو جرړه ایستل واجب دی ، ځکه  هغو د صوبې او هیواد د ګټو لپاره ګواښ دی .

له بده مرغه په نړۍ کې د اسلامی نړۍ په تر ټولو زیات نفوس لرونکی هیواد ملایشیا کې  شیعه ضد افکار ډیر پراخ شوی دی  او د دغه هیواد شیعیان هم له ډیرو محدودیتونو او ګواښونو سره مخامخ دی . په ځینو موردونو کې حتی د شعیاینو کورنو سوزول شوی او اوسیدونکی یې قتل عام شوی دی .  تیر کال په  ځینو رسندویو کې په محدوده سویه خبر خپور شو چې  پا سامبانګ ښار کې  د انډونیشیا یو شمیر شیعه ښاریز د تکفیری وهابیانو په وسیله ووژل او کورونه یې وسوزول شول . د عینی شاهدانو په وینا دغې تکفیری ډلې د یو شمیر ښاریزو سرونه غوڅ کړل  او اووه کسان یې سخت ژوبل کړل  او بیا یې د هغو لس کورونه سوزول . د شیعه ضد افکارو پراختیا د وهابیت د تفکر د دودیدا له امله ده . هغه تفکر چې د امریکا او انګلستان تر ملاتړ لاندې  او د اختلاف د رامینځته کولو او شیعه  او سنی ترمینځ په دښمنی پسې دی . دا په داسې حال کې دی چې شیعه او سنی له اختلافاتو زیات ، مشترکات لر ی . دا چې وهابیت شیعیان له اسلامه بهر بولی او هغو کافر او وینې بهول یې حلال بولی ، د وهابیت د متحجر ذهنیت ښودنه کوی چې  افکار یې له قران کریم  ، تعقل او حدیث او سنت سره هیڅ اړخ نه لګوی . په اسلامی هیوادونو کې  شیعه دښمنی د مسلمانو ملتونو ترمینځ د درز او اختلاف د رامیبنځته کولو لپاره یوه امریکایی او صیهونیستی پروژه ده . د وروستیو شیعه دښمنیو جرړه د ایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ورګرځی . دغه استعمار او استبداد ضد انقلاب  د امریکا سلطه غواړی ، د صیهونیسټ رژیم اصلی ملاتړی او په مینځنی ختیځ کې د غیر ډیموکراتیکو ،  ظالمو او قبیله ای  رژیمونو ګټې په خطرې کې واچولې  .  واشنګټن د ایران اسلامی انقلاب ته د ګوزار ورکولو لپاره  په پوځی ، اقتصادی او سیاسی دباونو سربیره   په اسلامی هیوادونو کې شیعه دښمنی او له ایرانه ویرول  په خپل کاری پروګرام کې راوستل . د اسلامی انقلاب پیغام ، له سلطه پالنې سره د مبارزو مسلمانو ملتونو او د فلسطین له مظلوم ملته ملاتړ دې . لویدیدځو حکومتونو په مسلمانانو او اسلامی هیوادونو کې د اسلامی انقلاب د پیغام د اغیز د مخنیوی لپاره  په اسلامی هیوادونو کې د مسلمانانو ترمینځ د له شیعه ویرولو پروژه  په لاره واچوله . د دغې پروژې د اجرا لپاره  متعصب سلفی او وهابی ډلې  د اسلام له تعلیماتو په غلطو ، انحرافی او متحجرانه  اخیستونونو سره  د لویدیځو حکومتونو او صیهونیسټانو په خدمت کې په اوزار بدل شوی دی . هغو د اسلام له شریعته په غلط اخیستون سره هم له اسلامه تاوتریخوالی غواړی څیره وړاندې کړی او د اسلام پر ضد د لویدیځوالو د تبلیغاتو توجیهونکی شوی دی او هم  د مسلمانانو د بیلا بیلو مذهبونو ترمینځ د اختلافاتو سبب شوی دی .

سلفیان له خپل ځانه پرته بل هیڅ ډول ګروهنې او افکار نه قبلوی  او په کلکه له شیعیانو او د اهل بیتو اطهارو له میناوالو سره دښمنی لر ی . د اهل بیتو اطهارو له میناوالو سره د هغو دښمنی  د لویدیځو له سلطه پالو حکومتونو سره له دښمنی زیاته ده .  همدغه سلفې ډله د القاعدې په نوم د ډلې اصلی جوړونکی ده چې له هیڅ ترهه ګر اقدامه ډډه نه کوی .  تراوسه په اسلامی هیوادونو کې  په لسګونو زره مسلمانان  د سلفی ډلو  په بم چاودنو کې مړه او ژوبل شوی دی .  هغه مسلې چې هغو یې د اهل بیتو اطهارو د پیروانو او شیعیانو پورې تړی بیخی دروغ دی . د ملایشیا د پاهانګ صوبې د مفتی داتوک عبد الرحمان عثمان شیعه ضده څرګندونو ته پام وکړی  چې وایی مونږه په  قران ، سنت او احادیثو  عمل کولو ته د ژوندلپاره  د لارې په توګه وینو  خو شیعیان یوازې قران کریم منی  او سنت او احادیث ردوی .  وهابیانو د عبد الرحمان د څرګندونو په اپوټه  شیعه ضد څرګندونې مطرحوی  . هغو بیا بیا په دغه ټکی ټینګار کوی شیعیانو په قران کریم کې لاسوهنه کړی او هغه یې تحریف کړې دې او په قران هیڅ اعتقاد نلر ی  او دغه دواړه چتی تورونه د شیعیانو له اعتقاداتو سره هیڅ سمون نه خوری . د وهابیانو مشران په پوهې او د کینې او دښمنی له مخې په شیعیانو دغه ناروا او دروغ تورونه لګوی .  له بده مرغه دغه تفکرات په ځینو هغو ټولنو کې چې د شیعیانو له اعتقاداتو کمه پوهه لر ی د وهابیانو په ناوړه تبلیغاتو  او په عربستان کې د ال سعودو په  تیلی ډالرو په تکیې سره په ځینو ټولنو کې اغیزمن دی . دا په داسې حال کې دی چې په اینټرنیټ کې په یوه لټون (سرچ) او په شیعیانو پورې اړونده  اسلامی او دینی سایټونو ته په مراجعې سره  د شیعیانو په حقیقی اعتقاداتو پوهیدلې شو .  د شیعه فقهې سرچینې ، قران ، د پیغمبر اکرم ص  او اهل بیتو اطهارو سنت  ، اجماع او عقل دی . په حقیقت کې  قران کریم د اسلامی فقهې لومړی او اصلی سرچینه ده . د شیعه فقهې نورې درې سرچینې هم د قران کریم د ایتونواو نبی مکرم ص د احادیثو او روایتونو پر اساس دی . پیغمیر اکرم ص او اهل بیتو اطهارو ته په مراجعه کې د قران کریم یو مشهور ایت ، ، یا ایها الذین امنوا اطیعو ا... و اطیهو الرسول و اولی الامر منکم ،، دې . په دغه مبارک ایت کې خداوند کریم  هماغه ډول چې مطلقا یې د خداوند  او خپل پیغمبر د اطاعت حکم کړې دې ، د اولی الا مر د اطاعت حکم هم کړې دې . د تاریخ په اوږدو کې د قران کریم مفسرینو حتی د اهل سنتو ستر مفسرین په دغه ټکې اجماع لر ی چې د اولی الامر مطلب د نبی مکرم ص ګران اهل بیت اطهار دی .

د اسلام عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص  د خپل برکتناک ژوند د پاې په ورځو کې خلک جومات ته وربلل او خلکو ته  یې مهمه وینا وکړه . دغه مهمه وینا په حدیث ثقلین مشهوره شوی ده . شیعه او سنی د دغه روایت په سموالی اجماع لر ی . حضرت محمد ص وفرمایل ،،په تحقیق سره  زه په تاسو کې  دوه څیزونه پریږدم چې که له ما وروسته هغه کلک ونیسی نو هیڅکله به ګمراه نشی ، په دغو دو کې یو  له بل ډیر عظمت لر ی  د خداې کتاب چې له اسمانه ، مځکې سره تړلی رسی ده او د نبوت کورنۍ  او دغه دواړه هیڅکله له یوه بله نه جلا کیږی تر دې چې په حوض کوثر کې ما سره یو شی . پس ځیر ووسی چې له ما وروسته به د هغو دو په حق کې څرنګه کړچار ولر ی ،،

دغه حدیث د اهل بیت اطهارو  د عصمت ښودنه کوی  ځکه چې اهل بیتو اطهار د هغه کتاب په لیکه کې راولی چې باطل ورته لاره نلر ی او له اهل بیتو سره تمسک  د قران کریم په څنګ کې په تاریخ کې د تل لپاره په ګمراهی او ضلالت کې د ساتلو وسیله بولی . نو په دغو دو کې له یوه تمسک په پریکنده توګه ضلالت او ګمراهی راوړی .

په بیلا بیلو اسللامی هیوادونو کې د شیهیانو لپاره د محدودیت رامینځته کول  د شیعیانو له اعتقاداتو د نا خبرتیا په نتیجه کې دی .  په ګټو غونډو کې د درستو اسلامی مذهبونو د اسلامی عالمانو شتون او د مذهبونو د تقریب د ټولنو زیات فعالیت له اسلامی تعلیماتو په  انحرافی او غلطو اخیستونونو سره د سلفی ډلو په وسیله د مسلمانانو ترمینځ د درز په رامینځته کولو کې د اسلام د غلیمانو دسیسه شنډولې شی . د شیعه او سنی اختلاف کومه نوی موضوع نده . خو د بیلا بیلو موضوګانو په اړه  دغه اختلافات تل په عملی مدرسو کې بحث شوی دی . د دې په ترڅ کې په دغو بحثونو کې هیڅ لوری  ، بل لورې کافر او ملحد نه باله بلکه د بیلا بیلو مذهبونو د اسلامی عالمانو ترمینځ دوستی موجوده  ده . د بیلا بیلو مذهبونو مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې  د یوه بل تر څنګ سوله ایز ژوند درلودلې دې  او همدا اوس هم په اکثرو اسللامی هیوادونو کې د بیلا بیلو مذهبونو پیروان د یوه بل په څنګ کې ژوند کوی او له یوه بل سره هیڅ مشکل نلر ی .

جمیل حسین بنګش

Add comment


Security code
Refresh