Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 12 سبتامبر 2013 16:04

دایران اسلامی جمهوریت ،یواسلامی او ولسی نظام

خوږومینه والو دایران اسلامی جمهوریت  او اسلامی اوولسی نظام په نامه  دلړۍ له اتمې برخې سره ستاسو  په خدمت کې یو  په تیر پروګرام کې مو  دقرآن کریم  له نظره داسلامی حکومت په جوړیدا  او دوام کې دولس درول په باب   روایتونه اوداسلامی انقلاب دارواښاد لارښودحضرت امام خمیني روښانونکي ویناؤاوسپارښتنو په اړه درسره وغږیدو.  دایران اسلامی انقلاب  هماغه ډول چې  په ماهیّت کې دوروستیوڅوپيړیوله نورو انقلابونوسره ئې جدي توپیرونه درلودل، له انقلابه وروسته په نظام جوړونې کې  ئې  هم له هغو ټولوسره اساسی توپيرونه درلودل څو دایران داسلامی انقلاب تر بري مخکې پورې   په نړۍکې  دانقلابونودمشرانو موخه یوازې د واکمن نظام نسکورول وو او له انقلابه وروسته ئې  دنظام جوړونې لپاره کوم پلان نه درلوداودحکومتي نظام دجوړولولپاره ئې دلودیځ دلیبرل دیموکراسۍ  اوکمونیسټي  نظامونوله دوو بیلګوپيروي کوله .خودایران د اسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني هم دپهلوي ګوډاګي  اومستبد رژیم دنسکورولولپاره  اوهم  له دې وروسته دنظام جوړونې لپاره  ددیني ولسواکۍیا په بله وینا  دجمهوری اسلامی په نامه داسې نظام ؤچې حضرت امام خمیني  دهغه په اړه له ټول پوښتنې وروسته  په ایران کې  راوپنځوه . د:دیني ولسواکۍ :نظام  ددنیا په سیاسی ادبیاتو کې  یو نوی نظام دی . دغه نظام  دقرآن ،داسلام دګران پیغمبر اودهغه بزرګوار  داهل بیت علیهم السلام له تعلمیاتوراپورته شوی دی .دحضرت امام خمینی جانشین اوداسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا....العظمي سیدعلی خامنه ای دیني والسواکي داسې تعریف کوي:،دغه دیني ولسواکي دلودیځ له دیموکراټیکوجرړوسره هیڅ ارتباط نه لري .دایو بل شی دی . دیني ولسواکي  دوه شیان  نه دي،داسې نه ده چې مونږدیموکراسي له لودیځه واخلواوله دین سره ئې یو ځاي کړوڅو  یوه بشپړ ټولګه  ولرل شو، نه داسې نه ده،پخپله دغه دینی ولسواکي  هم له دین سره اړه لري :.

 حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  په دغه نظام کې دخلکو درول په باب  فرمائي :،  دخلکو انتخاب  ددیني ولسواکۍ  یوه برخه ده . خلک باید  وټاکي ،وغواړي ،وپيژني  او فیصله وکړي څو دهغوي په هکله شرعي دنده  ترسره کړي .: دوي همدارازپه یوه بل ځاي کې ټینګارکوي :، دیني ولسواکي  داسلامی نظام په  جوهرکې یو واحد حقیقت دی،ځکه که یونظام وغواړي  د دین په اساس  عمل وکړي،نو له خلکو او ولس پرته دا کار نه شونی دی ،ددې په ترڅ کې چې  دحقیقي ولسواکۍ دحکومت پوره کیدا  له دین پرته امکان  نه لري :،

                                                *********************** 

   په مختصره توګه  ددیني ولسواکۍ دمفهوم په بیانولو کې ویل کیدلی شي،دیني ولسواکي  دیوه داسې حکومت په شان ده چې  په الهي مشروعیت  اودولس په مقبولیَت ولاړ دی  او ددیني مقرراتو، دخلکو دمعنوي اومادي لوړتیا او ودې لپاره دیوې زمینې   په رامینځةکولو، خدمت   او دغه راز دحق پالنې   په چوکاټ کې رول لوبوي . دیني ولسواکي په دوو اصولو ولاړه ده ، له یوې خواپه دیني اوحیاتي  تعلیماتوکې جرړه لري  او له بلې خوا  دغه  تعلیمات  دخلکودهوډ  او ارادې  او  غوښتې له پلوه د اجرا وړ دي . نو ځکه په دیني ولسواکۍ کې   سیاسی  نظام  په دوو  رکنونو یعني  الهي اوانساني  رکنونوولاړدی او دغه نظام  داسلام اعتقادي اصولوپه نظرکې په نیولوسره، د حکومت اوخلکو رابطه ټاکي .

له لیبرل دیموکراسۍسره ددیني ولسواکۍتوپیرونوته اشاره ددیني ولسواکۍله پيژندنې سره لاښه مرسته کوي .  په ایران کې په دینی ولسواکۍ  او د لودیځي لیبرل دیموکراسۍ  ترمینځ  خورا مهم فرق   دهغوي د رواوالي  په سرچینې کې  توپیر دي . دمشروعیت او رواوالي یو دلیل  دیوه حکومت اودهغودواکوالانوقانونی کیدا ده .په لیبرل دیموکراسۍکې دمشروعیت  او رواوالی دسرچینې په توګه دخلکو داکثریت رضایت  بیان شوی  او په همدې اساس  هغه څه چې  په دغه ډول دیموکراسۍکې تصویبیږي،ظاهر ادخلکو له غوښتنوراپورته شوې .ټاکل شوي کسان هم بایددخپلوهغوکسانو دغوښتنې په  چوکاټ کې چې پخپلورایوسره ئې دوي ټاکلی ،حرکت وکړي . دمثال په توګه ،نن سباپه ځينولودیځي هیوادونوکې  دهمجنس بازانو دوادونو  اوله طبي دلیل پرته  دجنین دسقط په څيردانساني فطرت   او اخلاقو  په اپوټه   چلندقانونی شوی دی ،ځکه د لودیځي پارلیمانونو زیاتره استاذي  ،خلک  او دهغوي ملاتړي ګوندونه  او ډلې دغه شان ناسمې غوښتنې لري .خو په دیني ولسواکۍکې  درواوالي سرچینه  خداي متعال  او الهي قوانین دي  چې  په هغو کې تیروتنه او کږلارۍ هیڅ ځاي نه لري .  په دیني ولسواکۍ کې  دخلکو غوښتنه او رضایت  چې  دخداي بندګان د ي،دالهي شریعت په  چوکاټ کې ټاکونکي دي . په لودیځي ډیموکراسۍ کې  که له الهي قوانینو او دانسانیَت له اصولو سره  اپوټه یو قانون  په اکثریت سره تصویب شي،نو د اجرا وړ وي . حال دا چې  په دیني ولسواکۍکې  الهی  او انسانیَت ضد قوانین  نه مطرح کیږي  اویادمطرح کیداپه بڼه کې رد کیږي خودالهي شریعت په چوکاټ کې دقوانینوداجراپه کیفیت کې ولس اساسی او ټاکونکی رول لري

     دیوه بل  په معرفتي سرچینو کې فرق دلیبرل دیموکراسۍ او دیني ولسواکۍ  ترمینځ یو توپیر دی .دیني ولسواکي  په عقلاني  او حیاتي  سرچینوتکیه کوي . یعني اسلام وحي دیوې معرفتي سرچینې په توګه ګڼي اوباوري دی چې د انسانانو خالق  چې دخپل مخلوق  پر ټولو روحي او بدني  اړخونو او برخو اختیار  اوواک لري،پرخپل پیغمبر ئې  دوحي په شکل کې  دانسان دنیکمرغۍ لپاره  خورا بشپړ اومنطقي پروګرام وړاندې  کړی دی چې باید دحکومت پشمول په ټولو زمینو کې دمسلمانانو دچلند په اساس وي . همداراز اسلام عقل  ددیني مسئلو داستنباط دیوې باوري سرچینې په توګه  معرفي کوي . دا  په داسې حال کې دي چې  لودیځي دیمورکراسي هغه څه چې په ماورای الطبیعت  کې دي  د استناد وړ نه ګڼي  او دقانون جوړونې  او ټولنې  په اداره کولوکې دآوزارپه توګه  یوازې دانسان په عقل اوحس  بسنه کوي

په اصولوکې اختلاف ددیني ولسواکۍاولیبرل دیموکراسۍترمینځّ  دریم غوره  فرق  دی .دلیبرل دیموکراسۍاساس پردرو اساسي اصولو ولاړ  دی ، لومړی اصل   هیومینیزم (اومانیزم)  یا هماغه  دخداي پرستۍپه مقابل کې   انسان پرستي  ده . په نتیجه کې  دانسان ګروهنو ته  دهغه  څه په توګه نه چې خالق  او دانسانانو مالک دهغوي دنیکمرغۍلپاره  نازل کړي دي ،بلکې  داجرااو پلانونې  دچورلیز په توګه ورته  پام کیږي .په لیبرل دیموکراسۍکې دوهم اصل دآزادۍاصل دی .په لیبرل دیموکراسۍکې دآزادۍ لپاره ترهغه وخته  چې دټولنې دامنیت اود نورو د آزادۍ ګواښونکي نه وي،هیڅ حداوپوله نه لري  .په حقیقت کې  دلیبرالیزم مکتب انسان  دهرکاردترسره کولولپاره  آزاد ګڼي  مګر دا چې  دنوروله آزادۍ سره  توپير  ولري . سکولریزم  دلیبرالیزم دریم او خورا اساسی اصل  دی چې    هماغه له دینه د سیاست  جلاکول  اوپه شخصي چارو کې  ددین  پراخه محدودیدا ده . ددین په دغه تفکر کې  سیاسی اوټولنیزومسئلو ته د ورګډیدو اجازه نه لري .لودیځي رسنیو اوحکومتونوهرهغه نظام چې په دغو درو اصولو کې  بیلابیلې لیدتوګې لري،غیردیموکراټيک  اومستبدئې ګڼي،حتی که  هغه حکومت  دخلکودرایوپه اساس  هم جوړشوی وي  اوهرکال آزاد انتخابات ترسره شوي وي .  ددې یو مثال   هم دایران اسلامی جمهوریت   دی . یوداسې نظام  چې دخلکو دارادې  او هوډ په اساس جوړشوی  او داسلامی انقلاب  له بري وروسته په هماغه لومړي کال کې پکې  پنځه انتخابات او ټول پوښتنې ترسره شوې .

       په دینی ولسواکۍکې  دخداي پاک ځانګړی حاکمیت دی  اودانسان اراده دالهي ارادې په دوام کې ده .پر دې اساس  دټولنیزوقوانینوپه برابرولوکې  الهي قوانین   چورلیزتوب لري  .په دیني ولسواکۍکې دین پرشخصي مسئلوسربیره ټولنیزې مسئلې اوموضوعګانې هم لري.په اسلامی سرچینوکې دټولنیزواوسیاسی  موضوعګانو کې دآيتونو اوروایتونو شمیرله شخصي اوعبادي مسئلولازیات دي .

  ددینی ولسواکۍ اولیبرل دیموکراسۍترمینځ څلورم فرق  دموخوپه زمینې کې دی. په دیني ولسواکۍکې  هدف له خداي تعالی سره دنزدیکیدااودانسان دمعنوي بشپړتیادزمینې رامینځةکول دي .دعدل اوانصاف قایمول،دنظم اوامنیت ټينګیدا، تعلیم اوتربیت ، دهوساینې  او روغتیا تامینیدا،دکلتوری سویو لوړتیا،ټول دانسان دبشپړتیا لپاره دي . په بله وینا،په دینی ولسواکۍکې  دبیلابیلوسیاسی، کلتوری، ټولنیزو او اقتصادي اړخونوڅخه دعدالت دچورلیزاوپرمختللي ټولنې  رامینځةکیدا  له دې امله چې   دانسان دبشپړتیا اوله خداي پاک سره دنزدیکیدا لاره  زمینه برابروي ، ارزښمنه اوضروری ده،خوپه لیبرل دیموکراسۍکې انسان پرستي  دګټو اوخوندونوخوندي ساتل دي . اوموخه ،دیوې داسې ټولنې رامینځةکیدا ده  چې   انسانان پکې له خپل ژونده  زیاتره خوندونه  اومادي ګټې ترلاسه کوي .په لودیځي لیبرال دیموکراسۍکې  حکومتونودانسانانودمعنویت  په وړاندې  دځان لپاره کومه دنده نه ده تعریف کړې .په همدې دلیل داقتصادي پراختیا او ودې  لوړو درجوته د رسیدا سره سره  دلودیځ پرمختللي هیوادونه   له جدی  اخلاقي کړکیچونوسره مخامخ دي .دکورنۍدبینادسستیدا،دطلاق زیاتیدا،له کورنۍبهراو د نارواؤ ماشومانو  زیږیدا، همجنس بازی ،داسې ماشوم  چې یا ئې پلار اویا ئې مور معلومه وي ، داټول موردونه دلودیځ  دپرمختللو ټولنو خورامهم اخلاقي او ټولنیزبحرانونه دي

     دوستانوپه ورپسې پروګرام کې به  ددینی  ولسواکۍدیوې مهمې ځانګړنې یعنی   ولایت فقیه داهمیّت  په باب درسره خبرې وکړو نوتربل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو  ا.... مو مل او ملګری

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh