Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 01 دسامبر 2013 11:48

داسلامی ایران نظام یو اسلامی او ولسی نظام

دوستانو دخپرونې په دې برخې کې دکابینې  او دنورو مهموحکومتي اورګانونودمشرانوپه ټاکنواودحکومتي نښواومیډالونودورکولو په زمینې کې  د ولسمشرددندوځيني برخې سپړل شوي دي چې له تاسوسره ئې هم شریکې کوو نو ترپایه راسره مله ووسئ

*****************

خوږومینه والودایران اسلامی نظام،یواسلامی اولسي نظام نومې د لړۍ په اتلمسې برخې کې ستاسوپه خدمت کې یوڅوپه ایران کې ددينی ولسواکۍ اړخونه له تاسو سره شریک کړو . په مخکیني پروګرام کې مو له رهبرۍ وروسته دهیواد ددوهم مقام په  توګه  دولسمشر داختیاراتو او  دندو په باب  درسره وغږیدو . داسلامی ایران ولسمشر  دایران په اساسی قانون کې دهغه مقام او حیثیت ته  په پام سره  پراخي دندې لري .  داساسی قانون اجرائي مسئولیت ،دباؤر درایو دترلاسه کولو لپاره  اسلامی شورا ته د وزیرانومعرفي کول ، دوزیر او دوزیرانو دپلاوی د مشر  لیرې کول  او بدلول  دایران داسلامی جمهوریت دولسمشرداختیاراتوبرخې دي .همدارازکه اسلامی شورادولسمشروړاندیزي وزیرته  دباور رائ ورنکړي ، نو هغه دهغه وزارت  خانې لپاره  لږترلږه تردرو میاشتو پورې سرپرست ټاکلی شي . ځکه چې  عمومی چارې ونه تړل شي  او له بلې خوا ولسمشر هم دهیواد اجرائي چارونهائي مسئول شمیرل کیږي،پردې اساس دموافقې دترلاسه کیدا پورې   دهغه لپاره  له وزیر پرته دیوه وزارت خانې  داداره کولو امکان برابرکړی دی .

دوزیرانوکابینه  دهیوادداجرائي سیاستونودټاکلواصلی مرکزده . داساسی قانون د ۱۳۴مادې  په اساس  ولسمشر ، دوزیرانو په ملګرتیا سره دحکومت د چارو داصلی مسئول په توګه،دحکومت کړنلاره اوپروګرام ټاکي او  قوانین اجراکوی .په دې باب هروزیردخپلوتوانمنیوترحده دیوه غږمله سیاست دبرابرولو لپآره دخپل مدیریت تر ولکې لاندې په ادارو کې له اجرائي آوزارونو او دکارپيژاندو له دیره بیلابیل ځواک  په استفادې سره  څیړنې او سپړنې کوي . اساسی قانون ولسمشر ته دا امکان ورکوي څو د ټولو وزیرانو په ملګرتیا سره پارلیمان ته دقانوني مسودو دوړاندې کولو له لارې یاداجرائي مادو  اودهغوپه څيردقوانینوپه  تصویبولوسره دحکومت پروګرام اوکړنلاره وټاکي.ولسمشردوزیرانودمشردوزیرانودکارغږملونکي ،اودحکومت دکړنلاروپر ټاکنې او چارودڅارونکي  په توګه دی .دغه مهمه دنده  منظمو اوتخصوصي کارونو اوتدبیرونواولارو چارو ته اړتیا لري څو د وزارتونو  او بیلابیلو اجرائي ادارو  ترمینځ دچارو غوره ویش او قانونی کیدا،دهغوي ترمینځ  منطقي ارتباط ټینګ کړي . په دې باب داساسی قانون  یوسل شپږویشتمه ماده  ټاکي چې ، ولسمشردهیواد  د اداري او ګمارونکو چارو او بودجې  او دپروګرامونو دچارو مسئولیت  نیغ په نیغه په غاړه لري  او دهغوي اداره کول بل چا ته سپارلی شي .

ولسمشر داداري ،ګمارونکو چارو  او دغه راز دنورو حکومتي چارو داداره کولولپاره ځیني کسان دولسمشردمرستیال او دغه رازداستخدامي او اداري کارونو او دبودجې  او نورو اړونده پروګرامونو سره  داړونده ادارو او اورګانونو دمشر په توګه  هم ټاکي

    داساسی قانون  دپنځوسم اصل په اساس :دایران په اسلامی جمهوریت کې دژواک چاپيریال  ساتنه چې دنن سبا او دراتلونکو وختونو نسلونه پکې بایدمخ په وده  ټولنیز حیات  ولرل شي ، عمومی دنده ګڼل کیږي . له دې امله  اقتصادي او غیر اقتصادي فعالیتونه چې دژواک چاپيریال  له ککړتیاؤ سره  یا  دنه  جبرانیدونکو ورانونوسبب کیږي، منع دي .

دژواک چاپیریال دساتنې په خاطرپه ایران کې دمجریه قوې دمشرتر نظرلاندې  یوه اداره جوړه شوې ده .ددغې ادارې  د تاسیس موخه  له ککړتیاؤ اوهرورانونکي اقدامه اودغه رازدژواک چاپيریال دانډول اوتعادل د خرابولو مخینوی دی . ددغو موخو دتامیندا لپاره  دژواک چاپیریال دساتنې اداره   په حکومتي او غیر حکومتي برخو کې  دژواک چاپيریال پرککړونکو اوتباه کونکوبرخودڅارنې حق لري .پردې نظرچې داقتصادي،صنعتي ، معدني،روغتیائي،پوځي  اوپولیسي  اودځينونوروحکومتي ادارواو اورګانونودکارماهیّت دلوګیو،آوازونو،دګنده نالیوپه څیرډيرکارونه د ټولنې لپاره اودغه رازدژواک چاپيریال لپاره ډير تاواني دي ، پردوي څارنه  به یوازې پر وزارت خانې سربیره دیوې  حکومتي ادارې  له لارې  اغیزمنه او کارنده وي .که څه هم دژواک چاپيریال دساتنې اداره  تریوه حده دیوې اجرائي ادارې په چوکاټ کې بلل کیدلی شي،خوپرټولوحکومتي ادارو د لوړپوړو یونټونودڅارنې دضرورت له پلوه  دغه اداره باید دحکومت له مشر سره اړونده وی .له هغه اهمیّت سره سره چې  اساسی قانون   دژواک چاپیریال  دسلامتیا لپاره  قایل شي،دهغه داداره کولودڅرنګوالي  په باب کوم توضیخ  نه دی ورکړل شوی . په هغو ۳۴کلونو کې  چې داسلامی جمهوری نظام تیریږي،دژواک چاپیریال اداره دلومړی وزیرله نظره اوپه اساسی قانون کې له بیاکتنې اولومړي وزیردڅوکۍله حذفیداوروسته دولسمشر ترنظر لاندې ده .دژواک چاپیریال دادارې مشر اوسرپرست  دولسمشرپه حکم سره د ولسمشر دمرستیال او دژواک چاپيریال دساتنې دادارې دمشر  په توګه  ټاکل کیږي .

  دولسمشر ترنظر لاندې یو بل اورګان دایټمی انرژۍ  اداره ده . دماهیّت له نظره  ایټمی انرژي  یوه تخصصي اوصنعتي ټیکنالوجي ده . له ایټمی انرژۍ استفاده په ټولوټولنوکې له ډيرحساسیته برخمنه ده .ددغې ټيکنالوجۍ لرونکي هیوادونه  اویا هغه هیوادونه چې  ددغې  تیکنالوجۍ په ترلاسه کولو پسې  له ايټمی انرژۍ  په استفادې پسې ډي ، دنړیوالو اورګانونو له څارسره مخامخ دي  څو له ایټمی انرژۍپه پوځي لارې کې استفاده ونشي . البته  په نړیوال ډګرکې  له ایټمی انرژۍداستفادې په زمینې کې  ددوه ګوڼو چلندونوکتونکي یو .دنړۍ دایټمی کلب غړي هیوادونه په تیره بیاامریکا او د هغې ملګري هڅه کوي هرهغه هیوادچې په ښه ډول دهغوي له سیاستونو سره غږمله نه دي،ایټمی ټیکنالوجۍته له رسیدائې محرومه کړي .په عین حال کې هغه هیوادونه چې دهغوي له سیاستونو سره  غږمله دي ، له دې پرته چې په پوځي مصرفونوکې ئې له ایټمی انرژۍداستفادې اوتولید د بندیز د نړیوالوژمنو یانړیوال سیف ګارډز ئې لاسلیک کړی نه وي ، په آرام سره  خپل ایټمی پروګرامونه  دپوځي استفادې په لاره کې پرمخ بیائي . په دې زمینې کې  ئې څرګند مثال اوبیلګه  صهونیسټ رژیم دی

البته دایران   اسلامی جمهوریت  داسلامی انقلاب دبری له هماغه  پیله   په نړیوالو اورګانونو کې دغړیتوب په زمینې کې  له اسلامی انقلابه دمخکې رژیمونو ژمنې وساتلې  اودایټمی انرژۍپه نړیوال آژآنس کې غړی پاتې شو.  همدارازدهغوحساسیتونوپه دلیل چې شته دي ،دایران داسلامی جمهوریت  سوله ایزایټمی پروګرامونه دایټمی انرژۍدنړیوال آژانس  ترنظر لاندې  اداره کیږي . ددغې ادارې  مشردولسمشرپه وسیله دهغه دمرستیال  په توګه  ټاکل کیږي .

    دمجریه قوې  دمشر په توګه دایران داسلامی جمهوریت  یوه بله دنده  دحکومتي میډالونوډالۍکول دي .هغه کسان دسیاسی اوپوځي برخو پشمول دهیوادپه اجرائي  اداروکې  ارزښتمن  اوغوره خدماتوسرچینه کیږي  یاهغه داخلی اوبهرني شخصیتونه چې دسیاسی اوعلمي دلیلونوله پلوه  خاص فضایل لري،ځانګړي قدرونه اومننه ئې کیږي  .دنړۍپه هرځاي کې دغوره کارونودترسره کیداپه خاطرکسانوته دهڅونې لپاره دمیډال اوجایزې ورکول  دود دي .دایران داسلامی جمهوریت اساسی قانون هم په دې باب  دحکومتي میډالونوورکول هم په نظرکې نیولي دي  اودیوسل نهه ویشتم اصل کې اعلان کوي چې،دحکومتي میډالونوورکول له ولسمشر سره دي .: په دې باب دقانون اوه مې مادې  دولسمشر ددندو حدود  اټکل کړي دي،د اساسی قانون د ۱۲۹مادې داجراپه خاطردهیوادمیډالونه داړونده وزیرانو په وړاندیز اودحکومت دکابینې په تصویبیداسره اوهمدرااز دپوځي میډالونو ورکول دلوي درستیز په وړاندیز او دټولو قواؤ دستر قوماندان  او یا دهغه له خوادیوه مجازمقام  په تصویبیداسره دولسمشر په وسیله ورکول کیږي .:  دآيین نامې په اساس داسلامی انقلاب،حمهوری اسلامي، استقلال ،آزادي ،حکومتي میډالونواو همداراز په ایثار، جهاد ،عدالت ،تربیت ، شجاعت مشتمل عمومی میډالونواوپه مدیریت ،علم،فرهنګ،عمران،کرهڼې ، صنعت اوسپورټ مشتمل د تخصصي میډالونو پشمول  جایزې او میډالونو ورکول  دي . دغه میډالونه دولسمشر په لاس   په خاصو پروګرامونو  او مرحلو کې ورکول کیږي

دوستانو په ورپسې برخې کې به  د مقننه او قضایه قواؤ  په ارتباط د ولسمشر د دندواو اختیاراتو په اړه درسره وغږیږو نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو  ا..... مو مل او ملګری .

(سیماب)

********************************************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh