Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 10 جولای 2014 12:41

اسلامي بیداري، یو پایداره پاڅون ۱

 

 

 

اسلامي بیداري او د هغې زیانونه د هغې وینا موضوع ده چې په دوو برخو کښې چمتو شوې او وړومبی برخه یې درته دلته وړاندې کیږي. په هغو هیوادونو کښې د دغه ستر پاڅون په وړاندې د موجودو لانجو څیړنه چې د اسلامي بیدارۍ حقیقي سرچینې پاتې شوي، د دې پروګرام د بحث چورلیز دی. هیله ده چې خوښ مو شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                ځیني سیاسي شناندي د اسلامي بیدارۍ موضوع ته له اقتصادي نظره ګوري او دغه بدلون په اقتصادي ځانګړتیاو سره څیړي. ځینو نورو هم په همدې چوکاټ کښې د نړیوال بانک او د پیسو د بین المللي صندوق لخوا د وړاندې شویو د اقتصادي پراختیا د پروګرامونو ماتې او ناکارنده توب د دې پيښې لامل ګڼلی دی.

                خو یوه ډله لیبرال متفکرانو په مینځني ختیځ کښې پر موجودو تړلو نظامونو باندې په ټینګار او له لویدیځو نظامونو سره د سیمې د ډیکټاټورانو نزدې تړاو ته له هیڅ ډول اشارې پرته هڅه وکړه دغه انقلابونه د غربي شونې لپاره د خلکو د غوښتنې څخه رامینځته شوي تفسیر کړي. د تیونس د خلکو په پاڅون باندې د یاس او ناامیدۍ د انقلاب نوم کښیښودل او د تکثرپالنې، د مختلفو ګوندونو او د آزادو انتخاباتو په نشتوالي باندې په ټينګار او داشان نورو طریقو سره یې هڅه کړې داسې وښئي چې ډیموکراسي غوښتنه، د دغو بدلونونو جرړه او اصلي ماهیت پاتې شوی دی.

ځیني هم د ټډ رابرټ ګر د (نسبي محرومیت) په تیورۍ باندې په تکیې سره داسې دلیل راوړي چې له اروپايي هیوادونو سره د نزدېکت په وجه، هم له سیاسي او هم له اقتصادي لحاظه د افریقې د شمال د خلکو لوړې تمې سبب شوي څو خلک په تیره بیا ځوانان د محرومیت احساس وکړي او د واکمن نظام په خلاف بلواې پيل کړي.

البته په دې مینځومان کښې ځیني نور کسان هم وو چې د فیس بُکي انقلاب یا ټویټري انقلاب په عنوان سره یې هڅه وکړه چې وښئي د ټولنیز ارتباط نویو رسنیو د دغو پاڅونونو په رامینځته کولو کښې اصلي رول لرلی دی.

                هغه دریم برداشت او اخیستنه چې د سیمې له بدلونونو څخه کیږي، د سیمې انقلابونه د بن علي، مبارک او قذافي په شمول د واکمنو ډیکټاټورانو لخوا له اسلام سره د دښمنۍ، د ولسونو له سپکاوي او د خلکو له بیدارۍ څخه رامینځته شوي ګڼي. دغه اخیستنې ښودنه کوي چې د اسلامي بیدارۍ په چورلیز سره د سیمې د بدلونونو په شننه کښې مختلفې لیدتوګې شته دي.

په هر حال، اسلامي بیدارۍ که څه هم په بیلابیلو انګیزو سره خو په یوې معلومې او مشخصې سټراټیجۍ سره د ولسي خوزښت او غورځنګونو زمینه برابره کړه چې غوښتل یې په هیوادونو کښې دننه، د اسلامي نړۍ په ډګر کښې او په نړیوال چاپیریال کښې د پام وړ اثرات پرځاې پریږدي. په همدې وجه د اسلام دښمنان چې په دې بیدارۍ سره یې خپلې ګټې په خطر کښې لیدلې دي، هڅه کوي چې په هره ممکنه طریقه په حقیقي معنا د اسلامي بیدارۍ د پراختیا مخه ونیسي.

په همدې وجه دا ستر پاڅون په هغو هیوادونو کښې چې د اسلامي بیدارۍ حقیقي سرچینه وه لکه په مصر او لیبیا کښې له جدي ستونزو او زیانونو سره مخامخ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                دا خنډونه او زیانونه کوم دي او ولې بیخي په هغو شرایطو کښې چې اسلامي بیدارۍ د نړیوالو سترګې ځانته اړولې وې او د دغې بیدارۍ د نتیجې او ګټې ته د رسیدلو هیلې زیاتې شوې وې، دغه ستر پاڅون له داسې ستونزو او خنډونو سره مخ شو چې د بیدارۍ راتلونکی خرابولی شي او له ماتې سره یې مخامخولی شي.

                د ایران  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تعبیر، اسلامي بیداري یوه داسې حیرانونکې ښکارنده ده چې که سالمه پاتې شي او دوام ومومي نو په نزدې راتلونکي پس منظر کښې به د اسلامي تمدن د رامینځته کیدو زمینه جوړونکی شي.

بې له شکه اسلامي بیداري هغه حقیقت دی چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کښې بلکې په نړیواله کچه یې هم نښې نښانې لیدل کیدې شي او ترټولو څرګنده نښه یې د اسلام د عظمت او سترتوب راژوندي کیدو او د سلطه ګرو حکومتونو د ظالمې او ستم کارې څیرې په ډاګه کیدو ته د عمومي افکارو په تیره بیا د ځوانو پرګنو شوق او مینه ده.

له دې امله چې اسلامي بیداري په ټولو اړخونو او زاویو کښې د لویدیځ له سلطې سره په ټکر کښې راغلې،  د دغه ستر پاڅون داخلي او بهرنۍ اغیزو استکباري او ښکیلاکي قدرتونه دې ته اړ کړي دي چې د هغو د ګټو او میوو په مصادره کولو سره خپلو اهدافو ته د دغه ستر پاڅون د رسیدو خنډ شي.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په همدې لړ کښې په (علما او اسلامي بیداري) نومې غونډه کښې په یولړ ویناو کښې چې د تیر کال په پسرلي کښې په تهران کښې د اسلامي هیوادونو د پوهانو او متفکرانو په ګډون جوړه شوه، په سیمه او د افریقې په شمال کښې د اسلامي بیدارۍ د غورځنګونو د زیانونو د پيژندنې په بحث کښې دې مقولې ته له پنځو اړخونو کتنه او پاملرنه وشوه.

                (د دیني مرکزونو د مرجعیت د ساتنې، د اوږد مهاله هدف د انځورولو، د لویدیځ په ژمنو باندې د خوشالیدو له ترخې تجربې نه د ډډه کولو، د فرقه ایزې، مذهبي او قامي خونړیو نښتو د رامینځته کولو د دسیسو په وړاندې د هوښیارۍ او د فلسطین د موضوع د نه هیرولو) ضرورت هغه اساسي او بنیادي ځانګړنې دي چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي بیدارۍ د غورځنګ ماهیت ته په کتنه کښې مطرح کړې.

نو په دې وجه د اسلامي بیدارۍ د زیانونو په پیژندنه کښې دا ځانګړتیاوې پکار دي د اسلامي بیدارۍ د څپې د راپورته کیدو له پیل څخه د سیمې د پیښو له لړۍ سره پرتله کړو چې د افریقې په شمال کښې له تیونس څخه په انقلابي پاڅون سره پیل شوه او بیا په مصر، لیبیا، یمن او بحرین کښې په یو ولوله ناک او زوږناک خوزښت بدله شوه. داسې یوه مقایسه او پرتله کول به وښئي چې په هغو څلورو کالو کښې چې له دې پاڅونونو تیریږي، د اسلامي بیدارۍ د خوزښتونو په لاره کښې یې کوم بدلونونه رامینځته کړي دي؟

بل ټکی دا چې آیا رامینځته شوې لوړې ژورې په ذکر شویو ځانګړنو کښې د بدلونونو نښه ګڼلی شو چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په ویناو کښې ورته اشاره شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                ځیني شناندي باوري دي چې اسلامي بیداري د حکومتونو شکل او د واکمنانو ډول ته په پام سره په هر هیواد کښې، له بل هیواده په بیله او متفاوته توګه رامینځته شوې ده خو په هره بڼه کښې د اسلامي بیدارۍ د خوزښت په باطن کښې یو ستر هدف لیدل کیږي چې په اسلامي هیوادونو کښې د مسلمانو خلکو د سیاسي کتنې او لید په اصلاح او ودې باوري دي. همدا چاره د لویدیځ د سختې اندیښنې سبب شوې ده.

دا بهیر نن سبا له تندلارو بهیرونو او له دین او اسلام څخه د بې لارې شویو تفکراتو په مقابل کښې دریدلی چې نمونې يې په عراق او سوریه کښې لیدې شو. په دغو دواړو هیوادونو کښې انحرافي او ګمراه ډلې د اسلام په جعلي او جوړښتي نومونو او په ترهګرانه ګروهنو سره راپورته شوې.

د سیمې او له سیمې نه د بهرو ځینو هیوادونو لخوا په مختلفو توجیهاتو سره د دغو ډلو مالي او روزنیز او د وسلو ملاتړ وشو او ډیر زر یې وده وکړه. په زړه پورې دا چې نن سبا همدا ډلې هڅه کوي ځانونه د لویدیځ له سیاسي تفکراتو سره په مقابله کښې په اسلامي ټولنو کښې د اصلاحي او اجتماعي خوزښتونو او بهیرونو مخکښانې وښئي. د داعش په شان ځینې ډلې چې ځان په چالاکۍ سره په اسلامي افکارو باندې معتقد او عمل کونکې معرفي کوي، د دغه انحرافي او ګمراه بهیر یوه نمونه ده.

نو په دې وجه په دې څیړنه کښې پکار دي د اسلامي بیدارۍ د ځانګړتیاو په هکله په دقت او ځیر سره جاجونه وشي څو وکړې شو د اسلامي بیدارۍ د بهیر په وړاندې د موجودو خنډونو د علت دقیق او روښانه تحلیل ته ورسیږو.

                د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا...العظمی خامنه اي په تهران کښې د چنګاښ د اومې نیټې د شهیدانو او د ځینو نورو شهیدانو او جانبازانو له کورنیو سره په خپله وروستۍ کتنه کښې په همدې لړ کښې د سیمې پیښو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د اسلام دښمنانو نن سبا د ولسونو ترمینځ د کورنیو جنګونو په رامینځته کولو پانګونه کړې ده څو خلک په قومي او مذهبي عنوانونو سره د یوبل دښمنان کړي.

حضرت آیت ا... خامنه اي د عراق او ځینو هیوادونو د پیښو په هکله د ښکیلاکګرو تبلیغات د شیعه او سني جنګ جوړولو ته د هغوي تمه وبلله او زیاته یې کړه: په عراق کښې د صدام د رژیم پاتې شوني د یوه ډله غافلو، جاهلو او له پوهې او معنویته د لرې کسانو په ملتیا جنایتونه کوي او دښمنان دغه پيښې د شیعه او سني مسلمانانو جنګ نوموي، خو دا یوازې یوه آرزو ده.

دوي وویل: هغوي په دروغو د عراق پیښې د شیعه او سني جنګ بولي خو دا جنګ د ترهګرۍ له مخالفانو سره د ترهګرۍ جنګ، د ولسونو د خپلواکۍ له پلویانو سره د امریکې او لویدیځ د اهدافو د مینه والو جنګ او له بربریت او وحشي توب سره د انسانیت جنګ دی.

                حقیقت دا دی چې نن سبا اسلامي بیداري په ډاګه د امریکې او صهیونیزم له دسیسو سره مخ شوې ده او د هغوي هڅه او کوشش په پلان شویو شایبو او فتنه اچونکو حاشیو باندې د اسلامي بیدارۍ د اصیل بهیر د ککړولو لپاره  د هغوي هڅه ده او دا هغه دسیسه ده چې موخه یې له اسلامي بیدارۍ څخه د خلکو بیلول او په راتلونکي باندې د هغوي د باور او اعتماد له لاسه ورکول دي.

دا ترټولو مهم ټکی د ی چې د اسلامي بیدارۍ د زیان پیژندنې په شننه کښې ورته پکار دي پاملرنه وشي خو له دغو زیانونو څخه څنګه تیریدی شو؟

بله پوښتنه دا ده چې آیا د اسلامي بیدارۍ بهیر یوه تیریدونکې او پړاویزه پيښه ده؟ او یا دا چې د اسلامي ټولنو له داخلي او خارجي عواملو اغیزمنه ده؟ چې د تاریخ په دې پړاو کښې رامینځته شوې ده؟  دا یوه مهمه پوښتنه ده چې ځواب یې د ډیرو مولفو او چارو څیړنې ته اړتیا لري چې د دې لړۍ په دویم پروګرام کښې به ورباندې وغږیږو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد دراني

 

 

 

Add comment


Security code
Refresh