Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 08 دسامبر 2014 16:29

دبهشت په لاره د اربعیّن میلوني لاریون

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو  دخپرونې په اوسنۍ برخې کې هم درسره دحضرت امام حسین علیه السلام  د داربعین دولولناکو اومینه ناکو دستورو په باب  دکربلاپه لور دحسینی عاشقانو دمیلیوني پلي  لاریون  دعظمت او ولولې په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ

*******************

    دوستانو نن سبا دحضرت امام حسین علیه السلام  په میلیونونو پلي مینه وال او زیارتوال دکربلا په لور روان دي ، چي زیاتره پکې ابله پښو  دي ، له سترګو اوښکې بهیږي  او زړونه بې تابه دي  او مرۍ  هم دحضرت امام حسین علیه السلام  دپاکي کورنۍ دکاروان د ستړو اسیرانو له سلګیو سره یوځاي بندیږي .  او ټول غواړي  اربعیَن ته یو عاشقانه سلام ووائي  او د : لبیک یا حسین  چغه آسمانونو ته ورسیږي .  دوي هغه عاشقان دي چې  دآسمانونو پر اوسیدونکو په  ایمان کې برلاسه شوي دي او دکر بلا داسیرانو دکاروان  په پل دپښو په کیښودلو سره ابله پښو د عشق دسالار قافلې ته ځانونه رسوي .

په تاریخي روایتونو کې راغلی دي  چې دعاشورا له واقعې څلویښت ورځې وروسته  د دغې بوږنونکي واقعې دپاتې کسانو کاروان  مدینې ته د ستنیدو په لاره کې کربلاټاټوبی ته  لاړ .  په دغې  ورځې  حضرت امام سجاد علیه السلام  له خپلې ترور حضرت زینب سلام ا... علیها سره یو ځاي دکربلادشیهدانو پر قبرونو ددغې واقعې دنورو غمجنوترڅنګ  ویر وکړ . نقل شوي دي چې  داسلام دګران پیغمبر یو صحابی  جابر ابن عبدا... انصاري  هم په دې ورځې  دکربلادشهیدانو د قبرونو زیارت ته تللی ؤ   او د امام حسین علیه السلام د اهل بیت او کورنۍ په څنګ کې ئې ویر وکړ .

  دکربلا حماسه دعراق په ټاټوبی کې رامینځةشوه  اود حضرت امام حسین  دبارګاه دجوړیدا او دکربلا په نامې دیوه ښآر دپراختیا لامل شوې چې  نامه ئې  په ذهنونوکې د  دغه پتمن انسان  دحماسې اوپاڅون ښودنه کوي  ‎.دبنی اسد قبیله چې    دشیعیانو یوه او عرب توکمه قبیله وه د عاشورا له غمیزې وروسته کربلا صحراته ورغله او  شهیدان ئې خاورو ته وسپارل  او اوس دهغوي بچیان  چې په عراق کې دپام وړ آبادي جوړوي ، هر کال د خپلو نیکونو په  سنت لمانځلو سره په ډير خوږمنوزړونوسره او په چغو سره کربلا  په لور ځي .  دهغوی جمیعت دومره زیات دی چې  دتلو وسایل او سوارلۍ  له مخکې  له کربلا ښاره بهر  وباسي  او ددغه ښآر واټونه  یوازې د ابله پښوحسیني ویرجنو  دتګ راتګ لپاره  مخصوص کیږي . په همدې دلیل  حسینی ویرجن  یوازې فرصت لري یو ځل  له یوه صحنه  وارد شي او دبل صحن له لارې بهر ووځي . دادی اوس   ،خو یوازې د حسین دروضې  زیارتوال نه  دي .ګواکې مځکه او زمان ټول خوزیدلي  او  کربلا، چې نور نو په مځکه کې نه ځایږي ، دبهشت په لور یو کړکی دی   چې مومنان ورځیني استفاده کوي  او ملکوتیان  ئې هم  دهغه   پآک حرم  ته  دتعظیم سر ټیټوي  او دکبریائی درګاه فرښتې  په ټولیو ټولیو له آسمانه  پر مځکې ددغه پاک حرم دزیارت لپاره نازیلیږي.

      په کربلا کې د ار بعین ولولناکو دستورو کې دګډون لپاره پلي تلل  یو فرصت دی  دهغو ډيرو زیاتو مسلمانانو ستر ټول دظرفیَت دځلیدو لپاره چې  له یوې اونۍ هم په کم وخت کې  خپل ځانونه ښئ .  د دې لپاره فرصت چې نړیوال وویني  څرنګه او په کوم توان سره  او  په کوم اساس  په میلیونونو خلک دیوه بیرغ  لاندې غونډيږي . ؟

 دغه  خودجوشه  او ولسی  حرکت ،  ټول حق غواړي یوه تفکر ته اړباسي  .  دغو کسانو په کوم دلیل خپل ځانونه  له خطرو سره مخامخ کړي  او دغه ډول سوله ایز او آرام او میلیوني لاریون کې  دسپيڅلی مقصد په لور حرکت کوي ؟

حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  د هغو خورا غوره اوښکلو انګیزو څخه یو لیسټ  چې دحضرت امام حسین علیه السلام دقبر زیارتوال ئې  د کربلا په سفر کې لري ، داسې بیانوي .:، ائ هغه خدایه چې  مونږ ته دې د پيغمبر اکرم کرامت او جانیشیني راپه برخه کړې  او مونږ ته دې دشفاعت  ځيری راکړی دی  او د هغه څه علم چې  تیر وي اوهغه څه چې پاتې دي  مونږ  ته دې ډالۍ کړی . ائ هغه خدایه چې  دخلکو زړونه دې دمونږ په لور  کاږلي ، زه او زما وروڼه   او اباعبدا....  دقبر زیارتوال  وبخښه ،  هماغه کسان چې  خپل مالونه ئې  دامام حسین  په لاره کې انفاق کړي  او پخپله  د ابا عبدا...  د قبر دزیارت   لپاره روان شوي دي ، په ډې انګیزې سره چې  له مونږ اهل بیتو سره نیکي وکړي . دوي  په هغه ځانګړي اجر سره چې  ته ئې  له مونږ اهل بیتو سره د هغوي د اتصال او یو ځاي کیدو په خاطر ورکوې  او هغه خوشالۍ چې  پخپل دغه زیارت سره درسول ا... زړه ته واردوي ، هیلمند دي ، دوي ددغه زیارت په واسطه ، دتارضا  غواړي .:

*********************

   د اربعین  په دغه ولولناک او میلیوني لاریون کې دنړۍ له ګوټ ګوټه  هغه  خلک هم ګډون کوي چې  مسلمانان نه دي ، خو د اربعیّن د معنویت او پرتم  او  اباعبدا... الحسین  د زیارتوالو دعاشقانه دستورو په دلیل  په دغو  پروګرامونو کې ګډون کوي . دغه معنوي ښکلاوې له مادي ښکلاو سره  د پرتلې وړ نه دي  . هیڅوک  هغه مینه اودلچسپی چې  مسلمانان  ئې له حضرت امام حسین او حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام سره  لري ،نشي پټولی .

دنړۍ دیوه محبوب او مشهور هنرمند  لپاره هم داسې  نه دي شوي  کله چې ومري ، نو څوک ورته   تر یوه کال پورې ژړا او ویر وکړي . دا له امام حسین علیه السلام سره  دمسلمانانو مینه  او عشق  له څوارلس پيړیو وروسته  هم  پخپله  یوه معجزه ده .  . ددغو زیارتوالو له اوښکو ډکې سترګې  د مینې او عشق له امله دي . کله دیوه انسان دکربلاپه لار ه کې پښې  ستړې کیږي او ستړیا     پخپل بدن کې احساس کوي ، نو له امام حسین سره ئې روحي ارتباط هم لازیاتیږي  او په هماغه نسبت  له دنیاوي تعلقاتو لیرې کیږي . په عین حال کې  د هغه د خبروپر  ژوروالی   پوهیږي چې فرمائي :،ائ خلکو خداي پاک دنیاد فنا اوزوال ځاي ګرځولی دی  چې خپل   اوسیدونکي ئې بدلوي  او دهغوي  وضعیت ګډوډوي . مغرور اودوکه خوړلی هغه څو ک دی چې  ددنیا دوکه وخوري  او بدبخت هغه څوک  دی چې  له دنیا او مادیاتو سره مینه وکړي .دغه دنیا تاسوته دوکه درنه کړي ، نو که هرچا پرې تکیه وکړه ، نو نهیلی کوي ئې  او هرچاورته  تمعه وکړه ،  نو دناامیدۍ او نیهلیتوب په لور ئې کاږي .

اوس اربعیّن  په کربلای معلی کې  دمسلمانانو په خورا سترژمنې ځاي بدله شوې ده او دا  زیارت   په ټولو مسلمانانوبلکې ټولو کسانو او پتمنو ملتونوکې دامام حسین بن علی علیهما السلام دپیروکارو اومینه والو  لپاره دیوې باعظمته مانورې په توګه  ،یادیدلی شي چې  انشاا...  له ظلمه به د بشریَت دژغورلو یوه سریزه وي  .

     که وغواړو داربعیّن په پلی او میلیوني لاریون دقیقه څیړنه اومطالعه  وکړو ، نو بې له شکه  ډیر مهم وخت ئې ، هغو زیارتوالو ته دخدمت  کونې موضوع ده چې  په رښتیا ډيره  عجیبه خبره  ده . یو هغه مشهور شعار چې  په دغه پلي میلیوني لاریون کې آوریدل کیږي  : خدمت زوار الحسین ،شرف لنا: یعني دامام حسین دزیارتوالو خدمت  دمونږ ټولو لپاره شرف اوعزت دی :   ټول هغه کسان چې  له بیلابیلو هیوادونو له خوا په دغه پلی میلیوني لاریون کې ګډون کوي ،د زیارتوالو په  وړاندې د ډول ډول خدمتونو ترسره کولو باندې ډير تعجب کوي . په ټوله لاره کې  هرکله چې ستړیا  او یا لوږه او تنده احساس کړي ، او  آرام ته اړتیا ولري ، نو هیڅ امکان نشته چې  پخپلې شاوخواکې د استراحت اویا دلوږې اوتندې دماتولو لپاره ځایونه ونه ویني .  له نجفه تر کربلا  په ټولې اتیا کلومیټرۍ لاره کې  په هروڅو میټروکې  د ولسی خدمت کونکي ځایونه جوړ دي  او په هغو کې دومره خوړه او خدمتات وي چې ددغو وړیا او صمیمي امکاناتو د وړاندې کولو او د منلو لپاره زیارتوالو ته التماس کوي  او  د ا د ځان لپاره ډیر زیات اجر ګڼي .

    په اربعین کې دغه پلی لاریون له  الهي  شعائروڅخه  دی . دالهي شعائرو  خصوصیت دادی چې  په زړونو کې تقوا پالي ، پر خداوندمتعال د انسان باؤر زیاتوي  او له اهل بیت علیهم السلام سره ئې مینه اوعشق  پیاوړی کیږي . په روایتونو کې دي کله څوک  دامام حسین  حرم ته پلی لاړ شي  ، نو دخداي ملائکې ورسره ستړې مه شی کوي  او هغه ته دپیغمبر اکر م له خوا سلام رسوي . دکربلا په لاره کې زیارتوال د دغو خبرو حقیقت احساس کوي  او په زړه کې ئې تقوا نفوذ کوي .

 په حقیقیت کې د اربعین پلی لاریون نور خلک د مونږ د دین منطق ته بولي  چې  : دغه ا حساسات او ولوله له عقلانیّت پرته  امکان نه لري : حتما ئې ترشا یو معرفت موجود دی :

 دغه معرفت  په هغو پرکوټوسړیو اوښځو په کړاؤ اوزحمت کې چې په زرګونو سختیو او کړاؤنو سره سره  ځانونه دکربلا په لور کاږي ، لیدلی شو .  دعراقیانو په هغو التماسونو کې چې  نه پریږدي ستړي ګامونه  د هغوي له خدمت کونکو لاسونو جلاکړی  او   په ډيرې مینې او دزړه له کومې ئې چاپی  کوي . دغه معرفت  په خداوندمتعال او دهغه په اولیاؤ پورې اړه لري   دهغو بې وزله عراقیانو   په التماسونو اوهیلو کې چې د سړک غاړو ته ئې فرشونه اوقالۍ غوړولي وي    او له زیارتوالو غواړي چې هلته دمه شي  او څه وخوري اووڅښي ، له اهل بیت علیهم  السلام او د هغو له پیروکارو اومینه والو سره دخلکو دمینې ژوروالی په ښه ډول احساس کیدلی شي .

 دحضرت امام حسین علیه السلام یو زیارتوال  وائي :، مونږ ټول وروڼه یو  او د مونږ دورورولۍ  د اثبات لپاره  همدا کافی ده  چې اوس  مونږ ټول دکربلا په لور  په دغې لارې  کې حرکت کوو .:

     داسلام  ګران پیِغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص)فرمائي :، دما په وسیله خبرداری درکړل شوی  او  دعلی په وسیله هدایت کیږئ او دحسن په وسیله درسره احسان کیږي  او دحسین په وسیله خوشبخت کیږئ  او له هغه پرته بدبخت : پوه شئ چې حسین  دبهشت یوه دروازه ده ، هرڅوک له هغه سره دښمني وکړي ، نو خداي پاک ورباندې دجنت بوي  حرام ګرځوي:.

له دې امله ده چې  له نجفه تر کربلا دلارې له کچ کولو وروسته ، ځوان هلکان وینئ چې   دکربلا   د دروازې په دوه لاري کې ولاړ دي  او دلارې لانزدیکیدا  د : هذا اقرب الطریق الی الجنه:  په ویلو سره  یعني دا دجنت  په لور خورا نزدې لاره ده ، درته ښئ .

  دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو  عاشورا یوې ورځ زیاته څه نه وه ، خو د اغیزو وړانګې ئې تر ابدیَت پورې غزیدلي دي  او په پاکو زړونو اوحساسو وجدانونو  خپلې اغیزې شیندي  . د امام حسین علیه السلام پاڅون له هماغه یوشپتم قمری کال راپه دې دې خوا تراوسه پورې   دیوې خوټيدونکي چینې  په شان پخپلو پاکو او رڼو اوبوسره   دمعرفت ، حقیقت  او عدالت  تږي    خړوبه کوي   او دباطل په ضد دزیاتره حق غواړو غورځنګونو    الهام بخښونکی دی . دامام حسین عاشق  مینه وال  زیارتوال  هم دهغه حرم  پلي  لاره کچ کوي  څو وښئ  په هغه لاره کې چې  هغه   له ستمګرانو سره دمقابلې او د حق اوعدالت دټينګولوپه خاطر د بشریَت لپاره انځور کړې ده  تل پخپل ځاي  موجوده ده

(سیماب )

************************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh