Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 19 سبتامبر 2015 18:03

د حج په مراسمو کښې له مشرکینو څخه د برائت فلسفه

 

 

 

ګرانو مینه والو په دې پروګرام کښې د حج په مراسمو کښې له مشرکینو څخه د برایت فلسفه جاجوو.

                د حج د موسم په مبارکو ورځو کښې یو. له ټولې نړۍ نه په میلیونونه زیارتوال د وحي ټاټوبي ته تللي دي څو ترټولو ستر اسلامي مناسک ترسره کړي. هغه مناسک چې د اسلام د ټولو مذهبونو ترمینځ د یووالي او پیوستون ښودونکي دي. د حج په ورځو کښې د ټولو اسلامي مذهبونو او فرقو منونکي شتون لري او د تکفیري او ترهګرو بهیرونو د دروغجنو تبلیغاتو په اپوټه هیڅ کوم اسلامي مذهب د بل مذهب منونکو ته کافر نه وايي بلکې له یوبل سره اوږه په اوږه د حج مناسک ترسره کوي. د دې دلیل او وجه چې متعال خدای جل جلاله د مسلمانانو د هغې پرګنې لپاره چې د وحي ټاټوبي ته د سفر مالي توان لري، حج واجب کړی، په دې خاطر ده چې دا مناسک د وخت په تیریدو سره تحریف نه شي او د مسلمانانو وحدت او یووالی د تل لپاره وساتل شي. که څه هم په اسلامي هیوادونو کښې د حج په مناسکو کښې په دې درس اخیستونکي ټکي تراوسه نه دي پوه شوي او د اسلام دښمنان د مسلمانانو ترمینځ د  نظر له اختلاف څخه په اسلامي هیوادونو کښې د کړکیچ جوړونې او مسلمان وژنې لپاره ترټولو زیاته ګټه پورته کوي. خو هغه ورځ به راشي چې د حجت حق امام زمان عجل ا... تعالی فرجه الشریف په ظهور سره به ټول نړیوال د حج د مناسکو په راز او رمز پوه شي. د خدای د کور زیارت کونکي له هغه سره د کعبې چاپیره طواف کوي څو د خدای اطاعت او بندګي پوره کړي.

د ابراهیمي حج له مهمو مناسکو څخه یو له مشرکانو برائت دی. له مشرکینو څخه د برائت مراسم همهغه مناسک وو چې د حج په مناسکو کښې هیر کړې شوي وو او د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) بیا راژوندي کړل. ایراني زیارتوالو هم د دې مراسمو د پاتې کیدو لپاره دروند لګښت ورکړ. په ۱۹۸۶ کال کښې آل سعود د دې مناسکو له ترسره کولو سره په مخالفت کښې په سل هاو حاجیان په خاورو او وینو کښې ولغړول. په دې شهیدانو کښې له څلورو سوو زیات ایراني زیارتوال وو. آل سعود په تیرو دریو لسیزو کښې پخپلو ټولو هلوځلو سره ونه توانیده چې له مشرکینو څخه د برائت مراسم بند کړي. د حج په مراسمو کښې له مشرکینو څخه په برائت باندې د ځینو نیوکه کونکو او مخالفانو د نظریې په اپوټه د دې ټکي یادونه ضروري ده چې له مشرکانو برائت داسې څیز نه و چې امام خمیني له ځانه جوړ کړی وي. له مشرکانو برائت له مشرکانو او د مسلمانانو له دښمنانو څخه د بیزارۍ او ډډه کونې او له هغو سره د اړیکو د پرې کولو په معنا یو قرآني تعبیر دی. مشرکین هم د اسلام د راتلو په وخت پورې نه محدودیږي. د اسلام د مبین دین په پراختیا سره له اسلام سره دښمني او شرک شته دی او له مشرکانو د برائت او د دښمن د پیژندلو ضرورت به هم پاتې وي. د قرآن کریم په مختلفو آیتونو کښې هم د شرک، مشرکانو له سختې ترټنې او د هغوي د سپیره عاقبت له بیانولو نه علاوه له مشرکانو سره د اړیکې د پرې کولو په ضرورت او له هغوي سره په مقابلې او له مشرکانو څخه د انبیاو په برائت او له شرک څخه د هغوي د بیزارۍ په اعلانولو ټینګار څرګند شوی دی. قرآن پاک تل پاتې کتاب دی او د هغه حکمونه هم د قیامت تر ورځې پورې پایداره دي.

                له مشرکینو څخه د برائت او ورپورې د تړلو احکامو عمومي اعلان د اسلام په تاریخ کښې په وړومبي ځل د هغو مشرکینو د ژمنې له ماتولو وروسته و چې د هجرت په اتم کال یې د مکې له فتحې وروسته  د اسلام له ګران قدره پیغمبر(ص) سره د دښمنۍ د نشتوالي په هکله کړې وه.

د برائت سورې وړومبي آیتونه پر دې عهد ماتونې ټینګار لري. حضرت علي علیه السلام دا آیتونه د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) په حکم د هجرت د نهم کال د حج په مراسمو کښې ابلاغ کړل. (له مشرکانو د برائت) په ابلاغ کښې حضرت علي علیه السلام د ذی الحجې د لسمې ورځې په مازیګر په منا کښې په راوښکلې تورې سره خطبې ته ودرید او د برائت سورې د وړومبنیو آیتونو له تلاوت وروسته یې د خدای د ګران رسول(ص) څلور تړلي حکمونه ابلاغ کړل. د برائت اعلان د پیغمبراکرم(ص) د عمر په وروستیو کښې د رسالت د زمانې یوه مهمه پيښه وه چې په دې وسیله اسلامي حکومت ټینګ شو او د اسلام نړیواله بلنه هم پیل شوه او د هغه حضرت استازي او پيغامونه د حکومتونو او ولسونو مشرانو ته ورسیدل.

داشان له اسلام نه په وروسته پړاو کښې له مشرکینو څخه د برائت د اعلان بنسټګر خپله د خدای ګران رسول(ص) دی. هو! پیغمبر اکرم(ص) په خپل دې عمل سره مسلمانانو ته داسې لار وښودله چې هغوي پخپلو پښو ودریږي او پر ځان د کافرانو ولکه ونه مني، لکه څنګه چې قرآن نفي کړې ده او فرمايي: لن یجعل الله للکافرین علی المومنین سبیلا.

له دې امله چې د پيغمبراکرم(ص) لخوا له مشرکانو نه د برائت وړومبنی اعلان د حج په ورځو کښې وشو او تل پاتې نبوي سنت او سیره ده، نو دا نبوي سنت د حج په ورځو کښې اجرا کیږي. که څه هم له مشرکینو څخه د برائت اعلان پړاویز او موسمي نه دی او هر مسلمان ته پکار دي چې پخپل ټول عمر کښې تل له مشرکانو برائت وغواړي او له هغو نه خپله کرکه څرګنده کړي. سره له دې هر څه ضروري ده چې د دې پوښتنې ځواب ورکړې شي: د حج په ورځو کښې ولې په برائت ټینګار شوی دی؟ نو د دې پوښتنې ځواب دا دی چې له زماني او مکاني نظره د برائت د اعلان بشپړو او ګټورو اهدافو ته د رسیدو لپاره ترټولو مناسب موقعیت د حرم مقدسه خاوره او د حج نوراني ورځې دي.

امام خمیني(رح) د برائت د فلسفې په بیانولو کښې فرمايي: ستر، متوسط او واړه شیطانان پکار دي له مقدس حریمه وشړل شي. مونږ ته پکار دي چې په مکې معظمې کښې د مسلمانانو په ټول کښې د ژوندي او پرتمینو غونډو، ایشواګریو، بلنو او د مظلومانو په چغو سره بتان مات کړو او هغه شیطانان چې په سر کښې یې ستره شیطانه یعنې امریکا ده، په تیږو او کاڼو وولو.

شرک څه دی؟ شرک د توحید اپوټه او ضد دی. توحید یعنې په واحد خدای او په دې خبره ایمان چې په نړۍ کښې له خدای پرته هیڅ څیز او هیڅ کس د قدرت سرچینه نه دی. شرک یعنې په چټي قدرتونو اعتقاد، چټي او موهوم قدرت ممکنه ده د اماره او سرکشه نفس  بت وي، ممکنه ده د جماد بت وي لکه لات او هُبَل چې په حجاز کښې به یې د اسلام د قدرمن پيغمبر(ص) له بعثته مخکښې عبادت کیده او ممکنه ده د طاغوتي او په انساني ټولنو د واکمنو ناجایزو قدرتونو د حاکمیت بت وي چې امام خمیني(رح) دا قدرتونه (نوي او ماډرن بتان) نومولي دي.

                موحد څوک دی؟ موحد نه ځان پرست دی، نه جماد پرست او نه قدرت پرست، موحد یوازې خدای پاک جل جلاله د اثر او قدرت سرچینه ګڼي او په دې وجه یوازې د هغه عبادت او اطاعت کوي. موحد یوازې خدای د ګټې او تاوان مالک ګڼي او یوازې له هغه مرسته غواړي او له هغه ویریږي. له خدای پرته په بل هیڅ قدرت ملا نه تړي او له خدای پرته له بل هیڅ قدرته نه ویریږي.

زمونږ په دې پيړۍ کښې د موحد مثال امام خمیني رضوان ا... تعالی علیه و چې د یوازني خدای په قدرت باندې په تکیې سره له طاغوتانو ونه ویریده او د شرک د نړۍ د ټولو نویو بتانو چې په سر کښې یې امریکا ده، په وړاندې ودرید او په ایران کښې یې اسلامي انقلاب کامیاب کړ او په ډاګه یې اعلان وکړ چې امریکا هیڅ بد نه شي کولی.

او د توحید د امت څرګنده بیلګه د ایران مسلمان خلک دي چې د اسلامي انقلاب او د امام خمیني او د هغه د صالح ځاې ناستي حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د مشرۍ په برکت او د واحد خدای په قدرت باندې په تکیې سره د شیطاني قدرتونو د سختو سیاسي، کلتوري، اقتصادي او پوځي یرغلونو او پيچلو دسیسو په وړاندې همهغه شان کلک او ټينګ دریدلی دی.

مشرک څوک دی؟ مشرک د موحد په اپوټه، کله ځان، کله جماد او کله د نړۍ زور ویونکي مني او کله دغه درې واړه چې اسلامي نړۍ ګواښي. په اسلامي نړۍ کښې له مشرکینو څخه برائت د هغه د پراخیدو په بڼه کښې د استکباري او سلطه غواړو قدرتونو نفي ده. د هغو ټولو مصیبتونو سرچینه چې اسلامي نړۍ پکښې نن سبا ګیره ده، د استکباري قدرتونو او د هغو په سر کښې د امریکې سلطه غوښتنه ده. د مستکبرینو د سلطه غوښتنې د ختمولو لپاره یوازنی لار د مسلمانانو په صفونو کښې اتحاد او یووالی دی او وحدت هم تش په شعار سره نه ترلاسه کیږي، ترڅو چې له اسلامي نړۍ څخه د شرک جرړې ونه وهل شي څو د سرکشه او اماره نفس بت چې د ټولو فسادونو او بیلتونونو جرړه ده، مات نه شي او بلآخره ترڅو چې له مشرکینو څخه برائت په اسلامي ټولنو کښې د هغه په مطلق او بشپړ مفهوم سره عملي نه شي، وحدت نه ترلاسه کیږي او د اسلامي نړۍ ستونزې نه هواریږي.

اسلامي نړۍ له ډيرو ستونزو او پيچلو ګواښونو سره مخامخ ده. ترهګر او تکفیري بهیرونه د اسلام په نامه داسې جنایتونه ترسره کوي چې اسلام بیخي د هغوي د نفي لپاره راغلی دی. مستکبر او د اسلام بد غوښتونکي حکومتونه هڅه کوي چې له دې ترهګرو او تکفیري بهیرونو څخه د اسلامي ټولنو ترمینځ د اختلاف لپاره زیات نه زیاته استفاده وکړي. هغوي په دې سیاست سره په ډیر لږ لګښت سره اسلامي هیوادونه د یو بل په وړاندې ودروي.

د حج ستره کنګره او له مشرکینو څخه د برائت مراسم یوداسې فرصت دی چې مسلمانان له ترهګرو او تکفیري بهیرونو سره چې د مستکبرو او لویدیځو او د اسلام دښمنو حکومتونو لخوا جوړې شوې او روزل شوې دي، بلد شي او د اسلام حقیقي انسان جوړونکی، سوله غواړی او عدالت غواړی ماهیت معرفي کړي او له دغو تکفیري او ترهګرو بهیرونو څخه برائت وغواړي چې د اسلام په نامه جنایتونه کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

 

Add comment


Security code
Refresh