Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 11 اکتبر 2015 16:20

دحج دخونړیو دستورو اړخونه او څرنګوالی

    دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې  دحج دسږکال دمناسکو  دغمیزو په باب له یوه بل مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو .

دمنا غمیزه  په مسجد الحرام کې  دکرین له نسکوریدا ۱۳ورځې وروسته  رامینځةشوه .  په مسجد الحرام کې دکرین نسکوریدا  یو سل اوه کسان ووژل  او  ۲۳۸نور ئې ټپیان کړل .  دمنا پيښې  هم  څه دپاسه څلورزره کسان وژلي او  څه دپاسه  دوه زره نور ئې ټپیان کړي دي . پردې اساس  دا چې ځينې سرچینې   دآل سعود رژيم له خوا دوړاندې شوو کابو اوو سوو  قربانیانو په استناد سره    د ۲۰۱۵کال دستمبر ۲۴ نیټې غمیزه  په مکې مکرمې کې  د ۱۹۹۰کال  له پيښې وروسته  په وروستیو پنځه ویشتو کلونو کې  دوهمه تراخه غمیزه ګڼي  غلطه ده  .ځکه   په مکې کې   د ۱۹۹۰ کال په  غمیزې کې    یو زر څلور سوه   شپږویشت کسان وژل شوي وو .

 که څه هم دسعودي عربستان چارواکو  دمنا غمیزه   دقضا اوقدر  او دحاجیانو دحرکت له امله   ګڼلې ، خو  دملک سلمان  په وسیله دځينو سعودي چارواکو لیرې کول او  همداراز دحج دمدیّریت  دښه کولوپه ضرورت  دسعودي پاچائي کورنۍ  اعتراف  ،ددې ښودنه کوي چې  سعودي عربستان  دحج په چارو کې  بې کفایتي او ناسم مدیریّت  منلی دی او  دمنا په پيښې  کې  دنه ګرم کیدا  په باب ادعاګانې  له هرڅه زیات  د عمومی افکارو  دغولولو لپاره  رسانئۍ خوراک دی .

 دسعودي عربستان حکومت   له هرچا زیاته هڅه کړې ده  دمنا غمیزه  یوه عادي پيښه وبریښوي  چې   دحاجیانو دزیاتې ګڼې ګوڼې په نتیجې کې  رامینځةشوي ده ، خو  که فرض کړو چې  حتی دسعودیانو دغه ادعا سمه وي ، نو پوښتنه داده چې  دهغو حاجیانو  په چارو غور او سپړنې لپاره  چې  تر دې دمه ژوندي  وو  او دنورو مړو لاندې ګیر شوي وو ، دسعودي مرستندویه ځواک  له څو ساعته او اوږده ځنډ  علت څه دی ؟

          واقعیت دادی چې  که  ونه وایوو  دمنا غمیزه   له هماغه پیله قصدي وه ، او حتی که  ومنو  دعربستان دپاچا دزوي او دجنګ د وزیر  محمد بن سلمان  په کاروان کې شامل د ۳۵۰ ساتونکو اومامورانو دګاډو دتیریدا لپاره ځيني لارې نه وې بندې کړائ شوې ،  دهغو حاجیانو  پر وضعیَت  غور او ورسره مرسته نه کولوکې  ژوندي  وو او  له مرګ سره لاس او ګریوان وو دسعودي حکومت پر قصدي والي  ، پیاوړي شواهد ،   شته دي . عیني شاهدان  او دمنا دغمیزې  دبچپاتې شوي حاجیان  دا وائي چې  دسعودي عربستان مامورانو  له مرګه دحاجیانو   له ژغورلو اوله هغو ي سره مرستو سره هیڅ ګروهنه نه درلوده  او همدا عامل ،  دمنا دغمیزې د لاپراخیدو اوڅه دپاسه څلورو زرو ته دقربانیانو  شمیر دزیاتیدو  لامل شوی دی . 

داسې ښکاري  له ځوانو او بې تجروبې ځواکه  استفاده او همداراز  دحج له انساني ظرفیّته داستفادې نه کولو دوه عاملان  دسږکال   دحج په مدیّریت کې  دآل سعود رژیم  دوې مهمې تیروتنې  بللی شو  چې   دمنا د غمیزې لامل شوي دي .  عیني شاهدان داوائي چې   دمنا په ټاټوبي کې  د دیره ځواک   اوسط عمرونه   شل  کاله    وو چې  هم دحاجیانو  دنجات لپاره   ئې کافی انګیزه نه درلوده او   هم له لازمې تجروبې برخمن نه وو ،  په دې پيښې کې  دال سعود   ددغې تیروتنې  اصلي علت  په دې کې ګڼل کیدلی شي چې  دعربستان حکومت  خپل اصلی تمرکز  دیمن پر  جنګ  کړی  او د سږکال دحج مناسکو ته ئې  څه  تمرکز  نه دی درلودلی .

 یوه بله موضوع چې  لامل کیږي  دمنا  دغمیزې پراخوالی  او  دقربانیانو د شمیر زیاتیدا  یوه عمدي پيښه او  دآل سعود دکورنۍ دبې کفایتۍ  له امله  وبللې شو ،  دحج له انساني ظرفیّت څخه نه استفاده او  له ټپیانو سره د مرستو لپاره  دځينو  هیوادونو   دوړاندیز او  غوښتنې ردول دي .  دآل سعود رژيم  دغه بې بروا اقدام  دسږکال دحج  په دستورو کې دقربانیانو دشمیر  په زیاتیدا کې  لازیات  رول درلودلی دی .

       که څه هم  ځینو عربو چارواکو او واکوالانو  چې  دآل سعود  تر سیاسی او مالی نفوذ لاندې  دي ، هڅه کړې  دسعودي چارواکو له څرګندونو او  او درسنیو  له تبلیغاتو سره   غږمله ، آل سعود کورنۍ دمنا په غمیزې کې مبرا او بري وبریښوي  ،خو  د عربی چارواکو دغه غږمله شوی اقدام  هم  د عربستانيو چارواکو  دبې کفایتۍ په ښکاره کیدا کې  څه  اغیزې نه دي درلودلي .

 دانګلستان ګارډیّن  ورځپاڼې   دمنا دغمیزې په باب لیکلي دي ، ،هغه څه چې  په منا کې پيښ شوي ،  له یوې غمیزې  ورآخوا  وو ، دامریکا وال سټریټ ژورنال  ورځپاڼې هم  لیکلي دي ، په تیرو څو میاشتو کې د عربستان دحج دچارو  دوزارت   پنځه کسان   له خپلو څوکیو لیرې کړائ شوي دي .  په داسې حال کې چې دغو کسانو دحج  دچارو په مدیّریت کې  ډيره تجروبه درلودله .  په بله وینا، وال سټریټ ژورنال  دمنا پيښه   د سعودي چارواکو  له بې تجروبه ګۍ سره ارتباط ورکړی دی ،  داهماغه دریځ دی چې  دیمن په ضد دعربستان دجنګ په باب  هم  مطرح دی ....   د ډيرو هیوادونو چارواکو او سیاسی شناندو دیمن په ضد  دعربستان جنګ  له بل هرڅه زیات  دسعودي دنوي چارواکو په تیره  بیا   دعربستان د جنګ وزیر محمد بن سلمان  له بې تجروبګۍ سره ارتباط  ورکړی دی .

        له هغو بحثونو ورتیر ، چې دمنا دپيښې  دقصدي   او غیر قصدي کیدا  په باب  مطرح دي ،  واقعیَت دادی  چې  حتی که  ومنو دمنا په  غمیزې کې  تعمد  نشته ، نو بیا هم دغه غمیزه دآل سعود په کورنۍ کې دقدر ت  جنګ پیاوړی کولی شي.داوسني پاچا زوی محمد بن سلمان ، په نهو میاشتو کې  چې  د ولی عهدۍ دجانشین  او  ددفاع وزارت څوکۍ ئې  په اختیار کې اخستي دي ، په ښکاره ښودلې ده چې  قدرت غواړی   ځانمنامه  او دعربستان په حاکمه پلاوي کې په خپل نفوذ پسې دی .

 په عین حال کې  محمد بن سلمان  ښه پوهیږي  په اوسنیو شرائطو کې  په  عربستان کې دقدرت  په اوسني ویش کې ، که دهغه پلار ملک سلمان  بن عبدالعزیز مړ شي، قدرت باید   ولی عهد  او دعربستان دحج کمیټې مشر  محمد بن نایف ته  منتقل شي .

د ۲۰۱۵کال دحج خونړیو غمیزو څخه    د ملک سلمان ، دهغه دزوي محمد بن سلمان او دغه راز  دمحمد بن نایف  دبې کفایتۍ  او نارکاندوالي د ثابتولو لپاره   دسعودي کورنۍ  دنفوذ   دځينو اړونده  کسانو  په وسیله  ترې استفاده کیدلی شي  او دعربستان له ولی عهدۍ  دهغه  دڅنګةکولو  زمینه  برابرولی شي . په تیره بیا دا چې  سعودي عربستان سږکال   دحج په مناسکو کې  دهیوادونو ونډه هم کمه کړې  ده او   له تیر کال سره په پرتله کې دنورو هیوادونو دحاجیانو شمیر  ډیر کم ؤ .  دغه غمیزې  دمحمد بن سلمان   یوه اصلی  غوښتنه   ده چې  ځان  دعربستان دراتلونکي پاچا  په ماڼۍ کې وویني . ملک  سلمان او دهغه زوی محمد بن سلمان دملک عبدا... بن عبدالعزیز  له مړینې وروسته  په پیل کې  دهغه دزوي په تیره بیا  له مهمو څوکیو د متعب  بن عبدا....  په څنګةکولو   او ورپسې  د ولی عهدۍ   له څوکۍ دمقرن بن عبدالعزیز  په څنګةکولو  سره چې  دعربستان د قدرت دجوړښت (له ورورڅخه ورورته دقدرت منتقلولو) خلاف  دی  ،دسلمان په کورنۍ کې دننه دقدرت دساتلو  لپاره ئې لوړ ګامونه پورته کړي دي .

 اوس حتی  که دمنا  غمیزې  او مسجد الحرام کې دکرین  نسکوریدا  قصدي  شونه رد شي ، بیا هم  دغه دواړه غمیزې دعربستان دحج د مسئولانو په تیره بیا  دمحمد بن نایف  دناکارندوالي داثبات لپاره به  یو محکم دلیل وي . یوداسې شي چې  ښکاری د سلمان بن عبدالعزیز  او د محمد بن سلمان   له انګیزو سره  ډيره زیات غږملتیا لري .   داپه داسې حال کې د ي چې  محمد بن نایف   هم  دعربستان  دقدرت په جوړښت کې یو بانفوذه شخصیت  دی او دسعودي کورنۍ  په داخل کې ، دعربستان په عالمانو کې  او همداراز  په ځينو لودیځوالو هیوادونو په تیره بیا  دامریکا له خوا  له ډير ملاتړه برخمن دی .

 حقیقت دادی چې  دعربستان لپاره  د ۲۰۱۵کال دحج خونړۍ  دستورو   یوه خورا مهمه نتیجه  داده چې  دسعودي  په کورنۍ کې د دننه  دقدرت کشمکش  او لانجه  له مخکې  وخته  اوس ډیره زیاتیږي .  بې له شکه   دمقرن بن عبدالعزیز ، بندر بن سلطان  او متعب بن  عبدا....  د کم تجروبه لرونکي  او قدرت غواړي محمد بن سلمان   دپاچا کیدا   په تمه نه پاتیکیږي ،لکه څنګه چې  پّه وروستیو څو میاشتو   کې هم له یوه بل سره  ددغو کسانو دپټو غونډو په باب  خبرونه خپره شوي وو . دتیرې مئ میاشتې په وروستیو کې  وه چې ځينو رسنیو  دملک سلمان په ضد د کودتا لپاره  له شهزاده  بندر بن سلطان  سره  شهزاده مقرن  دپټې  غونډې خبر ورکړی ؤ  او ویلی ئې وو چې  دغه غونډه رابرسیره شوه  او دسعودي امنیتي چارواکو  شهزاده مقرن بن عبدالعزیز  په اجباري توګه په کور کې نظر بند کړ په دې اساس   دمقرن ، بندر ا ومتعب  دبانفوذه او قدرتمند مشهور مثلت   دملک سلمان او محمد بن سلمان په مقابل کې  دی او محمد بن نایف  هم  یو ډول   دعربستا ددغو دوو قدرت غواړو قطبونو ترمینځ  ورغلی دی  چې دملک سلمان په وسیله  دهغه احتمالی څنګةکیدا  او یا دمحمد بن سلمان په وسیله دهغه دنفوذ کمیدا ،محمد بن نایف   دمقرن ،بندر  او متعب دمثلب  په لور ګروهمن کولی   او دعربستان په سیاسی جوړښت کې  دقدرت جنګ  سخت کولی شي  .

        باید وویل شي ، دمنا غمیزه  او پّه مسجد الحرام کې  دکرین نسکوریدا له هرڅه زیات   دحج دچارو  داداره کولو لپاره دسعودي رژیم  د بې صلاحیتۍ ،بې کفایتۍ  اوناوړه مدیّریت  ښودنه  کوي .له بلې خوا هغه اقدامات  چې  دسعودي کورنۍ  په وروستیو کلونو کې  په مکې او مدینې کې  دبیا رغاونو اوآباد ولو  په حوزې کې  ترسره کړي دي ،  او  په دغو دوو سپيڅلو ښارونو کې ئې  زیات شمیر اسلامی تاریخي آثار  له مینځه وړي دي ، هم ددې ښودنه کوي چې  دسعودي حکومت  دحج فریضه   د فیصلو کولو پخپلې حوزې کې  ګڼي  او دا  له اسلامی نړۍ سره اړونده  موضوع نه بولي . له دې امله دحج په مدیریّت کې دبدلون  او داسلامی نړۍ  له مهمو هیوادونو جوړ یوه اسلامی اورګان  او  یوې عقلمنې ټولنې ته ئې دسپارلو وخت رارسیدلی دی .

 اینډيپينډینټ  انګریزي ژبې ورځپاڼې  د : دسعودیانو شیطاني امپراتوري دمونږ اصلی دښمنه ده :  په عنوان سره  په یوه تحلیل کې دمکې او مدینې په باب دآل سعود ددغې کړنې  دنیتجې یوې برخې ته  اشاره کړې ده .  د غې   بریتانوي ورځپاڼې  لیکلي   ،  مکه  یو  وخت روحاني او سپيڅلی  ځاي ؤ  ...  نن سبا  لالچی سعودیانو  خپلې بولډوزرې  ددغو ښآرونو تاریخي ځایونو  په کنډوالو بدلولو  ته مخصوصې کړي  دي  او  دا ځایونه ئې  داسلامی نړۍ په  :  لاس  او ګاس :بدل کړي دي   چې دنګ دنګ  هوټلې  او ودانۍ او ستر ستر مارکیټونه  پکې جوړشوي    چې یوازې پیسې پکې خرڅ کیږي  .

 له دې امله    او نور به  یو بې وزله هم  مکې ته دسفر توانمني  ونه لري .  د هغو مسافرانو شمیر  هم چې  دغه ښار ته سفرونه کوي ، باید دامنیت د تامینولو او ساتلو  لپاره کنټرول شي  خو  دغه شان اقدامات  حتما  د سعودیانو ګټو  ته تاوانونه  رسوي .

 ددغه تحلیل دپاي ټکی هم دادی چې  دهغه څه په باب  پر نورو تپلو ته دسعودي عربستان دچارواکو  مخه کول  چې په منا او مسجدالحرام کې  پيښ شوي دي ،   دیمن په ضد  له جنګ سره او دغه راز  په لودیځي آسیا سیمې کې دعربستان  دمقام دلازیات کمزوری کیدا  سره دسږکال دحج د خونړیو دستورو له  پيوند خوړولو  دملک سلمان  او دهغه دحکومت    د اندیښمنیدا ښودنه کوي  .

(سیماب)

***********************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh