Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 31 اکتبر 2015 16:32

په عربستان کې د شعیانو دمظلومیّت بیلګه شیخ باقر النمر

  دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو  په اوسني پروګرام کې  په عربستان کې دشعیانو دمظلومیّت  دڅرګندې بیلګې په توګه  دشیخ  نمر باقر النمر  دپانسۍ دفیصلې دصادریدا  داړخونو په ارزولو سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

*******************

  دوستانو دعربستان دیوه تکړه او مبارز روحاني   او دیني عالم شیخ نمر باقرالنمر  له نیول کیدا درې کاله وروسته ،ددغه مبارز شیعه دینی عالم  نامه یو ځل بیا دخبرونو په سر کې راغلې  ده ،دریاض لوړې محکمې  او داپیل محکمې  ددغه آزادي غواړي مبارز روحاني  دپانسۍ  حکم تائید کړی او   هغه ئې دکورنیو چارو وزارت  او دپاچائۍ دفتر ته استولی څو  دعربستان پاچا  ملک سلمان ئې لاسلیک کړي .

 شیخ نمر باقر النمر  دریاض دچارواکو له خوا  په بحرین کې له بغاوته د ملاتړ، دپرګنیزو فتنو درامینځةکولو ، دوسلو د وړلو ،  او د پاچائي حکم د اطاعت  د نه کولو  لپاره په هڅې  تورن کړی دی .شیخ نمر باقر النمر  د   ۲۰۱۲ کال جولائي  او  په القطیف  کې داهل تشیع  دمظاهرو په تائیدولو پسیې ونیول شو . دعربستان داپیل  محکمې له دې مخکې دشیخ نمر په ضد مطرح تورونه   دهغه دپخوانۍ محکمې له خوا  په صادرې کړائ شوي فیصلې سره چې  محاربه وه ،مناسب ونه بلل او وې ویل چې د تورن له خوا  له شویو جرمونو سره تعزیري قتل ،یا هماغه د پانسۍ سزا  مناسبه ده .  دعربستان د اپیل  محکمې له دې مخکې دشیخ نمر  لپاره صادره شوې فصیله ،یعني د پانسۍ سزا تائيد کړې وه .دشیخ نمر ورور محمد النمر  ویلی  چې دغه فیصله  دهغه  د ورور دمدافعو وکیلانو او دهغه دکورنۍ له شتون پرته  صادره شوې ده .  پر شیخ نمر سربیره ، دهغه دیوه  وراره پشمول  دشپږونورو شیعیانو دپانسۍ  حکم هم تائید شوی دی .  له دې وروسته دشیخ نمر د پانسۍ دحکم اجرا یا لغوه کیدا ددغه هیواد د پاچا ملک سلمان  د اختیاراتو په حوزې کې ده . دپاچا دتائيد  لپاره دریاض  دلوړې محکمې له خوا د عربستان  ددغه آزادي غواړي او نامتو شیعه دیني عالم دپانسۍ حکم لیږل ،دعربستان په ا لقطیف ولایت او نورو ختیځي ولایتونو ، ایران ، عراق ، لینان ،هندوستان ،بحرین  او پاکستان  په  شیعه مسلمانانو کې سخت  غبرګونونه درلودلي دي . دعربستان دختیځو سیمو اوسیدونکو  دشیخ نمر باقر النمردپانسۍ دحکم په محکومولو کې  دمظاهرو لپاره خپل خوځښتونه  لاپراخ کړي دي او دغه راز په نورو ډيرو هیوادونو کې هم آزادي غواړو خلکو سترې مظاهرې کړي دي .  په همداوروستیو ورځو کې دعربستان دالقطیف ښار دالعوامیه سیمې پشمول  ددغه هیواد په ختیځو سیمو کې پراخې مظاهرې شوي چې  له تیر وخت سره په پرتله کې ډيرې زیاتې اوبې مخینې راپورشوي دي .  له دغو مظاهرو سره په یووخت په القطیف ښآر کې  دالثوره واټ پشمول په بیلابیلوبرخوکې  دانقلابي ځوانانو یو شمیر  ډلو   دعربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  په ضد شعارونه هم لیکلي دي .  په ایران ، عراق ،لبنان ،پاکستان ،هندوستان ،بحرین  کې غوره مذهبی او سیاسی  مشرانو اوعالمانو  او ګوندونو اوتنظیمونو  ددغه  آزادي غواړي او مبارز شیعه عالم  دپانسۍ د  پایلو په باب دعربستان چارواکو ته خبرداري ورکړي دي .

د بحرین د فرورۍد۲۴دانقلاب  دځوانانوائيتلاف  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ویلی دي دپانسۍ دغه فیصله ،په داخلی اوسیمه ایزه سویه  دآل سعود رژیم دامنیتي اوسیاسی لالهاندۍاوسرخوږي ښودنه کوي .په دغې اعلامیې کې له نړیوالې تولنې او دبشری حقوقو له ټولو اورګانونو اوموسسو  غوښتل شوي دي،سملاسی دې ددغه ظالمانه فیصلې دمخنیوي لپاره دخالت وکړي .

دایران دقم دعلمیه حوزې د استاذانو ټولنې هم د شیخ نمرباقرالنمر  دپانسۍ د فیصلې  په تائیدیدا په اعتراض کې  یوه اعلامیه صادره کړه .  په دغې اعلامیې کې  راغلي دي،د مبارز روحاني شیخ نمر باقر النمر په پانسۍ د سعودي دمحکمې بې شرمه رائ تائيدیدا دنړۍ دمسلمانانو غوسه راپارولې ده . بې شکه دغه فیصله  په داسې حال کې صادریږي  چې  آل سعود رژيم  هره ورځ  په یمن کې په لسګونو بې ګناه اومظلوم مسلمانان  په وینو  کې لیت پیت کوي  او دمنا   په بوږنونکي غمیزې او دغه راز دبیت ا... الحرام دزرګونو حاجیانو په  وژلو کې  خپله بې کفایتي اونالایقتوب نه مني .په رښتیا  ددغې فیصلې اعلان،په یمن اومناکې ددغه رژیم  پر جنایتونو دبرغولي دکیښودلو لپاره  له هڅې پرته بل څه نه دي .آیا  دشیخ نمر   او دهغه په شان دنورو مبارزو کسانوګناه دعربستان دشیعیانو پشمول دمظلومو خلکو دانساني او اسلامی  حقوقو لپاره له هڅې پرته بل څه  دي ؟  آیا دغه شان رژیم  خپل ځان د کعبې  ساتونکی اود  حرمیّنو شریفّیونو  خادم ګڼلی شي ؟

**********************

     دایران   په لودیځ کې  دبوکان ولسوالۍ دجعمې لمانځه  امام ماموستا  عبدالرّحمن  خلیفه زاده  په هغو یو شمیر اهل سنتو عالمانو کې شامل دی چې  دشیخ نمر باقر ا لنمر  دپانسۍ دفیصلې په تائيدیدا ئې  غبر ګون ښودلی  او دعربستان واکوالانو ته ئې  ددغې فیصلې  داجرا په بڼه کې  خبرداری ورکړی دی .  داهل سنت دغه لوي دیني عالم  ویلی دي ،  دشیخ نمر  له پانسۍ  د ال سعود موخه په ټولنې کې  دویرې او وحشت  درامینځةکولو او  پر  خلکو دسلطې او دقدرت ښودنه  او  پخپل خیال د هغه اوور  غلي کول دي چې  پخپله ئې  نه یوازې په عربستان کې بلکې  په مینځني ختیځ او دنړۍ په نورو هیوادونو کې بل کړی دی .هغه روښانه کړې،دشیخ نمر پانسۍ حکم   نه یوازې دعربستان په خلکو کې بلکې  په سیمې کې هم خطرناکې پایلې لري  او د زیاتره خلکو له خوا رټل کیږي  او دآل سعود رژیم دغه عمل  درسته اسلامی ټولنه  محکوم کوي .دبوکان دجمعې امام دغه راز ویلی دي،  داسلام د عدالت غواړو،عالمانو او واکوالانو دنده داده چې  ددغه ظالمانه او ستمکارې فیصلې مخه دې ونیسي .او اجازه ورنکړي ،  آل سعود رژيم  خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي .

له بده مرغه  په لویدځ کې آزادي غواړو او دبشری حقوقو څخه  ددفاع  مدعي اورګانونوتراوسه پورې  دشیخ نمر باقر النمر  دپانسۍ  په فیصلې  او  دآل سعود رژیم په وسیله  په عربستان کې  دشیعه لږکي  د دوو میلیون جمیعت دحقوقو دچخڼي کیدا  په باب هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی .که د غه مبارز او آزادي غواړی روحانی  په بل هر یوه هیواد کې وائ  چې  نظام  او رژیم ئې  د لودیځوالو  حکومتونو له سیاستونو سره غږمله نه وائ ، نو شیخ نمر باقر النمر  به دنوبل دسولې دجایزې لپاره کاندید شوی وائ .   شیخ نمر  په تیرو څو کلونو کې تل  دعربستا دشعیانو پشمول دمظلومو خلکو  دچخڼي شویو  حقوقو  ددفاع لپاره  هڅې کړي دي . هغه  دآل سعود رژیم  پر استبدادي او ظالم نظام دهغو دفساد په ضد نیوکې کړي او  ټول ئې  اصلاح ،  او د دیموکراسۍ او آزادۍ ترلاسه کولو ته بلل . دشیخ نمر په نورو اقداماتو کې  د اهل تشیع او اهل تسنن ترمینځ  دمذهبی غږملتیا  لپاره هڅه  او   د دوي ترمنیځ دفرقه پالنې او در ز د رامینځة کونکو مخنیوی ،  او له تفرقه اچوونکو سره مبارزه  او دتاؤتریخوالو اوبلواؤ له بیلابیلو ډولو نوسره  مخالفت او دغه راز   د سوله ایزو ،اصلاح غواړو او بدلون رامینځةکونکو هڅو ترسره کول  دي . دعربستان دغه نامتو شیعه دینی عالم  دفارس خلیج د څنډې حکومتونو فساد ته په اشارې سره  له فاسدانو اوظالمانو سره د مبارزې غوښتنه کړې  او دعربستان پشمول  دعربو هیوادونو  په واکوالانو کې  دپاچائۍ لاس په لاس کیدا  او ارثي  کیدا  تر پوښتنې لاندې راوستې  ده  شیخ نمر په عربستان کې دحاکم نظام  دجنایتونو  او ظلمونو دچلینج  کولو ، دخپلو مطلبونو اونیوکو  په مطرح کولو  او همداراز په ظلم اوتوپیر  او فساد   د آل سعود رژیم  دتورنولو په دلیل،دآل سعود کورنۍ او رژیم  غوسه راپاورلې ده . دسعودي واکوالانو هم  چې  په عربستان کې دعدالت غوښتنې او له ظلم سره مبارزې د دهرډول  چغو په غلي کولو پسې دي ،  په تیرو څو کلونو کې ئې آیت ا... شیخ نمر باقر  النمر  په ځلونو نیولی او شکنجه کړی دی.

      له هیچا پټه نه ده   په نړۍ کې نن سبا  پخپل حکومت   دیوه ښآریز اعتراض کول  یا له حاکمیّته  سیاسی نیوکې دلومړنیو حقوقو یوه برخه حسابیږي .په عربستان کې شیخ نمر  له دغه روا  او خپل مدني حقه  په استفادې سره د آل سعود  دسیاستونو په ضد اعتراض کړی دی  .دغه اعتراض   نه له ساړې او نه هم له ګرمې وسلې سره  شوی دی  او یوازې خپله چغه ئې  دسعودي واکوالانو غوږونو ته رسولې ده .  روښآنه ده ،  دآل سعود حاکمیّت ، دشیخ نمر او دهغه دملګرو زندان ته  په کش کولو سره  او په نهایت کې  دهغه د پانسۍ دفیصلې په تائيدیداسره ،  دانسان دخورا ستر حق خلاف ورزي کړې ده . . له بده مرغه  په اسلامی هیوادونو کې داهل سنت ډیرو عالمانو  په تیره بیا دمصر دالازهر عالمانوچې له ډير زیات نفوذه برخمن دي ، دشیخ نمر باقر النمر  دپانسۍ په حکم  هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی  او دا د اسلامی تعلیماتو په خلاف ده .  داسلام  او د ښار یزو حقوقو له نظره ،د شیعه او سني مسلمانان  او غیر مسلمانان ترمینځ څه فرق اوتوپیر نشته  .امیر المومنین  حضرت اما م  علی علیه السلام  خپل یو ه نزدې ملګري مالک اشتر ته په یوه مشهور لیک کې  په هغه وخت کې چې  دمصر د ولایت د والي  دڅوکۍ  دترلاسه کولو لپاره دغه ټاټوبی ته روان ؤ ، ولیکل :،  ائ مالکه ! خلکو ته دې نظر پکار دی یو شان وي . ځکه چې  خلک  یا د تا دینی وروڼه دي  او یا   له تاسره په خلقت کې مساوي اویو شان دي .:  هغه هیوادونه چې دمسلمانو،شیعه اوسني  او دغیر مسلمان ترمینځ  په ښاریزو حقوقو کې فرق کوي ،داسلام له حکمه  لیرې دي .آل سعود واکوالان نیّت لري د عربستان د شیخ نمر او نورو آزادي غواړو شخصیتونو په نیولو اویا پانسي کولو سره،په دغه هیواد کې عدالت غواړي چغې غلي کړي . هماغه ډول چې د عربستان دمسئلو دنظر خاوندانو دشیخ نمر دپانسۍ دفیصلې دصادریدا په باب ویلی دي،دغه فیصله په بشپړ ډول سیاسی   ده اوآل سعود رژیم  به د دغې فیصلې داجرا په بڼه کې نه اټکل کیدونکي  او درانده سیاسی  لګښتونه  وزغمي .مینځنی ختیځ سیمه له ډيرو زیاتو شخړو او ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان ده  او دسیمې امنیت ئې دترهه ګرو تفکیری ډلو  د فعالیتونو په زیاتولو سره  له خطرې سره مخامخ کړې ده .نن سباسعودیان  د دغو بحرانونوپه رامینځةکولو کې  اصلی عاملان دي . دوي  په سورئې ، عراق ،لبنان ،یمن ،افغانستان  او پاکستان کې دتکفیری او ترهه ګرو  ډلو  په هراړخیز ملاتړسره  هڅه کوي  دلودیځوالو  حکومتونو  او دهغوي په سر کې  دامریکائې سیاستونوپه لړ کې  په مینځني ختیځ سیمې کې دبدلونونو بهیر د موروثي  او پرګنیزو رژیمونو  دموقیعیَت  دپیاوړي کولو لپاره  هدایت کړي .  خو ددغه سیاست اړخونه  همدااوس  دعربستان د  حکومت او دسیمه ایزو اوله سیمې د ورآخوامتحدانو تر ګریوانه رسیدلي دي . عربستان   همدااوس  په سیمې کې  دتکفیری ترهه ګرۍ دپراختیا  سرچینه ده . آل سعود رژیم  په دې پسې ؤ چې دسورئې ،عراق اولبنان په بې ثباته کولو سره  یعني  د صهونیسټ رژیم  په وړاندې دمقاومت دچورلیز  په کمزوری کولو سره ،  خپل   او دخپلو متحدانو یعني  دصهونیسټ رژیم  دملاتړ موقیعیَت  پیاوړی  کړي .  اوس دغه سیاست  دآل سعود  کورنۍ لپاره هم    یو ګواښ شوی دی .  د مینځنی ختیځ  مسئلې  پخپلو کې سره نغښتي دي  او هرحرکت او اقدام  په دغې سیمې کې  دبدلونونو په درست بهیر  اغیزې شیندي .  دعربستان  په خورا لوړقضاي اورګان کې د شیخ نمر باقر النمر  دپانسۍ دفیصلې تائيد هم  له دغې قاعدې مستثنی نه دی .  داهل تشیع  د دغه رهبر پانسي کیدا  عربستان   دنه  اټکل کیدونکو بدلونونو مرکز کیدلی شي . ددغې فیصلې اجرا  دعربستان د څه دپاسه دوه میلیون شیعیانو  دځپل شوي کرکې او غوسې او اعتراض  دلازیاتیدا لپاره  په یوه سپڼکي بدلیدلی شي.داسې لږکی چې  لسګونو کلونه کیږي  د ښاریزو   له ډيرو لومړنیو حقوقو بې برخې دي .باید ولیدل شي،آیا آل سعود رژیم واکوالان دغه تدبیر لری چې  عربستان دشیخ نمر باقرالنمر د پانسۍدنه اټکل کیدونکو او بحران راولاړونکو بدلونو سره  لاس اوګریوان نه کړي  یا دشیعیانو په سختې ځپنې او د شیخ نمر په څير دمبارزو روحانیونو په پانسي کولو کې  د تکفیری  او وهابی مفتیانو  فتواګانو ته تسلیم  شي .

 (سیماب )

***********************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh