Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 25 فوریه 2016 12:20

په اسلام کښې د رهبرۍ مقام (په ایران کښې د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د انتخاباتو ځانګړی پروګرام)

په اسلام کښې د رهبرۍ مقام (په ایران کښې د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د انتخاباتو ځانګړی پروګرام)
عزیزانو په دې مطلب کښې په اسلام او د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د رهبرۍ د موقعیت څیړنه کوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

اسلام د خلکو د هدایت لپاره یو داسې دین دی چې د هغوی نظر ته ډیر زیات اهمیت ورکوی. د خلکو راې او نظر په تیره بیا د حکومت د واکمنانو او متولیانو په ټاکنه کښې ډیر اغیزشیندونکی او د اغیزې سرچینه ده. همدا وجه ده چې د ایران په اسلامی جمهوریت کښې چې په دینی ولسواکۍ ولاړ حکومت لری، د هیواد مهم چارواکی د خلکو لخوا غوره کیږی. په ۱۹۷۹ کال کښې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له وخته د ایران خلکو په څه باندې دیرشو ټول پوښتنو او انتخاباتو کښې ګډون کړی او خپل نظر یې په آزاده توګه اعلان کړی دی. د روانې کب میاشتې په اومه نیټه هم د ایران خلک په یو وخت په دوو انتخاباتو کښې ګډون کوی څو د اسلامی شورا (پارلیمان) او د رهبرۍ د خبرګانو شورا استازی غوره کړی. دغه دواړه انتخابات ځانته خپلې ځانګړتیاوې او اهمیت لری.

د رهبرۍ د خبرګانو شورا د انتخاباتو یوه مهمه ځانګړنه په دوو پړاونو کښې د هغو ترسره کیدل دی، په دې معنا چې په نورو انتخاباتو کښې خلک نیغ په نیغه د هیواد ولسمشر، د پارلیمان استازی یا د ښاری شوراګانو استازی غوره کوی خو د خبرګانو د جرګې په انتخاباتو کښې خلک داسې استازی غوره کوی چې د ضرورت په بڼه کښې هغوی بیا رهبر او مشرتابه غوره کړی. دا طریقه د نړۍ په ځینو هیوادونو کښې د ولسمشر یا وزیراعظم د غوره کولو لپاره کاروله کیږی خو په ایران کښې دا دوه پړاویزه طریقه یوازې د رهبر د غوره کولو لپاره کاروله کیږی ځکه چې رهبر باید داسې صفتونه او ځانګړتیاوې ولری چې خلک پرې په اسانه نه پوهیږی.

د رهبرۍ د خبرګانو شورا غړی د هغوی خصوصیاتو او شرایطو ته په پام سره کوی شی د خلکو په استازیتوب دا کار ترسره کړی. په دې کښې یوه ځانګړتیا په لوړه سویه د اسلام پیژندل او ورسره بلدتیا ده چې ورته اجتهاد ویل کیږی. داسې یو کس کولی شی د رهبرۍ یا مشرتابه یوه ځانګړنه چې د اجتهاد په لوړه سویه د اسلام پیژندنه ده، وپیژنی.

سیاسی او ټولنیز نظر او له ورځنیو او تازه مسائلو سره بلدتیا د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د غړو یو بل شرط دی. ځکه چې هغوی باید له یوې خوا د هیواد له وضعې او د هغه له بدلونونو خبر وی او له بلې خوا یو داسې اسلام پیژاندی رهبر وټاکی چې په کورنیو او بهرنیو اقتصادی، سیاسی او اجتماعی مسائلو ښه پوه او خبر وی.

تقوا او دیانت د رهبرۍ د خبرګانو شورا د استازو د وړتیا یو بل شرط دی څو هغوی د رهبر په غوره کولو کښې په نفسانی وسوسو او تیروتنې اخته نه شی او د ایران د اسلامی جمهوری نظام لپاره ترټولو غوره او وړ کس وټاکی.

هغه سخت او حساس شرایط چې د رهبرۍ د خبرګانو په شورا کښې د غړیتوب د کاندیدانو لپاره په نظر کښې نیول شوی او همداشان د ایران د اسلامی جمهوریت په اساسی قانون کښې د رهبرۍ شرایط او دندې ښودنه کوی چې دا مقام یو لوړ موقعیت او بې ساری رول لری.

په اصولی توګه رهبر او مخکښ په اسلامی ټولنه کښې مهم او اغیزشیندونکی رول لری. په تیرو وختونو کښې به رهبر د اجرایی، قضایی، بهرنی سیاست او جنګ او سولې په شان ټولو چارو ته رسیدګی په غاړه درلودله. د اسلام قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په مدینه منوره کښې دحکومت او اسلامی ټولنې د مشر او رهبر په توګه دې ټولو مسائلو ته رسیدګی کوله. خو اوس په مختلفو چارو کښې د حکومت د ادارې په تخصصی کیدو او پراخیدو سره ټولو چارو ته د یو کس د رسیدګۍ امکان نشته. په همدې وجه کارونه په مختلفو کسانو چې ځانته مخصوص عنوانونه لری، ویشل شوی دی. په همدې لړ کښې د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د رهبر چې ولی فقیه نومول شوی، ترڅارنې لاندې مسئولین د هیواد د چارو په اداره کولو او چلولو لګیا دی خو د ایران د اسلامی جمهوری نظام کلی سیاستونه همهغه شان د رهبر لخوا ټاکل کیږی او د قضائیه قوې د مشر، د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د مشر او د پوځ او پاسدارانو لښکر د قومندان په شان د ځینو مهمو چارواکو ټاکل او څنګته کول د رهبر په غاړه دی.

رهبر په اسلامی حکومت کښې له مادی او غیرخدایی حکومتونو لاغوره موقعیت او رول لری. هغه نه یوازې د نورو مسئولینو د اعمالو څارونکی وی بلکې د دنیا او آخرت د خیر او نیکمرغۍ په لور د خلکو د لارښوونه کولو دنده هم په غاړه لری. په بله وینا، رهبر په اسلامی نظام کښې یو روحانی او معنوی مقام لری.

حضرت محمد مصطفی(ص) یوازې د اسلامی ټولنې اداره کونکی نه و بلکې د خلکو د مختلفو پرګنو لارښوونه او هدایتول یې هم خپله دنده ګڼله. د هغه حضرت سیره له مسلمانانو او حتی له غیر مسلمانانو سره د هغوی د هدایتولو لپاره له هدایتونکو او زړه سواندو چلندونو ډکه وه. نو بس د اسلام په مبین دین کښې د خلکو یوازې مادی او دنیاوی سوکالتیا مطرح نه ده بلکې له هغې لامهم د هغوی د آخرت نیکمرغی ده چې رهبر باید د دې دواړو لپاره کوشش وکړی.

په اسلام کښې صالح رهبر له دې امله لوړ مقام لری چې کوی شی اسلامی ټولنه دنیاوی او اخروی نیکمرغۍ او ژغورنې ته ورسوی. د دې په اپوټه ناصالح او فاسد مشر خپل ولس د ذلت او بدبختۍ په لور بیایی او د هغوی راتلونکی تباه کوی. داشان رهبر حتی که په دنیا کښې د خلکو لپاره ظاهری سوکالتیا رامینځته هم کړی خو نه شی کولی چې هغوی د آخرت د نیکبختۍ او نیکمرغۍ په لور لارښوونه کړی چې لامهمه ده.

د ایران اسلامی جمهوری نظام هم د خلکو د دنیاوی او اخروی نیکمرغۍ برابرول په نظر کښې لری او په همدې وجه رهبر باید د دې هدف د پوره کولو په لړ کښې د نظام ارکان غږمله او هدایت کړی. د ایران د اسلامی جمهوریت په اساسی قانون کښې د رهبر او ولی فقیه شرایط او اختیارات دا ډول برابر شوی دی چې هغه دغه مهم او حساس مسئولیت پوره کړی شی.

رهبر د ایران د اسلامی جمهوریت ترټولو لوړ مقام دی او د اساسی قانون د پنځم اصل له مخې باید د اجتهاد، تقوا، میړانې، عدالت، مدیریت او په کورنیو او نړیوالو شرایطو د آګاهۍ او پوهې په شان شرایط ولری. طبیعی ده چې په یو اسلامی حکومت کښې رهبر باید یو تجربه کار اسلام پیژاندی او اګاه وی څو هیواد د اسلام د سمو تعلیماتو په لور بوول شی. له دې نه علاوه هغه پکار دی د هیواد د مختلفو قواو او ادارو د غږملولو او پرمخ بیولو لپاره پوره قدرت او مدیریت ولری. رهبر د سمو پریکړو کولو او د کارنده لارښوونو د وړاندې کولو لپاره باید د ایران له سیاسی، اجتماعی، کلتوری او اقتصادی وضعیته پوره او جامع معلومات ولری او همداشان له نړیوال چاپیریال سره هم بلد وی. خو څه چې د رهبر او ولی فقیه ټولې ځانګړتیاوې لا برجسته او د نړۍ له نورو مشرانو ممتازوی، د هغه تقوا او عدالت دی. دا دواړه لوړ صفتونه سبب کیږی چې د ایران په اسلامی جمهوریت کښې رهبر په فیصلو، ویناو او اقداماتو کښې تل متعال خدای په نظر کښې ولری او د کورنیو بهیرونو او بهرنیو حکومتونو له ناسمو غوښتنو له اغیزمنیدو پرته یوازې د خلکو د ګټو خیال وساتی. په تیره بیا دا چې یولړ مهم مسئولیتونه د رهبر په غاړه ایښودل شوی دی.

د اساسی قانون په سریزه کښې رهبر له خپلو اصیلو اسلامی دندو له اجرا څخه د هیواد د مخلتفو سازمانونو او ادارو د نه منحرفیدو ضامن معرفی شوی دی. په بله وینا د ایران د اسلامی جمهوری نظام د اسلامی توب خیال ساتنه د هغه په غاړه ده. دا کار د اساسی قانون د ساتندویه شورا د فقیهانو د ټاکلو په شمول له مختلفو لارو ترسره کیږی. دا شورا دنده لری چې کوم قوانین چې اسلامی شورا یې تصویبوی، هغه له اسلامی تعلیماتو او د اساسی قانون له اصولو سره سم کړی او که ورسره سمون نه خوری نو د اصلاح لپاره یې پآرلیمان ته بیرته واستوی.

د هیواد په اداره کولو کښې د اسلامی اصولو له خیال ساتنې او د پریکړو له سموالی د ډاډمنیدو لپاره د رهبرۍ یو بل اوزار د نظام د کلی سیاستونو ټاکل دی. هغه دا کار د نظام له مصلحت پیژندونکې ټولنې په سلا اخیستو سره ترسره کوی کومه چې له کارنده شخصیتونو او د رهبر د تائید وړ وی. همداشان د هغه لخوا د قضائیه قوې د مشر ټاکل دا ډاډ رامینځته کوی چې دا اداره په سمه لاره روانه ده.

که څه هم دا اختیارات رهبر ته پریمانه قدرت وربخښی خو حقیقت دا دی چې د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د رهبر حقیقی قدرت او اغیزه د تقوا، معنویت او له خلکو سره د هغه د صمیمانه اړیکې په وجه دی. دا حقیقت د ایران د اسلامی جمهوریت د ارواښاد مشر امام خمینی(رح) او د نظام د اوسنی رهبر آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په وختو کښې څرګند او د درکولو وړ دی. امام خمینی په ۱۹۷۹ کال کښې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه له کلونو مخکښې څخه د خلکو په زړه کښې ځاې درلود او د رهبرۍ په لسو کلونو کښې یې هم خلک د زړه له کومې د هغوی فرمانبردارۍ ته چمتو وو. خو امام به ځان د خلکو یو وړوکی خدمتګزار بله او همت او هڅه یې د خدای د رضایت د ترلاسه کولو او د خلکو د خدمت لپاره وه. آیت ا... خامنه ای هم د خپل استاذ او مراد دا سیره غوره کړې وه او په همدې وجه دوی هم له هغو خلکو سره یوه صمیمی او عاطفی اړیکه لری چې د دوی په شان رهبر باندې ویاړ کوی.

په دې صفت سره د یو داسې صالح رهبر او مشر غوره کول چې په اساسی قانون کښې په لیکل شویو ټولو شرایطو پوره وی، د رهبرۍ د خبرګانو شورا لپاره ډیر ستر او سخت کار دی. هغه نه یوازې د هیواد د چارو په چلولو کښې یو ټاکونکی رول لری بلکې د خلکو لپاره مثال، امید او د تکیه ټکی دی. په همدې وجه د روانې فرورۍ میاشتې په ۲۶ نیټه د خبرګانو جرګې د غړو ټاکنه به د ایران د خلکو لپاره یو حساس او مهم کار وی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

Add comment


Security code
Refresh