Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 28 فوریه 2016 11:48

ایران داونۍ په هینداره کې

ایران داونۍ په هینداره کې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانوایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو بلنه درکوو درپایه راسره مله ووسئ

داسلامی ایران ولس دتیرې جمعې ورځې درایو په صندوقونو کې خپلې رائ واچولې څو پخپلو رایو سره دپارلیمان او دغه راز درهبری دخبرګانو شورا لپاره خپل استاذی وټاکی . داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د رایو د اچولو دپیلیدا په هماغو لومړنیو شیبو کې په دې مناسبت خپله رایه صندوق ته واچوله . په دغو ټولټاکنو کې د لازمو شرائطو لرونکو څلور پنځوس میلیون او نه لکه پنځلس زره او څلوریشت کسانو د رائ اچولو وړتیا درلوده . دایران اسلامی شورا(یا پارلیمان) دمقننه قوې اصلی رکن دی او خبرګانو شورا هم درهبر دټاکنې مهمه دنده لرونکی اورګان دی . د اسلامی شورا دانتخاباتو کابو پنځه زره کاندیدانو او دغه راز دخبرګانو شورا د ټاکنو کابو یو سل شپیتو کاندیدانو د دغو دواړو مهمو اورګانونو د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې .

په عمومی ټولټاکنو کې د ایران د ولس ولولناک اوپرتمین شتون ،یو ځل بیا دنړیوالو نندارې ته ایران داسلامی جمهوری نظام ځلا او ولسی کیدا وړاندې کړه . داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای د انتخاباتو په درشل کې د چارشنبې په ورځ دنجف آباد د زرګونو خلکو په ولولناک ټول کې درهبرۍ دخبرګانو شورا او اسلامی شورا په انتخاباتو کې د ایران د ولس پراخ ګډون داسلامی نظام د پیاوړتیا او د ایران په ضد د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره مهم عامل وباله .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار وکړ ، یوهغه چلینج او ستر دروغ چې دښمن ئې په انتخاباتو کې تکرارکوی ، په ایران کې د :حکومتی پارلیمان او :حکومتی ضد پارلیمان : شتون دی .خو د مونږ ملت نه حکومتی پارلیمان غواړی او نه هم حکومتی ضد پارلیمان ، بلکې یو داسې شجاع او متدَین پارلیمان غواړی چې له خپلو دندو سره بلد وی او له امریکا ونه ویریږی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړې ؛ دایران ملت یوداسې پارلیمان غواړی چې دخلکو د دردونو درملنه پیژنی ، داسې شجاع ، متدّین او ژمن پارلیمان غواړی چې د دښمن په دوکو کې رانسی ، داسې پارلیمان چې عزت او خپلواکۍ ته اهمیّت ورکوی او دهغو قدرتونو د تمو په مقابل کې چې له ایرانه ئې لاسونه لنډ شوی اوغواړی بیرته راوګرځی ،مقاومت وکړی .::::::::::

دغو انتخاباتو په نړیوالو اواسیمه ایزو مطبوعاتو او رسنیو کې پراخ انعکاس درلودی دی . له دغو ډیرو چینلونو چې له انتخاباتو ترمخکې پورې ئې په ایران کې دانتخاباتی فضا دسړیدا خبرې کولې ، په عمومی ټولټآکنو کې دګډون په پراخې اندازې شوکه شول او دغه راز ئې پخپلو راپورونو او خبرونو کې ویلی او لیکلی دی ، دخلکو دزیات شتون په دلیل د رایو داخستو په حوزو کې د رای اخستنې دمهلت له ختمیدا وروسته څو ځله دغه مهلت تمدید شو.

د فرانسې څلوریشتم ټیلیوژنی چینل راپورورکړی،درهبرۍ دخبرګانوشورا او اسلامی شورا (یا پارلیمان) له انتخاباتو د ایران ولس پراخ هرکلی ، لامل شوی څو د رائ اچونې مرکزونه له هغه څه تر ډیر زیات وخت وروسته پورې چې اټکل ئې کیده ، دخلکو په وړاندې وتړل شول .

د فرانسې دوهم ټیلیوژنی چینل هم پخپل وروستی راپور کې چې په انتخاباتو کې ئې د ایران دخلکو دپراخ ګډون داندازې په باب خپور کړی ، منلې ده چې ایران دسیمې یوخورا قدرتمند هیواد دی .

د امریکا سی این این ټیلیوژنی چینل هم په ټولټاکنو کې دایران د ولس د پراخ ګډون په باب پخپل ځانګړی راپورکې خبر وکړ چې درایو اخستل څو ځله تمدید شول او ترنیمو شپو پورې ئې دوام درلود.

په تیرې اونۍ کې دایران یوه بله مهمه پیښه تهران ته د آذربایجان جمهوریت د ولسمشر الهام علی اوف سفر ؤ .

د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اوف دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی په رسمی بلنې سره د فرورۍ په درویشتمه نیټه په رسمی سفر د یوه لوړروتبه سیاسی اواقتصادی پلاوی په مشرۍ تهران ته راغی .تهران ته دعلی اوف په سفر کې د دواړو هیوادونو لوړروتبه چارواکو د یولسو موافقو او د دملګرتیا د تفاهم د یاددښت لیکونو په لاسلیک کولو سره ، دګډو پانګونو لپاره چمتووالی اعلان کړ. دواړو لورو موافقه کړې چې د ۲۰۱۶کال تروروستیو پورې به دایران او اذربایجان جمهوریت ریل پټلۍ د استارا ـ آستارا له لارې له یوه بل سره وګڼدل شی . د دغه مهم پلان عملی کیدا،د شمال او جنوب د کریډور په پراختیا او په سیمې کې د ټرانزیټ او دغه راز دتهران باکو داړیکو په پیاوړتیا کې اغیزمن رول ولری .

د دغه سفر یو بل پروګرام د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره لیده کاته وو .حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای په دغې کتنې کې دتهران او باکو ښو سیاسی اړیکو او ډیرو مشترکاتو ته په اشار ې سره روښآنه کړې،دآذربایجان جمهوریت خلکو ته دایران د ولس نظر د ورورولۍ او د ګاونډیتوب او دوستۍ له موضوع ورآخوا دی . داسلامی انقلاب معظم لارښود ټیڼګار وکړ، د آذربایجان جمهوریت د خلکو سیاسی ثبات ،امنیت ، آرامښت او هوساینه دایران لپاره ډیر مهم دی او د دوو ملتونو له په زړه پورې تفاهم سره سره ،باید په بیلابیلو برخو کې ا قتصادی ملګرتیاوې هم زیاتې شی .

د اسلامی انقلاب معظم لار ښود همدرااز د ایران او آذربایجان جهموریت د دوو ملتونو دینی اومذهبی مشترکاتو ته په اشارې سره روښآنه کړې ؛د دینی شعائرو او مظاهرو ته احترام او د اسلامی معارفو دودیدا به د ګواښونو په مقابل کې دخلکو دمقاومت او عمومی هرکلی لامل شی . دوی همداراز روښآنه کړې داسلام دمعارفو او تشیَع دودیدا به ،دمشکلاتو او ګواښونو په مقابل کې د خداوندمتعال او اهل بیت علیهم السلام دنصرت د جلبیدو لامل شی . د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اوف هم په دغې کتنې کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی په شتون سره وشوه ، دوه اړخیزې اړیکې ئې ډیرې لوړې او ورورګلویزې وبللې او وې ویل ، دتجارت، ټرانسپورټ ،د انرژۍ دمنتقلولو او دصنعتی ملګرتیاؤ په زمینې کې لوړګامونه پورته شوی او هڅه کیږی څو په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو اړیکې نوره هم پراخې شی .

دروسیې دفاع وزیر سرګئ شویګو تیره اونۍ دسیمې دبدلونونو په باب له ایرانیو لوړپوړو چارواکو سره د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا او سلامشورو په موخې سره تهران ته په سفر راغی . شویګو په دغه سفر کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ته پیغام هم ورساوه او دغه راز ئې له سورئې سره په ارتباط کې د خبرواترو په بهیر کې له وروستیو بدلونونو هم د اسلامی ایران ولسمشر خبر کړ .

د اسلامی ایران ولسمشرحسن روحانی د روسیې له دفاع وزیر سر ه په کتنې کې ټینګار وکړ،دسورئې بحران یوازې دسیاسی خبرواترو،ددغه هیواد د ولس حقوقو ته داحترام په سترګه دکتلو له لارې چې دسورئې د راتلونکی په باب اصلی اونهائی فیصله کونکی دی ، دحل وړ دی .

داسلامی ایران ولسمشر په دغه سفر پسې ، د ورسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفونی خبرواترو کې هم پر دې موضوع ټینګار وکړ او وې ویل چې دموقته اوور بند بهیر اجرا ، باید د ترهه ګرو لپاره د نوو وسله والو اومالی ملاتړونو د ترلاسه کولو او د قواؤ دنوی کولو لپاره په فرصت بدل نشی ::::::::

ډاکټر روحانی په سورئې کې له اوور بند سره داړونده موافقو نیمګرتیاؤ او ابهاماتو ته په اشارې سره روښآنه کړې ، دغه موافقې ډیر زیات ابهامات او نیمګړتیاوې لری چې داندیښنو دختمولو لپاره ئې سمول ضرور ی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر تهران ته په وروستی سفر کې د تفاهماتو دبهیر په باب د روسیې د دفاع وزیر راپورونو ته په اشارې سره او دغه راز د ترسره شویو تفاهمونو په ناکافی بللو سره وویل ، له ترهه ګرۍ او افراطی ډلو سره مبارزه باید تراغیز لاندې ورنشی .

د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوی هم تیره اونۍ د یوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ تهران ته په سفر راغی .علوی په دغه سفر کې له خپل ایرانی همڅنګ محمد جواد ظریف، دایران دملی امنیت دلوړې شورا له منشی او د تیلو د وزیر پشمول له یو شمیر چارواکو سره لیده کاته وکړل . تهران ته د عمان د خارجه وزیر په سفر کې په یمن او سورئې کې دحالاتو په ارزونو سره په یولړڅرګندونو کې وویل ،داعشی – صهونیستی ترهه ګرۍ ،دسیمې هیوادونه له هراړخیز ګواښ سره مخامخ کړی دی ::::

یوسف بن علوی همداراز له محمد جواد ظریف سره په خبری غونډې کې هم د ځینو هیوادونو د بلاغوښتنې او د هغو خوځښتونو دمخنیوی په ضرورت په ټینګار سره چې سیمه له خطرې سره مخامخ کوی ،وویل ؛ دایران اسلامی جمهوریت د سیمې دسولې اوثبات لپاره نوی افقونه راپنځولی شی .

دسویس ولسمشر یوهان شنایډر هم دتیرې جمعې په شپه د یوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ د دووا ړخیزو اړیکو او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب دایران له لوړروتبه چارواکو سره دسلامشورو او خبرواترو لپاره تهران ته راغی .

د دغه سفر موخه په سیاسی او اقتصادی او نورو برخو کې دتهران اوبرّن د اړیکو پراختیا اعلان شوې ده .

د سویس د ولسمشر تهران ته په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو ترمینځ په اقتصادی زمینو،دبانکی،سیاسی ،حقوقی اوکلتوری مراوداتو دآسانتیاؤ په باب یوشمیر موافقې اوتفاهم نامې هم لاسلیک شوې .

د سورئې په چارو کې دملګروملتو دځانګړی استاذی سټیفن ډی میستورا هم د ایران له مرستیال خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلیفونی خبرواترو کې دسورئې د وروستیو بدلونونو په باب سلامشورې وکړې .

ډی میستورا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په بهیر او په سورئې کې داووربند دټینګیدو او سیاسی چلند سره په مرسته کې د ایران رغنده رول ته په اشارې سره وویل دسورئې ټول ملاتړی هیوادونه چې د جرمنی دمیونیخ په وروستۍ غونډې کې ئې ګډون درلودلی ، په دغه هیواد کې داووربند له تل پاتیکیدو سره په مرستې کې مهم رول لری .

د ایران مرستیال خارجه زویر حسین امیر عبداللهیان هم روښانه کړې ، په سورئې کې تل پاتې اووربند ته د رسیدو لپاره باید له ترهه ګرو سره د وسله والو ډلو نسبت او اړیکې مشخصې او د ملګروملتو او اسلامی ایران سره کرښه یوه شی .

د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس مشر دتیرې جمعې په ورځې دایران د ایټمی پروګرام په باب خپل نوی راپور خپور کړ . د ایټمی ا نرژۍ د نړیوال آژانس مشر یو کیاآمانو په دغه راپور کې چې د آژانس واکمنې شورا ته وړاندې شوی ،دایران په ایټمی پروګرام کې د راست آزمائۍ نتیجې تشریح کړی دی . دغه راپور ښئ چې د برجام پروګرام یا ایکشن پلان په چوکاټ کې د ایران او ۵+۱ډلې ترمینځ د شوی موافقې ټول پروګرامونه دلارې د نقشې په اساس اجرا شوی دی .

دایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت تیره اونۍ ، په یوه ګاونډی هیواد کې د ریګی ترهه ګرې ډلګۍ دپانسی شوی سرغنې عبدالمالک ریګی د ورو د نیولو خبر ورکړ. ایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام هم ددغه خبر په وړاندې کولو سره پای ته رسووو .

د ریګی په نامه دترهه ګرې ډلګۍ سرغنه عبدالمالک ریګی د ۲۰۱۰کال په جون کې دجنایتکارو او ورانکارو کارونو په تورونوپانسی شو .

د ۲۰۱۰کال د جولائی په پنځلسمه نیټه دزاهدان په جامع جومات کې د دغې ترهه ګرې ډلګۍ جنایت ، د ۲۰۰۶کال په مارچ میاشت کې په :تاسوکی : مشهور د زابل- زاهدان په ستره لاره کې دمسافرانو په بوږنونکی ډول عامه وژنه او دغه راز دایران په جنوبی سیمو کې ددغې ترهه ګرې ډلګۍ نورو ډیرو زیات جنایتونو کې په سلګونو ایرانی ښآریز شهیدان اوټپیان شوی دی .

د ریګی ترهه ګرې ډلګۍ عناصر، دانګلستان دبهرنی امنیت او اطلاعاتی ادارې (ایم آئی سکس) ، دامریکا استخباراتی ادارې (سی آئی اې ) او د صهونیسټ رژیم دجاسوسی ادارې موساد له خوا په بشپړ ډول له مالی او وسله والو ملاتړونو او دغه راز له هرډول روزنو برخمن وو .

د ایران داطلاعاتو وزارت د دغه خبر په اعلانولو سره ویلی دی ، د عبدالمالک ریګی ورور په یوه ګاونډی هیواد کې نیول شوی دی او هڅه کیږی ایران ته راستون کړائ شی .

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو ایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام وخت همدومره ؤ تر بلې اونۍ پورې اوله نوی مطلب سره چې ستاسو په خدمت کې به بیا حاضر شو په نیاؤمن او لوی خدای مو سپارو

ا... مو مل او ملګری .

(سیماب)

****************************************************************

 

Add comment


Security code
Refresh