Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 05 مارس 2016 15:16

تیر لمریز کال ته یوه کتنه

تیر لمریز کال ته یوه کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د۱۳۹۴لمریز کال مهمو پیښو ته دکتنې دلړۍ په دوام کې نن په دغه لمریزکال کې دامریکا له ایران سره دتعاملاتوپه باب برخه له تاسو سره شریکه کوو . نو له مونږسره ووسئ.

په تیرو ۳۷کلونو کې یعنی دایران داسلامی انقلاب له بری وروسته تل د ایران او امریکا اړیکې له غلیمانه کړنو اودښمنیو ډکې وې . دامریکا متحده ایالتونه داسلامی جمهوری نظام له ځای پرځای کیدا له هماغه پیله، د نوژې دناکامې کودتاڅخه په ملاتړ ، په تپلی جنګ کې دعراق دبعث رژیم سره بشپړ مرستې ، د پراخو بندیزونو په اعمالولو سره دایران په ضد د نړیوالو فضا جوړونو پشمول په بیلابیلو دسیسو سره په ایران کې داسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره بې له ځنډه هلې ځلې کړی دی.په وروستیوڅولسیزو کې امریکا په څو بیلابیلو پلمو سره یعنی له صهونیسټ رژیم سره داسلامی ایران مخالفت ، د ډل وژونکو وسلو دتولید لپاره د ایران د هڅې د ادعاګانو،دبشری حقوقو دخلاف ورزیو په باب دوامدارې ادعاګانې او هم د اسلامی ا نقلاب دصادرولو لپاره دهڅې په پلمه دایران په ضد هراړخیز بندیزونه برابر او اعمال کړل .په ۲۰۰۳کال کې د ایران د ایټمی موضوع له مطرح کیدا وروسیته دامریکا جمهوری غواړی حکومت د ایران دسوله ایز ایټمی پروګرام په ضد د اصلی مدعی په توګه دایران د محکوم کولو او د ملګرملتو امنیت شورا ته د ایران دایټمی موضوع د کاږلو لپاره پراخې هلې ځلې وکړې چې نهایتا د دغې شورا له خوا دڅو بندیزی پریکړه لیکونو دصادریدو لامل شوې . په عین حال کې امریکایان په دې هم راضی نه وو او له ۲۰۱۰کاله ئې په اروپائی اتحادئې کې دخپلو شریکانو په ګډون سره د ایران په ضد یو اړخیز بندیزونه ولګول . دغه بندیزونه ډیر زیات پراخ وو اوحتی دامریکا ولسمشر باراک اوباما دغه بندیزونه هغه خورا سخت بندیزونه وبلل چې دیوه هیواد په ضد په اوسمهاله تاریخ کې لګول شوی دی.

په ۲۰۱۳کال کې دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی واک ته په رسیدا سره او د ایران دنوی ډیپلوماټیک ټیم په وسیله دایران او ۵+۱دلې ترمینځ دخبرواترو د نوی مرحلې په پیلیدو سره،دایټمی خبرواترو په چوکاټ کې د ایران او امریکا ترمینځ د دوو اړخیزو تعاملاتو بهیر پیل شو چې د لومړی ځل لپاره د ایران د امریکا دخارجه وزیرانو محمد جواد ظریف او جان کری د نیغ په نیغه خبرواترو لامل شو چې پخپل ډول کې داسلامی انقلاب له بری وروسته دایران او امریکا دتعاملاتو په تاریخ کې بې ساری حسابیږی . دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ په جینوا، ویانا او نیویارک کې دخبرواترو په څو پړاؤنو او نهایتا په ۵+۱ کې دخپلو اروپائی ملګروترڅنګ امریکایانو د ګډ اقدام د جامع پروګرام یا برجام پروګرام په نامه له جمع بندۍسره موافقه وکړه چې د ایران دایټمی پروګرام د ساتلو ضمانت کوی . امنیت شورا هم د ۲۰۱۵کال دجولائی په شلمه نیټه د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په تصویبولو سره دبرجام پروګرام د اجرا لاره هواره کړه . د پی ایم ډی په نامه دایران دایټمی پروګرام د احتمالی پوځی اړخونو : د موضوع دختمولو په باب دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې د ۵+۱ډلې د وړاندیزی پریکړه لیک په تصویبیدا سره برجام پروګرام یا ایکشن پلان ،خپل اجرائی مرحلې ته داخله شوه او د ورپسې مرحلو په کچ کولو سره په تیره بیا د ایران دژمنو دعملی کیدا په اجراسره، دبندیزونو د سوکه سوکه لغوه کیدا موضوع د ۲۰۱۶کال له جنورۍ اجرا شوه. له دې سره سره دایران په ضد دامریکا غلیمانه کړچار چې تراوسه پورې ئې پلمه ، د ایران ایټمی پروګرام ؤ ، هماغه راز دوام موندلی دی .

*******************

دامر یکا ډیموکراټیک حکومت اعلان کړی چې که څه هم دایران په ضد د بندیزونو یوه برخه چې د دغه هیواد د ولسمشر په اجرائی فرمان سره اجرا شوې او د امریکا دکانګرس بندیزونه هم ځنډوی ، په عین حال کې ئې ، په ځلونو ټینګار کړی دی ، چې دایران په ضد نور بندیزونه به هماغه راز پخپل قوت سره پآتې وی . د امریکا د خزانې وزارت دجنورۍ په اولسمه نیټه د برجام پروګرام له ا جرا ئی کیدایوه ورځ وروسته د ایران اسلامی جمهوریت په ضد، دخپل بالیسټیک توغندیو له پروګرام سره په ارتباط یوځل بیا بندیز ولګاوه . دهغې اعلامیې په اساس چې د امریکا د خزانې د وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرولونکی دفتر خپره کړه ، دایران په بالیسټیک توغندوی پروګرام کې دګډون کونکو یولسو حقوقی او حقیقی شخصیتونو نامې د امریکا د بندیزونو په لیسټ کې راوستې او ددغو کسانو شتمنۍ ئې بلاک کړی او شرکتونه به له دغو کسانو سره د ملګرتیا حق ونه لری .. د دغو بندیزونو د اجرا په پلمه د امریکا دخزانې مرستیال وزیر آډم زوبین هم ادعا کړې چې د ایران بالیسټیک توغندوی پروګرام دسیمې اونړۍ د امنیت لپاره دپام وړ ګواښ دی او هماغه راز به له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ وی . د امریکا دخزانې وزارت په رسمی اعلامیې کې راغلی دی . دغه اقدام د ایران د توغندوی پروګرام د پراختیا دمخنیوی په خاطر د امریکا د حکومت په غږملتیا او تائید سره اجرا شوی دی . د ایران د پوځی پیاوړتیا په تیره بیا دعماد په نامه دبالیسټیک توغندی دآزموینې او توغندوی اړخ کې د پیاوړتیا په باب دامریکا حساسیّت ، ددفاعی سټراټیژۍ په چوکاټ کې د ایران دتوغندوی سلاکوټ د ا همّیت او اغیزشیندنې ښودنه کوی . دې ته په پام سره چې ایران دمځکې لاندې د توغندیو دساتنې ښارګی لری او پر دې سربیره ډول ډول بالیسټیک توغندی لری . مسلما دایران په ضد په هرډول احتمالی اقدام کې دامریکا په محاسباتو کې دا موضوع ، یو ټاکونکی عامل حسابیږی . دې موضوع ته د امریکا حساسیّت او د ایران په ضد نوو بندیزونو اعمالول دقیقا همدې موضوع ته په پام سره د توجیه وړ دی .په عین حال کې امریکا دایران له توغندوی توانمنیو سره د مقابلې په خاطر ، نوره رودې هم تعقیب کړی دی . د ایران له توغندوی ظرفیّت سره دمقابلې په خاطر داوباما د حکومت یو اقدام، د صهونیسټ رژیم اوعربانو پشمول له خپلوسیمه ایزومتحدانو سره ملګرتیا ده .

په عین حال کې د جمهوری غواړو ترسلطې لاندې کانګرس هم دایران په ضد د نوو بندیزونو د اعمالولو نیّت لری . د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیشن د برجام پروګرام له اجرائی کیدا څو اونۍ وروسته هڅه وکړه څو د ایران په ضد په غیر ایټمی پلمو سره د ۲۰۱۶ کال په فرورۍ میاشت کې نوی بندیزونه ولګوی .د مشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو د کمیشن مشر باب کروکر او لږترلږه یوه بل سناتور هم وویل د داسې پلانونو په برابرولو بوخت دی چې د بشری حقوقو دخلاف ورزیو له ادعاګانو رانیولې د ایران د وروستیو توغندوی آزموینو پورې پراخې موضوعګانې پکې شاملیږی،څو یو ځل بیا د ایران د بندیزونو قانون تمدید شی . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې باب لیکلی دی ، دتوغندوی پروګرام په باب بندیزونه په هغو درو پلانونو کې شامل دی چې کروکر ئې په برابرولو لګیادی . هغه د : ایران دبندیزونو قانون: د بیا اعمالولو ترڅنګ دریم پلان هم په ایجنډا کې لری چې دهغه دجزیاتو له ایشواکولو ئې ډډه کړې ده . دامریکا نیوجرسی سناتور باب مننډز هم دهغو اقداماتو دپیکیج په پلانونې لګیادی چې دهغه په وینا، باید دایران په ضد او له ایټمی دوسیې پرته په نظر کې ونیول شی .مننډز له دې مخکې له سناتور مارک کرک سره یو ځای دایران دبندیزونو د قانون دتمدیدولو لپاره یو پلان برابر کړی دی . هغه د توغندوی آزموینو او دبشری حقوقو د ادعا په دلیل د تهران په ضد د بندیزونو د زیاتولو غوښتنه کوی . هم کروکر او هم مننډز، دمشرانو جرګې له ټولو جمهوری غواړو سناتورانو او درو نورو ډیموکراټو سناتورانو سره یو ځای ، د ۲۰۱۵کال په ستمبر کې د ایران له ایټمی موافقې سره مخالفت کړی ؤ . دهغو ی اقدامات په پیل کې د برجام پروګرام له اجرائی کیدا وروسته دایران په ضد دقانون جوړونکو لومړنی جدی تحریک دی .. مشخصه نه ده هغه ډیموکراټان چې له ایټمی موافقې سره ئې مخالفت کړی ،آیا دغیر ایټمی بندیزونو لپاره به له تحریکونو یا مسودو ملاتړ وکړی او که نه ؟ . له بل پلوه دجمهوری غواړو پرګنه ، چې زیاتره په کانګرس کې استاذی لری ، وروستۍ څو میاشتې ئې دبرجام پروګرام د درولو اویا ډیلا کولو لپاره د یو لړ تمهیداتو وړاندې کولو ته بیله کړی دی .

دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان اجرائی کیدو او د ایران اولودیځ داړیکو بیا پیلیدو ته په پام سره ، دفارس خلیج دجنوبی حوزې هیوادونه هم ادعا کوی چې دسیمې په سویه دایران د پلانونو اواقداماتو په باب اندیښمن دی . په تیره بیا سعودی عربستان چې اوس ئې دسیمې په سویه د اوور د لمبو دزیاتولو لپاره ګامونه پورته کړی دی او دیمن مظلوم ملت ئې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی او په سورئې کې د اوور دلمبو د زیاتولو په باب ئې اصلی رول په غاړه اخستی دی،له ایران سره د تاؤتریخوالو په زیاتولو کې اصلی رول لوبوی . دامریکا ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۱۵کال په جون کې د برجام پروګرام په باب له نهائی موافقې مخکې په مئ میاشت کې خپلو عربو متحدانو ته د بیا ډاډ ورکولو په خاطر د فارس خلیج دجنوبی حوزې دهیوادونو مشران کیمپ ډیویډ ته وربلل او هغوی ئې د برجام پروګرام له نتیجو خبر کړل او په عین حال کې ژمن شو څو د دغو هیوادونو د توانمنیو دزیاتولو لپاره دوه مشخص کارونه کوی . په لومړۍ مرحلې کې دامریکاحکومت هڅه کوی څوپه سیمې کې دبالیسټیک توغندیو ددفاع سسټمونو دچټک کولو له لارې له برجام سره دخپلو عربو متحدانو مخالفتونه کم کړی . واشنګټن د خپل دوهم اقدام په چوکاټ کې نیت لری څو په مینځنی ختیځ کې پرخپلو متحداو اوشریکانو د وسلو خرڅلاؤ زیات کړی . اوباما د ۲۰۱۵کال په مئ کې دفارس خلیج دملګرتیا شورا پر غړو هیوادونو د لازیاتو وسلو پر خرڅلاؤ سربیره ددغو هیوادونو لپاره دبالیسټیک توغندوی دفاعی سسټم په باب د یوه پلان خبر ورکړ . له ایران سره په ایټمی موافقې پسې د اوباما دحکومت یو چلینج له توغندوی او وسله والو بندیزونو سره په ارتباط کې له سیمه ایز غبرګون سره مقابله ده . په دې توګه ، باید تمه ولرل شی چې دفارس خلیج دجنوبی حوزې عرب هیوادونه دلازیاتو وسلو او هم د مشترک توغندوی سسټم اخستو په لور حرکت وکړی .

= دایران اوامریکا داړیکو دراتلونکی او هم په نزدې راتلونکی کې د هغو د ښه کیدا په باب له ځینو وړاندوینو سره سره ، واقعیتونه څه بل څه ښئ . دایران په ضد دامریکا دریځونه اوغلیمانه اقدامات او هم دامریکا په کانګرس کې دایران په ضد د نوو بندیزونو د وضع کولو او د تصویبولو لپاره دهڅې په څیر اقداماتو دوام ، ټول د ایران په وړاندې د واشنګټن د غیر دوستانه کړچار د دوام ښودنه کوی . که څه هم د اوباما ډیموکراټیک حکومت اوس دې جمع بندۍ ته رسیدلی دی چې په سیمه ایزو مسئلوکې د ایران د نه انکاریدونکی رول او نفوذ په دلیل مجبوره دی څو دایران رول عملا په رسمیّت وپیژنی او د دغو مسئلو دحل لپاره له ایران سره ملګرتیا او مساعدت وکړی . په دې زمینې کې څرګند مثال،د سورئې په اړه په غونډو کې په تیره بیا دمیونیخ په غونډې کې ایران ته بلنه ورکول وو چې واشنګټن او د هغه عرب متحدانو په دغې غونډې کې د ایران دشتون او ګډون په منلو سره ،عملا په سیمه ایزو بدلونونو کې دتهران پر بې بدیله رول او په دې زمینې کې د ایران دګټو د رعایتولو په ضرورت ټپه وهلې ده .

(سیماب)

****************************************************************

Add comment


Security code
Refresh