Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 08 مارس 2016 15:08

په تیر لمریز کال کې داسلامی ایران ډیپلوماسی

په تیر لمریز کال کې داسلامی ایران ډیپلوماسی
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو په تیر لمریز کال کې دایران د خورا مهمو پیښو د لړۍ په دوام کې او س هم ایران دتیرې اونۍ په هینداره نومې پروګرام په ځای د ډیپلوماسۍپه ډګرکې بریا رامینځةکونکی برجام پروګرام په باب درسره غږیږو،نو ترپایه راسره مله ووسئ

په تیر کال کې داسلامی ایران ډیپلوماسی په ویاړ اوسرلوړۍ سره له سخت آزمیښته سرلوړی راوتلې ده . دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په مشرۍ دایران ایټمی مرکچی ټیم توانیدلی له کابو دوه کلنو سختو ایټمی خبرواترو رووسته په بریالیتوب سره له دغه امتحانه تیر شی او اجازه ورنه کړی چې زیات غواړی قدرتونه په سیاسی اوپوځی باؤنونو اویا پوځی ګواښونو سره ، دپرمختګ پّ لور دایران لاره بند نه کړی . دډیپلوماسۍ په ډګر کې دایران بریالیتوب او دایران دایټمی حقوقو دتثبیت لپاره په یوه فرصت په ایټمی موضوع کې ددښمنانو دګواښونو بدلول ، یو داسې ستر بریالیتوب دی چې ددښمنانو دپیچلو پلانونو او دسیسو په مقابل کې ئې دایران نرم قدرت نندارې ته وړاندې کړ.

په تیر لمریز کال کې دایران دډیپلوماټیک توان یوه مهمه برخه دایټمی موضوع پر حل متمرکزه وه .

دایران اسلامی جمهوریت دډیپلوماسۍ په ډګر کې دظالمانه بندیزونو په و ړاندې په مقاومت سره وتوانید، دښمنان شاتګ ته اړباسی او دسرزورو دبندیزونو یوه برخه ختمه کړی . دغه بریالیتوب بې شکه دایران دملت دمقامت او تل پاتیکیدو نتیجه ده .

دایران اسلامی جمهوریت په دغو خبرواترو کې وتو انید ، دنیا ته وښئ چې هیڅکله په ایټمی وسلو پسې نه دی او دباؤر جوړونې او دمسئلو د حل لپاره ، درغنده خبرواترو او تعامل څښتن دی .په دغو خبرواترو کې بریالیتوب په تیر لمریز کال کې دایران داسلامی جمهوریت یوه خورا مهمه سیاسی پیښه وه . دغه خبرې اترې د ۲۰۱۳کال دنومبر د۲۴نیټې دموافقې په اساس پیل شوی او بلاخره کابو تر دووکلونو پورې اوږدې شوې او ډیرې ټیټې هسکې ئې در لودې او دایران دایټمی ډیپلوماسی په ویانا کې د ۲۰۱۵کال د جولائی په څوارلسمه نیټه بریالۍ شوه او دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ ایټمی خبرې اترې یوې روښانه نتیجې ته ورسیدې .

اوس دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په اجرا سره یعنی دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دایټمی موافقې وروسته دګډ جامع پروګرام په اجرا سره ، ایران له ډیرو تپلو او حاشیه ای مسئلو بریالی ووات او په نړیوال سیاسی ډګر په تیره بیا په سیمه ایزو شخړو کې خپل ټاکونکی رول لوبولی شی . دبرجام پروګرام په اساس داقتصادی او مالی بندیزونو په لغوه کیدو سره ، ایران داقتصادی بنیادونو دپراختیا او پراختیا بیخ بینائیو د ودې او دسیمه ایزو پانګونو لپاره داقتصادی تعاملاتو نوی پړاؤ ته داخل شوی دی .د دغې موضوع دحل په زمینې کې د ایران ډیپلوماسۍ وښودله چې اسلامی ایران پخپلو مسئولیّتونو په بشپړ او دقیق ډول او له هرډول له سیاسی ملاحظاتو لیرې عمل کوی .دنړیوالو قدرتونو له خوا د ایران د ایټمی حقوقوپه رسمیّت پیژ ندلو سره په سیمه ایزو او نړیوالو معادلاتو کې د ایران مقام لوړ شوی دی .

*********************

دایران داسلامی جمهوریت پیاوړی ډیپلوماسۍ وښودله چې ایران به دسرزورو ، زیات غواړو او استکباری قدرتونو دانخصار غوښتنې په وړاندې شاتګ ونه کړی او له خپلو حقوقو به هرډول ډول دفاع وکړی . استکباری قدرتونه له هماغه پیله دایران دایټمی پروګرام په بندولو پسې وو او هڅه ئې کوله په ایران کې دیورانیمو دپخولو په منع کولو سره ، دفردو ایټمی تاسیسات او داراک درندو اوبو تاسیسات وتړل او په دې زمینې کې دهرډول پراختیا او څیړنو خنډ شی ، خو په دې موخې کې پاتې راغلل . اوس دایټمی موضوع حل او دنړۍ له شپږو قدرتونو سره دبریالی تعامل توانمنۍ ، دایران داسلامی جمهوریت سیمه ایز اونړیوال اقتدار او قدرت تثبیت کړی دی .

داسلامی ایران دولسمشر حسن روحانی په تعبیر ، له ایرانه د ویرولو هغه دیوال چې دایرن دملت دښمنانو جوړ کړی ؤ نړیدلی دی . په ایټمی موضوع کې دایران بریالیتوب ، دنړۍ دشپږو قدرتونو له خوا دایران دایټمی حقوقو دپه رسمیّت پیژندنې ، وښودله چې دایران دمنزوی کولو لپاره د هغوی هڅه چټی و ه .

نهائی ایټمی موافقې ته رسیدا،دایران داسلامی جمهوریت ددښمنانو دخوښې سناریو ناکامه کړه او دملګروملتو دمنشور له اوه م سپرکی څخه دایران وتلو،دایران په ضد ګو اښونه بې اغیزې کړل .ایران د ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې وتوانید دملګروملتو دمنشور له اوم سپرکی ووځی او په عین حال کې توانیدلی ، په ایټمی حقوقو کې او دغه راز د یورانیمو دپخولو په دوام کې خپلو حقوقو ته چې دامنیت شورا دڅو غړو هیوادونو له خوا له جدی مخالفتونو سره مخامخ ؤ، لاس رسی ولری .

دغه بریا په هغو آثارو سره چې ئې لرل،یوه سیاسی بریا ده او دایران د ایټمی فعالیتونو پر سوله ایزوالی مشتمل د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک دغې بریا ته عیّنیت وبخښه . ایران اوس دبرجام پروګرام په اساس د سوله ایز پروګرام لرونکی هیواد په توګه چې د یورانیمو د پخونې د حق او د سونګو د بشپړ څرخ لرونکی دی ،پیژندل شوی دی او په ایران کې ایټمی بیخ بینائی تاسیسات ساتل شوی دی .

په ایټمی موافقې سره چې د مشترک اقدام په جامع اقدام یا برجام بدل شو؛دایران دایټمی پروګرام سوله ایزو الی تائید شو او د هغه څه په باب جنجالونه چې دایران د ایټمی پروګرام له تیر وخت سره اړونده ګڼل کیدل . د تل لپاره ختم شول .څو دایران بندیزونه هم لغوه شی.برجام پروګرام په ایټمی موضوع کې یوه موافقه ده خو بې شکه ډیر زیات سیاسی اواقتصادی آثار لری .دایران دتیر کال په تیره بیا د تیر میلادی کال په وروستیو میاشتو کې په اقتصادی اوسیاسی مناسباتو کې د دغه بدلون آثار او اغیزې تهران ته د آسیائی او اروپائی هیوادونو د لوړپوړو اوسترو اقتصادی اوسیاسی پلاؤ په سفرونو سره روښانه شو .خو واقعیَت دادی چې د امریکا چارواکی په بدعهدۍ یا د ژمنو په ماتولو عادت دی .

= په تیرو درو لسیزو کې امریکائی چارواکو له ترهه ګرۍ او دبشری حقوقو په موضوع دایران په تورنولو سره هم دایران په ضد یولړ بندیزونه او دباؤنه زیات کړی دی .دایران په ضد دامریکائی چارواکو دغه ډول چلندونه او څرګندونې تمامې شوی نه دی ، او داپه دې معنا دی چې له ایرانه دویرولو پروژه هماغه راز دایران دملت ددښمنانو او دهغو په سر کې دامریکا په ایجنډا کې شامله ده .

په همدې دلیل هغه څه چې دایران دملت له نظره دامریکا دتیرو اوا وسنیو چلندونو په باب اهمیّت لری ،دادی چې په هغو ګامونو کې چې پورته کیږی په امریکا دایران دملت بې اعتمادی هیڅکله هم نه هیریږی .

له همدې امله ده چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای تیر کال په ایټمی مذاکراتو کې دموافقې او دبرجام پروګرام داجرا دپیلیدو په باب داسلامی ایران دولسمشر حسن روحانی د دوو لیکونو په ځواب کې په ایټمی خبرواترو :ې دامریکا د بې باوره کیدا موضوع ته اشاره کړې او چارواکو ته ئې ویلی دی ، چې ځیر دې ووسی ، څو مقابل لوری خپلې ژمنې په بشپړ ډول ترسره کړی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دا واقعّیت هم یاد کړی چې دهغه څه لپاره چې په دغې معاملې کې ترلاسه شوی ، ډیر زیات لګښتونه ورکړل شوی دی . دوی همداراز فرمائیلی دی ، لازمه ده ، دمقابل لورو دژمنتیاؤ په اجرا کې ښه څارنه اوخیال وکړائ شی څو برجام پروګرام په اټکل شوی قانونی لاره کې راشی او دمقابل لوری له خوا داحتمالی ژمنو دخلاف ورزیو په بڼه کې دهغوی لاره بنده شی .

دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر دبرجام پروګرام داجرا له پیلیدو وروسته داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په نامه په یوه لیک کې په ایټمی ،سیاسی ، حقوقی او اقتصادی حوزو کې داسلامی ایر ان دیولسو بریاؤ په بیانولو سره روښآنه کړې ؛ دغه بریاوې د هوښیارې او ځیرې رهبرۍ په شجاع او میړانې رهبرۍ سره او دغه راز د ټولو ګواښونو اوبندیزونو په مقابل کې دیاران دولس دتل پاتې په دولس کلن استقامت او تل پاتیکیدو سره ترلاسه شوې .

داسلامی ایران ولسمشر ددغه لیک په یوې برخې کې همداراز دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شور ا دولسو پریکړه لیکونو او پنځو فیصلو لغوه کیدا ته په اشارې سره روښآنه کړې ، همدااوس دایران له ایټمی پرورګامونو له تیر وخت سره اړونده ټول موردونه اوابهامات ختم شوی دی . دمالی نقل او انتقالاتو ، بانکی فعالیتونو ،سوئیفټ، پانګونې ، دبیمې دخدمتونو ، صادراتی کریډیټونو ، تیل ،ګیسو ، پیټروکیمیکلز، ټرانسپورټ ،کشتۍ چلونې ، بندرونو ، د سرو زرو ، او نورو فلزاتو،ګاډو او الوتکو دتجارتو په څیر په ډول ډول حوزو کې دامنیت شورا ، اروپائی اتحادئې او امریکا له خوا له ایټمی موضوع سره اړونده اقتصادی اومالی بندیزونه ختم شول . . ...

په دې توګه په نړیوال اقتصاد کې دایران توانمن شتون لپاره، دنړیوالې پانګې بازار ته دلاس رسی او دصادراتی بازار له فرصتونو څخه داستفادې لازمه زمینه برابره شوه چې په هیواد کې دکارکسب د رامینځةکولو او پانګونې لپاره داستفادې امکان ته لاس رسی وشی.

په دغې موافقې سره همداراز ، داسلام اوایران بدغواړو څو کلنې هڅې چې غوښتل ئې ، داسلامی انقلاب څخه یو ناسم اوویرونکی تصویر انځور کړی ، ماته وخوړله . دایران اسلامی جمهوریت اوس دایټمی پوهې په ټولو ډګرونو کې لوړګامونه پورته کړی دی او دصعب العلاج ناروغانو د درملنې لپاره له ایټمی پوهې څخه په استفادې او همداراز په نانو ټیکنالوجۍ سره دمحصولاتو دتولید او دایټمی محصولاتو دتولید او دایټمی بټیو د اړتیا وړ سونګو په تولید کې د ډول ډول راډیو درملو په تولید سره دماډرن نړیوالې پوهې دلرونکو هیوادونو په لیکه کې حساب شوی دی .

په حقیقت کې باید وویل شی دامریکا له کارړنګونو اوغلیمانه چلندونو سره سره ، اوس دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په اجرا سره دایران په وړاندې ډیر زیات فرصتونه اوظرفیّتونه رابرسیره شوی دی . نن سبا د ایران اسلامی جمهوریت دلاښه اوغوره راتلونکی په لور لازیات باثباته ګامو پورته کوی ، اوس هم ایران په داسې حال کې نوی لمریز کال پیلوی چې چې برجام پروګرام یا ایکشن پلان اجرا شوی دی ، خو تجروبې ښودلې ده چې په امریکا باؤر ونه کړی . ......

(سیماب)

****************************************************************

Add comment


Security code
Refresh