Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 10 مارس 2016 16:40

په تیر لمریز کال کې له ایران سره دمیځنی ختیځ دهیوادنو مناسبات

په تیر لمریز کال کې  له ایران سره دمیځنی ختیځ  دهیوادنو مناسبات
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دمینځنی ختیځ دبدلونونو نومې اونیز پروګرام په ځای په تیر لمریز کال کې له ایران سره دمینځنی ختیځ د هیوادونو دمناسباتو په باب درسره غږیږو نو ترپایه را سره مله ووسئ

دوستانو په دغه پروګرام کې به په ۱۳۹۴لمریز کال کې له ایران سره د فلسطین ،سورئې ،عمان ،عربستان او عراق پشمول په مینځنی ختیځ سیمې کې له بیلابیلو هیوادونو او لوروترمینځ مناسباتو ته یوه کتنه وکړو . له اسلامی هیوادونو سره په رابطې کې دایران داسلامی جمهوریت بهرنی سیاست داسلامی امت په وحدت او یووالی او آرامښت او ثبات په ټینګیدا ولاړ دی . ایران تل په وحدت ، پر اسلامی نړۍ دلودیځ دسلطې دکمیدا او په اسلامی امت دلودیځ له دسیسو او یرغلونو سره په مقابلې پسې دی . په دغه چوکاټ کې له فلسطینه د ایران ملاتړونو خاص ځای او په عین حال کې دعمومی افکارو په ډګر کې پراخ ا نعکاسونه درلودلی دی او دغه مرستې لامل شو ی دی چې فلسطنیان ایران دفلسطین دیوه اصلی ملاتړی په توګه معرفی کړی او دا موضوع د ایران او فلسطین د ولس ترمینځ د ورورولۍ د

فلسطنیان تل له ایران سره داړیکو په مباهاتو او دسیمې په معادلاتو کې د هغو په اغیزشیندونکی رول او له فلسطنیانو سره مرستې،د خپلو حقوقو د تعقیبونې لپاره یادوی

په دې زمینې کې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مرستیال مشر ویلی دی هیڅ یوه عربی او اسلامی هیواد د ایران په اندازه د فلسطین له ملت او مقاومت سره مرسته نه ده کړې .

موسی ابومرزوق دغه راز ټینګار کړی،دفلسطین پر ملت او مقاومت سربیره دایران داسلامی جمهوریت په ډول ډول مرستو کې په تیره بیا له ۲۰۰۶کاله وروسته دفلسطین حکومت هم شامل شوی دی . په عین حال کې ابومرزوق او په بیروت کې دمقاومت دعالمانو دټولنې مشرشیخ ماهرحمود د فلسطین له مقاومت او د درست فلسطین دآزادولو لپاره دهغو له طرحې پّه ملاتړ کې د ایران رول وستایه او له ایران سره ئې دحماس او نورو فلسطنینو ډلو دسټراټیژیکو اړیکو پر اهمیّت ټینګار وکړ .

دفلسطین له مقاومته د ایران پر ملاتړ د حماس غورځنګ د دغه لوړپوړی مسئول مقام ټینګار او د فلسطینیو ډلو او ایران ترمینځ د اړیکو دسړیدا په باب د پروپیګنډو ردول ، په داسې شرائطو کې دی چې ایران په څو تیرو ورځو کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د اوه دیرشمې کلیزې په مناسبت په ایران کې دفتح او حماس په څیر د بیلابیلو فلسطنینو ډلو استاذی رابللی وو .

دسورئې د شخړې په باب د ایران رغنده دریځونه تل د ملګروملتو د سرمنشی د استاذو ،د نړیوالو شخصیتونو اوچارواکو پشمول د سورئې د چارواکو اوخلکو له خوا ستایل کیږی . په د ې زمینې کې دسورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی ځانګړی استاذی سټیفن ډی مستورا په ځلونو د سورئې په بحران کې د ایران پر رغنده رول ټینګار کړی دی او هغه یو ځل بیا په سورئې کې د اوور بند له ټینګیدا وروسته په دغه هیواد کې د ایران د رول او ډیپلوماسۍ قدرونه کړې ده .

سټیفن ډی میستورا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په بهیر کې دایران رغنده رول او په سورئې کې د سیاسی بهیر او اوور بند له ټینګیدا سره مرستې ته په اشارې سره زیاته کړې دسورئې ملاتړی ټول هیوادونه چې دمیونیخ پّ وروستۍ غونډې کې ئې ګډون درلود، په دغه هیواد کې د اوور بند له تل پاتیکیدو سره په مرستې کې مهم رول لری .

د ایران د خارجه وزیر د عربی او افریقائی چارو مرستیال حسین امیر عبداللهیان هم په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې تهران دترهه ګرۍ په ضد له مبارزې سر ه د مرستې او د تل پاتی اوور بند دټینګیدا، دانسان دوستۍ مرستو دبهیر دآسانولو او دغه راز د ملګروملتو په لوبونکی رول سره د سوریا والو ترمینځ د هراړخیزو خبرواترو دترسره کیدا په لاره کې خپله ټوله هڅې کاروی .

دایران دخارجه وزارت ویندوئ جابر انصاری هم دسورئې دشخړې دحل لپاره د وروستیو سیاسی او میدانی بدلونونو په باب ویلی دی ، ایران د سورئې د بحران له هماغه پیله پر درو اصولو یعنی دسورئې د ملت غوښتنو ته داحترام ، دبهرنیو لاسوهنو له تپلو سره مخالفت او سیاسی موخو ته د رسیدو لپاره د یوې رودې په توګه له ترهه ګرۍ له استفادې سره پر مخالفت ټینګار کړ ی دی .

دایران دخارجه وزارت ویندو ئ زیاته کړې ، بهرنیو اغیزشیندونکو لوبغاړو د ایران دغه اصول منلی دی چې دسورئې موضوع پوځی حل لاره نه لری او د دغه بحران حل لار ه ، دسوریا والو په مینځ کې خبرې اترې او د سورئې د ملت غوښتنې ته داحترام په سترګه کتل دی . په تیر لمریز کال کې په سورئې اوعراق کې د ایران داسلامی جمهوریت دسلاکارۍ رول ، له ترهه ګرۍ سره د ایران د واقعی او جدی مبارزې یوه نښه وه .

ایران په عراق او سورئې کې بحران ته په منطقی کتنې سره ، له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې ددغو هیوادونو د حکومتونو او ملتونو ترڅنګ ولاړ دی . له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې دسلاکارۍ په چوکاټ کې د ایران ټول اقدامات د سورئې او عراق دحکومتونو په غوښتنې سره وو . دعراق او سورئې دوسله وال ځواکونو د رغنده هلوځلو ترڅنګ دایران تجرو بې له ترهه ګرۍ سره واقعی جنګ نندارې ته وړاندې کړ ی دی .

ایران دسورئې د بحران دحل په بهیر کې په یووخت چې له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د سورئې دپوځ او حکومت څخه په ملاتړ کې مهم رول درلودلی، د و لس په وسیله د حل لارو په وړاندې کولو سره ئې ددغه هیواد دشخړې سیاسی حل لاره په ایجنډا کې راوستې ده . ایران په همدې چو کاټ کې د سورئې له شخړې سره په اړونده نړیوالو غوڼډو کې (یعنی د ویانه یو او دوه او دنیویارک غونډو کې ) چې په ۲۰۱۵کال کې ترسره شوی بشپړ ګډون کړی دی . ایران په دغو غونډو کې په شتون سره ، دسورئې د ملت او حکومت په ملاتړ سره ، له ترهه ګرۍ سره جنګ او ددغې سپیرې بلا له مینځه وړل ددغه هیواد بحران دسیاسی حل اساس اعلان کړی دی .

له ایران سره دسورئې په چارو کې دملګروملتو د سرمنشی د استاذی مشورې او د هغو پر مثبت رول اعتراف د سورئې دحل لپاره د لاروچارو وړاندې کول، په لودیځی آسیا سیمې کې د ایران ثبات بخښونکی او نه انکاریدونکی رول تثبیتونکی دی .

د ایران داسلامی جمهوریت مسئولانو په ځلونو ټینګار کړی دی چې د سورئې دشخړې دحل لپاره هیڅ ډول پوځی حل لاره وجود نه لری او په یو وخت په سورئې کې دترهه ګرو ډلو په ضد دمتحدې جبهې جوړول او د سیاسی بهیر تعقیبول ضروری د ی .

دایران او عمان ترمینځ د دوستانه اړیکو ساتل او دهغو د پراختیا لپاره هڅه ، د دواړو هیوادونو دچارواکو په ایجنډا کې شامله ده . که څه هم عمان د فارس خلیج د ملګرتیا شورا غړی هیواد دی ، خو دغه هیواد په سیاسی پوهې او ځیرتیا سره دعربستان له غر ضی سیاستونو سره له ملګرتیا لیرې تل له ایران سره ګرمې او دوستانه اړیکې درلودلی دی .

د ویلو ده چې دفارس خلیج دشورا زیاتره غړی هیوادونه چې د فارس خلیج د څنډې عربی هیوادونه پکې شامل دی ،دعربستان او پردیو قدرتونو له غرضی سیاستونو اغیزمن دی او په دې مینځومیان کې عمان په بهرنیو اړیکو کې نسبتا خپلواکه سیاست تعقیبوی او په سیمې کې د یوه قدرتمن او خپلواکه هیواد په توګه له ایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار کوی .

داپه داسې حال کې دی چې ایران هم له ګاونډیانو سره د هراړخیزو اړیکو پراختیا او دګډو ګټو پرتامینولو مشتملو د رغنده مناسباتو لوړتیا دایران د اسلامی جمهوریت دبهرنی سیاست یو خورامهم لومړیتوب ګڼی .

په دې زمینې کې دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شیمخانی څه موده مخکې په تهران کې دعمان له خارجه وزیر یوسف بن علوی سره په کتنې کې ،عمان په سیمې کې دایران یو د اعتماد وړ شریک ،دوست او همکار بللی دی . په دې باب د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له عمان سره د ایران د اړیکو په باب د یو روښانه تعبیر خبره کړې او و یلی ئې دی ،عمان دیوه ښه ګاونډی په توګه،تل د ایران لپاره د احترام وړ دی او د ملګرتیاؤ د سوئې لوړتیا او د اړیکو پراختیا د دواړو ملتونو اوحکومتونو په ګټه ده چې مونږ به ورته دوام ورکړو . دعمان خارجه وزیر یوسف بن علوی هم په دغې کتنې کې د ایران اوعمان د مخ په پراختیا اړیکو باندې په راضی کیدو سره ویلی دی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دسیمه ایزو سلامشورو دوام ډیر مهم او د تاؤتریخوالو کمیدا ، او دملتونو په ګټه اقتصادی غوړیدا او امنیت ، دسیمې یو خورامهم لومړیتوب دی .

دایران اسلامی جمهوریت د عراق د سیاسی بدلونونو په وړاندې هم د دغه هیواد د ملی حاکمیّت ته د احترام او دغه راز په عراق او لبنان کې ټولو ډلو ته د احترام په سترګه په کتلو مشتمل کړچار تعقیب کړی دی .

د ایران سیاست، دسیمې د هیوادونو په تیره بیا دخپلو ګاونډیانو د وحدت او یووالی ملاتړ دی . د ایران او عراقی مسئولانو سلامشورې ، د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړ تیا د ملاتړ او د سیاسی شخړو دحل لپاره د عراقی ډلو د یووالی او وحدت په چوکاټ کې دی . داسلامی ایران دعراق په وړاندې همدغه چلند په مخکې لری . واحد اویوموټی عراق داسلامی ایران یوه غوښتنه ده . ایران دعراق امنیت خپل امنیت ګڼی او په دې هیواد کې دکلک ا منیت دیوموټی او متحد عراق تضمینونکی ګڼی . ایران تیر کال له عراق سره مناسبات هم په همدې اساس پراخ کړی دی . ایران او عراق د ډیرو مشترکاتو په تیره بیا د مذهبی ګډولو په سبب سره نزدې ارتباطات لری او هم دغه کړچار ، دایران اوعراق دوه اړخیزې اړیکې دوامدارې کړی دی .

دعراق په وړاندې د ایران سیاست ، له قومیّته ورآخوا سیاست دی او دغه کړچار په دغه هیواد کې د تل پآتې ا منیت تضمینونکی ګڼی . عراق له بیلابیلو قومیّتونو او ډلو جوړ دی او د ؛خپلواکه عراق: دښمنان دعراق ملی و اکمنۍ ته دګوزار لپاره په یوه فرصت پسې دی . ایران دعراق د دښمنانو په دسیسې په پوهیدا سره ، تل په دغه هیواد کې دملی انسجام او وحدت ملاتړ کړی ، او عراقی ډلې ئې تیر کال په ځلونو دیوو موټی سیاست خپلولو ته هڅولی دی .

په کلی توګه ، دایران اسلامی جمهوریت سیمې ته په کتنې کې ، هیڅ ډول جغرافیا او پولو ته تمه دارنظر نه لری ،خو د خپل تاریخی رسالت په اساس، په سیمې کې د امنیت او ثبات دټینګیدو لپاره د ناکراریو له عواملو سره چې د سورئې او عراق پشمول په هر ځای کې چې وی ، ورسره مقابله کوی او دغه اقدام باید دسیمې دهیوادونو په چارو کې لاسوهنه ونه ګڼل شی . په هرحال د ایران صادقانه او اصولی سیاستونه دعراق دبیلابیلو ډلو له قدرونې او هرکلی سره مخامخ شوی دی . د عراق لومړی وزیر تل ټینګار کړی چې د ایران د ملت او حکومت د انسان دوستۍ مرستې تل له ترهه ګرو ډلو په تیره بیا له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې د عراق ملاتړ او پشتیبان دی او د تل لپاره به ددغه هیواد قدردان ووسو .

په تیر کال کې له عربستان سره دایران دمناسباتو په باب باید وویل شی ،چې دغه مناسبات د عربستان په ناسنجول شویو ، غرضی او بلاغواړو اقداماتو په دلیل او دغه راز په سیمې کې له تکفیری اوترهه ګرو بهیرونو څخه پر ملاتړ د ریاض د چارواکو دټینګار په دلیل ترینګلی شوی او بلاخره دغه مناسبات غوڅ شوی دی .

په وروستیو میاشتو کې دسیمې دمسئلو په باب د عربستان د خارجه وزیر عادل الجبیر پشمول دعربستان دلو ړپوړو چارواکو څرګندونې او دریځونه ډیر زیات د توهمی سیاسیت او په عین حال کې دغرضی سیاست ښودنه کوی چې آل سعود پرې ککړ دی . دعربستان سیاستونه په سیمې کې دیوه ز یات غواړ ی سیاست څرګند مثال دی . سعودیان ددغه هیو اد د پاچائی سنتی تفکراتو سره ؛ په دې اند دی چې د تیلو په پیسو او د وسلو په اخستو سره دسیمې د بدلونونولاره ټاکلی شی. ددغه چلند یو مثال دلبنان په وړاندې دعربستان وروستۍ فیصله ده .

دغه څرګندونې په ډاګه ښئ چې سعودی عربستان له یوه غلط تصوّر سره لاس او ګریوان شو ی دی او دغه چټی تصوراتو او خیالاتو دوی له ډیرو مسئلو سره ښکیل کړی دی . کابو یو کال کیږی چې عربستان په یمن کې نیغ په نیغه په جنګ کې وارد شوی دی او دغه هیواد ئې له خپلو بې آمانه بمباریو او سختو حملو سره مخامخ کړی دی .عربستان په سورئې کې د داعش تکفیری صهونیسټی ډلې او دغه راز د نورو سرزورو اوفرقه پالو او ورانکارو ډلو څخه په مالی ملاتړونو سره دبشار اسد د نسکورولو خوبونه وینی . عربستان په سیمې کې دترهه ګرو او جنایتکارو ډلو یو اصلی ملاتړی هیواد دی او په سیمې کې دترهه ګرۍ په پراختیا کې ددغه هیواد ورانونکی رو ل نه انکاریدونکی دی .

دعربستان د هغو غرضی او لمسونکو سیاستونو په غبرګو ن کې چې په همداوروستیو میاشتو کې دایران اوعربستان داړیکو دترینګلتیاؤ لامل شوی ، دایران دخارجه وزارت ویندوی ویلی دی ،سعودی عربستان په سیمې کې دمحافظه کار بهرنی سیاست څخه په وتلو سره د مخامخیدا سیاست ته مخه کړې ده .

دایران دخارجه وزارت ویندوی صادق حسین جابر انصاری دتهران او ریاض په اړیکو کې د وروستیو بدلونونو په باب زیاته کړې ، سعودی عربستان دخپل محافظه کار بهرنی سیاست په نسبت لازیات ګستاخ او یرغلیز سیاست ته مخه کړې ده او د دغه کړچار اصل مخامخیدا ده .

د ایران په ضد دسیاسی صف بندیو په چوکاټ کې دعربستان خوځښتونه، په وروستیو میاشتو کې دسعودیانو د ډیپلوماسۍ یا دخارجه وزارت د فعالیتونو په سر کې دی .

دعربستان په غوښتنې په جده کې داسلامی ملګرتیا موسسې دخارجه وزیر انو د شورا غونډې ترسره کیدا او د دغې غونډې اعلامیه د دغو خوځښتونو یوه برخه ده .

ددغه ډول غونډو له ترسره کولو د عربستان موخه د ایران په ضد دسیاسی او ډیپلوماټیکو اقداماتو غوره کول دی او دا چې دسیمې هیوادونه د ایران په ضد د سیاسی دباؤنو لپاره ولمسوی . دعربستان د دغه چلند اصلی علت ، په حقیقت کې په یمن کې د ریاض د چارواکو دپوځی اقدام نتیجې ،دایران او لودیځ ترمینځ دایټمی موضوع کې دتاؤتریخوالی په باب دهغو دغلطو محاسباتو سره ګډوډیدل او دغه راز دتیلو په بازار کې خپلو غیر منطقی اقداماتو بندون ته په رسیدا اندیښمنیدا ده . سعودی عربستان البته توقع لری چې اسلامی نړۍ او دسیمې عربی هیوادونه له ریاضه په پیروۍ کولو سره د عربستان د غیر منطقی چلندونو اوناکامیو لګښت ورکړی .

په تیرو میاشتو کې دعربستان د زیاتیدونکو، ناسنجول شؤ او لمسونکو اقدماتو په چوکاټ کې ویل کیدلی شی ،چې دعربستان دیوه مبارز او تکړه دینی او روحانی شیخ نمر باقر النمر پانسی کیدا او له ایران سره ددغه هیواد د سیاسی اړیکو غوڅیدا هم دسعودی عربستان خورا بدې تیروتنې دی .

د ترهه ګرو ترڅنګ دعربستان دشیعه روحانی او دینی عالم شیخ نمر باقر ا لنمر د نامې راوستل او د هغه د پانسۍ دفیصلې اجرا او له ایران سره د ډیپلوماټیکو اړیکو دغوڅولو لپاره دسعودیانو بیړنی حرکت ، دایران په وړاندې د سعودی عربستان سټراټیژییکې تیروتنې دی .

دشیخ نمر باقر النمر له پانسی کولو د سعودیانو یوه موخه ، دایران په ضد د عمومی افکارو لمسول ؤؤ چې خپلو موخو ته په رسیدا کې ناکام شو ل . . دا په داسې حال کې دی چې دحج د چارو په اداره کولو کې د سعودیانو بې لیاقتی اونالایقتوب چې د منا پّه مناسکو کې پکې څه دپاسه پنځه زره حاجیان قربانی شول ، وې ښودله دسعودی حاکمان دځان اوسیمې لپاره د مشکل جوړولو په حال کې دی . دغه خوځښتونه په داخل کې هم د ولسی اعتراضونو په ځپلو او دعربستان دیوه نامتو دینی عالم شیخ نمر باقر النمر په پانسی کولو سره لازیات شول .

په همدې دلیل دایران اسلامی جمهوریت باوری دی ، په سیمې په تیره بیا په یمن کې دسعودی عربستان بلاغوښتنې په عربی اتحادئې کې د سعودی عرب له دریځونو او د دغه هیواد د مبارز روحانی له پانسی کولو د ملاتړ لپاره د دغه هیواد سیاسی کیمپونو جوړول ټول په سیمې کې د سعودی عربستان دفتنو جوړونې او تاؤتریخوالو دزیاتولو لپاره دی .

آل سعود رژیم د منا په پیښې کې په ناسم مدیریّت او په سیاسی نالایقتوب،او په عراق او سورئې کې له تکفیری صهونیسټی بهیرونو څخه په ملاتړونو سره په اسلامی نړۍ کې دخونړیو تفرقو او درزونو په رامینځةکولو پسې دی چې دغو خطرناکو سیاستونو دسیمې لپاره ډیرې منفی او ورانونکی پایلې درلودلی دی .

( سیماب)

****************************************************************

Add comment


Security code
Refresh