Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 06 آوریل 2016 11:20

افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې

افغانستان او پاکستان په تېره  اونۍ کښې
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو. په دې پروګرام کښې وړومبې د دغو دواړو هېوادونو د تېرې هفتې د مهمو خبرونو سرټکی وړاندې کوو او بیا به د افغانستان او پاکستان د ډېرو مهمو بدلونونو تحلیلی رپوټونه درته وړاندې کړوو.

نو له هر څه مخکې د ډېرو مهمو خبرونو سرلیکونه وړاندې کوو.

له سپینې ماڼۍ څخه د افغانستان د حزب اسلامی غوښتنه، له افغان حکومت څخه د افغانستان د سولې د عالی شورا د ویاند غوښتنه، د امریکې د ولسمشر او د پاکستان د وزیراعظم خبرې اترې،د ممتاز قادری د پلویانو د پرلت غزونې په اړه د پاکستان د حکومت غبرګون، له ترهه ګرۍ سره د ګډې مبارزې په لازموالی باندې د افغانستان د کابینې د اجرائی مشر تاکید،د پاکستان په لاهور ښار کښې د ترهه ګرۍ چاودنه، هندوستان ته د پاکستان د تحقیقاتی ټیم ورتګ او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن د مشر د استعفاء قبلول د افغانستان او پاکستان د تېرې هفتې بدلونونه وو.

په دوام کښې هم د دغو دواړو هېوادونو څو تحلیلی رپوټونو ته غوږ شئ.

د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د ترهه ګرۍ د چاودنې له امله تقریباً اویا تنه مړۀ او درې سوه نور ژوبل شول. دغه ترهه ګره چاودنه د لاهور ښار په ګلشن اقبال پارک کښې رامنځته شو. د ترهه ګرۍ له دغې بوږنوونکې چادونې چې د لارهو په ګلشن اقبال پارک کښې رامنځته شوه څو ساعته وروسته د پاکستان امنیتی سرچینود دغې حملې د عامل د هویت د پېژندنې خبر ورکړ.د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د پولیسو د مبارزې ادارې هم وویل چې په دې لړ کښې یې پینځلسم مشکوک کسان نیولی دی چې درې تنه پکې د چاودنې د عامل وروڼه دی. د ترهه ګرۍ له دغې پېښې وروسته د پاکستان د فوځ د زمکنیو ځواکونو قوماندان په دغه هېواد کښې د جنګی حالت په شتون تاکید وکړ. جنرل راحیل شریف د پاکستان د استخباراتی ادارې له مشر او د دغه هېواد د فوځ له عملیاتی قوماندان سره په غونډه کښې چې د لاهور د مرګونې چاودنې د څېړنې لپاره اوشه تاکید وکړ چې دغه هېواد په اوس حال کښې د جنګ په حال کښې دے او فوځ به هیڅکله اجازه ورنکړی چې ترهه ګر په ازادۍ سره د بې ګناه خلقو قتل عام ته دوام ورکړی.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د ترهه ګرۍ د چاودنو رامنځته کېدنه په دغه هېواد کښې تقریباً په یوه عامه واقعه بدله شوې ده، خو د پاکستان خلق په دې وجه چې د ګلشن اقبال پارک د ترهه ګرۍ په چاودنه کښې زیاتره قربانی شوی کسان ښځې او ماشومان دی زیات دردېدلی دی.

په پنجاب صوبه کښې د دریو ورځو او په سېند صوبه کښې د یوې ورځې لپاره د عمومی ویر اعلان د ماشومانو او ښځو په قتل عام کښې د ترهه ګرو له بې رحمۍ څخه د پاکستان د عامه خلقو د ژور خفګان او غمجنېدو ښودنه کوی.

د دوه زره څوارلسم کال په دسمبر کښې د خېبر پختونخوا صوبې په مرکز پېښور ښار کښې د پاکستان له فوځ سره په اړوند اسکول باندې د ترهه ګرۍ له حملې وروسته چې پکې تقریباً یو سل دېرش تنه ووژل شول د لاهور ښار په ګلشن اقبال پارک کښې د ترهه ګرۍ دغه چاودنه په دغه هېواد کښې د ترهه ګرۍ ترټولو لویه پېښته ده چې یو ځل یې بیا د د نواز څانګ

ې د مسلم لیګ واکمن ګوند امنیتی سیاستونه د مخالفانو او حتی د خلقو د مختلفو طبقو له سختو نیوکو سره مخامخ کړل.

د لاهور ښار د چاودنې ترټولو مهم پېغام له تندلارو ډلو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د واکمن ګوند د امنیتی پروګرامونو ناکامی ده. د پاکستان حکومت په قبائیلی سیمو کښې د ضرف عضب عملیاتو او په ټول هېواد کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د ملی اقدام د طرحې په اجرا سره کوشش کوۀ چې د تاوتریخوالی او ناامنۍ مخ په زیاتېدو چلند کنټرول کړی چې مختلف خصوصیات یې د دې ښودنه کوی چې واکمن ګوندد دغو دوو پروګرامونو په اجرا سره ونکړې شول د پاکستان د خلقو امنیتی غوښتنې پوره کړی. څو میاشتې مخکښې د پاکستان د امنیتی ادارو لخوا یو رپوټ خپور شو چې د هغو جاجونه په دغه هېواد کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د ملی اقدام د طرحې ناکامی وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د دغه هېواد د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن د مشر احمد یوسف نورستانی استعفاء قبوله کړه.د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن د مشر د استعفاء دلیل د دغه هېواد بحرانی حالت او د هغۀ د ښه کولو ضرورت اعلان شوے دے.

یوسف نورستانی درې کاله مخکې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن د مشر په توګه غوره کړې شو. نورستانی په داسې حالاتو کښې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن له مشرتوبه څنګته شو چې د دوه زره څوارلسم کال په انتخاباتو کښې د دغې ادارې په کردار باندې نیوکو او په ټګۍ ټورۍ باندې د دغه کمېشن د لوړ رتبه غړیو تورنېدو ته په پام سره د هغۀ څنګته کونه تقریباً یوه پرېکنده چاره وه.

د افغانستان د ولسمشرۍ د مخکېنیو انتخاباتو له جوړېدو سره او همدارنګ د هغو د نتائج له اعلانېدو سره له اړونده جنجاله وروسته د دغه هېواد د ملی وحدت د حکومت مشرانو ژمنه وکړه چې د افغانستان انتخاباتی نظام به د حکومت له تشکیلېدو وروسته اصلاح کړی.

د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د مشرانو د نظر وړ انتخاباتی نظام ځینې اصلاحات د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن او په انتخاباتی شکایتونو باندې د غور د کمېشن په شمول د انتخاباتی ادارو د غړیو د غوره کولو او ټاکلو د طریقې بدلون دے. که څه هم په وروستیو میاشتو کښې د افغانستان ولسی جرګې په ځلونو د انتخاباتی نظام د اصلاح لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ارجاعی لائحې ردې کړې خو څه موده مخکې د هغۀ او د افغانستان د کابینی د اجرائی مشر عبدا... عبدا... ګډې بیانیې وښودله چې په ظاهره د دغه هېواد د حکومت او د قانون جوړونې د ادارو ترمېنځ په انتخاباتی نظام کښې د اصلاح لپاره موافقه شوې ده. د انتخاباتی نظام د اصلاح د خاص کمېشن د وړاندیزونو له مخې د ولسی جرګې او مشرانو د جرګې له غړیو او همدارنګ له سیاسی شخصیتونو او مشرانو سره د سلا مشورو او د تفاهم په باره کښې د دغې بیانیې اشارې دا اټکل مضبوط کړ چې د دغه بدلون لپاره خنډونه لرې کړې شوی دی. دغه بیانیه له دې وروسته خپره شوه چې په وروستیو هفتو کښې د افغانستان د انتخاباتو د قانون د بدلولو په چلند کښې په ځنډ باندې نیوکې زیاتې شوې. کارپېژاندی و ائی چې دافغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن له مشرۍ څخه د نورستانی استعفاء د دې بیانوونکې ده چې د دغه هېواد په انتخاباتی نظام کښې د اصلاح قفل خلاص شوے دے او په راتلونکو ورځو او هفتو کښې به کېدې شی په دې اړه یو لړ بدلونونه رامنځته شی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان د دغه هېواد په پائېتخت اسلام آباد کښې د ممتاز قادری د پلویانو د پرلت غزونې او مظاهرو غېر قانونی بللو سره په اسلام آباد کښې دغېر قانونی غونډو د ختمولو غوښتنه وکړه. هغۀ خبردارے ورکړ چې پرلت غزوونکی دې په فوری توګه غونډه ختمه کړی او د دې په غېر صورت کښې به د پاکستان حکومت پائېتخت له مظاهرچیانو پاک کړی.

نثار علی خان زیاته کړه، د اسلام آباد حکومت کوشش کوی چې په خبرو اترو سره پرلت غزوونکی په سوله ایزه توګه د پرلت غزونې ختمېدو ته راضی کړی خو که هغوی غواړی هم هغه شان مقاومت وکړی نو بیا به د حکومت او امنیتی ځواکونو لخوا ورسره پرېکنده سلوک ضروری وی. دغه پرلت غزونه البته د مخالفانو او حکومت ترمېنځ له خبرو اترو وروسته ختمه شوه.

د پاکستان د خاص فورس یو پخوانے ځواک ممتاز قادری د پنجاب صوبې د ګورنر سلمان تاثیر د قتل په جرم په تېره فرورۍ میاشت کښې پانسی کړے شو. د پرلت غزوونکو چې د ممتاز قادری پلویان دی د استازیو خبرې اترې په داسې حالاتو کښې وشوې چې احتجاج کوونکو داسې غوښتنې مطرح کړې دی چې دا خبره لرې ښکاری چې د پاکستان حکومت به یې ومنی. پرلت غزوونکی غواړی چې آسیه بی بی نومې مسیحی مېرمن چې د پنجاب د هغه وخت ګورنر له هغې څخه د ملاتړ په دلیل د خپل تندلاری محافظ ممتاز قادری په لاس ووژل شو اعدام شی. هغوی همدارنګ د هغو کسانو لپاره چې د مقدساتو سپکاوے وکړی د سختو سزاګانو غوښتونکی دی او له حکومته غواړی چې بې له څه نرمۍ دې هغه کسان چې د دې عمل مرتکب شی اعدام کړی. هغوی همدارنګ له حکومته غواړی چې نیول شوی پرلت غزوونکی دې ازاد کړی.

د دوه زره دیارلسم کال د پاکستان په پارلېمانی انتخاباتو کښې د پراخې ټګۍ په بهانه په دوه زره څوارلسم کال کښې په اسلام آباد ښار کښې د تحریک انصاف د ګوند د پلویانو له څلور میاشتنۍ پرلت غزونې وروسته دا د وړومبی ځل لپاره وو چې د نواز واکمن مسلم لیګ ګوند د مخالفانو له یوې بلې احتجاجی غونډې او پرلت غزونې سره مخامخ شو. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د طرفدارو د تېرې پرلت غزونې نتیجه د ممتاز قادری د پلویانو د پرلت غزوونکو لپاره دومره د خوښې وړ نه ده. په هغه وخت کښې د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند د احتجاجونو او پرلت غزونو په ستومن والی باندې د تکیې په بنیاد د بحران په کنټرولولو سره دې ته تیار نه شو چې د احتجاج کوونکو غوښتنې ومنی. د حکومت مخالفان د وزیر اعظم نواز شریف د څنګته کېدو او د وارمخکې پارلېمانی انتخاباتو د کولو غوښتونکی وو. که څه هم د ممتاز قادری د پلویانو دغه احتجاجی اقدام د پاکستان د حکومت لپاره د سرخوږۍ سبب شو خو د احتجاج کوونکو لپاره به هم د پام وړ څه نتیجه ونۀ لری.

د افغانستان حزب اسلامی د دغه ګوند د غړیو په اړه د امریکې د بائیکاټونو د ختمېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سولې په عالی شورا کښې ځینو سرچینو وویل، د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی استازیو چې د سولې د عالی شورا له غړیو سره په خبرو اترو بوخت دی د امریکې او نورو هېوادونو لخوا د هغوبائیکاټونو په ختمولو تاکید وکړ چې د دغه ګوند د غړیو لپاره رامنځته شوی دی.

د افغانستان د سولې د عالی شورا او د حکمتیار د حزب اسلامی د استازیو د خبرو اترو دویم پړاو له دې مخکې په کابل کښې وشو. د سولې د عالی شورا سرچینو ویلی دی چې د حزب اسلامی او د سولې د عالی شورا ترمېنځ اختلافات ژور نۀ دی او کېدې شی د دغوخبرو اترو په راتلونکو غونډو کښې نتیجې ته ورسیږی.

د افغانستان حزب اسلامی د دغه هېواد د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو ترمېنځ یوازېنۍ ډله ده چې تر اوسه دې ته حاضره شوې ده چې د کابل له حکومت سره د سولې په خبرو اترو کښې ګډون وکړی.

د حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره د خبرو اترو لپاره په افغانستان کښې د کوششونو د تازه پړاو په شروع کېدو سره څه موده مخکې د افغانستان حزب اسلامی وویل د کابل د حکومت له مدیریت سره د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ کوی. د افغانستان د حزب اسلامی لوړ رتبه غړی رحمان سعید وویل چې د دغه ګوند غړی د افغان حکومت د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ کوی، په دې شرط سره چې د دغو خبرو اترو مشری د کابل د حکومت په غاړه وی.

هغۀ ادعا وکړه، د حمکتیار حزب اسلامی تل په افغانستان کښې د سولې او امنیت د ټینګولو په لټه کښې ؤ او دے. له دې مخکې هم د افغانستان د حزب اسلامی سیاسی برخې مسئول غېرت بهیر ویلی وو، دغه ګوند د بېن الافغانی خبرو اترو له لارې په دغه هېواد کښې د بحران د هواری غوښتونکے دے.

که څه هم له حزب اسلامی سره د سولې موافقې ته رسېدل د افغانستان د حکومت لپاره اهمیت لری خو د دغه هېواد اصلی هدف له طالب ډلې سره د سولې د خبرو اترو کول دی چې د کابل د حکومت ترټولو مهمه اصلی مخالفه ډله ده. په همدې لړ کښې د سولې په چارو کښې د افغان ولسمشر سلاکار قطب الدین هلال وویل چې د کابل حکومت د سولې په چلند کښې د شتون لپاره له یو شرط نه بغېر د طالب ډلې له ځینو غوښتنو سره څه مخالفت نه لری.

د هغۀ د وېنا له مخې د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اساسی قانون له اصلاح کېدو، د ملګرو ملتو د بائیکاټونو له لېسټه د طالب ډلې د مشرانو د نومونو وېستلو، په قطر کښې د دغې ډلې د سیاسی دفتر د پرانېستلو او د بندیانو له ازادولو سره موافق دے. د سولې په چارو کښې د افغان ولسمشر سلاکار وویل د دغه هېواد حکومت یوازې په دغه هېواد کښې د موقته حکومت د جوړولو په باره کښې د طالب ډلې له غوښتنې سره مخالفت کړے دے. د افغانستان د حزب اسلامی پخوانی مرستیال څرګنده کړه طالب ډله نور له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو باندې ټینګار نه کوی او په اوس حال کښې د مهال وېش مطابق د هغوی د وتلو غوښتونکی دی.

------------

Add comment


Security code
Refresh