Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 07 آوریل 2016 11:25

امریکه په تېره اونۍ کښې

امریکه په تېره اونۍ کښې
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره امریکه په تېره اونۍ کښې له یوبل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو. په دې پروګرام کښې به هم د تېرو پروګرامونو په شان په تېره هفته کښې د امریکې ډېرو مهمو سیاسی، اقتصادی، اجتماعی او فوځی بدلونونو ته یوه کتنه وکړو.

د جنېن د سقطولو په اړه د امریکې د ولسمشرۍ د روان کال په انتخاباتو کښې د ری پبلېکن ګوند د مخکښ نامزد ډونالډ ټرامپ څرګندونو جنجال رامنځته کړے دے. ټرامپ په یوې مرکه کښې څرګنده کړه چې هغه ښځې چې په غېر قانونی توګه حمل وغورزوی پکار دی سزا کړې شی. په امریکه کښې د حمل د غورزولو موضوع څلوېښت کاله مخکې د دغه هېواد د فیډرل سترې محکمې د تاریخی حکم له صادرېدو باوجود اوس هم سخت پلویان او مخالفان لری. یوه ډله چې ځان د ((ژوند د حق)) پلوی بولی د حمل په مرحله کښې د بچی د ژوند په حق باندې ټینګار کوی او د دې عمل د محدودېدو غوښتنه کوی. په داسې حال کښې چې د ((انتخاب د حق)) پلویان باوری دی چې مائندې د حمل په دوران کښې د هغۀ د ساتنې یا غورزونې د غوره کولو حق لری. البته دواړه ډلې ځېنې استثناګانې په نظر کښې لری. د ښځو د سزا کولو په اړه د امریکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ری پبلېکن ګوند د مخکښ نامزد څرګندونې د یو خبری بم په شان د دغه هېواد سیاسی فضاء په برکښې ونیوه. د داسې تګلارې غوره کونه نه یوازې د جنېن د سقطولو په بحث کښې کم مخینه لرونکے اقدام ګڼل کیږی، بلکه د ښځو د سزا کولو په اړه د ټرامپ د نظر بیانوونکے دے. په نورو الفاظو سره د ری پبلېکن ګوند مخکښ نامزد چې البته د دغه ګوند د مشرانو ملاتړ هم ورته نه دے حاصل په یو لړ اجتماعی مسائلو کښې د افرادو په سزا کولو او تنبیه کولو باور لری چې امریکې ته د ګڼ شمېر مسلمانانو ننوتل، د غېر قانونی کډوالو ډله ایزه وېستنه او د حمل د غورزولو په مسئله کښې د مرتکبو ښځو سزا کول پکې شاملیږی. البته په وروستۍ موضوع یعنې د ښځو په سزا کولو کښې ټرامپ د خپلې مخکېنۍ وېنا په اصلاح کولو مجبور شو خو په دغو څرګندونو سره داسې ښکاری چې ټرامپ له تېر وخته زیات په امریکه کښې د ښځو او لېبرلی ډلو له نیوکو سره مخامخیږی.

د امریکې ولسمشر باراک اوباما په دغه هېواد کښې د نشه ایزو موادو د استعمال د زیاتېدو د منفی اثراتو په باره کښې خبردارے ورکړ. اوباما په واشنګټن کښې د نشه ایزو موادو له استعمال سره د مقابلې په غونډه کښې وویل، هغه کسان چې په دغه هېواد کښې د نشه ایزو موادو د استعمال په وجه مری له هغو کسانو څخه چې د سړکونو په پېښو کښې وژل کیږی زیات دی. اوباما په دوام کښې وویل، د نشه ایزو موادو استعمال د سیاستوالو له کورنیو او فرزندانو واخلې تر عامه خلقو پورې د ټولنې ټولې طبقې ترتاثیر لاندې رواستې دی. د امریکې ولسمشر همدارنګ وویل، په واشنګټن کښې د نشه ایزو موادو له قاچاق سره د مقابلې لپاره سیاستونه لا تر اوسه موثره نۀ دی.

امریکه په نړۍ کښې د نشه ایزو موادو ترټولولویه استعمالوونکې ده. تحقیقات ښودنه کوی چې د امریکې له هرو زرو ښاریزو څخه یو شپېته تنه د افیمو او له هغو سره اړوندو موادو استعمال ته مخه کوی چې دغه هېواد د نړۍ په وړومبی مقام کښې راولی. په وروستۍ لسیزه کښې په امریکه کښې د هېروئنو په استعمالوونکو کښې درې لکه تنه نور زیات شوی دی.

له دې نه علاوه امریکې له اسپانیا سره د کوکائینو په استعمال کښې تر ټولو زیاته شمېرنه لرلې ده. ان تردې چې په امریکه کښې په کال کښې له هر یو میلین تنو څخه یو سل نهۀ دېرش تنه له حده د زیاتو نشه ایزو موادو د استعمال په نتیجه کښې مری چې دا خپله په نړۍ کښې یو ریکارډ ګڼل کیږی. دغه شمېرنې په داسې حال کښې مخ په زیاتېدو دی چې امریکه له نشه ایزو موادو سره د مبارزې یو ترټولو ستره اداره په اختیار کښې لری. په امریکه کښې ډېره مضبوطه مافیا نه یوازې په دغه هېواد کښې د نشه ایزو موادو تولید، تقسیم او خرڅولو کنټرول په لاس کښې لری بلکه د زیاتو رشوتونو یا رعب له لارې یې کړې شوی دی د امریکې په لوړو سیاسی، انتظامی او قضائی سطحو کښې نفوذ وکړی او حتی یولړ قوانین په خپله ګټه تصویب ته ورسوی.

د امریکې د ولسمشرۍ په مقدماتی انتخاباتو کښې د ډونالډ ټرامپ د کامیابۍ د احتمال په لا جدی کېدو سره د امریکې په بهرنی سیاست باندې د دغه جنجالی میارډر د رول له منفی اثراتو څخه اندېښنې زیاتې شوې دی.

په دې وروستیو ورځو کښې د بهرنی سیاست د موضوعاتو په باره کښې د ټرامپ په څرګندونو سره د امریکې د دوه زره شپاړسم کال د ولسمشرۍ انتخاباتو له بل هر وخت نه زیات بهرنے رنګ او بوی پېدا کړے دے.

ټرامپ په څو بیله بیلو نظر څرګندونو کښې ویلی دی چې سپینې ماڼۍ ته د لار موندنې په صورت کښې به له سعودی څخه د تېلو اخېستنه بنده کړی خو دا چې ریاض له داعش سره د مبارزې لپاره ځواک ولیږی. هغۀ همدارنګ ویلی دی چې د شمالی کوریا له اېټمی ګواښونو سره د مقابلې لپاره به اجازه ورکړی چې جاپان او جنوبی کوریا په اېټمی وسلو سنبال شی. له دې مخکې هم ټرامپ له مېکسیکو سره د دغه هېواد د حکومت په لګښت سره د یو امنیتی دېوال د جوړولو غوښتونکے شوے ؤ او امریکې ته د مسلمانانو د ننوتلو د طرحې خبره یې رامنځته کړې وه. د امریکې د بهرنی سیاست او امنیتی سیاست زیات شمېر ماهرانو حتی ری پبلېکنو سیاستوالانو د دغه افراطی نظر په اړه خبردارے ورکړے دے. په هر حال داسې ښکاری چې ټرامپ غواړی په هر قیمت او په هرې وعدې سره د ری پبلېکن ګوند په دننه انتخاباتو کښې کامیاب شی ان تردې چې سپینې ماڼۍ ته لاره پېدا کړی. خو که یوازې د هغه څه یوه برخه چې په دې ورځو کښې یې ټرامپ وائی، پوره شی نو نړۍ به د سولې او ارامښت مخ و نۀ وینی.

د بلجیم په بروکسل کښې د ترهه ګرۍ له وروستیو حملو نه پس په اروپائی او امریکه هېوادونو کښې د دا ډول حملو له تکرارېدو څخه اندېښنې او امنیتی تدابیر زیات شوی دی. د امریکې ولسمشر باراک اوباما په یوه وېنا کښې له ترهه ګرې ډلې سره د مقابلې لپاره د اطلاعاتی ملګرتیا د زیاتولو خبر ورکړ او وې ویل، د امریکې د فیډرل پولیسو اېف بی آئی د مامورانو یو ټیم په بلجیم کښې د وروستیو حملو د څېړنې له چلند سره د مرستې لپاره ځاے پرځاے شوے دے. اوباما ادعا وکړه چې سپینې ماڼۍ له اروپا سره اطلاعاتی ملګرتیاوې زیاتې کړې دی او د ترهه ګرۍ له حملو سره د مقابلې په خاطر د پوره تیارۍ لپاره د امریکې د کورنی امنیت د حالت د څېړلو په حال کښې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیری هم له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په دوام باندې په تاکید سره وویل، واشنګټن وړاندیز کړے دے چې اروپا دې د ترهه ګرۍ له حملو سره د مقابلې لپاره د ګډو اطلاعاتو یو سېسټم اجراء کړی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګ هیله څرګنده کړه چې له امریکې سره د اروپائی هېوادونو په امنیتی او اطلاعاتی ملګرتیاؤ سره به دغه حملې نورې رامنځته نۀ شی. د بلجیم په پائېتخت بروکسل ښار کښې د داعش د ترهه ګرې ډلې د دریو غړیو د ترهه ګرو حملو له کبله لږ تر لږه څلور دېرش تنه مړۀ او له دوو سوو نه زیات زخمیان شول.

د امریکې د ډېموکرېټو کیڼ لاسو نامزد برنی سېنډرز په یوه ورځ کښې د ګوند په دننه انتخاباتو کښې په دریو ایالتونو کښې کامیاب شو. په دغو انتخاباتو کښې چې د مارچ په شپږویشتمه نېټه په آلاسکا، واشنګټن او هاوائی دریو ایالتونو کښې وشول سېنډرز په دغو درې واړو ایالتونو کښې کامیابۍ ته ورسېد خو د خالی ورځې په انتخاباتو کښې د برنی سېنډرز د کامیابۍ باوجود اوس هم د هغۀ او د ډېموکرېټو د مخکښې نامزدې مېرمن هېلری کلنټون ترمېنځ زیاته فاصله موجوده ده. په دا ډول سېنډرز په پینځلس ایالتونو او د امریکې په قلمرو کښې په مجموعی توګه په پینځۀ دېرشو ایالتونواو هغه قلمرو کښې چې تر اوسه پکې د ډېموکرېټو د ګوند دننه انتخابات شوی دی کامیاب شوے دے. د ډېموکرېتو بله نامزده مېرمن هېلری کلېنټون هم تر اوسه د امریکې په شلو ایالتونو او قلمرو کښې کامیابی ترلاسه کړې ده.

مېرمن کلېنټون د ګوند په دننه انتخاباتو کښې تر اوسه یو زر اوۀ سوه دولس رائې ترلاسه کړې دی. سېنډرز هم تر اوسه د ګوند په دننه انتخاباتو کښې یو زر یولس رائې ګټلی دی. د ډېموکرېټو د ملی کنوېنشن ټولې رائې څلور زره اوۀ سوه پینځه شپېتۀ دی.

د ډېموکرېټو د ګوندی قوانینو له مخې هر نامزد چې په ملی کنونشن کښې دوه زره درې سوه درې اتیا رائې ترلاسه کړی نو د وروستی نامزد په توګه به معرفی کیږی. مېرمن کلېنټون دغه مقام ته د رسېدو لپاره یوازې شپږ سوه یو اویا نورو رایو ته ضرورت لری، خو سېنډرز پکار دی یو زر درې سوه دوه اویا نورې رائې ترلاسه کړی. له دې په تېرېدو چې په آخر کښې سېنډرز د ډېموکرېټو د ګوند په دننه سیالیو کښې کامیاب شی یا نه خو تر دې مرحلې پورې د اجتماعی انصاف، له علم پالنې سره د مخالفت او د وال سټریټ د سرمایه ګرۍ د نفی په اړه د هغۀ آئیډیاګانو د امریکې په سیاسی فضاء په تېره بیا د ډېموکرېټو په ګوند باندې اثر کړے دے.

د امریکې د فوځ د ګډې درستیزوالۍ مشر جنرل جوزف ډانفورډ د تېرې جمعې په ورځ په عراق کښې د فوځی شتون د زیاتولو لپاره د دغه هېواد د پلانونې خبر ورکړ. داسې ښکاری چې امریکه له داعش سره د مبارزې په بهانه په عراق کښې د پراخه فوځی شتون په لټه کښې ده. په اوس حال کښې په عراق کښې په رسمی توګه د امریکائی ځواکونو شمېر درې زره اتۀ سوه اویا تنه دے خو د امریکې فوځی چارواکی وائی چې صحیح شمېر پینځۀ زره تنه دے چې البته جنرل ډانفورډ دغه شمېر نۀ دے رد کړے. شواهد د دې بیانوونکی دی چې د دې باوجود چې امریکایان ادعا کوی چې د داعش په خلاف یې زیاتې هوائی حملې ترسره کړې دی د دغې ډلې فوځی او اقتصادی توانمنی په تېره بیا د دغې ډلې د ځینو مشرانو په وژلو سره د داعش د تېلود صادرولو توانمنی هم کمه کړې ده خو دغو اقداماتو پرېکنده تاثیر نه دے لرلے. امریکه اوس عراق ته د لا زیاتو ځواکونو په لېږلو سره په دغه هېواد کښې د رسمی فوځی شتون لپاره په عملی توګه پلانونه کوی. امریکایان د عراق د پخوانی وزیراعظم نوری المالکی په مخالفت سره مجبور شول چې د دوه زره یولسم کال تر آخره پورې له دغه هېواده اوځی، خو تر اوسه په بله بهانه په عراق کښې د امریکائی فوځیانو د تدریجی او زیاتېدونکی شتون کتونکی یوو او باید د عراق په څو سیمو کښې د امریکې د اډو د جوړېدو او زیات شتون منتظر اوسو.

د عراق د شیعه مشرانو او ګوندونو په شمول د دغه هېواد زیاترو سیاسی شخصیتونو او ډلو د دغه هېواد په خاوره کښې د امریکایانو په شمول د بهرنیو ځواکونو له شتون سره خپل مخالفت اعلان کړے دے. عراقیان له داعش سره په مقابله د امریکې په صداقت کښې شک لری، د داعش په شان د تکفیری ډلو رامنځته کېدل او پراخېدل د سوریې له قانونی حکومت سره دمقابلې لپاره د امریکې او د سعودی او ترکیې په شان د هغې د انډیوالانو د کوششونو پېداروار دے. ځکه چې امریکایانو اوس له داعش سره د مبارزې ادعا کړې ده او حتی په داسې صورت کښې چې په داسې اقدام لاس پورې کړی نو آیا د داعش د ختمولو اراده لری یا دا چې د داعش د قوت د محدودولو او د خپلو سیمه ایزو مقاصدو په خاطر له هغې د استفادې لپاره د داعش د ساتلو په لټه کښې دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د روسیې په خلاف د بائیکاټونو د لغو کولو لپاره د واشنګټن د خوښې وړ شرطونه اعلان کړل. جان کیری د تېرې پنجشنبې په ورځ په کرېملېن ماڼۍ کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره له کتنې وروسته د امریکې د نظر وړ شرطونه بیان کړل چې که د یوکرائن د بحران د هواری لپاره د مېنسک دوه موافقه لیک ټول مفاد اجراء شی، د یوکرائن له ختیځه د روسیې وسلې او ځواکونه اوځی او په خپلو پولو باندې د یوکرائن د واکمنۍ حق احیاء شی نو د روسیې بائیکاټونه به ختم کړې شی. البته امریکائی چارواکو په هر وخت کښې د روسیې په خلاف د بائیکاټونو د ختمولو لپاره مختلف شرطونه مطرح کړی دی. په دې زمینه کښې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربی د مارچ په شپاړسمه نېټه تاکید وکړ چې د روسیې په خلاف بائیکاټونه به هغه وخت لغو شی چې د کرېمیا ټاپو وزمه یوکرائن ته ستنه کړې شی. د امریکې ولسمشر باراک اوباما د دوه زره شپاړسم کال د مارچ په وړومبیو وختونو کښې په یوکرائن کښې د روسیې له مداخلت سره اړوند بائیکاټونه د یو بل کال لپاره تمدید کړل. د امریکې له بائیکاټونو نه علاوه اروپا اتحادیې هم د روسیې په خلاف په بیله توګه بائیکاټونه تصویب کړی دی چې د دوه زره شپاړسم روان میلادی کال د جون ترمیاشتې یې تمدید کړی دی.

د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې فیډریکار موګرینی د مارچ په اتلسمه نېټه له روسیې سره د کرېمیا د الحاق د دویمې کلیزې په موقع د دغې اتحادیې د اتویشتو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په استازیتوب د یوې بیانیې په خپرولو سره د نړیوالې ټولنې لخوا د ماسکو د بائیکاټ غوښتنه وکړه.

----------

Add comment


Security code
Refresh