Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 11 آوریل 2016 14:15

ایران په تېره هفته کښې ۱۳۹۵-۰۱-۲۱

ایران په تېره هفته کښې ۱۳۹۵-۰۱-۲۱
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو عزیزانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره ایران په تېره اونۍ کښې له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو. په دې پروګرام کښې په تېره هفته کښې د ایران ډېرو مهمو پېښو ته یوه کتنه کوو.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د دریو واړو قواو او ځینو ادارو د مسئولانو په کتنه کښې تاکید وکړ چې د ملی ګټو او د خلقو د چارو د غوټو د پرانېستو او د هغوی د مشکلاتو د هواری لپاره له هر ګټور او ضروری اقدام څخه به ملاتړ وکړی.

د ایران د خبری واقعاتو رپوټونه دغه ملاقات ته په یوې کتنې سره شروع کوو.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د تېرې شروع په ورځ د کابینې او د اسلامی شورا د جرګې د ځینو چارواکو، د قضائی ادارې د مسئولانو او د ځینو ادارو د مسئولانو په کتنه کښې چې د نوی کال د شروع کېدو په مناسبت ترسره شوه په دقیقه توګه د مقاومتی اقتصادو د سیاستونو په اجراء باندې تاکید وکړ. د اسلامی انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه، پکار دی د مقاومتی اقتصادو د سیاستونو په اجراء کښې په کورنۍ توانمنیو او زیاتو ظرفیتونو باندې ملا وتړلې شی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د خپلو بیاناتو په دوام کښې امریکه د بد اخلاقۍ او بد قولۍ سېمبول وبلۀ او څرګنده یې کړه، په امریکایانو باندې اعتماد نه شی کېدې او له امریکې نه بغېر ځینې لویدیځ هېوادونه هم داسې دی، نو ځکه پکار دی په خپلو توامنیو باندې اعتماد وکړوو.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د نوی کال د شروع کېدو د پېغام په یوه برخه کښې ((کورنے تولید))، ((د روزګار پېدا کول او د بې روزګارۍ خاتمه)) او ((اقتصادی تحرک او وده)) د هېواد په اقتصادو کښې یو لړ اصلی مسائل بیان کړل او تاکید یې وکړ چې په مقاومتی اقتصادو سره له بې روزګارۍ او انجماد سره جنګ کېدې او ګرانی کنټرولېدې شی او د دښمنانو په وړاندې ټینګ اودرېدې او د هېواد لپاره لا زیات فرصتونه رامنځته کېدې او ترې استفاده کېدې شی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د دغو کامیابیو د ترلاسه کولو شرط د مقاومتی اقتصادو په بنیاد کار او کوشش وبلۀ او د مسئولانو دنده یې د مقاومتی اقتصادو په زمینه کښې عملی اقدام بیان کړ او زیاته یې کړه، ضروری ده چې د مقاومتی اقتصادو د پروګرامونو اقدام او ورباندې عمل دوام ومومی او د زمکې په سر د کار لاسته راوړنه خلقو ته وښودلې شی.

تېره هفته په قره باغ کښې له خونړیو نښتو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسشمر ډاکټر حسن روحانی د آذربائیجان او آرمېنیا له ولسمشرانو سره په ټیلفونی خبرو اترو کښې زغم او صبر ته د دواړو خواو د رابللو ترڅنګه تاکید وکړ چې تهران سیمې ته د ارامښت او قرارۍ د راستنولو غوښتونکے دے.

ډاکټر روحانی د آذربائیجان جمهوریت او ارمېنیا له ولسمشرانو الهام علی اف او سرژ سرکیسیان سره په بیله بیلو ټیلفونی تماسونو کښې په قره باغ سیمه کښې د موجودې ډزبندۍ د احترام او په دقیقه توګه د هغې د اجرا غوښتنه وکړه او تاکید یې وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت په دغو جګړو کښې د دواړو ګاونډی او دوستو هېوادونو د فوځیانو او عامه خلقو په وژله ډېر خواښینے شوے او دې ته چمتو دے چې د سیاسی خبرو اترو له لارې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو د سوله ایز هواری لپاره خپل ټول وسائل استعمال کړی.

روحانی له خپلو اذربائیجانی او ارمینیائی هم سنګو وغوښتل چې د ډز بندۍ له اجرا څخه د پوره اطمینان، په هغې باندې د دقیقې څارنې او دواړو هېوادونو ته د ارامښت د ستنېدو لپاره دې تر زیات حده پورې کوششونه وکړی.

د ا‌‌ذربائیجان او آرمېنیا ولسمشرانو په دغوخبرو اترو کښې د ښکېلو سیمو د وروستی حالت او د ډزبندۍ او د هغې د ساتلو لپاره د ترسره شویو اقداماتو په بیانولو سره د دغه بحران د هواری لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت له اصولی دریځونو او کوششونو څخه مننه او قدرونه وکړه.

د ایران، روسیې او آذربائیجان جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیرانو وړمبنۍ ګډه غونډه تېره هفته په باکو کښې وشوه.

د ایران، روسیې او آذربائیجان د بهرنیو چارو وزیرانو ظریف، سرګئ لاوروف او المار محمدیاروف په دغه یوه ورځنۍ غونډه کښې د درې اړخیزو ملګرتیاو د مضبوطیه لارې چارې وڅېړلې.

په دغه غونډه کښې د سیمې د بدلونونو، د اقتصادی ملګرتیاو او د سامانونود ټرانزېټ په شمول په مختلفو زمینو کښې د درې واړو هېوادونو د ګډو ملګرتیاو په اړه خبرې اترې وشوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه غونډه کښې د آذربائیجان او آرمېنیا ترمېنځ د ډزبندۍ په اعلانېدو باندې د خوښۍ په ښودلو سره هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو لانجه دې له سوله ایزې لارې حل شی. ظریف د ریلوئۍ، ټرانسپورټ او ارتباطاتو په زمینه کښې د درې واړو هېواونو د ملګرتیاو، د پوله ایزو ملګرتیاؤ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او په کلتوری زمینو کښې د ملګرتیاو او د بېنکی ملګرتیاو د پراختیا او د دینونو د خبرو اترو په اهمیت باندې تاکید وکړ.

هغۀ همدارنګ د درې واړو هېوادونو د لارو د وزیرانو د راتلونکې درې اړخیزې غونډې جوړېدو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې په ټولو زمینو کښې به درې اړخیزې ملګرتیاوې زیاتې شی.

د آذربائیجان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو المار محمدیاروف او سرګئ لاوروف هم د آذربائیجان او آرمېنیا د لانجې او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اعلان شوې ډزبندۍ په اړه د خپلو دریځونو په اعلانولو سره له ترهه ګرۍ سره مقابله، د شمال او جنوب ارتباطی کرېډور، سیاحت او ټرانسپورټ د درې واړو هېوادونو د ملګرتیاو له مهمو زمینو څخه وبلل او په مختلفو ‌ډګرونو کښې د درې واړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختیا لپاره یې چمتوالے اعلان کړ. د دغې غونډې په آخر کښې د غونډې په بیانیې اتفاق وشو او حتمی شکل ورته ورکړې شو.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر باکو ته په سفر کښې په آذربائیجان جمهوریت کښې د مېشته یو شمېر ایرانیانو په غونډه کښې هم وېنا وکړه. ظریف وویل، نوے کال، له ګاونډیانو او چارچاپېره هېوادونو سره د ایران د ملګرتیا کال دے او د دغو هېوادونو ترمېنځ د مرکزی اېشیا او قفقاز له هېوادونو سره ملګرتیا د ایران په اېجنډا کښې شامله ده.

په دې لړ کښې تېره هفته د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیرانو محمد جواد ظریف، المار محمد یاروف او مولود چاوش اوغلو څلورمه درې اړخیزه غونډه په رامسر ساحلی ښار کښې جوړه شوه.

د رامسر د غونډې په وروستۍ بیانیه کښې له ترهه ګرۍ، تندلاریتوب او تجزیه غوښتنې سره د مبارزې، په سوله، ثبات، امنیت، ترقۍ او په ټولو زمینو کښې په سیمه ایزه ملګرتیا باندې په پابندۍ تاکید وشو.

ظریف په رامسر ښار کښې د ایران، آذربائیجان جمهوریت او ترکیې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې سره څرګنده کړه، په راتلونکې کښې به هم د سیمې د هېوادونو ترمېنځ درې اړخیزې او څو اړخیزې ملګرتیاوې ولروو.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او د دائمی استازی مرستیال وویل، امریکا او برطانیه د پوره اېټمی بې وسلې کولو لپاره د حرکت په ځاے درنې بودجې د خپلو زراد خانو بیارغونې ته مختص کړی دی او د اېټمی هېوادونو د سیاسی ارادې نیشتوالی نړۍ د اېټمی سیالیو له بحران سره مخامخ کړې ده.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او د دائمی استازی مرستیال غلام حسېن دهقانی د تېرې هفتې د نهې په ورځ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د بې وسلې کولو د کمېشن په غونډه کښې په دې باندې په تاکید سره زیاته کړه، د ایران اسلامی جمهوریت د اېټمی بې وسلې کولو په زمینه کښې د روانو بدلونونو او چلندونو په اړه ډېر اندېښمن دے او د اېن پی ټی د معاهدې د شپږمې مادې له مخې د اېټمی بې وسلې کولو د ژمنو په اجرا کښې څه محسوسېدونکے پرمختګ نۀ دے شوے.

دهقانی وویل، تېر کال د امریکې او برطانیې د مخالفت په نتیجه کښې د اېن پی ټی د بیا کتنې کانفرنس له ماتې سره مخامخ شو او وې نکړې شول د اېټمی بې وسلې کولو د پرمختګ په زمینه کښې څه محتوای موافقې ته ورسی. هغۀ تاکید وکړه چې دغه دواړو هېوادونو تېر کال د خپلو ملی امنیت د مسائلو په دلیل نه، بلکه یوازې د صهیونېسټ رژیم له اېټمی پروګرام څخه د دفاع په خاطر د کانفرنس له وروستی سند سره مخالفت وکړ.

هغۀ د اېټمی بې وسلې کولو په خلاف د چلندونو په تشریح کولو کښې د دې په بیانولو سره چې اوس په امریکه او برطانیه کښې د اېټمی زرادخانو بیا رغونې ته ډېرې سترې بودجې مختص کړې شوی دی وویل، امریکې د اېټمی وسلو د بیا رغولو او بدلولو لپاره زرمیلیارډ ډالری پروګرام شروع کړے دے او ماډرنو اېټمی وسلو ته د خپلو اوسنیو ټولو اېټمی وسلو د ځاے ورکولو په حال کښې ده چې نوی عملیاتی ماموریتونه او قابلیتونه لری. دهقانی دغه سیاست د اېټمی بې وسلې کولو په وړاندې په خپلو ژمنو باندې د امریکې د نۀ پابندۍ یوه څرګنده نمونه وبلله او وې ویل چې د داسې تګلارو په وجه دنیا د نویو اېټمی وسلو له سیالۍ سره مخامخه شوې ده.

هغۀ د اېټمی وسلو د نۀ خپرولو د قوانینو په عملی کولو کښې د ځینو اېټمی هېوادونو دوه رنګه سیاستونه د صهیونېسټ رژیم په لاسو کښې د اېټمی وسلو د راتلو یو اصلی دلیل بیان کړ او زیاته یې کړه، یو ډېر لوے تاریخی طنز دا دے چې صهیونېسټ رژیم چې د ډله ایزې وژلې د وسلو د منعې په اړه ټول نړیوال قوانین او اصول تر پښو لاندې کړی دی د دغو وسلو د جوړولو لپاره له ځینو اېټمی هېوادونو څخه ډېرې زیاتې فنی او مادی مرستې حاصلوی.

تېرې جمعې په ایران کښې د اېټمی ټېکنالوجۍ د ملی ورځې له لسمې کلیزې سره سمون خوړۀ. په دې مناسبت د دغې ورځې په درشل کښې د ایران د ولسمشر په شتون سره په یو لړ خصوصی مراسمو کښې د نویو اېټمی لاسته راوړنو مخ کتنه وشوه.

د اوری د میاشتې شلمه یا د اپرېل اتمه نېټه د ایران په رسمی جنترۍ کښې د اېټمی ټېکنالوجۍ ملی ورځ نومولې شوې ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په دغومراسمو کښې د ایران د اېټمی پروګرام په سوله ایزوالی باندې د نړیوالې ټولنې اعتراف ته په اشارې سره له نړۍ سره د تعلقاتو او په عېن حال کښې د خودکفائۍ او ځان باورۍ لپاره د کوششونو په ضرورت تاکید وکړ.

د ایران د ولسمشر مرستیال او د اېټمی انرجۍ د ادارې مشر ډاکټر علی اکبر صالحی هم د اېټمی ټېکنالوجۍ د ملی ورځې د کلیزې د نمانځنې په مراسمو کښې وویل، د خوشحالۍ خبره ده چې د مېنځنی ختیځ په شمول په نړیواله سطح د ژوند د چاپېریال مشکلاتو ته د عامه افکارو له خاصې پاملرنې سره په یووخت ایران د خپلو اېټمی برېښنا کوټونو په زمینه کښې فعالیتونه زیات کړی دی.

د اېټمی طب پراختیا، د نویو اېټمی برېښنا کوټونو جوړول او د هوائی او زمکنیو اکتشافاتو په شمول د اکتشاف د بشپړه طرحې تعقیب او د یورانیمو د پوره کولو د نویو سرچینو پېژندګلی د اېټمی پوهې د سائېنسی او صنتعی استفادې په زمینه کښې د ایران د اېټمی انرجۍ د ادارې ځینې اقدامات او پروګرامونه دی.

-------------

Add comment


Security code
Refresh