Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 24 آوریل 2016 16:48

مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې

مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې له یو بل پروګرم سره ستاسو په خدمت کښې یوو

په دې پروګرام کښې به هم په تېره هفته کښې د مېنځنی ختیځ ډېرو مهمو بدلونونو ته یوه کتنه وکړو.

په تېره اونۍ کښې د جولان د نیواکی لوړو په باره کښې د صهیونېسټ رژیم د وزیراعظم ادعا جنجال رامنځته کړ.

د صهیونېسټ رژیم د پراختیا غوښتنې او جنایتو په اړه د ملګرو ملتو د مشر رپوټ، روسیې ته د نتانیا هو سفر، په استنبول کښې د اسلامی تعاون د تنظیم د بیانیې په حقله د لبنان د حزب ا... عکس العمل او د کویت د تېلو د شرکت د کارکوونکو اعتصاب د سیمې یو لړ نور خبرونه وو.نو ښه د دغه خبرونو په اړه تحلیلی رپوټونو ته پام وکړئ.

د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیا هو د تېرې هفتې د زیارت په ورځ یعنې د اپرېل په یویشتمه له روسیې څخه د رسمی کتنې لپاره د دغه هېواد پائېتخت ماسکو ته لاړ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین او د دغه هېواد له نورو لوړ رتبه چارواکو سره یې کتنه وکړه.

دا روسیې ته د صهیونېسټ رژیم د وزیراعظم نتانیا هو شپږم سفر دے. هغه وروستی ځل د تېر دوه زره پینځلسم میلادی کال د ستمبر په میاشت کښې ماسکو ته لاړ ؤ. له دې نه علاوه پوټین او نتانیا هو د تېر کال د نومبر په آخر کښې هم په پېرس کښې د ملګرو ملتو د اوبو او هوا د بدلون د غونډې ترڅنګه کتنه کړې وه.

د اسرائیلو او فلسطین د لانجې او د دغې لانجې د هواری د پس منظر او هم د سوریې د بحران په شان سیمه ایز او نړیوال مسائل د نتانیا هو او پوټین د خبرو اترو محور دے. د اسرائیلو او روسیې د امنیتی ملګرتیا دوام د دغه سفر یو مقصد بیان شو، خو نتانیا هو په دغه سفر کښې کوشش وکړ چې پوټین د لبنان په حزب ا... غورځنګ د پرمختللیو وسلو نه خرڅولو او له ایران سره د وسلو له معاملاتو څخه ډډه کولوته راضی کړی. د سوریې بحران هم له هغو موضوعاتو څخه ؤ چې دواړو خواو پرې بحث وکړ.

د تل ابیب او ماسکو تعلقات په نولس سوه نوی یمه لسیزه کښې په اسرائیلو کښې د روسیې د وړومبنی سفیر په مقررولو او په نولس سوه یو نوی یم کال کښې د پخوانی شوروی اتحاد د عمر په وروستیو ورځو کښې د دواړو خواو د تعلقاتو له عادی کېدو وروسته بڼه ونیوه. روسیې او له دې مخکې شوروی اتحاد ته د اسرائیلو نظر له څو لحاظه د پام وړ ؤ او دے. وړومبې دا چې له عربو هېوادونو په تېره بیا له سوریې، عراق او فلسطین سره د ماسکو تعلقات له نولس سوه شپېتمې او اویایمې میلادی لسیزې څځه ډېر خاص دی او اسرائیل هم تل د دغو تعلقاتو د خرابولو په لټه کښې ؤ او دے.

دمشق د شوروی د دړې وړې کېدو تر وخته پورې د ماسکو انډیوال ګڼل کېدۀ او په عېن حال کښې له فلسطینیانو او د هغوی له حقوقو څخه د ماسکو ملاتړ هم په نړیوالو ادارو کښې د پام وړ ؤ او دے. له بلې خوا صهیونېسټ رژیم له ماسکو سره تعلقاتو ته نیواکی فلسطین ته د یهود تباره روسی مهاجرینو د لېږلو په سترګه کتلی دی. په تېره بیا دا چې د اسرائیلو عاریتی نفوس د پخوانی شوروی له زمانې راهسې یواکرئنی، مولداویائی او روسی مهاجرین تشکیلوی.

نتانیاهو له روسیې سره تعلقاتو ته د اسرائیلو مهمې کتنې ته په پام سره اوس له ماسکو سره د تعلقاتوپه مضبوطولو سره کوشش کوی چې د سیمې له هېوادونو سره د روسیې د فوځی تړونونو د اجرا کېدو خنډ شی. هغه سیاست چې روسیه یې په مینځنی ختیځ کښې تعقیبوی د دې بیانوونکے دے چې ماسکو په سیمه کښې له عراق، سوریې او فلسطین سره د خپلو دودیزو تعلقاتو ساتنې او ترې ملاتړ ته ګروهنه لری.

د جولان په لوړو باندې د اسرائیلو د همېشنۍ واکمنۍ په اړه د اسرائیلو د وزیراعظم له ادعا وروسته نړۍ په سختو غبرګونونو سره د نیواکی جولان په حقله د اسرائیلو د وزیراعظم ادعا وغندله.

ملګرو ملتو، امریکې، جرمنی، عربو اتحادیې، د اسلامی تعاون تنظیم او د نړۍ ځینوهېوادونو دغه ادعا غېر قانونی وبلله او وې ویل چې په جولان باندې د اسرائیلو واکمنی به هیڅکله په رسمیت ونۀ پېژنی.

د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم نتانیا هو د کابینې په جنجالی غونډه کښې چې د جولان په نیواکی لوړو کښې جوړه شوه ادعا وکړه چې جولان به تل د اسرائیلوتر واکمنۍ لاندې وی. د سوریې د خاورې د یوې برخې په توګه د جولان لوړې د نولس سوه اوۀ شپېتم کال د جون په شپږ ورځنی جنګ کښې اسرائیلی فوځ ونیوې.

جولان دلبنان، اردن، سوریې او فلسطین هېوادونو ترمېنځ شتون لری او رقبه یې یو زر اته سوه شپېتۀ مربع کېلومیټره ده. د دمشق، بېروت ، تل ابیب او امان د پاسه د جولان شتون هم له هغودلائلو څخه دے چې اسرائیل یې د جولان د ساتنې کلکه اراده کړې ده.

له دې نه علاوه جولان د خوږو اوبو د لرلو په دلیل هم چې د جبل الشېخ په غریزه سلسله کښې د روانو اوبو په وجه جاری دی د اسرائیلو لپاره مهم دے او په تېرو پنځوسوکلونو کښې چې جولان یې په قبضه کښې دے د اسرائیلو د څښلو د اوبو یوه برخه پوره کوی. صهیونېسټ رژیم همدارنګ د اېټمی او فوځی زراد خانې یوه برخه په جولان کښې جوړه کړې ده او په جولان کښې یې د دېرشوصهیونېسټ مېشته ښارګیو په جوړولو سره دغه سیمه تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستې ده.

د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د دوه پرېکړ لیکونو یعنې د دوه سوه دوه څلوېښتم او درې سوه اته دېرشم پرېکړلیکونو له مخې دجولان لوړې د سوریې یوه برخه او نیواکی سیمه ده. همدارنګ د ملګرو ملتو د دغو دوو مصوبو مطابق اسرائیلی فوځ ته پکار دی چې بې له څه قېدو شرطه له نیواکی جولانه اوځی.

د ملګرو ملتو مشر بان کی مون تېره هفته خبردارے ورکړ چې د فلسطین په نیواکی زمکو کښې د اسرائیلو د صهیونېسټ مېشته ښارګیو د جوړولو پراختیا او په لویدیځه غاړه او بېت المقدس کښې د کورونو ویجاړونې یوې پائېدارې سولې ته لاس رسائی له بل هر وخت نه زیاته ناممکنه کړې ده.

بان کی مون د ملګرو ملتو د امنیت د شورا په خاصه غونډه کښې چې د فلسطین د حالاتو د څېړنې لپاره جوړه شوه د یو رپوټ په وړاندې کولو سره وویل،په نیواکی زمکو کښې د تېرو شپږو میاشتو په نښتو او تاوتریخوالو کښې له دوو سوو نه زیات فلسطینیان وژل شوی دی.

د ملګرو ملتو د مشر په دغه رپوټ کښې همدارنګ وویل شول، اسرائیل په ډېرې اندېښمنوونکې چټکتیا سره په لویدیځه غاړه کښې د فلسطینیانو کورونو ړنګولو ته دوام ورکوی او دغه اقدامات به د تېردوه زره پینځلسم کال په نسبت په روان سږ کال کښې لازیات شی.

بان کی موند تاکید وکړچې دا ډول ویجاړونې ډله ایزې سزاګانې ګڼلې شوې او د نړیوالو قوانینو په خلاف بلل کیږی.

له دې سره په یووخت د فلسطین د ازادی بخښونکی تنظیم د اجرائی کمېټۍ غړی احمد مجدلانی هم د فلسطین په نیواکی زمکو کښې د اسرائیلو د صهیونېسټ مېشته ښارګیو د جوړولو په خلاف د امنیت په شورا کښې د فلسطینی پرېکړ لیک د مسودې د وړاندې کولو لپاره د سلامشور د دوام خبر ورکړ. هغۀ وویل، په فلسطینی زمکو کښې د صهیونېسټ مېشته ښارګیو د جوړولو دوام په سیمه کښې د فلسطین د مسئلې د هواری او سولې په لاره کښې اصلی خنډ دے.

د نړیوالو حقوقو له مخې د فلسطین په نیواکی زمکو کښې د اسرائیلو لخوا ښارګی جوړونه غېر قانونی او د ملګرو ملتو د منشور په خلاف چاره ده. په دې وروستیو وختونو کښې په ملګرو ملتو کښې د فلسطین د نمائندګۍ دفتر په نیواکی زمکو کښې د صهیونېسټ مېشته ښارګیو د جوړولو مخ په زیاتېدو چلند د غندلو او زر تر زره د دغه چلند د بندولو په هدف سره د اسرائیلو په خلاف د دغه پرېکړلیک مسوده د ملګرو ملتو د غړیو په اختیار کښې ورکړې ده.د مختلفو هېوادونو خلقو په دې وروستیو کلونو کښې د اسرائیلو د بائیکاټولو د کمپېنونو په جوړولو سره کوشش کړے دے چې له دې لارې صهیونېسټ رژیم په فلسطینی زمکو کښې د صهیونېسټ مېشته ښارګیو جوړولو د چلند اودرولو ته مجبور کړی. د عربو اتحادیې عمومی سېکتر وړاندیز وکړ چې د صهیونېسټ رژیم په جنایتونو باندې د غور لپاره دې یوه عربی محکمه جوړه شی.

د عربو اتحادیې عمومی سېکتر نبیل العربی وویل، اسرائیلی رژیم د ښارګی جوړونې خپل سیاست ته دوام ورکوی او دې ته تیار نه دے چې د فلسطین د مسئلې د هواری لپاره نړېوالې معاهدې ومنی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال تېره هفته وویل چې امریکه او د سوریې مخالفان کوشش کوی چې د جنیوا د سولې خبرې اترې له ماتې سره مخامخې کړی. سرګئ ریابکوف په حلب صوبه کښې د سوریې د حکومت په خلاف د ترهه ګرو عملیاتو دوام ته په اشارې سره امریکه او د سوریې مخالفین د جنیوا د خبرو اترو د ناکامولو لپاره په کوششونو تورن کړل او وې ویل، امریکه د سوریې له ځینو مخالفو وسله والو ډلو سره یوځاے هم هغه شان خپلو تحریکوونکو اقداماتو ته دوام ورکوی.

که څه هم په وروستیو میاشتو کښې د نړیوالو موافقو مطابق په سوریې کښې ډزبندی ټینګه شوې د ه خو په دوو وروستیو هفتو کښې د سوریې د حکومتی او مقاومتی ځواکونو په خلاف د حماه صوبې په شمال او د حلب په جنوب کښې د ترهه ګرو او وسله والو مخالفینو لخوا درنې حملې شوې دی. برطانوی جینز دفاعی نشریې هم د سوریې د مخالفینو لپاره د امریکې لخوا د درې زرو ټنو وسلو د لېږلو خبر ورکړ.

د سوریې د مخالفانو پلاوے چې جنیوا ته لاړ ؤ د سوریې د سولې په خبرو اترو کښې ګډون ته چمتو نه شو. په سوریې کښې د ملګرو ملتو استازی سټیفن ډی مېسټورا هم د دې په بیانولو سره چې د سوریې د حکومت او مخالفینوترمېنځ په خبرو اترو کښې د سیاسی انتقال د معنې په تفسیر باندې تمرکز شوے دے څرګنده کړه، مخالفین په انتقالی پلاوی باندې ټینګار کوی او د سوریې حکومت هم په یوپراخ بنسټه حکومت باندې تاکید لری.

د هغۀ د وېنا له مخې مخالفینو په خبرو اترو کښې خپل ګډون د زوړند په حال کښې راوستے دے خو په جنیوا کښې به باقی پاتې شی او کېدې شی له مېنځګړیتوب کونکو سره غېر رسمی خبرو اترو ته دوام ورکړی. ډی مېسټورا د خبرو اترو د ځنډولو لپاره د مخالفینو غوښتنې ته په اشارې سره هم وویل،په سوریې کښې د نښتو د پینځو کلونو له تېرېدو وروسته پکار نه دی توقع ولرلې شی چې په سوریه کښې به سیاسی انتقال په یوه هفته کښې رامنځته شی. د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص استازی همدارنګ تاکید وکړ چې ډزبندی هم هغه شان په خپل ځاے ده خو د سوریې په ځینو سیمو کښې نښتې اندېښمنوونکې دی.

د لبنان حزب ا... د اسلامی تعاون د تنظیم لخوا د مقاومت په خلاف د بیانیې په رد عمل کښې دغه بیانیه وغندله.

په استنبول کښې د اسلامی تعاون د تنظیم د دیارلسمې غونډې په وروستۍ بیانیه کښې د سعودی په کوششونو سره د لبنان مقاومت ترهه ګره ډله وبللې شوه. که څه هم د لبنان د حزب ا... د ترهه ګروالی په اړه دغه بیانیه و نه لوستې شوه خو دغه اقدام له نړیوالو عکس العملونو او غندنو سره مخامخه شوه.

د تیونس ولسمشر السبسی په دغې بیانیه باندې په نیوکې سره د لبنان حزب ا... غورځنګ د صهیونېسټ په خلاف او یو مبارز غورځنګ وبلۀ چې د لبنان د حکومت یوه برخه ده او له لبنان څخه د دفاع او د اسرائیلو په خلاف جوړ شوے دے.له دې سره په یو وخت د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم په استنبول کښې د اسلامی تعاون د تنظیم د غونډې په وروستیو بندونو باندې په اعتراض کښې وویل، د عراق حکومت په ترهه ګرۍ باندې د صهیونېسټ ضده مقاومت د غورځنګونو د تورنولو مخالف دے او دا خبره نه منی.

له دې مخکې عربو اتحادیې هم د دوه زره شپاړسم کال په مارچ کښې په یو حېرانوونکی اقدام کښې د ریاض او بحرېن په لارښونې سره د لبنان حزب ا... غورځنګ ترهه ګر بللے ؤ.

د لبنان حزب ا... د مقاومت د غورځنګ بنیاد په نولس سوه دوه اتیایم یم کښې د اسرائیلی فوځ لخوا د لبنان په نیولو سره کېښودے شو. د اسرائیلو د سنبال جنګی مشینرۍ په خلاف د جنګ په ډګر کښې د مقاومت شتون بالاخره له دویشتو کلونو وروسته په دوه زرم کال کښې صهیونېسټ رژیم له لبنان څخه شپه په شپه تېښتې ته مجبور کړ او د لبنان د جزب ا... لپاره یې د ویاړ بېرغ ورپوۀ. له دې نه علاوه د لبنان په خلاف د صهیونېسټ رژیم د درې دېرش ورځنی جنګ اور لګونه د لبنان د حزب ا... د مقاومت د غورځنګ لخوا له داسې ماتې او ذلت سره مخامخ شوه چې د اسرائیلو زیات شمېر لوړ رتبه چارواکو د څنګته کېدو سبب شوه.

اوس هم د ترهه ګرو او تکفیری ډلو په خلاف جنګ کښې په سوریې کښې د حزب ا... غورځنګ دې ته تیار شوے دے چې د لبنان د پولو لوری ته د دغو ډلود پرمختګ مخنیوے وکړی.

لویدیځ او سعودی په لبنان کښې د النصره او داعش ترهه ګرو ډلو په منظمولو سره په دې لټه کښې وو او دی چې د لبنان د امنیتی حالاتو په ګډوډولو سره په دغه هېواد کښې خپلو هدفو ته د رسېدو لپاره د صهیونېسټ رژیم ملګرتیا وکړی. د حزب ا... د مقاومت غورځنګ تر اوسه په دې وروستیو میاشتو کښې په ځلونو له حملو او چاودنوسره په ارتباط کښې یو شمېر تورن کسان نیولی دی چې له هغوی څخه ځینې د سعودی عربستان کسان وو. د لبنان په دهشتګردانه چاودنو او ناامنیو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د سعودی غړیو له نه انکارېدونکی رول څخه د پردې له اوچتېدو وروسته لبنانی چارواکو په ځلونو د دغو ډلو په جوړولو کښې د ریاض په رول باندې نیوکې کړې دی.

تېره هفته د کویت د تېلو او پېټروکېمیکل صنعت کارکوونکو د تنخواګانو د کمولو لپاره د حکومت په نوې فېصلې باندې په اعتراض کښې په اعتصاب لاس پورې کړ. د کویت د تېلو د شرکت د کارګرانو اتحادیې دغه اعتصاب له تېرې هفتې څخه پلان کړے ؤ.

د کویت د انرجۍ د څانګې د کارکوونو له اعتصابه وروسته د دغه هېواد د تېلو حکومتی شرکت د دغه اعتصاب په اجرا کېدو د اضطراری اقداماتو په ترسره کولو سره د کویت د تېلو تولید تر شپېتۀ فیصدو پورې کم کړ او د دغه هېواد د تېلو د چاڼ ځایونو د فعالیتونو د کمېدو سبب شو. له دې سره په یو وخت د کویت د تېلوملی شرکت له دوو هېوادونو مصر او هنده وغوښتل چې د دغه هېواد د تېلو د صنعت د ځای کارکوونکو د عمومی اعتصاب په دوران کښې دې د کویت په تیلی تاسیساتو کښې د کار لپاره خپل فنی کارکوونکی د دغه شرکت په اختیار کښې ورکړی.

د اعتصاب په وجه د کویت د تېلو او ګېسو صنعت ته رسېدلی زیانونه په ورځ کښې له دولسو نه تر شپاړسو میلین کویتی دینارو ته چې د څلوېښت میلین ډالرو برابر دی ورسېدل. د کوېت حکومت فېصله کړې ده چې په نړیوالو بازارونو کښې د تېلو د بیې د راغورزېدو په وجه د دغه هېواد د تېلو د صنعت د شلو زرو کارکوونکو تنخواګانې او مزدورۍ کمې کړی. د تېلو د بیې له زیات کمښته وروسته د کویت د تېلو وزارت د فارس خلیج د نورو عربو هېوادونو په شان د بودجې د کمښت د تلافی کولو لپاره فېصله وکړه چې په دغه هېواد کښې تنخواګانې کمې کړی. د دوه زره څوارلسم کال له جون څخه د تېلو بیه د تېلو د زیات نړیوال لېږد او د تقاضا د کمښت په وجه تر ټولو کمې سطحې ته راغورزېدلې ده.

د تنخواګانو د کمښت په وجه د کویت د تېلو د صنعت د کارکوونکو له اعتصابه وروسته د دغه هېواد د تېلو د وزارت سرپرست انس صالح د تېلو د صنعت د کارکوونکو له اتحادیې وغوښتل چې خپل اعتصاب دې ختم کړی او د خبرو اترو مېز ته دې راشی. کویت د تېلو د صادرونکو هېوادونو په تنظیم اوپېک کښې د تېلو څلورم تولیدونکے دے او د ورځې درې میلیون بېرله تېل تولیدوی. د تېلو د بیې کمېدو د فارس خلیج د سیمې هېوادونه له څو سوه میلیارډ ډالرو بودجې له کمښت سره مخامخ کړې دی. د اوپېک د غړیو هېوادونو د تولید زیاتېدل او د نورو تولیدونکو هېوادونو لخوا د زیاتوتېلو لېږل د تېلو د نړیوالې بیې د غورځېدو سبب شوی دی.

بالاخره یوه هفته پس د کویت د تېلو د څانګې کارکوونکو وویل چې هغه اعتصاب چې په تېره هفته کښې د اوپېک د یو ترټولو ستر تولیدونکی د تېلو په تولید کښې د ګډوډې سبب شوےؤ ختموی.

Add comment


Security code
Refresh