Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 02 می 2016 14:21

آیا افغانستان د ملوک الطوائفی لوری ته روان دے؟

آیا افغانستان  د ملوک الطوائفی لوری ته روان دے؟
په افغانستان کښې د جنائی جرائمو زیاتوالی د دغه هېواد خلق اندېښمن کړی دی او وائی چې حکومت د جنائی جرائمو په مخنیوی کښې پاتے راغلے دے.

د افغانستان د مشرانو د جرګې اداری پلاوے هم جنائی جرائم اندېښمنوونکی بولی او وائی چې مرتکب شوی کسان باید سزا کړې شی.

د افغانستان خلق چې د سړی تښتونې په شان له جنائی جرائمو سخت پوزې ته راغلی دی وائی چې ژوند یې ډېر ناارامه دے او حکومت د جنائی جرائمو په مخنیوی کښې پوره ناکامه شوے دے. دغه نیوکې له دې وروسته رامنځته کیږی چې څو ورځې مخکې اباسین نومې یو څوارلس کلن هلک د کابل ښار د اتمې حوزې په نزدیو کښې د سړی تښتوونکو لخوا وتښتولے شو او بیا په ډېرې بې رحمۍ سره ووژل شو.

له دې مخکې هم په ننګرهار کښې یوه آسټرېلیائی مېرمن وتښتولې شوه. همدارنګ سړی تښتوونکو په ځلونو د ولایتونو ترمېنځ په لارو کښې ډلې ډلې خلق له بسونو او موټرو راکوز کړی او تښتولی او په ډېره دردناکه توګه یې وژلی دی.

له بلې خوا له بلخ ولایته یو لړ رارسېدلی رپوټونه د دې بیانوونکی دی چې د دغه ولایت د کشندی ولسوالۍپه باختر کلی کښې د ملا خالیار او ملا عبدا... نومې دوو خپل سرو قوماندانانو ترمېنځ د نښتې له امله د څو ښځو او ماشومانو په شمول دولس تنه ووژل شول اوپینځه کسان نور ژوبل شول.

پکار دی وویل شی چې د باج، عشر او زکات اخېستلو او حتی د بچه بازۍ لپاره د سیمو د کنټرولو په خاطر کله کله خپل سری قوماندانان په خپلو کښې ښکېلیږی. د افغانستان امنیتی حالت ته په پام سره چې له یوې خوا وسله والو مخالفانو یعنې طالب او داعش ډلو د دغه هېواد حکومت له مشکل سره مخامخ کړے دے او له بلې خوا جنائی جرائم او د سیمو د کنټرولو او باج اخېستلو لپاره د خپل سرو ډلو جوړېدل زیات شوی دی داسې ښکاری چې که افغان حکومت په جدی توګه لاس په کار نه شی نود ملوک الطوائفی حالت چې د شلمې پېړۍ د نوی یمې لسیزې په وړومبیو کښې په افغانستان کښې واکمنه شوې وه دوباره راستون شی چې په داسې یو حالت کښې وو چې په نولس سوه پینځه نوی یم میلادی کال کښې طالب ډله هم په دغه هېواد کښې راڅرګنده کړې شوه.

زمونږ رېډیو په دې باره کښې د ټیلفون له لارې د افغانستان د ولسی جرګې د غړی عبدالرحمان رحمانی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې د جنائی جرائمو د زیاتېدو په تائیدولو سره وویل چې ناامنۍ او جنګونه زیات شوی دی او امنیتی ځواکونه زیاتره د داعش او طالب ډلو په شان مخالفینو سره جنګ ته متوجه دی او غلۀ او ډاکوان له دې خلا څخه په استفادې سره چې امنیتی ځواکونه نه شی کولې د ښاریزو حفاظت ته توجه ولری راځی او د باج او پېسو د اخېستو لپاره د سړی تښتونې په شان په جنائی جرائمو لاس پورې کوی او بله دا چې د پینځلوسو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کښې مختلفې مافیاګانې راپېدا شوې دی. د نشه ایزو موادو مافیا او د جنائی جرائمواو سړی تښتونې مافیا چې په حکومت او امنیتی ځواکونو کښې هم نفوذ لری او په زیاترو موقعو کښې امنیتی ځواکونه په جنائی جرائمو باندې سترګې پټوی او جنائی جرائمو د مافیا قوت دومره زیات دے چې په قضائی قوې کښې هم نفوذ لری. که چرې د جنائی جرائم ترسره کوونکے یو کس ونیوے شی نو محاکمه او سزا کیږی نه او د هغۀ د خلاصی لپاره یوه لاره پېدا کوی.

خو د افغانستان د علومو په اکېډېمۍ کښې د سیاسی علومو محقق استاد بخت محمد بختیار په دې باره کښې زمونږ رېډیو ته وویل چې په افغانستان کښې جنائی جرائم دومره زیات دی چې په رسنیو کښې پرې لیکنې کیږی او هغه جرائم چې په افغانستان کښې ترسره کیږی کېدې شی په نورو هغو هېوادونو کښې چې جنګ پکې نشته هم شتون ولری. اوس که په افغانستان کښې دغه جرائم لږ زیات دی نو دا هم د طالب ډلې لخوا د جنګ د دوام په وجه دی چې امنیتی ځواکونه زیاتره له دغې ډلې سره په جنګ بوخت دی. د افغانستان د سیاسی علومو دغه استاد د جنګ د دوام په اړه هم وویل چې افغان امنیتی ځواکونو د نېټو او امریکې د ځواکونو له وتلو وروسته په ښه ډول کړې شوی دی د طالب ډلې په مقابل کښې وجنګیږی او ګمان نه کېدۀ چې دا ډول مقاومت به وکړی او د جنګېدو قوت به ولری خو د دې اصلی علت چې طالب ډله یې په کامله توګه ونه ځپلې شوه دا دے چې د کېفیت له لحاظه ښۀ حالت نه لری او ښۀ جنګی سازوسامونه ورسره نشته. هغۀ له افغانستانه د امریکائی ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل چې هغوی یعنې امریکائی ځواکونو هم خپلې وسلې او جنګی سازوسامانونه په ځاے د دې چې افغان امنیتی ځواکونو ته یې ورکړی وې د پاکستان په شان هېوادونو ته یې ورکړل. نو ځکه د جنګ د دوام او ورپسې د جنائی جرائمو د زیاتوالی اصلی علت امریکه ده چې نه غواړی د افغانستان امنیتی ځواکونه د خپل هېواد د امنیت په ټینګولو کښې کامیابی ترلاسه کړې شی.

---------------

Add comment


Security code
Refresh