Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 16 می 2016 17:25

افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې

افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

په دې پروګرام کښې به وړومبې د دغو دواړو هېوادونو د مهمو خبرونو سرلیکونه اورئ او بیا به د افغانستان او پاکستان د ډېرو مهمو بدلونونو تحلیلی رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو له هر څه مخکښې د ډېرو مهمو خبرونو عنوانونو ته پام وکړئ.

د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کښې د تورخم د لارې تړل، د ناامنۍ په پراختیا باندې د سیاسی تاوتریخوالی له تاثیره د افغانستان د مشرانو د جرګې اندېښنه، د امریکې او پاکستان د دوو لوړ رتبه فوځی چارواکو کتنه، د پاناما د اسنادو دوسیې ته د پاکستان د فوځ د داخلېدو لپاره د عوامی تحریک د ګوند غوښتنه، د پاکستان لخوا د امریکې د شرطونو ردول، د امنیت په ټینګښت کښې د افغانستان د علماو په کردار باندې تاکید، تاجېکستان ته د افغان ولسمشر سفر، په سیاسی سیالو باندې د نواز شریف تور لګونه او په برطانیې کښې له فساد سره د مبارزې په غونډه کښې د محمد اشرف غنی ګډون په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ترټولو مهم بدلونونه وو.

په دوام کښې هم د دغو دواړو هېوادونو څو تحلیلی رپوټونو ته غوږ شئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اعزاز احمد چودری وویل، اسلام آباد د ترهه ګرۍ په خلاف د جنګ لپاره د امریکې اېف شپاړس الوتکو ته ضرورت لری، خو د دغوجنګی الوتکو د خرڅولو لپاره د سپینې ماڼۍ شرطونه نۀ منی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو وختونو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په خاطر د پاکستان لپاره د بودجې له مختص کولو وروسته وویل چې دغه هېواد که د اېف شپاړس جنګی الوتکو د اخېستو غوښتونکے وی نو پکار دی له خپلې بودجې څخه دې د دغو جنګی الوتکو د اخېستو لګښت برابر کړی.

په پاکستان باندې د امریکې د جنګی الوتکو د خرڅولو لپاره د دغه هېواد د شرطونو په ردولو کښې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دریځ له دې وروسته بدل شو چې د امریکې د کانګرېس ځینو ری پبلېکن غړیو د پاکستان د سیاستونو د څېړنې په غونډه کښې د دغه هېواد په پروګرامونو په تېره بیا له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې پروګرام باندې سخته نیوکه وکړه.

په ری پبلېکن ګوند کښې د پاکستان په سیاستونو باندې دغو نیوکه کوونکو د پاکستان او افغانستان په چارو کښې د امریکې د خاص استازی رېچرډ اولسون په شتون سره یوه غونډه کښې چې د اسلام آباد د سیاستونو د څېړنې لپاره جوړه شوه له هغو مالی مرستو سره چې واشنګټن د راتلونکی مالی کال په بودجه کښې د پاکستان لپاره په نظر کښې نیولې دی خپل څرګند مخالفت اعلان کړ.

په افغانستان کښې د سولې چلند ته داخلېدو لپاره د طالب ډلې هڅونه، له ترهه ګرۍ سره موثره مبارزه، د پاکستانی ډاکټر شکیل آفریدی چې په بند کښې پروت دے ازادول په اسلام آباد باندې د اېف شپاړس جنګی الوتکو د خرڅولو لپاره د امریکې له شرائطو څخه دی.

ډاکټر شکیل آفریدے هغه ډاکټر دے چې د پاکستان په ځینو سیمو کښې یې د ماشومانو د ګوزن د وېکسینېشن د مصنوعی نقشې په پلانولو سره د امریکې له استخباراتی ادارې سی آئی اے سره مرسته کړې چې د پاکستان په اېبټ آباد ښار کښې د القاعدې د پخوانی سرغنه اسامه بن لادن د پټېدو ځاے پېدا کړی. هغه وروسته د پاکستان د حکومت لخوا ونیوے شو او په درې دېرش کاله قېد محکوم شو.

د سپینې ماڼۍ د مالی مرستو په ذریعې سره د اېف شپاړس جنګی الوتکو د اخېستلو د لګښت په پوره کولو سره د دغه هېواد د کانګرېس له مخالفته وروسته د آمریکې او پاکستان تعلقات په داسې حالاتو کښې له تاوتریخولی سره مخامخ شوی دی چې واشنګټن د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو په چوکاټ کښې د اسلام آباد رول او مرستې ته زیات ضرورت لری.دا احتمال شته چې د پاکستان او امریکې په تعلقاتو کښې وروسته لانجه د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو سره د اسلام بااد په ملګرتیا چې یو امریکائی طرحه ده منفی تاثیر وکړی. د چین او روسیې په شمول د امریکې له سیالو سره د پاکستان ښو تعلقاتو ته په پام سره د اسلام آباد لپاره دا انتخاب موجود دے چې د جنګی الوتکو د اخېستلو په شمول خپل فوځی ضرورتونه له دغو دوو هېوادونو څخه پوره کړی.

د افغانستان په شمال کښې د جمعیت اسلامی، جنبش اسلامی او حزب اسلامی ګوندونو ترمېنځ د تاوتریخوالی پراختیا او په ناامنۍ باندې یې تاثیر د دغه هېواد د مشرانو د جرګې د اندېښنې سبب شوے دے. د افغانستان د مشرانو د جرګې غړیو وویل، د دغه هېواد په شمال کښې د جمعیت اسلامی، جنبش اسلامی او حزب اسلامی ګوندونو ترمېنځ د تاوتریخوالی دوام د دغه هېواد له امنیتی ځواکونو سره د طالب ډلې له جنګه زیاته خطرناکه چاره ده.

د افغانستان په شمال کښې د ناامنیو او ګډوډیو په زیاتېدو باندې د سیاسی ګوندونو د تاوتریخوالو له تاثیر څخه د دغه هېواد د مشرانو د جرګې اندېښنه یوه داسې مسئله ده چې په افغانستان کښې یې په مختلفو تاریخی دورو کښې شتون لرلے دے.

د مختلفو قومیتونو په بنیاد په افغانستان کښې اجتماعی متنوع جوړښت چې په دغه هېواد کښې موجود دے د دې سبب شوے دےچې له دغه اجتماعی جوړښت څخه رامنځته شویو سیاسی ډلو ترمېنځ یوډول کوټلې سیالی راپېدا شی. په افغانستان کښې سیاسی ګوندونه او ډلې په عامه توګه قومی مرکز لری او حتی کېدې شی له یو قومی مرکز سره متعلق څو ګوندونه په دغه هېواد کښې فعالیت ولری چې دغه مسئله له دې سره سره چې کولې شی د ګوندونو ترمېنخ د سیالیو سبب شی له یوې اجتماعی پرګنې څخه د رامنځته شویو ډلو ترمېنځ هم سیالۍ راپېدا کړی.

په همدې بنیاد دی چې د افغانستان په شمال کښې د ځینو فعالو ډلو ترمېنځ سیاسی تاوتریخوالی چې د ټولو مقصد په ملی او ځائی اقتدار کښې د خپلې ونډې زیاتول دی د دغه هېواد د مشرانود جرګې د استازیو د اندېښنې سبب شوی دی.

په تېره بیا دا چې په افغانستان کښې زیاتره سیاسی ډلې په دغه هېواد کښې د واکمنو سیاسی حالاتو منجمله د څو لسیزو کورنی جنګ، د بهرنی نیواک او کورنیو اختلافاتو په دلیل چې د افغانستان د خلقو د مختلفو پرګنو د وسله وال کېدو سبب شول او وسلو ته لاس رسائی لری چې کېدې شی سیاسی تاوتریخوالی یې په وسله والو جنګونو بدل شی.

په همدې بنیاد دا اندېښنه موجوده ده چې د افغانستان په شمال کښې د ګوندونو ترمېنځ د وسله والو نښتو د راڅرګندېدو د احتمال په دلیل په دغه سیمه کښې د سیاسی تاوتریخوالو دوام د ګډوډۍ د راڅرګندېدو سبب شی چې دغه حالات به یوازې د طالب ډلې د عملیاتی قوت د زیاتېدو سبب شی.

البته دا احتمال شته چې ځینې ډلې په خپلې سیالې ډلې باندې د غلبې پېدا کولو په هدف سره د افغانستان د حکومت د مخالفو ډلو د ملګرتیا د جلبولو په لټه کښې شی چې دا مسئله هم یوازې د تاوتریخوالی او نښتو د دغې پراختیا نتیجه ده.

په همدې وجه دی چې د افغانستان د مشرانو جرګې داسې حالات د دغه هېواد د حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د جنګ له دوامه زیات خطرناک بللی دی، ځکه چې له یو بل سره د سیاسی ډلو ښکېلېدل او همدارنګ د ګوندونو په خپل منځی سیاسی او فوځی سیالیو کښې د طالبانو له ظرفیته استفاده د امنیتی حالاتو د لا پېچلېدو سبب کیږی.

د پاکستان وزیراعظم محمدنواز شریف وویل چې د هغۀ د حکومت سیاسی مخالفان او ترهه ګرې ډلې دواړه په یوه لاره کښې ګامونه اوچتوی او ګډ مقصد یې د دغه هېواد د ترقۍ او پرمختګ مخنیوے دے. هغۀ د دې په بیانولو سره چې ترهه ګر د پاکستان د بې ثباتۍ او ګډوډۍ هڅه کوی وویل، له بده مرغه دغه شان یو لړ اهداف د هغو کسانو لخوا هم تعقیبیږی چې په مختلفو بهانو په هېواد کښې پرلت غزونې، مظاهرې او احتجاجونه کوی.

د مخالفانو په خلاف د پاکستان د وزیراعظم ډېرې سختې او تندې وېناوې چې هغوی یې د ترهه ګرو په قطار کښې راوستی دی د پاناما د اسنادو له خپرېدو وروسته د دغه هېواد د واکمن ګوند د مخالفو ګوندونو د نیوکو او پروګرامنو په اړه د نواز شریف لخوا یو نوے غبرګون دے.

د پاناما د اسنادو له خپرېدو او د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د کورنۍ په خلاف د مالی فساد د تور له لګېدو وروسته د دغه هېواد د نواز مسلم لیګ واکمن ګوند سیالو او مخالفو ډلو لږ تر لږه د تحقیقاتی کمېشن لخوا د دغې دوسیې تر دقیقې څېړنې پورې د هغۀ د څنګته کېدو غوښتنه وکړه.

د تحقیقاتی کمېشن د جوړېدو لپاره د پاکستان د حکومت په پروګرام باندې د مخالفانو اعتراض ته په پام سره نواز شریف د دغه هېواد سترې محکمې ته په یو لیک کښې له دغې ادارې وغوښتل چې د پاناما د اسنادو لخوا د مطرح شویو تورونو په باره کښې د تحقیق لپاره دې یو کمېشن جوړ کړی.

نواز شریف تر اوسه بیا وعده کړې ده چې د هغۀ او دهغۀ د کورنۍ په خلاف د مالی فساد د تور په ثابتېدو سره به د پاکستان د وزیراعظمۍ له پوسټه څنګته شی.

د پاناما د اسنادو له مخې نواز شریف او دهغۀ کورنۍ د پېسو په پاکولو او له ټېکسونو او مالیو څخه په تېښته تورن شوی دی. د نواز شریف د استعفاء د مسئلې د څېړنې په باره کښې د هغۀ د مخالفو ګوندونو مشرانو د تېرې هفتې بې نتیجې غونډې د پاکستان د وزیراعظم لپاره دا اندېښنه رامنځته کړې ده چې د حکومت د مخالفو سیاسی ډلو د مشرانو ترمېنځ د غږملتیا زیاتېدل د پاناما د اسنادو په بنیاد ولاړې د واکمن ګوند د اقتدار ستنې ولړزوی. کارپېژاندی وائی، د مخالفانو په خلاف د نواز شریف ډېرې تندې او سختې وېناوې چې هغوی یې له ترهه ګرو سره یو ډول بللی دی د مخالفانو له ډېر درون سیاسی دباو څخه د وتلو په هدف د وزیراعظم لخوا د اقتدار یو ډول ښودنه ده.

نواز شریف که څه هم په پاکستان کښې له دوه زره دیارلسم کال څخه د سیاسی اقتدار د حاصلولو له ابتداء نه تر اوسه له مختلفو بحرانونو تېر شوے دے، خو کېدې شی د پاناما د اسنادو د ادعا مطابق د مالی فساد د تور له بنده تېر نه شی.

په تېره هفته کښې د پاکستان او افغانستان د فوخی چارواکو د خبرو اترو بندون ته د رسېدو په دلیل د تورخم پوله هم هغه شان تړلې وه.

په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وویل، د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزارت چارواکو له پاکستانی پلاوی سره د تورخم د پولې د مسائلو د هواری په باره کښې خبرې اترې وکړې خو دغه خبرې اترې تر اوسه څه نتیجې ته نه دی رسېدلې.

زاخېلوال زیاته کړه، د کابل حکومت به د تورخم د پولې د خلاصولو په اړه د خبرو اترو د کامیابۍ لپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړی. په پاکستان کښې د افغانستان سفیر له خپلو وطنوالو وغوښتل چې د دغه هېواد په مذاکراتی ټیم دې دباو نه راوړی او د ملی ګټو په خاطر دې مشکلات وزغمی.

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا له خبریالانو سره په اونیزه مرکه کښې هغوی ته وویل، د تورخم پوله د پوله ایز کنټرول د اقداماتو په حقله د کابل او اسلام آباد د چارواکو ترمېنځ د ځینو اختلافاتو په وجه په موقته توګه تړلې شوې ده.

هغۀ وویل چې له پولې څخه غېر قانونی تېرېدنه او ورسره اړوند نورې مسئلې د دواړو هېوادونو لپاره یو لړ مهم مشکلات دی.

پاکستانی چارواکو تېره هفته د تورخم په پوله کښې ازغن تارونه راکښل چې د پاکستان دغه اقدام د افغان حکومت له رسمی مخالفت سره مخامخ شو.

د تورخم پوله د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تګ راتګ یوه ترټولو اصلی لاره ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په تجارت البته په غېر قانونی تجارت او تګ راتګ کښې یو مهم رول لری.

د کابل او اسلام آباد پوله ایز اختلاف او تاو تریخوالے په داسې حال کښې دے چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په یوه وېنا کښې په پاکستان باندې سخته نیوکه وکړه او وې ویل چې د پاکستان د طالب مشرانو د هدف ګرځولو لپاره د افغان حکومت د کوششونو باوجود پاکستان تر اوسه د افغانستان د طالب ځواکونو په خلاف څه اقدام نه د ے کړے.

هغۀ وویل، د افغان حکومت د بیا بیا غوښتنې باوجود اسلام آباد تر اوسه د افغانستان د طالب ډلې په خلاف څه اقدام نه دے کړے. افغان ولسمشر دا خبره ومنله چې د پاکستان ځینې طالب ځواکونه د افغانستان په خاوره کښې پراتۀ دی خو هغۀ زیاته کړه چې د پاکستان د فوځ عملیات د دې سبب شول چې هغوی افغانستان ته راوتښتی. هغۀ همدارنګ وویل چې افغانستان کوشش کوی چې د پاکستان د طالب ډلې په مشرانو حملې وکړی. غنی وویل نو آیا په مقابل کښې د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانستان د طالب یا حقانی ډلې په ځواکونو باندې د حملې لپاره د خپلو کوششونو یو رپوټ خپور کړے دے؟

د تورخم په پوله کښې د افغانستان او پاکستان د پوله ایزو ځواکونو وروستۍ نښته د دغې پوله ایزې لارې د بندولو اصلی علت دے. د دواړو هېوادونو د پوله ایزو ځواکونو ترمېنځ نښته له دې وروسته رامنځته شوه چې د پاکستان پوله ساتوونکو ځواکونو غوښتل د افغانستان په خاوره کښې فوځی تاسیسات جوړ کړی خو دغه کار د افغان پوله ایزو ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شو.

-------------

Add comment


Security code
Refresh