Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 24 می 2016 17:50

افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۰۱

افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۰۱
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

له هر څه مخکې د دغو دواړو هېوادونو د تېرې هفتې د مهمو خبرونو سرلیکونه وړاندې کوو او بیا به د افغانستان او پاکستان د ډېرو مهمو بدلونونو او واقعاتو تحلیلی رپوټونه درته واوروو. نو ښه ده له هرڅه مخکې د ډېرو مهمو خبرونو سرلیکونو ته پام وکړئ:

په اېټمی تامینوونکې ډله کښې د غړیتوب لپاره د پاکستان غوښتنه، د سولې لپاره د افغان حکومت او حکمتیار ډلې وړومبۍ موافقه، د پاکستان د فوځ د قوماندان او د چین د وزیراعظم خبرې اترې، د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې خاتمه،هندی لابی په پاکستان باندې د جنګی الوتکو د خرڅون د بندولو عامله، د طالب ډلې په حقله د افغان حکومت د اجرائی مشر دریځ، له فساد سره د مقابلې لپاره د پاکستان د حکومت پروګرام د توتاپ د برېښنا د انتقالی کرښې د لارې په بدلون په افغانستان کښې احتجاجونه، د نواز شریف له غوښتنې سره د پاکستان د سترې محکمې مخالفت او د تورخم د پولې د بیا پرانېستې لپاره د افغانستان او پاکستان موافقه د افغانستان او پاکستان د تېرې هفتې بدلونونه او واقعات وو. په دوام کښې هم د دغو دواړو هېوادونو څو تحلیلی رپوټونو ته غوږ شئ.

د افغانستان د جنوب په غزنی ولایت او د شمال په مزار شریف کښې احتجاج کوونکو له بامیان ولایته د سالنګ د ټونل لارې ته د توتاپ د برېښنا د انتقال د کرښې په لاره کښې په بدلون باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

له بامیان ولایته د سالنګ لارې ته د توتاپ د برېښنا د انتقال د کرښې د لارې د بدلون مسئله په وروستو هفتو کښې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی لپاره په یو ستر سرخوږی بدله شوې ده.

احتجاج کوونکو حتی په لندن کښې له فساد سره د مبارزې په وروستۍ غونډه کښې د اشرف غنی د وېنا په دوران کښې د افغان حکومت په دغه پروګرام اعتراض وکړ. له بامیانه سالنګ ته د توتاپ د برېښنا د انتقال د کرښې په لاره کښې د بدلون مخالفانو د افغانستان د ملی وحدت حکومت د هزاره قوم په خلاف په تبعیض تورن کړے دے. د بامیان ولایت خلق له هزاره قوم سره تعلق لری چې د دغه هېواد د تاریخ په دوران کښې ورته تل بې پامی شوے او ورسره تبعیضی سلوک شوے دے.

ټاکلې شوې ده چې د توتاپ د برېښنا د انتقال د کرښې له لارې د ترکمنستان برېښنا د ازبکستان، تاجېکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته منتقله شی. د دغې پروژې له مخې پینځه سوه کیلو ولټ برېښنا د شبرغان له لارې پل خمری ته راځی او له کابل او ننګرهار څخه په تېرېدو سره پاکستان ته صادریږی. په داسې حالاتو کښې افغان حکومت د توتاپ د برېښنا د انتقال د کرښې د لارې د بدلون په لټه کښې دے چې د فېشنر شرکت فنی څېړنې تاکید لری چې د انتقال دغه کرښه پکار دی له بامیانو تېره شی. البته برېښنا شرکت چې د دغې پروژې مطالعاتی سلاکار دے سالنګ لارې ته په بامیانو ترجیح وکړې او افغان چارواکو ته یې سپارښتنه کړې ده.

برېښنا شرکت د سالنګ د لارې په لنډ والی او د پروژې د لګښت په کموالی تاکید کړے دے خو فېشنر شرکت د بامیانو د لارې له اقتصادی فائدې نه علاوه له سالنګ څخه د برېښنا د انتقال د لائن د تېرېدو مخې ته احتمالی کړکېچونو او طبیعی مشکلاتو ته اشاره کړې ده.

د اېشیا ترقیاتی بېنک هم چې د دغې طرحې د اجرا لګښت ادا کوی تاکید لری چې د توتاپ د برېښنا د انتقال لائن د مختلفو اقتصادی دلائلو او د ټرانزېټی اسانتیاو په شان دلائلو په وجه د فېشنر شرکت له وړاندیزې لارې یعنې له بامیان ولایت څخه تېر شی.

په داسې حالاتو کښې کارپېژاندی وائی چې د سالنګ له لارې څخه د برېښنا د انتقال پروژې ته د افغانستان د ځینو لوړ رتبه چارواکو قومی نظر له دې سره سره چې په بامیان کښې له هزاره قوم سره څرګند تبعیض دے ټولو اقتصادی فائدو او فنی او د کارپېژنې توجیهاتو ته هم بې پامی شوې ده. دا په داسې حال کښې دی چې افغانستان د بیا رغونې او ترقۍ د پروژو د اجرا لپاره علمی منطق، کارپېژنې او د متوازن عدالت په چوکاټ کښې د طبیعی خطراتو له کبله د لګښت کمښت او د پروژو دوام ته جدی ضرورت لری.

د پاکستان د سترې محکمې مشر انور ظهیر جمالی د پاناما د اسنادو له خپرېدو وروسته د دغه هېواد د وزیراعظم او د هغۀ د کورنۍ په خلاف د مالی فساد د تور د دوسیې په باره کښې د تحقیقاتی کمېشن د جوړولو لپاره د دغه هېواد د حکومت غوښتنه رده کړه. هغۀ وویل، تر هغه وخته چې ګوندونه په تېره بیا اپوزېشن او حکومت د مالی فساد په اړه د منصفانه تحقیقاتو په باره کښې موافقې ته نه وی رسېدلی او د داسې موضوع ګانو د څېړنې لپاره نوی قوانین نه وی تصویب شوی د تحقیقاتی کمېشن جوړول امکان نه لری.

د پاکستان د سترې محکمې لخوا د تحقیقاتی کمېشن له جوړولو سره د دغې ادارې د مشر مخالفت چې د دغه هېواد د حکومت درخواست ته منفی ځواب ګڼل کیږی د مخالفو ګوندونو په تېره بیا د نواز د واکمن مسلم لیګ ګوند د مخالفو سیاسی ډلو د سخت غبرګون سبب کېدې شی.

د پاناما د اسنادو له خپرېدو وروسته چې د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف او د هغۀ کورنۍ یې د پېسو په پاکولو او له ټېکسونو څخه په تېښته تورن کړی دی د نواز شریف مخالفو ډلو په دې زمینه کښې د تحقیقاتی کمېشن د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د دغه تور په مطرح کېدو سره د پاکستان حکومت د دغه کمېشن د جوړولو لپاره د خپل چمتووالی خبر ورکړ چې د حکومت د مخالفو ګوندونو له مخالفت سره مخامخ شو.

مخالفانو وویل چې په هغه دوسیه کښې چې د پاکستان د وزیراعظم په خلاف د فساد تور پکې مطرح شوے دے د حکومت لخوا د تحقیقاتی کمېشن تشکیل د منلو وړ نه دے او دغه کمېشن پکار دی د دغه هېواد د سترې محکمې تر نظر لاندې جوړ شی.

په داسې حالاتو کښې چې د پاکستان د وزیراعظم او د هغۀ د کورنۍ په خلاف د مالی فساد د تور مسئله د پاناما د اسنادو په ذریعې سره مطرح شوه او دا مسئله د دغه هېواد د رسنیو په وړومبۍ موضوع بدله شوه، د طاهرالقادری په مشرۍ عوامی تحریک ګوند هم د پاکستان له فوځه وغوښتل چې د نواز شریف په خلاف د مالی فساد د تور په باره کښې په تحقیقاتی ټیم دې څارنه په غاړه واخلی.

د مخالفانو له نظره د پاکستان فوځ او ستره محکمه د دوو خپلواکو ادارو په توګه د وزیراعظم او د هغۀ د کورنۍ د مالی فساد د تور د دوسیې په باره کښې د تحقیق د چلند د اجرا او څارنې ظرفیت لری او دوی به د خپل مقام د ساتنې لپاره د دغه کمېشن د هر ډول احتمالی انحراف څخه مخنیوے وکړی.

په داسې حالاتو کښې چې فوځ د ځینو دلائلو له مخې د عوامی تحریک ګوند د دغې غوښتنې په وړاندې خاموشی اختیار کړې ده او سترې محکمې هم د ځینو استدلالونو له مخې د تحقیقاتی کمېشن له جوړولو څخه ډډه کړې ده، کېدې شی فوځ او ستره محکمه د حکومت د مخالفانو له نیوکو سره مخامخ شی. دا احتمال مطرح دے چې د تحقیقاتی کمېشن له تشکیلېدو سره د سترې محکمې مخالف دریځ د پاکستان د سترو ګټو او د پاناما د اسنادو د اصالت د ثابتولو لپاره د مناسبو لارو چارو د نیشتوالی په نظر کښې لرلو سره دی چې د نواز شریف او د هغۀ د کورنۍ په خلاف د مالی فساد تور یې مطرح کړے دے.

په اسلام آباد کښې د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې پینځم پړاو د امریکې، چین، پاکستان او افغانستان د نمائندګانو په شتون سره بې له څه نتیجې ختم شو. د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې د غړیو هېوادونو استازیو د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل چې تاوتریخوالے د دغه هېواد د بحران حل لاره نه ده او پکار دی د سولې چلند د کابل د حکومت تر نظر لاندې دوام ومومی.

د پاکستان په پائېتخت اسلام آباد کښې د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې پینځم پړاو بې نتیجې ختمېدنې دا وښودله چې د دغې غونډې د جوړېدو لپاره د خپلو اهدافو په پوره کولو کښې د امریکې د ناکامۍ په اړه وړومبنی اټکلونه صحیح وو.

د امریکې حکومت په دې باوری ؤ چې کولې شی په افغانستان کښې له دوه زره وړومبی کال څخه تر دوه زره څوارلسم کاله پورې د ترهه ګرۍ په خلاف عملیاتو کښې چې په رسمی توګه د دغو عملیاتو خاتمه اعلان شوه خپله ماتې په دغه هېواد کښې د سولې د څلور اړخیزې غونډې په طرحې سره پټه کړی.

په همدې بنیاد چین، پاکستان او افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو غړی شول چې کېدې شی امریکه د نورو غړیو په مرستې سره وکړې شی د سولې د خبرو اترو په احیاء او دغو خبرو اترو ته د طالب ډلې په راکښلو سره د افغانستان د بدلونونو په چلند کښې د سپینې ماڼۍ خړه پړه څېره پاکه کړی.

البته د امریکې د حکومت دغه سناریو او منصوبه د سپینې ماڼۍ مطابق مخ په وړاندې لانۀ ړه او د سولې له څلور اړخیزې غونډې څخه د طالبانو د اصلی ډلې او ترې د بیلو شویو نورو څانګو نه هرکلے او د سولې له خبرو اترو سره د هغوی نه یو ځاے کېدل د دې سبب شول چې د پینځو پړاوونو په تېرېدو سره د سولې د څلور اړخیزې غونډې امریکائی طرحه ناکامه پاتې شی.

کارپېژاندی وائی چې د افغانستان د سولې له خبرو اترو څخه د طالب ډلې له نه هرکلی نه علاوه چې په دغه هېواد کښې د سولې د څلور اړخیزو غونډو په ناکامۍ کښې یو مهم عامل دے له پاکستان سره د امریکې اختلافات او د افغانستان او پاکستان لانجې د سپینې ماڼۍ د دغه سناریو د ماتې له نورو دلائلو څخه کېدې شی.

له پاکستان څخه د امریکې دملاتړونو کمښت او په اسلام آباد باندې د اېف شپاړس جنګی الوتکو د خرڅولو د موضوع په اړه د دواړو هېوادونو اختلاف او همدارنګ د کابل او اسلام آباد د تورونو لګولو دوام او د ملګرتیاو د روحیې نیشوالی د افغانستان د سولې په ټولو څلور اړخیزو غونډو باندې تاثیر وکړ. د داسې حالاتو د واکمنېدو په دلیل دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په اسلام آباد کښې د سولې د څلور اړخیزې غونډې د پینځم پړاو له جوړېدو نه دوه ورځې مخکې ویلی وو چې د جنګ په مېدان کښې به سوله ټینګه شی. د اشرف غنی دا دریځ د دې ښودونکے ؤ چې هغه هم د سولې خبرو اترو ته د طالب ډلې د راکښلو په اړه د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې نتیجې ته څه امید نه لری او علت یې هم د پاکستان غېر صادقانه سیاستونه بولی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل، واشنګټن په پاکستان باندې د اېف شپاړس الوتکو د خرڅولو لپاره څه مشکل نه لری او د دغې معاملې د اودرېدو دلیل په امریکه کښې د موجودې هندی لابۍ کوشش دے.

د امریکې لخوا په پاکستان باندې د اېف شپاړس الوتکو خرڅول د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې په یوې لانجمنې مسئلې بدل شوی دی. د پاکستان چارواکو هیله لرله چې امریکه به له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په خاطر او د اخېستو د لګښت له حاصلولونه بغېر د پاکستان د ضرورت وړ فوځی سازوسامان د پوره کولولپاره د خپلو ژمنو د په چوکاټ کښې اېف شپاړس جنګی الوتکې د اسلام آباد په اختیار کښې ورکړی، خو د امریکې د کانګرېس د ټاکلې شوې فارمولې مطابق پاکستان پکار دی د اېف شپاړس الوتکو د حاصلولولپاره د هغو بیه ادا کړی. د پاکستان لخوا د اېف شپاړس الوتکو د اخېستو د بیې د ادا کولو د لازموالی په باره کښې د امریکې د کانګرېس دریځ چې سپنې ماڼۍ پرې عمل کړے دے د اسلام آباد د چارواکو د قهر سبب شوے دے. د سپینې ماڼۍ چارواکی د دې لپاره چې د پاکستان د حکومت قهر کم کړی ویلی دی چې د اېف شپاړس الوتکو د خرڅولو د څه رنګوالی په حقله د کانګرېس د نظر د بدلولو لپاره له دغې ادارې سره دامریکې د حکومت سلا مشورې روانې دی. البته د امریکې حکومت له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان په کردار باندې د کانګرېس د ځینو نیوکو د منلو باوجود تاکید لری چې له دغه هېواد څخه نه ملاتړ کېدې شی د روسیې او چین په شمول د امریکې له سیالو سره د اسلام آباد د تعلقاتو د پیاوړتیا سبب شی. کېدې شی په همدې دلیل دی چې د اسلام آباد لخوا د اېف شپاړس جنګی الوتکو د اخېستلو د بیې د ادا کولو د لازموالی په باره کښې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت د دریځ له اعلانه څو ورځې وروسته د امریکې د فوځ د قوماندانۍ د مرکز مشر جنرل جوزف وېټل پاکستان ته لاړ او د دغه هېواد له ځینو چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې. په اسلام آباد باندې د امریکائی جنګی الوتکو د خرڅون د اودرولو په موضوع کښې د هندی لابۍ د رول په باره کښې د پاکستان د دفاع د وزیر نوې وېنا په دې زمینه کښې د امریکې د کانګرېس په فېصلې باندې د نوی ډیلی د تاثیر ښودنه کوی. د پاکستان د حکومت له نظره په امریکه کښې د صهیونېسټی لابۍ په شمول د مختلفو لابیو شتون ته په پام سره د دغه هېواد په کانګرېس کښې هندی لابی هم نفوذ لری او په اسلام آباد باندې د اېف شپاړس جنګی الوتکو د خرڅون اودرېدنه د کانګرېس په دغې فېصلې باندې د هندی لابۍ د تاثیر نتیجه ده. په تېره بیا دا چې په تېرو کلونو کښې د هند او امریکې د تعلقاتو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمېنځ داېټمی او فوځی ملګرتیاو د دوو سندونو لاسلیک د دې سبب شو چې په نوی ډیلی او واشنګټن باندې د پاکستان بې اعتمادی زیاته شی او د هند او پاکستان د وسلو او اېټمی سیالۍ د امریکې د منفی رول په دلیل ورځ په ورځ په زیاتېدو شی.

--------

Add comment


Security code
Refresh