Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 29 می 2016 17:46

مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۰۸

مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۰۸
د عفوې نړیوالې ادارې تېره هفته د برطانیې وزیراعظم ډېوېډ کېمرون ته په یو لیک کښې ولیکل، یو لړ نوی شواهد یې ترلاسه کړی دی چې دا ښودنه کوی چې سعودی عربستان په یمن باندې په خپلو حملو کښې له برطانوی خوشه ای بمونو استفاده کړې ده.

د عراق فوځی او ولسی ځواکونو د تېرې هفتې د ګل له ورځې راهسې د حېدرالعبادی په حکم د الانبار صوبې د یو ډېر مهم ښار فلوجې د ازادولو عملیات شروع کړل.

تېره هفته د صهیونېسټ رژیم کابینه د بنیامین نتانیاهو لخوا د جنګ د وزیر په توګه د آوېګډور لېبر مېن د انتصاب له کبله د اختلافاتو د زیاتېدو کتونکې وه.

د یمن په باره کښې د کوېت د سولې خبرې اترې د پینځو ورځو له وقفې وروسته د تېرې هفتې د ګل په ورځ بیا شروع شوې. په عېن حال کښې سعودی جنګی الوتکو هم د یمن په مختلفو سیمو باندې د حملو په دوام سره هم هغه شان د ډزبندۍ خلاف ورزۍ وکړې.

د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملت خاص استازی سټیفن ډی مېستورا د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتو د امنیت له شورا سره له سلامشورې وروسته په یوې بیانیه کښې وویل چې د سوریې د خبرو اترو نوے پړاو به تر دوو یا دریو نورو هفتو پورې جوړ نه شی.

د سوریې د ډېموکرېټکو ځواکونو په نامه په سوریې کښې د کردو او عربو ځواکونو ائتلاف تېره هفته وویل، د سوریې په شمال کښې داعش ترهه ګرې ډلې د اصلی اډې په توګه د رقې سیمې له شمال څخه د داعشی ترهه ګرو د شړلو په هدف سره یو لړ عملیات شروع کړی دی.

د نېټو عمومی سېکتر ینس سټولټنبرګ د تېرې شروع په ورځ د اېټالیا له وزیراعظم ماتئو رنټری سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې وویل، که د لېبیا د ملی وحدت حکومت وغوښتل نو د نېټو ائتلاف په لېبیا کښې مداخلت کولو ته تیار دے.

تېره هفته له سعودی څخه د بشری حقوقو نیوکې زیاتې شوې. یولړ نوی سندونه خپارۀ شول چې دا ښودنه کوی چې سعودی د یمن په خلاف جنګ کښې د برطانیې له جوړ شویو غونچه ای بمونو استفاده کړې ده.

د عفوې نړیوالې ادارې تېره هفته د برطانیې وزیراعظم ډېوېډ کېمرون ته په یو لیک کښې ولیکل، یو لړ نوی شواهد یې ترلاسه کړی دی چې دا ښودنه کوی چې سعودی عربستان په یمن باندې په خپلو هوائی حملو کښې د برطانیې جوړ غونچه ای بمونه استعمال کړی دی. د آکسفام اجرائی مدیر مارک ګولډ رېنګ هم د برطایې لخوا د سعودی عربستان لپاره د جنګی سازوسامانونو او خوشه ای بمونو لېږلوته اشاره کړې ده.

سعودی عربستان په داسې حال کښې د یمن د عامه خلقو په خلاف له خوشه ای بمونو استفاده کړې چې د دوه زره اتم کال د مصوبې د خوشه ای مهماتو د کنونشن له مخې خوشه ای بمونه ممنوع دی. د نړۍ یو سل اتۀ هېوادونو دغه کنونشن لاسلیک کړے دے او تقریباً سلو هېوادنو تصویب کړے دے. د سعودی لخوا د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په اړه یو بل خبر دا دے چې د عفوې نړیوالې ادارې د آل سعود د بشری حقوقو مخینې او په سعودی عربستان کښې د اعدام شویو د شمېر زیاتېدو ته په اشارې سره په دغه هېواد کښې د بشری حقوقو په حالت سخته نیوکه وکړه. د عفوې د نړیوالې ادارې د اعلان له مخې سعودی په تېر میلادی کال کښې تر ټولو زیات شمېر اعدامونه لرلی دی او تقریباً له یو سل اتۀ پنځوسو تنو څخه یې سرونه پرې کړی دی. د سعودی د کورنیو چارو وزارت تېره هفته وویل چې دغه هېواد د تېرې هفتې د نهې په ورځ خپل یو بل ښاریز اعدام کړ او په دا ډول په دغه هېواد کښې په روان میلادی کال کښې د اعدامونو شمېر څلور نوی کسانو ته رسېدلے دے.د بشری حقوقو د ادارو د تحقیقاتو په بنیاد په سعودی عربستان کښې په اعدام باندې د محکوم شویو کسانو له نیمائۍ نه زیات کسان له تشدد او تاوتریخوالی نه بغېر جرائمو ترسره کولو باندې تورن شوی دی.

عراق تېره هفته د داعش د ترهه ګرو له قبضې څخه د فلوجې د ازادولو لپاره د فوځی او ولسی ځواکونو د عملیاتود شروع کېدو کتونکے ؤ. د داعش له قبضې د الانبار صوبې د فلوجې د ازادولو عملیات د تېرې هفتې د ګل له ورځې د عراق د وزیراعظم حېدرالعبادی په حکم شروع شول اود دغه هېواد د فوځ د اعلان له مخې په دغو عملیاتو کښې له دویشتو زرو نه زیات تنه ګډون کوی. د فلوجې د ازادولو په عملیاتو کښې ګډون کوونکی یونټونه، فوځی ځواکونه، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې اداره، پولیس ځواکونه، رضاکار ولسی ځواکونه، د عراقی هوائی ځواک او د الانبار وسله وال قبائیلی ځواکونه دی او دغه عملیات له شپږو محورونو شروع شوی دی.

د الانبار صوبې د الخالدیې سیمې د شورا مشر علی داؤد الدلیمی وویل،په الانبار صوبه کښې د داعش ډلې سرغنه ابوطارق العسکری د فلوجې په شمال کښې د عراقی جنګی الوتکو په حمله کښې هلاک شو. عراقی چارواکو د فلوجۍ په دننه کښې د داعش وسله والو عناصرو شمېر تقریباً څلورو سوو او شپږو سوو ترمېنځ بیان کړے دے.

د فلوجې ښار د ازادولو د عملیاتو قوماندان جنرل عبدالوهاب الساعدی هم د تېرې جمعې په ورځ وویل، د عراق وسله والو ځواکونو د عملیاتو په وړومبۍ مرحله کښې وکړې شول الکرمه، السجر سیمې او د هغۀ سټراټیجک پل ازاد او فلوجه ښار محاصره کړی. د فلوجې ښار د ازادولو د عملیاتو قوماندان همدارنګ تاکید وکړ چې د دغوعملیاتو وړومبۍ مرحله له اټکلونو هم ډېره زر ختمه شوه. مهمه موضوع دا ده چې د داعش ترهه ګر عناصر د ښځو د جامو په اغوستلو سره په دې لټه کښې وو چې له فلوجې ښار څخه وتښتی چې د عراقی ځواکونو په لاس ونیول شول.

په عراق کښې د تېرې هفتې یو بل مهم خبر د سلیم الجبوری د څنګته کېدو په اړه د پارلېمان پرلت غزوونکو استازیو له اپیل سره د تېرې چارشنبې د ورځې په غونډه کښې د فیډرل محکمې مخالفت ؤ. د عراق فیډرل محکمې همدارنګ له خپل پوسټ څخه د سلیم الجبوری د څنګته کولو غونډه غېر قانونی وبلله. د عراق اعتصاب کوونکو استازیو په یوه غونډه کښې چې د اپرېل په څوارلسمه نېټه په پارلېمان کښې وشوه، سلیم الجبوری د عراق د پارلېمان د مشرۍ له پوسټه څنګته کړ او یو استازے یې د موقته مشر په توګه انتخاب کړے ؤ. د عراق پارلېمان تر اوسه نه دی کړې شوی د عراق د و زیراعظم حېدرالعبادی نوې کابینې ته رائې ورکړی او د هغۀ یوازې ځینو وزیرانو له پارلېمانه رائې اخېستې ده. د عراق د صدر ډلې د مشر مقتدا صدر پلویان هم هغه شان د اصلاحاتو د نه اجرا کېدو په دلیل په بغداد کښې خپلو مظاهرو او په الخضرا سیمه باندې حملې ته دوام ورکوی.

صهیونېسټ رژیم تېره هفته د بنیا مین نتانیا هو په کابینه کښې د اختلافاتو د زیاتېدو کتونکے ؤ.

د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم له اوسنی ماتېدونکی حالت څخه د کابینې د ژغورلو لپاره له مودو مودو خبرو اترو وروسته بالاخره د جنګ د وزیر په توګه د دغه د اسرائیل بیتنا ګوند مشر اویګډور لېبر مېن په انتصاب سره له ائتلافی کابینې سره د هغۀ د ګوند د حتمی یوځاے کېدو لپاره حالات رامنځته کړل. خو د دې باوجود چې لیکوېډ او اسرائیل بیتنا دواړه ګوندونه د کابیې په سر موافقې ته رسېدلی دی. خو په دغه رژیم کښې د مناسبې فضاء نیشتوالے او د اختلافاتو شتون د دې سبب شوے چې د جنګ د نوی وزیر په توګه د لېبرمېن د سوګند خوړو مراسم وځنډولې شی او د نتانیا هو د ائتلافی کابینې راتلونکے د ابهام په هاله کښې باقی پاتې شی.

د صهیونېسټ رژیم د مالیې وزیر موشه کحلون ګواښ وکړ چې د کډوالو د کورناستو د تنخواګانو د زیاتولو په اړه د اسرائیل بیتنا ګوند د مشر او د جنګ د نوی وزیر آویګډور لېبر مېن له شرائطو سره د موافقت په صورت کښې به له خپل پوسټه څنګته شی. د صهیونېسټ رژیم د جنګ مستعفی وزیر موشه یعلون هم لېبر مېن ته د جنګ د وزارت د ورکولو په غبرګون کښې په پارلېمان کښې له خپل غړیتوبه استعفا ورکړه، د صهیونېسټ رژیم د ژوند د چاپېریال وزیر آوی ګبی هم د ښی پال ائتلاف په نوې کابینې او د جنګ د وزیر په توګه د دغه ائتلاف د تندلاری کس آوېګډور لېبر مېن په انتخاب باندې په اعتراض کښې له خپل پوسټه استعفا ورکړه.

د صهیونېسټ رژیم بدلونونه د دې بیانوونکی دی چې په دغه رژیم کښې د سیاسی کشمکشونو او د اقتدار د جنګ د ګوندونو ترمېنځ په اختلافاتو پورې محدود شوے نه دے. په حقیقت کښې د ګوندونو په دننه کښې د جنګونو یوه څپه رامنځته شوې ده. دغو حالاتو ته په پام سره نتانیا هو د خپلې متزلزلې کابینې ړنګېدو ته اندېښمن دے. دا په داسې حال کښې دی چې بنیامین نتانیا هو د دوه زره پینځلسم کال په مارچ کښې د وار مخکې پارلېمانې انتخاباتو په جوړولو سره په دې لټه کښې ؤ چې په سیاسی ډګر کښې خپل متزلزل موقعیت ښۀ کړی.

مهم ټکے دا دے چې حتی د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د صهیونېسټ رژیم د جنګ د وزیر په پوسټ د آوېګډور لېبر مېن له انتصاب او همدارنګ د نتانیا هو د کابینې له ائتلاف سره د هغۀ د ګوند له یوځاے کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړه. په عېن حال کښې د صهیونېسټ رژیم د پارلېمان کنسټ د تحقیقاتی مرکز لخوا د ترسره شوې سروې مطابق چې نتائج یې د تېر زیارت په ورځ د اسرائیلو د پارلېمان په ټیلی ویژنی چېنل کښې خپارۀ شول د صهیونېسټ رژیم د ټولنې اکثریت کسان په دې باوری دی چې د دغه رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیا هو کابینه اوس د جنګ د وزیر په توګه د آوېګډور لېبر مېن په شتون سره په سیمه کښې د جنګ جوړولو او نوې ماجرا لټونې کوشش کوی. د دغې سروې نتائج دا ښودنه کوی چې یو شپېتۀ فیصده صهیونېسټان د نتانیا هو کابینه سوله غوښتونکې نۀ بولی. همدارنګ په دغه سروې کښې څلوېښت فیصده ګډون کوونکو لېبرمېن د اسرائیلو لپاره یو مناسب وزیر نه دے ګڼلے او ویلی یې دی چې د اسرائیلو د امنیت په ټینګولو کښې د نتانیا هو په کابینه اعتماد نه لری.

په داسې حال کښې چې د یمن په باره کښې د کویت د سولې خبرې اترې د پینځو ورځو له وقفې نه پس د تېرې هفتې د ګل له ورځې څخه بیا شروع شوې سعودی جنګی الوتکو هم د یمن په مختلفو سیمو باندې حملو ته په دوام ورکولو سره هم هغه شان د ډزبندۍ خلاف ورزۍ وکړې.

د کویت خبرې اترې د تېر ګل له ورځې څخه یو ځل بیا د ریاض د پلاوی او د یمن د ملی پلاوی ترمېنځ شروع شوې خو د دغو خبرو اترو لپاره څه روښانه راتلونکے په نظر نه راځی.

د یمن د انصارا... د ولسی غوځنګ ویاند محمد عبدالسلام وویل، د یمن د سولې خبرې اترې تر اوسه څه نتیجه ته ندی رسېدلې ، ځکه چې د سعودی عربستان تر ملاتړ لاندې مذاکراتی پلاوے له ځانه د فېصلې کولو توان او د هیڅ ډول خپلواکی نه لری او خپله څه خاصه تګلاره یې نه ده ښودلې.

د یمن د انصارا.. . ویاند د سولې د خبرو اترو د اودرېدو د احتمال په باره کښې هم وویل چې که مقابله خوا سولې ته څه ګروهنه و نۀ ښئ نو په قطعی توګه خبرې اترې بې فائدې دی. د یمن د انقلاب د عالی کمېټۍ مشر محمد علی الحوثی هم په کویت کښې د یمن د سولې په خبرو اترو کښې د پېچلتیاو د راڅرګندېدو دعلت په باره کښې وویل، مشکل دا دے چې د کویت په خبرو اترو کښې د ریاض پلاوے خپل څه اختیار نه لری، ملګری ملتونه او امریکه جدی نه دی او د ملګرو ملتو استازے هم جانبدارانه عمل کوی.

په عېن حال کښې د سعودی د فوځ توپونو تېره هفته هم د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ سره د یمن په مختلفو سیمو ډزې وکړې چې له کبله یې په لسګونو کسان مړۀ او ژوبل شول. د یمن فوځی او ولسی ځواکونو هم د سعودی د فوځ د حملو په ځواب کښې په مختلفو سیمو کښې د دغه فوځ په سنګرونو ګولۍ اورولې چې له امله یې په لسګونو سعودی تالی څټی مړۀ او یا ژوبل شول.

خو د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو استازی اسماعیل ولد شېخ احمد د تېرې هفتې د ایتوار په ورځ د قطر په دوحه کښې په یوه غونډه کښې وویل هغه ډزبندی چې د اپرېل له لسمې راهسې په یمن کښې د ښکېلو خواو ترمېنځ ټینګه شوې ده د خلاف ورزیو د څو مواردو باوجود د دغه هېواد په اکثرو سیمو کښې یې خیال ساتل کیږی. شېخ احمد زیاته کړه، تقریباً له اتیاو نه تر نوی فیصدو پورې جنګ جګړې او دښمنۍ ختمې شوې دی خو په ځینو سیمو کښې تاوتریخوالی هم هغه شان دوام لری.

------------

Add comment


Security code
Refresh