Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 07 جون 2016 13:53

مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۱۵

مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۱۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

په تېره اونۍ کښې د یمن سیاسی بدلونونه، د فلسطین د نیواکی زمکو حالات، د پېرس غونډه، د سوریې د فوځ پرمختګونه او د حلب د حساسو سیمو نیول او د عراق بدلونونه د تېرې اونۍ یو لړ مهم خبرونه وو. نو ښه ده د دغو خبرونو تفصیلی تحلیلونو ته ستاسو پام راګرځوو.

د پېرس له غونډې سره په یو وخت د حماس مشرانو د سولې د نړیوال کانفرنس د جوړولو لپاره د فرانسې طرح د فلسطینی ولس د مشغول ساتلو او خپل وطن ته د کډوالو د ستنېدو د حق د هېرولو لپاره یو سیاست وبلۀ.

د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو مشر محمود عباس له دغې طرحې سره خپل موافقت اعلان کړ او د عربو اتحادیې هم په دې وروستیو وختونو کښې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کښې د فلسطین د مسئلې په هواری کښې د نړیوالو ټولنو د ګډون د لمن د پراخولو لپاره د فراسې له طرحې څخه ملاتړ وکړ.

د نړۍ د څو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د جون په دریمه نېټه په پېرس کښې د ساز باز د خبرو اترو د بیا شروع کولو په موضوع سره جوړه شوه. د فلسطین او اسرائیلو د خبرو اترو د بیا شروع کولو لپاره د فرانسې طرحه په دوه زره پینځلسم کال کښې د فرانسې د بهرنیو چارو د پخوانی وزیر فابیوس لوران لخوا مطرح شوه او اوس د دغه هېواد چارواکی د دغې طرحې د عملی کولو کوشش کوی.

د فلسطین او اسرائیلو خبرې اترې له شلو کلونو وروسته د نتانیا هو په اقتدار کښې په راتلو سره اودرېدې او اوس هم هغه د فرانسې د سولې د طرحې مخالف دے.

د فرانسې طرحه د صهیونېسټ رژیم له چارواکو او فلسطینیانو سره او د دغې طرحې د نړیوالې کولو لپاره له نورو هېوادونو سره په سلامشورو مشتمله ده. په دغه طرحه کښې په وضاحت سره بې له وسلې او فوځه د یو فلسطینی هېواد د واکمنۍ د احترام خبره رامنځته شوې ده چې له وسلې نه بغېر د فلسطینی حکومت د جوړولو په معنا ده، له دې امله فلسطینیان د صهیونېسټانو لپاره یو ستر امتیاز بولی.

د فرانسې په طرحه کښې په وضاحت سره له فلسطینی ښاریزو نه بغېر د یو خالص یهودی هېواد په توګه د اسرائیلو د منلو او همدارنګ د صهیونېسټ رژیم د امنیت د ضمانت ورکولو خبره شوې ده. د امنیتی تدابیرو د غوره کولو او د غزې د مقاومت د ځپلو ترڅنګه په خالص یهودی تشخص سره د صهیونېسټ رژیم قبلول د صهیونېسټانو لپاره د دغې طرحې ځینې مهم امتیازات دی.

له ابتداء څخه د فرانس طرحه د مقاومت او د نورو فلسطینی ډلو له سخت غبرګون سره مخامخه شوه. د حماس غورځنګ لوړ رتبه غړی سامی ابو زهری دغه طرح رده کړه او هغه یې د صیونېسټ رژیم یو وېړیا خدمت وبلۀ.

د فرانسې طرحه د اوسلو د هغې موافقې کاپی شوې او یوه پیکه نسخه ده چې پکې له اوسنی قېد او شرطه بغېر د فلسطینی خپلواکه هېواد جوړېدو، د نولس سوه اوۀ شپېتم کال د نیواکی فلسطین د زمکو څخه د اسرائیلی فوځ وتلو، او د ملګرو ملتو د مصوبو په بنیاد د کډوالو ستنېدو ته اشاره شوې وه.

دا په داسې حال کښې دی چې د فلسطین په حقله د پېرس د کانفرنس په وروستۍ بیانیه کښې ګډون کوونکو په فلسطینی زمکو کښې د صهیونېسټ رژیم له ښارګی جوړونو څخه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د فلسطین په باره کښې د پېرس په کانفرنس کښې ګډون کوونکو هېوادونو د صهیونېسټ رژیم لخوا د ښارګی جوړونې د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره تاکید وکړ چې دغه سیاست په سیمه کښې د کړکېچ د هواری په چلند کښې خلل رامنځته کوی.

تېره هفته د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیا هو یو ځل بیا د ملګرو ملتو د مصوبو په خلاف څرګندونو کښې وویل چې قدس به تر ابده پورې د اسرائیلو یو پېوسته پائتخت وی. نتانیا هو چې د صهیونېسټ رژیم په پارلېمان کښې یې وېنا کوله یو ځل بیا ادعا وکړه چې د جون شپږ ورځنی جنګ زمونږ مخالفانو ته وښودله چې اسرائیل په بېت المقدس کښې تل پاتې کېدونکے دے.

د فلسطین په نیولو او په فلسطین کښې د اسرائیلو د غاصب موجودګی او په نولس سوه اته څلوېښتم کال کښې د عربو او اسرائیلو د وړومبی جنګ په رامنځته کېدو سره د عربو هېوادونو فوځونو لویدیځه غاړه، د غزې تړانګه او د بېت المقدس ختیځه سیمه چې پکې پخوانۍ محله او مسجدالاقصی شامل وو د غاصبانو له قبضې ازادې کړې شوې. په دغه دوران کښې بېت المقدس په دوو برخو اوېشل شو. د قدس لویدیځه برخه د اسرائیلو په قبضه او کنټرول کښې راغله او د دغه ښار ختیځ یعنې ختیځ قدس د اردن د اوقافو ادارې ته وسپارل شو. له دې وروسته د قومی پاکونې پروژې په اجرا کېدو او د ترهه ګرو ډلو د ترهه ګرۍ د عملیاتو او د رعب او وحشت د سیاستونو عملی کېدو سره د لویدیځ بېت المقدس او د هغۀ د خواشا کلیو اوسېدونکی فلسطینیان وشړلې شو او بې کوره کړې شول. چې له دې وروسته د نولس سوه نهۀ څلوېښتم کال د دسمبر په دیارلسمه نېټه صهیونېسټ رژیم بېت المقدس د اسرائیلو د پائېتخت په توګه اعلان کړ.

په نولس سوه اوۀ شپېتم کال کښې د عربو او اسرائیلو له دریم جنګه وروسته اسرائیلی فوځ د قدس د ختیځې برخې په نیولو سره د بېت المقدس دغه باقی پاتې برخه هم قبضه کړه او له لویدیځی قدس سره یې وګنډله. د ملګرو ملتود امنیت شورا په نولس سوه اوۀ شپېتم کال کښې د دوه سوه دوه څلوېښتم پرېکړ لیک په تصویبولو سره د قدس په نیواکی والی باندې د تائید مهر ولګوۀ او له اسرائیلو یې وغوښتل چې بې له قېدو شرطه دې له نیواکی قدس څخه خپل فوځونه بهر کړی.

د ملګرو ملتو مشر د بحرېن د جمعیت الوفاق ګوند د مشر شېخ سلمان په خلاف د جاری شوی حکم په اړه د افسوس په څرګندولو سره د هغۀ د معاف کولو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتو د مشر بان کی مون رسمی ویاند نزار عبود د جمعیت الوفاق د عمومی سېکتر او د بحرینی مخالفانو د مشر شېخ علی سلمان په خلاف د جاری شوی حکم او له څلورو کلونو څخه نهو کلونو ته د هغۀ د قېد د زیاتېدو په اړه د بان کی مون د افسوس د څرګندولو خبر ورکړ او وې ویل، بان کی مون په دې باندې چې د علی سلمان د ازادۍ لپاره د نړیوالو غوښتنو باوجود منامې داسې یو حکم جاری کړ خواښینے دے. هغۀ وویل، د ملګرو ملتو مشر باوری دے چې پکار دی د شېخ علی سلمان په اړه د عفوې حکم جاری شی، ځکه چې هغۀ به د بیان په ازادۍ او د سوله ایزو غونډو په ازادۍ کښې له خپل حق څخه په سوله ایزه او قانونی توګه استفاده کوله.

شپاړسو حقوقی ادارو په یوه ګډه بیانیه کښې د بحرېن جمعیت اسلامی الوفاق د مشر شېخ سلمان په خلاف د ال خلیفه د محکمې او د هغۀ د قېد د زیاتولو په اقدام باندې په نیوکې سره دغه فېصله د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی وبلله. په دغه بیانیه کښې راغلی دی چې د بحرېن د استیناف محکمې فېصله د بشری حقوقو د ټولو مدافعانو او هغو عربو او نړیوالو ادارو چې د بحرېن له حکومته یې غوښتی دی چې د بیان د ازادۍ د حق د اصولو احترام دې وکړې یوشاک او صدمه ګڼلې کیږی.

دغې بیانیې له نړیوالې ټولنې او له حقوقی ادارو څخه غوښتی دی چې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په اړه دې د بحرېن په حکومت دباو راوړی او له آل خلیفه رژیم څخه دې وغواړی چې شېخ علی سلمان او نور بحرېنی سیاسی مشران ازاد کړی.

د بحرېن استیناف محکمې د دوه زره شپاړسم روان میلادی کال د مۍ په دېرشمه نېټه د شېخ علی سلمان بند له څلور کلونو څخه نهۀ کلونو ته زیات کړ.

د اسیرانو د تبادلې په باره کښې د یمن د انصارا... او مستعفی حکومت موافقې د یمن د تېرې هفتې خبرونه تر تاثیر لاندې راوستلی وو او د کویت په خبرو اترو کښې د انصارا... ولسی غورځنګ او د یمن د مستعفی حکومت د مذاکراتی خواو په موافقې سره د دواړو خواو یو شمېر اسیران ازاد شول.

تېره هفته خبری سرچینو د یمن په جنوب تعز سیمه کښې د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ او فوځ نولس تنه اسیرانو او د دغه هېواد د مستعفی ولسمشر عبد ربه منصور هادی شپاړس تنه تالی څټو د مبادلې خبر ورکړ. په کویت کښې د یمن د سولې په خبرو اترو کښې د انصارا... پلاوی او د عبد ربه منصور هادی د مستعفی حکومت نمائندګانو د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د روژې د مبارکې میاشتې له شروع کېدو مخکې دې د دواړو خواو پینځۀ دېرش اسیران ازاد شی.

په کویت کښې د یمنی ډلو سلامشورې چې له تېرو شپږو هفتو راهسې شروع شوې دی د ځینو اختلافاتو او د ریاض د پلاوی د خنډ اچونو باوجود دوام لری. د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص استازی اسماعیل ولد الشېخ احمد د خبرو اترو د پرمختګ او حل لارې ته د رسېدو لپاره په کوېت کښې له ځینو سفیرانو او ډېپلومېټانو او د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا له عمومی سېکتر سره کتنې وکړې.

اسماعیل ولد الشېخ احمد له یمنی مذاکراتی خواو وغوښتل چې د حالاتو له لا پېچل کېدو څخه د مخنیوی لپاره دې له خپلو ځینو غوښتنو لاس واخلی. د ملګرو ملتو مشر بان کی مون په یو رپوټ کښې په یمن باندې د سعودی په مشرۍ د فوځی ائتلاف په حملو باندې په نیوکې سره هغه د یمنی ماشومانو د قتل عام ذمه وار وبلۀ او وې ویل چې دغه ائتلاف د هغو ځواکونو په تور لېسټ کښې راغلے دے چې د جنګ په دوران کښې د ماشومانو حقوقو ته بې پامی کوی.

په تېره هفته کښې د فلوجې د ازادولو د عملیاتو په دوران کښې د عراقی فوځ او ولسی ځواکونو کامیابیو دعراقیانو کورونو ته د خوشحالۍ یو څپه راوړه. د عراق د فیډرل پولیسو قوماندان رائد شاکر جودت وویل، د داعش د ترهه ګرو له نیواکه د فلوجې د ازادولو په عملیاتو کښې اویشت کلی ازاد کړې شول. عراقی ځواکونو د فلوجې ښار د ازادولو لپاره د پرمختګ په دوام کښې القصلاویه ښار په کامله توګه ازاد کړ.

د عراق د فوځ خاصو ځواکونو په فلوجه باندې په وروستۍ حملې سره او له داعشیانو سره د سړکونو په نښته کښې له هغوی څخه په لسګونو ترهه ګر هلاک کړل. د فلوجې د ازادولو ستر عملیات چې د تېرې هفتې له وړومبیو وختونو څخه د عراق د وزیراعظم حېدرالعبادی او د دغه هېواد د ځواکونو د عمومی قوماندان په حکم سره شروع شول اوس دریم پړاو ته داخل شوی دی. په دغو عملیاتو کښې د عراق فوځی او پولیس ځواکونه، حشد الشعبی ولسی ځواکونه او قبائیلی ځواکونه ګډون کوی.

د عراق د فلوجې ښار د ازادولو د عملیاتو د قوماندان ځاے ناستی هادی رزیج وویل د دغو عملیاتو د دوو پړاوونو له مکملېدو وروسته به په فلوجه کښې د وسله والو ځواکونو په پرمختګ سره د فلوجې د ازادولو په دریم پړاو کښې د عراق له فیډرل پولیسو، له چټک غبرګون ښودونکو ځواکونو، عراقی فوځ او له ولسی رضاکارو ځواکونو هم استفاده وکړوو.

د عراق د فوځ دغه قوماندان وویل چې د الانبار پولیس ځواکونه به له داعش تکفیری ترهه ګرو څخه د فلوجې ښار له پوره پاکولو وروسته د دغه ښار د امنیت د ټینګولو ذمه واری په غاړه ولری.

د عراق د رضاکار ولسی ځواکونو د مشر مرستیال هم د فلوجې د ازادولو په عملیاتو کښې د دغو ځواکونو د زیات رول خبر ورکړ. رضاکار ولسی ځواکونو د فلوجې د سیمو د ازادولو د ماموریت تر ټولو مشکله برخه عملی کړه او دغه عملیات په کامیابۍ سره ختم شول.

په دې وروستیو ورځو کښې د ترهه ګرو په مقابل کښې د عراقیانو له پراخو کامیابیو ورووسته دعراق د پارلېمان مشر د ترهه ګرو له قبضې څخه ازاد شویو سیمو ته د کډوالو د ستنېدو غوښتونکے شو. د عراق د پارلېمان مشر سلیم الجبوری د الانبار صوبې د الکرمه ښار او د عراق د لویدیځ د شورا له غړیو سره په کتنه کښې وویل، د داعش د ترهه ګرو له تسلطه ازاد شویو ښارونو ته د کډوالو د ستنېدو لپاره ضروری اقدامات ترسره شوی دی او همدا اوس د دغو سیمو پوره کنټرول د عراقی ځواکونو په اختیار کښې دے.

د سوریې کرد ځواکونو د دغه هېواد د شمال په منبج ښار باندې د حملې له شروع کولو نه څلوریشت ګېنټې وروسته وویل، چې په دغه سیمه کښې د داعش دفاعی کرښې یې په کامله توګه ماتې کړې. د سوریې په شمال کښې منبج ښار د داعش یوه تر ټولو مهمه اډه ګڼلې کیږی او په رقه یعنې د داعش په ګمان د خلافت په پائېتخت کښې د ترهه ګرو او د حلب په شمال کښې د دغې ډلې د ترهه ګرو ترمېنځ یوازېنۍ مواصلاتی لاره ده.

د منبج ښار په ازادېدو سره د زرګونو داعشیانو ارتباط په عملی توګه پرې کیږی چې د هغو زیات شمېر ځواکونه په محاصره کښې راځی. له دې سره په یو وخت د امریکې د دفاع وزارت پېنټاګون هم وویل چې په منبج ښار کښې یې د داعش په اډو باندې تقریباً اتلس هوائی حملې ترسره کړی دی.

د ترکیې په پولو کښې د داعش تر کنټرول لندې پوله ایزو سیمو باندې د کردانو حملې د انقرې غبرګون په ځان پسې لرلے دے. د ترکیې چارواکو په ځلونو خبردارے ورکړے دے چې اجازه به ورنکړی چې کرد ځواکونه د فرات سیند په لویدیځ کښې ځاے پرځاے شی.

په سوریې کښې تکفیری ترهه ګرو د جنایتونو په دوام کښې هم د سوریې د شمال لویدیځ په ادلب کښې د الفوعه او کفریا شیعه مېشته دوو ښارګیو اوسېدونکو د ترهه ګرو په جنایتونو باندې په اعتراض کښې د ملګرو ملتو مشر او د سوریې په چارو کښې د هغۀ استازی ته یو لیک ولېږۀ.

په دغه لیک کښې راغلی دی چې له پینځویشت زرو نه زیات ماشومان او بوډاګانې ښځې او سړی د ترهه ګرو په محاصر کښې دی او په دغه سیمه کښې د استفادې وړ د اوبو یوازېنۍ سرچینه د وسله والو کسانو د هاونی حملو په وجه له کار لوېدلې ده.

د ملګرو ملتو مشر تېره هفته وویل چې داعش ترهه ګره ډله د خپلو جنګونو یو نوی پړاو ته داخله شوې ده چې کېدې شی په نړۍ کښې د عامه خلقو له تر ټولو زیاتو سرتاوانونو سبب شی.

---------

Add comment


Security code
Refresh