Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 23 جون 2016 15:46

آل سعود د اسلامی نړۍ نوی منافقین

آل سعود د اسلامی نړۍ نوی منافقین
آل سعود په داسې حال کښې چې خپل هېواد یو اسلامی هېواد او ځانونه د مسلمانانو د ګټو پلویان بولی په عمل کښې په منافقانه توګه او د اسلامی دنیا د دښمنانو په ملګرتیا سره اسلامی امت له شا نه په خنجر وهی.

په دې وروستیو کلونو کښې د سعودی واکمنانو دریځونه او اقدامات مسلمانانو ته د اسلام د ابتدائی دور د منافقانو کردار ورپه یادوی. داسې اقدامات چې د یو مسلمان هېواد له حېثیت سره سمون نۀ خوری. د آل سعود کردار په تېره بیا د تېرو دوو کلونو کردار ته یوه لنډه کتنه انسان دې نتیجې ته رسوی چې دوی په اسلامی دنیا کښې نوی منافقان دی چې هم هغه د خداے د ګران رسول (ص) د زمانې د منافقانو کردار لری.

قرآن مجید منافقان هغه کسان معرفی کوی چې د اسلام تظاهر کوی، خو له زړۀ نه پرې ایمان نۀ لری او د دوی له کردار او اعمالو څخه دا موضوع په ډاګه کیږی. لکه څنګه چې د سورۀ منافقون په وړومبنی مبارک آیت کښې لولو: (( (اے رسوله!) کله چې منافقان تا ته راځی نو وائی، مونږ ګواهی ورکوو چې یقیناً تۀ د خداے رسول یې، خداے پوهیږی چې ته د هغه رسول یې خو خداے ګواهی ورکوی چې منافقان دروغجن دی. (یعنې په خپله وېنا ایمان نه لری.))) منافقان هغه وخت چې یې د ګټو او مصالحو خبره ترمنځه راشی نو پېژندل کېدې شی.))

د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) به تل مسلمانان اتحاد، یووالی او یو زړۀ توب ته رابلل او هغو ټولو کسانو ته به یې چې د خداے پاک په وحدانیت او د هغه حضرت په رسالت ګواهی ورکوله په یوه سترګه کتل. هغه حضرت د اسلامی امت د وحدت او یووالی د ساتنې او مضبوطیه لپاره پراخې هلې ځلې کولې. په مقابل کښې به منافقانو چې د مسلمانانو یووالے او قوت یې په خپل تاوان بلۀ د هغوی له دښمنانو سره په ملګرتیا سره د اسلام د پېروکارو ترمېنځ د تفرقې او جدائۍ په لاره کښې کوشش کوۀ. نن سبا هم سعودی حکومت داسې یو عمل کوی چې ته به وائې په اسلامی نړۍ کښې خپله لویه ذمه واری د مسلمانانو ترمېنځ تفرقه او اختلاف اچول بولی. سعودی چارواکی او رسنې په څرګنده او پټه توګه په مختلفو اسلامی هېوادونو کښې د اختلافاتو تخم شیندی او په دې لړ کښې په خاصه توګه مذهبی فرقونه او فروعی اختلافات غټوی.

وهابیت د یوې متحجرې او انحرافی فرقې په توګه چې په سعودی رژیم باندې واکمن دے تل د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنخ اختلافات رامنځته کوی چې له دې لارې په اسلامی هېوادونو کښې ناارامی او تفرقه واکمنه شی. د دغې انحرافی فرقې عالمانو حتی د شیعه مسلمانانو وینه مباحه بللې ده چې یې زیاتې وینې توې شی. البته د وهابیت دښمنی یوازې په شیعه ؤ نه ختمیږی او دغه منحرفه فرقه د سنینانو د نورو مذهبونو په وړاندې هم ځانونه اوچت بولی او هر څوک چې ورباندې نیوکه او تنقید کوی نو د ال سعود له مختلفو دباوونو او تشددونو سره مخامخیږی. دا په داسې حال کښې دی چې د سعودی تبلیغاتی اداره په یو منافقانه دریځ کښې دغه رژیم د مسلمانانو د وحدت د پلوی په توګه البته هغه ډول چې خپله یې غواړی ښئ.

د تېرو کلونو په دوران کښې د آل سعود د تفرقه اچونې لمن اوږده شوې ده او دغه خاندان د عراق، سوریې، لېبیا او افغانستان په شان هېوادونو کښې د کورنیو جنګونو په جوړولو لاس پورې کړے دے. سعودی حکومت د سوریې د خلقو په قتل عام کښې خپله لاس لرنه پټوی او د دغه هېواد د قانونی ولسمشر بشار اسد د څنګته کولو او په دغه هېواد کښې د ډېموکرېسۍ د راوستلو غوښتنه کوی. دا په داسې حال کښې دی چې خپله په سعودی عربستان کښې ډېموکرېسی او ازاد انتخابات موجود نه دی او باچائی استبدادی نظام پکې واکمن دے. د آل سعود په ګفتار او کردار کښې دغه تناقض د منافقینو په حقله د سورۀ بقرې د یولسم او دولسم مبارکو آیتونو یاد راوړی چې فرمائی: ((او کله چې دوی ته ویل کیږی چې په زمکه کښې فساد مه کوئ نو وائی چې مونږ خو یوازې اصلاح کوونکی یوو، اګاه اوسئ چې دوی هم هغه مفسدان دی خو نه پوهیږی.)) د سعودی تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو په سوریې او عراق کښې د دغه رژیم او د هغۀ د انډیولانو د نارواؤ ګټو د پوره کولو لپاره تر اوسه زرګونه بې ګناه انسانان قتل عام کړی او زیاتره تاسیسات او ودانۍ یې تباه کړې دی.

سعودیانو همدارنګ په پاکستان، مصر، بحرېن او ځینو نورو اسلامی هېوادنو کښې په خپلو غېر قانونی مداخلتونو سره سختې جنګ جګړې او اختلافات رامنځته کړی دی.

سعودی واکمنانو یوازې په اسلامی هېوادونو کښې د خپلو تکفیری عواملو په ذریعې سره د جنګونو په جوړولو بسنه نه ده کړې بلکه فوځ یې په یمن کښې نېغ په نېغه جنګ ته وردانګلی او د دغه هېواد د خلقو په قتل عام یې لاس پورې کړے دے. تر اوسه په زرګونو عامه یمنی خلق د آل سعود د طمو قربانی شوی دی او د دغه هېواد بنسټیز مراکز تباه شوی دی. د یمن بمبارۍ تر دومره اندازې وحشیانه دی چې ملګرو ملتو څو ورځې مخکې د سعودی حکومت د ماشومانو د وژونکو حکومتونو په تور لېسټ کښې شامل کړ،خو دغه رژیم د خپلو مالی ژمنو د نه ادا کولو په ګواښ سره د دغې ادارې مشر له خپل دریځه شاتګ ته مجبور کړ چې دغه چاره د آل سعود او د دغې نړیوالې ادارې لپاره د رسوائۍ سبب شوه. سعودیانو د امریکې د دوه زره وړومبی کال د ستمبر د یولسمې په چاودنو کښې د لاس لرلوپه اړه هم داسې یو سیاست غوره کړے او ویلې یې دی چې که د ترهه ګرۍ په دغه پېښه کښې د دوی لاس لرنه په ډاګه شی نو له امریکې څخه به خپلې پانګې وباسی.

د اسلام د ابتدائی دور د منافقانو یو خصوصیت له دښمنانوسره نۀ مقابله او جهاد ته نه تګ ته د مسلمانانو هڅول وو. هغوی به حتی کله کله دمومنانو په خلاف له مشرکانو او یهودیانوسره سازشونه کول. سعودی حکومت هم د زیاتو فوځی سازوسامانونو په اخېستلو سره تر اوسه د صهیونېسټ رژیم په خلاف هیڅ اقدام نه دے کړے او د دغه غاصب رژیم په خلاف په چټی او بې خاصیته پروپېګنډو یې بسنه کړې ده. حتی په تېرو میاشتو کښې د ایران او سوریې په شان د مقاومت د محاذ اسلامی هېوادونو په خلاف د ریاض او تل ابیب د نزدیو تعلقاتو په اړه ګڼ شمېر رپوټونه خپارۀ شوی دی.

له بلې خوا آل سعود د امریکې نزدې انډیوال بلل کیږی،په داسې حال کښې چې له اسلامی نړۍ سره د امریکې دښمنی او کینه په ځلونوثابته شوې ده او د امریکې فوځ تر اوسه په څواسلامی هېوادونو باندې نېغ په نېغه حملې کړې دی. واشنګټن همدارنګ د فلسطین د قبضه کولو او د دغه ټاټوبې د مظلومو خلقو د قتل عام په قضیه کښې د تل ابیب بې چون او چرا ملاتړے دے. نو ځکه د لوې شېطانې او د اسلامی امت د سترې دښمنې په توګه له امریکې سره د سعودی دوستی د دغه خاندان له نفاقه بغېر څه بله توجیه نه لری. قرآن شریف د سورۀ نساء په یوسل اته دېرشم او یوسل نهه دېرشم مبارکوآیتونو کښې په دې اړه فرمائی: ((منافقینوته خبر ورکړه چې یو لړ دردناکې سزاګانې یې په انتظار کښې دی،هم هغه کسان چې د مومنانو په ځاے کافران خپل دوستان غوره کوی، آیاعزت او آبرو له هغوی سره لټوی؟ حال دا چې ټول عزتونه خداے لره دی.)) په سعودی خاندان کښې د امریکې د حکومت نفوذ تر دې حده دے چې د آل سعود د بنیادی مهرو په ټاکنه کښې هم مداخلت کوی. د مثال په توګه په دې وروستیو کښې د سعودی د ولیعهدجانشین او د دفاع وزیر محمد بن سلمان په اسلامی نړۍ کښې په خپلومداخلت کوونکو سیاستونو کښې د خپل پوزیشن د مضبوطولو او له سپینې ماڼۍ سره د غږملتیا او سلامشورو لپاره امریکې ته لاړ.

منافقان صحیح عقائد نه لری او ایمانونه یې متزلزل دی چې قران یې داسې بیانوی: ((هغوی بې هدفه کسان دی چې نه د دوی لوری ته دی او نه د هغوی لوری ته.(یعنې نۀ د مومنانو په صف کښې شتون لری او نه د کافرانو په صف کښې.) او خداے چې هر څوک ګمراه کړی نو د هغوی لپاره به څه لاره پېدا نه شی)) په آل سعود باندې واکمن وهابیت یوه بې بنیاده او انحرافی فرقه ده چې تل یې د تحجر او تشدد ترویج کړے دے. سعودی حکومت که څه هم د اختلافاتو او جنګونو د رامنځته کولو لپاره په اسلامی هېوادنو کښې دا عقیده ترویجوی، خو سعودی واکمنان خپله دومره زیات په دغه عقیده پابند نه دی. هغه خبرونه چې کله کله د دغه خاندان د غړیو د فساد، تجملاتو او عېش او عشرت په باره کښې خپریږی د دې حقیقت بیانوونکی دی.

آل سعود غواړی چې د اسلامی نړۍ د مشر او د خادم الحرمین الشریفین په توګه وپېژندې شی، خو په دې ښۀ پوهیږی چې د داسې مقام څه اخلاقی صلاحیت او قابلیت نه لری. د تېر کال د حج د مراسمو په دوران کښې د دوی بې تدبیری د دې سبب شوه چې یوازې د منا په غمیزه کښې له اوو زرو نه زیات حاجیان ووژل شی. په تېرو کلونو کښې هم په ځلونو په مختلفو پېښو کښې حاجیان قربانی شوی دی.

په روان کال کښې سعودی حکومت د سیاسی مسائلو په دلیل د ایرانی، سوری او یمنی حاجیانو لپاره حج ممنوع کړے دے او د ځینو نورو هېوادونو لپاره هم د یو لړ محدودیتونو او بندیزونو قائل شوے دے. په داسې حال کښې حج د خداے لخوا د هغو ټولو مسلمانانو لپاره چې شرائط ولری فرض کړے شوے دے او د سعودیانو دغه کار د خداے پاک له حکم سره مخالفت دے. دغه اقدامات ښودنه کوی چې آل سعود حج په منافقانه توګه د خپلو کینه ورو سیاستونو د مخالفانو په خلاف په یوې وسیلې او حربې بدل کړے دے.

سعودی واکمنان نن سبا د تېلو په زیاتې سرمائې سره کوشش کوی چې خپل پراختیا غوښتونکی سیاستونه په اسلامی نړۍ وتپی او د دغه مقصد د پوره کولو لپاره له هیڅ ډول ناروا او تفرقه اچوونکی اقدامه ډډه نه کوی. البته دغه منافقانه اعمال بالاخره له ماتې سره مخامخېدونکی دی، هم هغه ډول چې د اسلام په ابتدائی دور کښې منافقان مجبور شول چې د مسلمانانو کامیابی او د اسلام د روح بخښونکی دین پراختیا ومنی نن هم د هغو مشکلو حالاتو باوجود چې دښمنانو او د ال سعود په شان منافقو حکومتونو په اسلامی نړۍ باندې تپلی دی یو روښانه او ځلانده راتلونکے د مسلمانانو مخې ته دے چې د دښمنانو او منافقانو په وړاندې یووالی، بصیرت او مقاومت ته اړتیا لری.

---------

Add comment


Security code
Refresh