Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 03 جولای 2016 16:20

د امریکې داخلی بدلونونو ته کتنه ۱۳۹۵-۰۴-۱۲

د امریکې داخلی بدلونونو ته کتنه ۱۳۹۵-۰۴-۱۲
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د امریکې داخلی بدلونونو ته یوه کتنه نومې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

د تېرو مطالبو په شان به په دې پروګرام کښې هم په تېره هفته کښې د امریکې ډېرو مهمو سیاسی، اقتصادی او اجتماعی بدلونونو ته یوه کتنه وکړوو.

د بنغازی د پېښې په باره کښې د امریکې د کانګرېس د تحقیقی کمېټۍ د جنجالی رپوټ خپرېدنه، د امریکې په ټولو هوائی ډګرونو کښې د غېر معمولی او هنګامی حالت اعلان او د وسلو له تاوتریخوالی سره د مقابلې لپاره د یو پلان وړاندې کول په تېره هفته کښې د امریکې ځینې ډېر مهم خبرونه وو.

تېره هفته د امریکې د کانګرېس خصوصی کمېټۍ د لېبیا په بنغازی کښې د امریکې په کنسولګرۍ باندې د دوه زره دولسم کال د حملې په باره کښې خپل رپوت خپور کړ.

په دغه اتۀ سوه مخیز رپوټ کښې د امریکې حکومت په لېبیا کښې د امریکې د ډېپلومېټانو په حفاظت کښې په کوتاهۍ تورن شوے دے.

د کانګرېس خصوصی کمېټۍ د امریکې فوځ ګرم وبلۀ او اعلان یې وکړ چې فوځ نه دی کړې شوی د امریکې د څلورو ښاریزو سر ساتنه وکړی. په دغه رپوټ کښې راغلی دی چې له حملې نه تر اتۀ ګېنټو وروسته پورې بنغازی ته لا هیڅ فوځی مرسته نه وه لېږلې شوې. دغه واقعه د هېلری کلېنټون د بهرنیو چارو د وزارت په زمانه کښې رامنځته شوه. په دغه رپوټ کښې راغلی دی چې مېرمن کلېنټون چې اوس د امریکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره اماده کیږی د بنغازی د پېښې په باره کښې له سی آئی اے ادارې سره په خپلو مبادلاتو کښې د حکومتی ایمېلونو په ځاے له خپلو ذاتی ایمیلونو استفاده کړې او له دې لارې یې د امریکې د ښاریزو ژوند په خطر کښې اچولے دے.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنېسټ د تېرې هفتې د نهې په ورځ په یو خبری کانفرنس کښې دغه رپوټ د مېرمن کلېنټون د سستۍ په باره کښې د تورونو په ناسموالی یو ګواه وبلۀ او زیاته یې کړه، د دغې کمېټۍ ټولو غړیو د هېلری کلېنټون په خلاف د تورونو په بې بنیادوالی باندې اعتراف کړے دے، خو ری پبلېکنان کوشش کوی چې له دغې پېښې او په دغه حمله کښې د څلورو آمریکایانو له مرګ څخه د خپلو سیاسی مقاصدو د حاصلولو لپاره استفاده وکړی.

د دوه زره دولس کال د ستمبر په یولسمه نېټه او هغه وخت چې مېرمن کلېنټون د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت عهدې داره وه په آمریکه کښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې له سپکاوی نه د ډک فېلم په جوړېدو او خپرېدو باندې د احتجاج کوونکو له راغونډېدو سره په یو وخت په بنغازی ښار کښې د دغه هېواد په کنسولګرۍ حمله وشوه. دغه حمله په لېبیا کښې د امریکې د سفیر کرېسټوفرسټیونېس په شمول د دغه هېواد د څلورو ډېپلومېټانو د وژل کېدو سبب شوه.

ری پبلېکنانو سپینه ماڼۍ د دوه زره دولسم کال د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې د عامه افکارو د منحرفولو لپاره په دې باره کښې غلط اطلاعات وړاندې کړل ا وبالاخره یې د دغې پېښې د مختلفو اړخونو د تحقیقاتو لپاره یوه کمېټی جوړه کړه. ډېموکرېټانو ادعا کړې ده چې د ری پبلېکنانو تر کنټرول لاندې کمېټی کوشش کوی چې د بنغازی له پېښې څخه په انتخاباتی سیالیو کښې مېرمن کلېنټون ته د زیان رسولو لپاره استفاده وکړی.

د بنغازی واقعه یوازې د مېرمن کلېنټون د تېرې هفتې جنجال نۀ ؤ، د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت په دننه کښې له ذاتی ایمیلونو څخه د استفادې موضوع هم یو ځل بیا د هغې لپاره په سرخوږی بدله شوه. په داسې حال کښې چې د امریکې له فیډرل پولیسو سره د مېرمن کلېنټون د ایمېلونو دوسیه هم هغه شان خلاصه ده د امریکې له عمومی څارنوالې مېرمن لورتا لېنچ سره د دغه هېواد پخوانی ولسمشر بېل کلېنټون او د هغۀ د ښځې مېرمن کلېنټون د کتنې افشاء کېدنه د سیال ګوند او حتی د ځینو ډېموکرېټو غړیو له پراخه نیوکې سره مخامخ شوې ده.

د بېل کلېنټون او مېرمن لېنچ کتنه چې د آریزونا په فونېکس هوائی ډګر کښې وشوه د دواړو خواو لخوا په الوتکه کښې یوه ناڅاپه کتنه بللې شوې ده خو نه یوازې د مېرمن کلېنټون انتخاباتی ټیم بلکه د امریکې لوے څارنواله یې هم تر سخت دباو لاندې راوستې ده.

ری پبلېکنانو په دغه کتنه باندې سخت اعتراض وکړ او هغه یې د څارنوالې غېر اخلاقی عمل وبلۀ. هغوی باوری دی چې دا چې د هېواد عمومی څارنواله دې یو تورن ته له ډېر یو نزدې کس سره کتنه وکړی او عمومی افکارو او انصاف ته په بې پامۍ سره له خپل طرفه اعلان وکړی چې د هغې له نظره پکار دی دغه دوسیه وتړلې شی، د بې انصافی نمونه ده. ان تردې چې ځینو لوړ رتبه ډېموکرېټو چارواکو هم په دغه کتنه اعتراض کړے دے. هغوی باوری دی چې دغې کتنې د مېرمن کلېنټون او د ډېموکرېټ ګوند حېثیت ته سخت زیان رسولےدے.

بالاخره له دې وروسته چې مېرمن لېنچ تر سختو اعتراضونو لاندې ځان د مېرمن کلېنټون له دوسیې څخه څنګه کړ د امریکې د فیډرل پولیسو مشر جیمز کومی د دغې دوسیې د دوام ذمه واری په غاړه واخېسته.

د مېرمن هېلری کلېنټون د ذاتی ایمیلونو په سر جنجال له دې وروسته شروع شو چې د امریکې د کورنیو چارو پخوانۍ وزیره تورنه شوه چې له دوه زره نهم نه تر دوه زره دیارلسم میلادی کاله پورې موده کښې چې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مشری یې په غاړه لرله له حکومتی امنه سېرورونو څخه د استفادې په ځاے د ذاتی ایمیل په سروېس سره اداری مکاتبې ترسره کړې دی. د دې احتمال مطرح کېدو چې په دغه دوره کښې د امریکې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې ځینې محرمانه او امنیتی اسناد او مکاتبات په خپل ذاتی ایمېل سره لېږلی وی چې په داسې صورت کښې یې د ا مریکې ملی امنیت په خطر کښې اچولے دے د مېرمن کلېنټون د سیاسی مخالفانو دباوونه لا زیات کړی دی.

د امریکې حکومت تېره هفته په غېر جنګی سیمو باندې د د دغه هېواد د ډرون حملو د سرتاوانونود شمېر په باره کښې یو رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ له مخې چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکې د ملی اطلاعاتو د مدیر لخوا خپور شو، له دوه زره نهم کال نه تر دوه زره شپاړسم کاله پورې موده کښې په هغوهېوادونو باندې چې له امریکې سره په جنګ کښې نه دی د دغه هېواد ډرون الوتکو په څلور سوه درې اویا حملو کښې تقریباً یوسل شپاړس عامه خلق په غلطۍ سره وژل شوی دی.

دغه شمېرنې چې په افغانستان، سوریې او عراق کښې د امریکې د ډرون حملو سرتاوانونه پکې نه شاملیږی د غېر سرکاری ادارو لخوا د برابر کړې شویو اندازو نه ډېر کم دے.

فارن پالیسی نشریې څه موده مخکې لیکلی وو چې د امریکې ډرون الوتکې له عامه الوتکونه پینځه دېرش برابر د زیاتو عامه خلقود مړینې سبب کیږی. د اوباما حکومت له دې مخکې ادعا کړې وه چې ډرون الوتکې د ترهه ګرۍ په خلاف جنګ کښې د عامه خلقود وژل کېدوپه شمول جانبی تاوانونه محدودوی.

اوباما د شېکاګو د پوهنتون د حقوقو په څانګه کښې په یو لړ څرګندونو کښې د ډرون الوتکو په استعمال باندې د نیوکې په اړه په غبرګون کښې ادعا وکړه په هره ډرون حمله کښې د عامه خلقو سرتاوانونه په متعارف جنګ کښې د عامه خلقو د سرتاوانونو له اندازې نه ډېر کم دے.

خو د حملو د شمېر او د هغو په نتیجه کښې د وژل شویو د شمېر پرتله ښودنه کوی چې د هغو عامه خلقو شمېر چې په ډرون حملو کښې وژل کیږی له پائیلت لرونکو الوتکو څخه په استفادې سره له حملو نه ډېر کم دے.

خپارۀ شوی اسناد او مدرکونه ښودنه کوی چې د پاکستان، یمن او سومالیې په شمول په غېر جنګی سیمو کښې په ډرون حملو کښې د عامه خلقو سرتاوانونه د عراق، سوریې او افغانستان په شمول په جنګی سیمو کښې د پائیلټ لرونکو الوتکو په حملو کښې د عامه خلقو د سرتاوانونو پینځه دېرش چنده دی.

آمریکه وړومبنے هېواد دے چې په ترهه ګرۍ باندې د تورنو کسانو د ختمولو لپاره یې د توغندی لرونکو ډرون الوتکو څخه استفاده شروع کړه.

د ترهه ګرو په خلاف د امریکې لخوا له ډرون الوتکو څخه استفاده د دوه زره وړومبی کال د ستمبر د یولسمې له حملو وروسته شروع شوه. د امریکې د پخوانی ولسمشر جارج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کښې دغه حملې زیاتې شوې او د اوباما د ولسمشرۍ په دوره کښې نورې هم زیاتې پیاوړې شوې.

تېره هفته د استنبول په هوائی ډګر باندې په حمله کښې د داعش ترهه ګرې ډلې له لاس لرلو څخه له اطمیانه وروسته د امریکې په ټولو هوائی ډګرونو کښې د هنګامی حالت اعلان وشو. په ټوله امریکه کښې د امنیتی تدابیرو په غوره کولو سره امنیی ځواکونه او خصوصی یونټونه د دغه هېواد هوائی ډګرونو ته لېږل شوی دی.

تېره هفته په نیویارک او آتلانټا ښارونو کښې د جان اېف کېنډی او لاګارډیا په شان هوائی ډګرونو کښې سخت امنیتی تدابیر غوره کړې شول. د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د امریکې په ډالاس کښې یو پنځوس طبقه ای ډېر اوچت بلډنګ د بم اېښودو له ګواښه وروسته په کامله توګه خالی کړے شو.

د امریکې چارواکی اندېښمن دی چې په سوریې او عراق کښې د جنګ په مېدان کښې د داعش له ناکامیو وروسته دغه ترهه ګره ډله له بل هر وخت نه زیاته د امریکې په دننه کښې د ترهه ګرۍ د حملو د ترسره کولو لپاره هوډمنه شی.

د نویو سروې ګانو له مخې د امریکایانو ترمېنځ د ترهه ګرۍ د حملو له رامنخته کېدو څخه اندېښنه له دوه زره دریم کال نه خپل ډېرې لوړې سطحې ته رسېدلې ده. د او آر سی موسسې او سی اېن اېن چېنل په ګډې سروې کښې درې اویا فیصده امریکایان په راتلونکو څو هفتو کښې د ترهه ګرۍ د حمولو رامنځته کېدو اندېښمن کړی دی.

د امریکایانو تقریباً دریمه برخه خلق په دې باوری دی چې د کسانو لخوا ترهه ګرې حملې په امریکا کښې د منظمو ترهه ګرو ډلو د حملو له خطر نه زیاتې دی.

په دغو حالاتو کښې د امریکې د پارلېان غړیو د دغه هېواد حکومت ته د کډوالو د منلو په باره کښې خبردارے ورکړ او د امریکې ولسمشر باراک اوباما ته یې په یو لیک کښې ادعا وکړه چې د کډوالو منل د دغه هېواد امنیت له خطر سره مخامخوی. دغو استازیو دې ته په اشارې سره چې د اوباما حکومت له کډوالو څخه د اطلاعاتو په راغونډولو کښې عمل نه دے کړے، د کډوالو د قبلولو په باره کښې لا زیاته اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکې د پارلېمان ری پبلېکن غړیو تېره هفته له تودو وسلو سره د اړوند تاوتریخوالی په وړاندې د کانګرېس په بې عملۍ باندې د نیوکو په زیاتېدو سره له دغه مشکل سره د مقابلې لپاره یوه طرحه وړاندې کړه.

دغه طرحه چې مقصد یې په امریکه کښې په ترهه ګرۍ باندې په تورنو کسانو د وسلو له خرڅولو څخه مخنیوے دے له دې نه له یوې میاشتې نه کمې مودې وروسته د پارلېمان په اېجنډا کښې راځی چې په اورلانډو کښې وژلې یو ځل بیا په دغه هېواد کښې له وسلو سره د اړوند تاوتریخوالی مسئله ګرمه کړې ده.

خو داسې نه ښکاری چې د امریکې د پارلېمان د ری پبلېکنو استازیو طرحه وکړې شی په پارلېمان کښې د هغوی د ډېموکرېټو همسنګو مثبت نظر ترلاسه کړی ځکه چې هغوی باوری دی چې له وسلو سره له اړوند تاوتریخوالی سره د مقابلې لپاره ضروری اقدامات په دغه طرح کښې نه شاملیږی.

د امریکې سېنېټ هم تېره میاشت یوې ورته طرحې ته منفی رائې ورکړه. د اورلانډو د تېرې میاشتې حمله د امریکې په ماډرن تاریخ کښې د ډله ایزې وژلې ترټولو مرګونې واقعه ګڼل کیږی. په دغه حمله کښې نهه څلوېښت تنه مړۀ او له پنځوسو نه زیات ژوبل شول.

د دغې حملې عامل که څه هم د اېف بی آئی د تورنو کسانو په لېسټ کښې موجود ؤ خو د اورلانډو په نائیټ کلب باندې له حملې نه څو ورځې مخکې یې وکړې شول څو نیم آټومېټکه وسلې واخلی او دغه مرګونې حمله ترسره کړی.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

Add comment


Security code
Refresh