Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 11 جولای 2016 16:17

ایران د اونۍ په هینداره کښې

ایران د اونۍ په هینداره کښې
د لوئې او متعال خدای په نامه ګرانو دوستانو ایران د اونۍ په هنداره کښې نومی پروګرام سره حاضر شوی یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای تیره اونۍ په څو مناسبتونو کښې ځینې لیدنې درلودلې چې پکښې یوه له یوه ډله محصلینو سره د دوی له مینې ډکه کتنه وه.

د ایمان او له قرآن سره د مینې په دوو عناصرو ټینګار هغه مهم ټکی وو چې د انقلاب د معظم رهبر په څرګندونو کښې د مختلفو مسائلو په څیړنه کښې ورباندې ټینګار وشه.

دوی په دې لړ کښې محصلینو ته له قرآن کریم او دعاګانو سره د لازیاتې مینې سپارښتنه وکړه او ویې ویل: محصلینو ته زما اصلی او مهمه خبره د ایمان پیاوړتیا ده ځکه چې یوازې په مضبوط ایمان سره د ستونزو او دباونو په وړاندې مبارزه او مجاهدت کیدی شی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په همدې چوکاټ کښې د هیواد روانو خاصو او حساسو حالاتو ته اشاره وکړه او هغه یې د پیغمبراکرم حضرت محمد مصطفی(ص) په زمانه کښې د احزاب جنګ ته ورته وبلل او زیاته یې کړه: نن هم ټول دنیا پرست او د نړۍ ټول زورویونکی د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې دریدلی دی او له هراړخه ورباندې حمله کوی.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای څرګنده کړه: په داشان حالاتو کښې هغه کسان چې ایمان یې سست او کمزوری دی او ښائی دښمن ته باطنی ګروهنې لری، د نهیلۍ، مایوسۍ او د ځان د کمترۍ احساس کوی خو د کلک ایمان خاوندان په هرڅومره سختو حالاتو کښې په کلک هوډ او ارادې سره دریدنه کوی.

د انقلاب معظم رهبر (د استکبار له جبهې سره د ایران د ولس د برخلیک ټاکونکې او حتمی مبارزې) موضوع ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د دې مبارزې پیل له هغه ځایه و چې د ایران ولس پریکړه وکړه خپلواک او پرمختللی شی چې دا چاره د نړیوالو مسلطو قدرتونو له ګټو سره سمون نه خوری.

جوته ده ترڅو چې د ایران ولس د دښمنانو د زیاته غوښتنو او سلطې په وړاندې دریدلی دی، دا مبارزه به روانه وی او د هغې د ختمیدو په هکله هم لکه څنګه چې د انقلاب معظم رهبر وفرمایل، یوازې د دوو لارو تصور کیدی شی، یا خو د ایران اسلامی جمهوریت دومره قدرت او توانمنی پیدا کړی چې مقابل لوری ورباندې د تیری جراءت ونه کړی شی او یا دا چې خپل اصلی هویت له لاسه ورکړی او ورڅخه تش یو بې روحه ظاهر پاتې شی.

د انقلاب معظم رهبر د خپلو ویناو په یوه بله برخه کښې د اوسنیو سیاسی حالاتو پیچلتیا او ډول ډول والی ته په اشارې سره زیاته کړه: د انقلاب په وړومبۍ لسیزه او د مقدسې دفاع په دوران کښې له دښمن سره مقابله یوه روښانه او د عامه افکارو لپاره د پوهیدو وړ دنده وه خو نن سبا پخپلو کښې د مختلفو کلتوری، ټولنیزو، سیاسی، اقتصادی او امنیتی مسائلو اخښل کیدو او سره ګډیدو بیخی پیچلی حالات رامینځته کړی دی او لادرنې دندې یې له ځانه سره راوړې دی چې له دې حالاتو سره د مقابلې لازمه هم خلاصې سترګې، ځیرتیا، عقل او تدبیر دی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر همداشان د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت هم د نظام د یوه ډله مسئولانو او د مختلفو پرګنو د خلکو په کتنه کښې ټینګار وکړ چې له دې دسیسو سره د مقابلې یوازنی لاره د حقیقی دښمن پیژندل او دریدنه ده.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د وړوکی اختر د مبارکۍ په ویلو سره د اسلامی نړۍ روانو حالاتو او په سیمه کښې روانو وژلو، ناامنۍ او خونړیو چاودونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: یوه مهمه مسئله د اسلامی امت د ننیو ستونزو د خبیثې او نامبارکې سرچینې او د هغو پټو لاسونو پیژندل دی چې ترهګری دودوی. هغوی له ترهګرۍ څخه د ټولو هیوادونو او قدرتونو د ظاهری برائت اعلان او له ترهګرۍ سره د مبارزې د دروغجن ائتلاف جوړیدو ته په اشارې سره وویل: د قدرتونو د ظاهری ادعاو په اپوټه هغوی په عمل کښې د ترهګرۍ ملاتړ کوی او دودوی یې.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د عیدالفطر د لمانځه په خطبو کښې هم په عراق، ترکیې، بنګلادیش او ځینو نورو هیوادونو کښې وروستیو ترهګرو چاودنو ته په اشارې سره د سوریې، لیبیا او یمن په شمول د سیمې په هیوادونو کښې د ناامنۍ او جنګ د اور غرغنډه کیدل خواشینونکی وبلل او زیاته یې کړه: په سیمه کښې د جنګ، ناامنۍ او ترهګرۍ له رامینځته کولو د استکباری قدرتونو اصلی موخه د فلسطین د مسئلې هیرول دی.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دایمی استازی غلامعلی خوشرو تیره پنجشنبه د ملګرو ملتو په عمومی اسامبله کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوالې سټراټیجۍ د پنځمې بیاکتنې د تصویب په غونډه کښې په عراق، سوریې، لبنان، بنګله دیش، ترکیې او عربستان کښې د وروستیو ترهګرو اقداماتو په غندلو سره وویل: ترهګری یوه څو اړخیزه موضوع ده چې ورسره مبارزه په سیمه ایزه او نړیواله کچه یو هراړخیز پروګرام ته ضرورت لری.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر د ځینو حکومتونو لخوا د یواړخیزو لسټونو د برابرولو او په ترهګرۍ باندې د نورو هیوادونو د تورنولو په غندلو سره دا کار د سیاسی غرضونو په وجه وباله او وی ویل: دا ډول اقدامات د دغو حکومتونو د سیاسی اهدافو په لړ کښې له نړیوالو حقوقو سره په ټکر کښې دی.

خوشرو همداشان د ایران د اسلامی جمهوریت د مرکزی بانک د اموالو د مصادره کولو لپاره د امریکې سیاسی فیصله او د ایران په ولس باندې د دباو اچولو لپاره د چټی تورونو په پلمه له مالی، بانکی او قضائی شبکو څخه ناوړه استفاده د نړیوالو حقوقو خلاف اقداماتو مصداق وباله او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت نړیوالې محکمې ته د مراجعې په شمول د ټولو اوزارو په کارولو سره د دې پانګې راستنولو ته هوډمن دی.

د تیرې اونۍ په یوه بله پیښه کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی د جمعې په ورځ په ایران باندې د بوئینګ الوتکو د پلور د مخنیوی لپاره د امریکې د پارلیمان د مصوبې په غبرګون کښې ټینګار وکړ: د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره د مقابل لوری په ژمنو باندې عمل اهمیت لری او ایران د امریکې په کورنیو مسائلو کار نه لری او د دغه هیواد حکومت په برجام کښې د کړو ژمنو د اجرا کولو مسئول دی.

بهرام قاسمی په دې خبرې سره چې د کورنیو خنډونو او ستونزو هوارول د امریکې د حکومت کار دی، څرګنده کړه: په امریکا کښې د ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کښې د کورنیو لورو او ګوندونو حساسیت او سیالۍ د درک کولو وړ دی خو د دې کورنیو اختلافاتو او کارړنګونې او وعده خلافۍ نه جبیره کیدونکی زیان به خپله هم د دوی په برخه شی.

په ایران کښې د رسندوی ډګر په یوه پیښه کښې د کوچنی اختر په درشل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د صدا و سیما یعنې د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د مشر عبدالعلی علی عسکری په شتون سره د (پارس ټو ډی) په نامه د بهرنیو خپرونو د خبری آژانس افتتاح وشوه.

ډاکټر علی عسکری د صدا و سیما ادارې د ګڼو ژبو او ملټی میډیا خبری آژانسونو کښې د پانګونې لپاره د دغې ادارې اوږدمهاله اهدافو ته په اشارې سره وویل: ایران د نړۍ لپاره ډیرې خبرې لری او په ټوله دنیا کښې د مسلمانانو او غیرمسلمانانو لپاره خپل خاص او هدفمن پیغامونه لری نو په دې وجه پکار دی وتوانیږی چې د خپلو پیغامونو د لیږلو لپاره له ډیرې پرمختللې ټیکنالوجۍ، بیخ بیناو او طریقې استفاده وکړی.

د پارس ټو ډی د رسندوی سایټ هدف د نړۍ ټولو خلکو ته خصوصاً د ایران، سیمې او نړۍ د سیاسی، کلتوری او ټولنیزو پیښو په هکله د سمو او تازه پیغامونو لیږل دی. ۳۲ ژبې د پارس ټودی په چوکاټ کښې کار کوی او دا ویب سایټ په مختلفو زمینو کښې ورځنی خبرونه، تصویرونه او ویډیوز او بیلابیل غږونه د مجازی فضا یا انټرنیټ مخاطبانو ته وړاندې کوی.

د حج او زیاراتو په اداره کښې د ولی فقیه استازی او د ایرانی حاجیانو سرپرست قاضی عسکر تیره اونۍ په یولړ څرګندونو کښې د تمتع حج او د زیارتوالو د لیږلو په لړ کښې د مذاکراتو د بهیر او په راتلونکو کلونو کښې د ایرانی حاجیانو د ونډې په هکله د سعودیانو د نویو خنډاچونو په تشریح کولو سره وویل: سعودی چارواکو په سیاسی وجوهاتو، د وحی ټاټوبی ته د ایرانی زیارتوالو د لیږد مخه نیولې ده.

قاضی عسکر د زیارتوالو امنیت د ایرانی لوری اصلی اندیښنه وبلله او زیاته یې کړه: د منا د تیر کال په پیښه کښې ۴۶۱ ایرانی حاجیان او د مسجدالحرام په پیښه کښې ۱۳ ایرانی حاجیان شهیدان شول، په همدې وجه د حاجیانو د لیږلو لپاره وړومبی پکار دی د هغوی امنیت خوندی شی او دا کار د سعودی چارواکو په غاړه دی.

یاده دې وی چې د تیر کال د حج په مراسمو کښې د لوئې اختر په ورځ یعنې د ۲۰۱۵ کال د ستمبر په ۲۴ نیټه د آل سعود د بې کفایتۍ په وجه د ۴۶۱ ایرانی حاجیانو په شمول د بیت ا... الحرام په زرهاو زیارتوال د رمی جمرات د لارې د بندیدو په وجه شهیدان شول.

د ایران اسلامی جمهوریت د سعودی عربستان له چارواکو سره پخپلو مذاکراتو کښې د هغو اقداماتو یو لسټ سعودی چارواکو ته وړاندې کړ چې کوی شی سعودی حکومت د ایرانی حاجیانو د عزت، کرامت او امنیت په ساتنې سره د هغوی قبلولو ته چمتو کړی او له ټولو کورنیو او بهرنیو عواملو هم ګټه پورته کړی. خو په تفرقه اچونکو دریځونو او اقداماتو د سعودیانو ټینګار او د عربستان پلمه جوړونې د وحی ټاټوبی ته د ایرانی حاجیانو د لیږلو لپاره موافقې ته د رسیدو خنډ شوې.

د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر سعید اوحدی هم د سږ کال د حج د تړون له لاسلیکولو د ایران د ډډه کونې په هکله د عربستان د حج د ادارې د مسئولانو اعلان ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ایران اسلامی جمهوریت داسې تړون نه لاسلیکوی چې پکښې یې د زیارتوالو او حاجیانو لپاره د امنیت ضروری ضمانت نه وی.

په تیرو څو ورځو کښې په مکه مکرمه او مسجدالحرام کښې بیا هم داسې پیښې وشوې چې د څو عمره کونکو د مرګ ژوبلې سبب شوې.

ښاغلی اوحدی وویل: عربستان دې د خپل کړچار په بدلولو سره، په لاپرتمینه توګه د حج د ترسره کیدو لپاره د اسلامی هیوادونو له تجربو، بریاو او وړتیاو ګټه پورته کړی.

د ایران د سینما مشهور ډایرکټر عباس کیارستمی چې د درملنې لپاره فرانسې ته تللی و، د دوشنبې په مازیګر د ناروغۍ د سختیدو له امله د ۷۶ کالو په عمر کښې په پاریس کښې وفات شو.

نړیوال سکرپټ لیکونکی، پروډیوسر، ډایریکټر، اډیټر او عکاس کیا رستمی په ۱۹۴۰ میلادی کال کښې په تهران کښې زیږیدلی و.

کیارستمی په ۱۹۹۷ کال کښې د (طعم ګیلاس) نومی فلم په کامیابۍ سره د کن د فلم فسټیول د نخل طلائی انعام وګټه.

کیا رستمی د ایران او نړۍ په سینما کښې ډیر تل پاتې آثار پریښې دی چې په کورنیو او بهرنیو فسټیولونو کښې ښه وځلیدل. طعم ګیلاس، خانه دوست کجاست او زیر درخت زیتون د دغه ارواښاد هنرمند له آثارو څخه دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ سمندری ځواک د ایران په ټولو ساحلونو کښې د الیکټرانک جنګ په لړ کښې د بشپړ چمتووالی او د توغندوی ډلو د دیره کیدو خبر ورکړ.

ایران د اونۍ په هینداره کښې نومې پروګرام په همدې هکله یو خبر سره پاې ته رسوو.

د ایران د سمندری پوځ قومندان امیر البحر حبیب ا... سیاری تیره اونۍ په تهران کښې په یولړ مراسمو کښې د ایران د سمندری ځواک د جنګی توانمنیو لوړتیا ته په اشارې سره زیاته کړه: د جنګی توانمنیو د زیاتولو په موخه د ایران په ټولو ساحلونو کښې پیاوړې توغندوی ډلې او د هوا او سمندر کنټرولونکې پرمختللې بې پایلټه الوتکې ځاې پرځاې شوې دی.

د ایران د سمندری ځواک د سولې او دوستۍ مخصوصې بیړۍ په ارام سمندر، د چین په جنوبی سمندر او د جنوبی هند په سمندر، مدیترانې او کاسپین سمندرګی کښې شتون لری. او د هوا او سمندر څخه کنټرولیدونکو ډرون الوتکو په برخو کښې د کتنې وړ جنګی قدرت او ځواک څخه برخورې دی.

د ایران د پوځ د سمندری ځواک قومندان په نړیوالو اوبو کښې د ایرانی کشتیو د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره وویل: تراوسه په بحرِ هند، عدن خلیج او باب المندب کښې د څه باندې دریو زرو کشتیو ساتنه او حفاظت شوی او د ایران د پوځ د سمندری ځواک د جنګی کشتیو ټولګې د نړۍ په ټولو سمندرونو کښې شتون لری.

امیر البحر حبیب ا... سیاری همداشان د ۲۰۱۷ کال تر پیله د ایران په سمندری پوځ کښې د (فاتح) نومې متوسط اوبتل د شاملیدو خبر ورکړ او ویې ویل: د اوبتلونو په برخه کښې هم د ایران د پوځ سمندری ځواک د (غدیر) کلاس له اوبتلونو برخور دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

Add comment


Security code
Refresh