Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 21 جولای 2016 11:32

د امریکې داخلی بدلونونو ته کتنه ۱۳۹۵-۰۴-۲۶

د امریکې داخلی بدلونونو ته کتنه ۱۳۹۵-۰۴-۲۶
ګرانو او قدرمنو اورېدونکو زمونږ تاودۀ سلامونه قبول کړئ . په دې هیله چې روغ جوړ به یئ ((د امریکې داخلی بدلونونو ته کتنه)) له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

د تېرو مطالبو په څېر به په دې مطلب کښې هم وړومبے ډېرو مهمو بدلونونو ته یوه کتنه  وکړوو. د ستمبر د یولسمې په پېښه کښې د سعودی د لاس لرلو د سندونو خپرېدل، د امریکې په کانګرېس کښې د ایران په خلاف د طرحې تصویبدل،  د ډېموکرېټو او ری پبلېکنو په انتخاباتی کېمپ کښې بدلونونه او په امریکه کښې د نژادی تاوتریخوالو په اړه اندېښنه په تېره هفته کښې د امریکې ترټولو مهم خبرونه وو.

تېره هفته  د میاشتو میاشتو له بحث او جنجاله وروسته بالاخره د امریکې د کانګرېس لخوا د ستمبر د یولسمې په واقعه کښې د سعودی عربستان له رول سره اړوند اسناد خپارۀ شول. د امریکې د کانګرېس د اطلاعاتو کمېټۍ د تېرې جمعې په ورځ دغه اتویشت مخیز سند خپور کړ. په رسمی رپوټ کښې چې په دوه زره دریم کال کښې د دوه زره وړومبی کال د ستمبر د یولسمې د پېښې په باره کښې خپور شو په دغه پېښه کښې د سعودی د احتمالی لاس لرنې په اړه اتویشت مخونه حذف شوی وو. دغه اسناد چې په اتۀ مخیزو اسنادو مشهور دی د ملی امنیت د ادعا لپاره طبقه بندی شوی وو او بالاخره د امریکې د کانګرېس په رایو سره له طبقه بندۍ خارج شول.

په دغو سندونو کښې الوتکه تښتوونکو او له سعودی سره د اړوندو ځینو کسانو احتمالی ارتباطاتو ته اشاره شوې ده.

خو دغه ارتباطات په خپلواکه توګه د تائید وړ نه دی. په دغو سندونو کښې راغلی دی چې  یو الوتکه تښتوونکی په امریکه کښې د سعودی د هغه وخت له سفیر بندر بن سلطانه پېسې ترلاسه کړې دی.

دغه سندونه همدارنګ ښودنه کوی چې د امریکې د فیډرل پولیسو د سرچینو د مختلفو رپوټنو له مخې لږ تر لږه دوه تنه چې له الوتکوتښتوونکو سره په  ارتباط کښې وو د سعودی استخباراتی افسران دی او کېدې شی چې په سن ډیاګو کښې یې مالی یا حقوقی مرستې د الوتکه تښتوونکو په اختیار کښې ورکړې وی. دغه اسناد په داسې حال کښې خپارۀ شول چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له دې نه یوه ورځ مخکې کانګرېس ته له طرحې سره د واشنګټن د ځینو انډیوالانو د مخالفت په باره کښې  خبردارے ورکړے ؤ چې د تصویب په صورت کښې د ستمبر د یولسمې د قربانیانو کورنیو ته اجازه ورکوی چې د سعودی عربستان په اړه قانونی چاره جوئی وکړی. دغه طرحه په مۍ میاشت کښې د سېنېټ لخوا تصویب شوه او اوس  د امریکې د پارلېمنت د راې په انتظار کښې ده. د ستمبر د یولسمې د حملود قربانیانو کورنۍ له ترهه ګرۍ څخه د سعودیانو د مالی ملاتړ د موضوع په وړاندې کولو سره د سعودی د باچائی خاندان، بېنکونو او خېریه موسسو د محکومولو لپاره کوشش کوی. دغه کوششونه په  تېره بیاد نولس سوه شپږ اویایم کال د قانون په خاطر چې بهرنیو هېوادونو ته په امریکائی محکمو کښې د احتمالی شکایتونو په وړاندې تحفظ ورکوی  تر زیات حده ناکامه پاتې دی.

تېره هفته او د برجام په نامه  له ایران سره د اېټمی موافقې د وړومنۍ کلیزې په موقع له ایران سره له اېټمی موافقې څخه د امریکې د ولسمشر له قدرونې سره په یو وخت د امریکې کانګرېس د ایران په خلاف نوې مصوبې تصویب کړې. د امریکې ولسمشر باراک اوباما اېټمی موافقه د ډېپلومېسۍ کامیابی وبلله او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د دغې  موافقې د اجرا په  اړه د واشنګټن د ژمنې خبره وکړه. خو د ری پبلېکنو ترکنټرول لاندې کانګرېس د جولائۍ څوارلسمې نېټې یعنې د برجام د موافقې وړومبۍ کلیزې ته رسېدونکو ورستیو ورځو کښې د ایران په خلاف دوه مصوبې تصویب کړې. له دغو څخه د یوې مصوبې له مخې په ایران باندې د بوئېنګ مسافر وړونکو الوتکو خرڅول او د بلې مصوبې له مخې په امریکه باندې د ایران د درنو اوبو خرڅول ممنوع کیږی. په واشنګټن کښې دغه متناقض چلند او پېغامونه ښودنه کوی چې له اېټمی موافقې څخه د یو کال د تېرېدو باوجود اوس هم د امریکې واکمنان له ایران سره د معاملې د څه رنګوالی په اړه له اختلافاتو سره مخامخ دی.

البته د دغه متناقضه چلند یوه برخه د امریکې په دننه کښې په تېره بیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جوړېدو په  کال کښې له سیاسی سیالیو څخه رامنځته شوې ده. ری پبلېکنان  د اتو کلونو له انتظاره وروسته سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو لپاره هغه څه چې د باراک اوباماد ډېموکرېټ حکومت د لاسته  راوړنې په توګه ګڼل کیږی له مشکل سره مخامخ شوی دی. ری پبلېکنانوپه تېرو دوو کلونو کښې موافقې ته د رسېدو په سر د خنډ اچونو او بیا د ایران په وړاندې د امریکې د  حکومت د ژمنو په اجرا کښې د خنډ اچونو لپاره له هیڅ  اقدامه ډډه نه ده کړې. دغه ځینې کوششونه د ایران لخوا د پرېکنده دریځونو په غوره کولو او همدارنګ د امریکې د حکومت په مقاومت سره نتیجه  ورکوونکی نه وو. خو په ځینو نورو مواردو کښې منجمله ایران ته د ځینو هېوادونو د ښاریزو د سفر په لاره کښې د خنډونو رامنځته کولو کښې د امریکې په کانګرېس کښې د ری پبلکېن ګوند او اسرائیلی رژیم ائتلاف کامیاب ؤ. یو لړ داسې موارد موجود دی چې دا ښودنه کوی چې د امریکې حکومت البته له تېر وخت سره د ځینو نسبتا متفاوتو نظر څرګندونو باوجود د برجام د موافقې له روح سره مخالف چلند کړے دے.

د امریکې د ډېموکرېټ ګوند د کورنیو انتخاباتو کیڼ لاسی نامز بېرنی سېنډرز بالاخره تېره هفته د دغو سیالو له مخکښې نامزدې مېرمن هېلری کلېنټون څخه ملاتړ وکړ. سېنډرز د تېرې هفتې د نهې په ورځ په نیو همشائر ایالت کښې د ډېمورکېټانو په انتخباتی غونډه کښې وویل،مېرمن هېلری کلېنټون  د امریکې د ولسمشرې د ترلاسه کولو لپاره ترټولو غوره کسه ده. سېنډرز له خپلو پلویانو وغوښتل چې د هغۀ مخکېنۍ سیالې ته دې راې ورکړی. د خپل ګوندی سیال په څنګته کېدو سره مېرمن هېلری کلېنټون د سږ کال د نومبر د اتمې نېټی په انتخاباتو کښې د ډېموکرېټ ګوند د وروستی نامزدۍ مقام ته د رسېدو لپاره وروستے ګام اوچت کړ. البته د سېنډرز د ملاتړ له اعلانه مخکې مېرمن کلېنټون د ډېموکرېټو د ګوند په کورنیو انتخاباتو کښې د لازمی نصاب د حد د ترلاسه کولو له لحاظه بریالۍ شوې وه. نو له دې  امله د سېنډرز فېصلی د ډېموکرېټ ملی کنونشن یعنې هغې ټولنې چې پکار دی په راتلونکو انتخاباتو کښې د ګوند وروستے نامزد اعلان کړی د غړیو په دریځونو کښې څه بدلون نه رامنځته کوی. خو له کیڼ اړخو دریځونو سره د سنېډرز ملګرتیا چې په مېنځ مهالو انتخاباتو کښې یې له لسو میلینو زیات ملاتړی ترلاسه کړی دی په وروستیو سیالیو کښې د مېرمن کلېنټون د کامیابۍ لپاره برخلیک ټاکوونکے دے.

سېنډرز له یو کال نه د زیاتې مودې د انتخاباتی فعالیتونو په دوران کښې وکړې شول په موجوده حالت باندې زیاتره اعتراض کوونکی ځان ته راوړوی او د ځوانانو د خوښې وړ وګرځی. په داسې حال کښې چې مېرمن کلېنټون د ګوند په کورنیو انتخاباتو کښې د ګڼ شمېر کامیابیو باوجود له موجوده حالت څخه د دفاع د یو سېمبول په توګه پېژندل کیږی او له دې امله په امریکه کښې د بدلون غوښتتونکو ځوانانو ملاتړ ورته نه دے حاصل. د ډېموکرېټ ګوند مشران باوری دی چې له مېرمن کلېنټون څخه د سېنډرز د ملاتړ له اعلان سره به وروستۍ نامزده د ډېموکرېټ ګوند د لېبرل څانګې، ځوانانو او له ګونده د بهر ځینو سیاسی ډلو ملاتړ ولری. دغه هدف ته د رسېدو لپاره مېرمن کلېنټون مجبوره شوه چې د سېنډرز ځینې کیڼ پالی شعارونه په خپلو انتخاباتی پروګرامونو کښې ځاے کړی. د مثال په توګه ویل کیږی چې له کلېنټون څخه د سېنډرز د ملاتړ د اعلان په بدله کښې د ویړیا لوړو زدکړو، د تنخواګانو لږ تر لږه زیاتولو، د ارزان بیه معالجاتی بیمو پراختیا او د وال سټریت د اقتصادی او تجارتی فعالیتونو د منظمولو لپاره د کوششونو په شان موضوعات د سږ کال د نومبر په انتخاباتو کښې د کامیابۍ لپاره د ګوند په اېجنډا کښې  راولی.  بالاخره له داسې یوې روغې جوړې نه پس د ګوندی اتخاباتو له ختمېدو څو ورځې وروسته سنېډرز له مېرمن کلېنټون څخه ملاتړ وکړ.

په تېره هفته کښې د امریکې د اېنډیانا ایالت ګورنر له ری پبلېکن ګوند څخه د ولسمشرۍ د مرستیال د پوسټ د نامزد په توګه معرفی شو. د امریکې د روان کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د دغه ګوند احتمالی نامزد ډونالډ ټرامپ مائیک پېنس غوره کړ چې سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو لپاره په دغو انتخاباتو کښې له هغۀ سره مل شی. پېنس چې له دوه زره دیارلسم کال راهسې د اېنډیانا ایالت  ګورنری په غاړه لری د یو محافظه کار سیاستوال په توګه پېژندل کیږی.

په وروستیو میاشتو کښې د ری پبلېکن ګوند په کورنیو انتخاباتو کښې د ټرامپ د کامیابۍ باوجود په دغه  جنجالی نامزد باندې نیوکو دوام لرلے دے. حتی ویل کیږی چې د ری پبلېکن ګوند په دننه کښې ځینې کوشش کوی چې په  ملی کنونشن کښې د کورنیو مقرراتو په بدلولو سره  د نومبر په انتخاباتو کښې د وروستی نامزد په توګه د معرفۍ لپاره لاره بنده کړی. نیوکه کوونکی ټرامپ د محافظه کارانه صلاحیتونو نه لرونکے او په امریکه کښې د سېسټمی نظر  ګډوډونکے بولی.

له دې امله په داسې حال کښې چې  د اوهایو ایالت په کلیولېنډ ښار کښې د ری پبلېکنانو د ملی کنونشن د جوړېدو وخت ته څو ورځې پاتې دی ټرامپ ته د ګوند د سرمشرانو پرېکنده ملاتړ نه دے حاصل.

ټرامپ هیله من دے چې پېنس وکړې شی د ری پبلېکن ګوند کورنی درزونه ډک کړی او د ټرامپ له نامزدګۍ څخه د ناراضه ډلې ملاتړ ترلاسه کړی. خو دا احتمال هم شته چې په کورنیو درزونو باندې د تسلط پېدا کولو په هدف سره د ری پبلېکن ګوند د محافظه کارې ډلې لوری ته د ټرامپ په تاوېدو سره بالاخره دغه جنجالی نامزد د مرددو راې  ورکوونکوترمېنځ کمو ښی لاسو ملاتړو د رایو له کمښت سره مخامخ شی. په داسې صورت کښې کېدې شی چې ټرامپ ونکړې شی د ډېموکرېټو له احتمالی نامزدې مېرمن کلېنټون سره په مقابله کښې کامیاب شی.

د امریکې ولسمشر تېره هفته په دغه هېواد کښې د نژادی اختلافاتو د زیاتېدو په باره کښې اندېښنه څرګنده کړه. باراک اوباما د تېرې هفتې د نهې په ورځ  د ټګزاس ایالت په ډالاس ښار کښې د دغه ښار د پولیسو مامورانو چې په دې وروستیو وختونو کښې په ډزو سره ووژل شول  د یاد د نمانځنې په مراسمو کښې په یوه وېنا کښې وویل، د پولیسو ویشتل نه یوازې یو تریجن اقدام دے بلکه  د نژادی نفرت ښودونکےدے. اوباما تاکید وکړ چې د امریکې د ډېموکرېسۍ ډېر ژور درزونه په ناڅاپه توګه راڅرګند شول او احتمالا لا زیات شوی دی، که څه هم داسې اختلافات څه نوی نه دی او په تېرو وختونو کښې هم موجود وو. د امریکې ولسمشر د پولیس له کارکردګۍ څخه په ملاتړ کښې وویل، د مامورانو کار په هېواد کښې د قانون د حقوقو ساتنه ده. اوباما څرګنده کړه چې له اوسنیو تشددونو سره په مقابله کښې دا پوښتنه رامنځته کیږی چې آیا په امریکه کښې نژادی اختلافات په بنیادی توګه د ختمېدو وړ دی؟ هغۀ په دې زمینه کښې د تور پوستکو چې په ناعادلانه او غېر منصفانه توګه ورباندې د پولیسو لخوا حملی کیږی احساس او له بلې خوا په دې زمینه کښې د پولیسو د ادارو مطرح کېدو ته په اشارې سره چې په دې زمینه کښې په غېر منصفانه توګه بدنامیږی د شک څرګندونه وکړه چې په بنیادی توګه دغه دواړه ډلې دې یو بل درک کړې شی.

باراک اوباما څو ورځې مخکې هم په لوئیزیانا او مینه سوتا ایالتونو کښې په تور پوستکو ښاریزو باندې د پولیسو د ډزو په اړه غبرګون وښود. اوباما له تور پوستکو قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل، کله چې داسې پېښې رامنځته کیږی دغه احتمال شته چې ښاریز دا احساس وکړی چې ته به وائې د هغوی د څرمنې د رنګ په وجه له هغوی سره د برابرۍ سلوک نه کیږی. اوباما اعتراف وکړ  چې د زیاتو تحقیقاتو له مخې چې په دې وروستیو وختونو کښې شوی دی د امریکې تور پوستکی له سپین پوستکو نه دېرش فیصده زیات د پولیسو لخوا  له خطراتو سره مخامخ دی. باراک اوباما د امریکې له خلقو وغوښتل چې د دغه هېواد د پولیسو او تورپوستکو او لاتینی الاصلو ترمېنځ د تعلقاتو د ښه کولو لپاره دې کوششونه وکړی.

-----------

Add comment


Security code
Refresh