Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 09 فوریه 2016 15:43

د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزه (۶)

د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزه (۶)
د ایران اسلامی جمهوریت په داسې حال کښې د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د اتۀ دېرشم پسرلی هرکلے کوی چې د ایران د سیاسی او اقتصادی انډولونو په ډګر کښې نوے بدلون شروع شوے د ے.

دایران او د امنیت د شورا د پینځو دائمو غړیو یعنې پینځه جمع یو ډلې ترمېنځ اېټمی موافقه د تقریباً دوو کالو له سختو او کوټلو خبرو اترو وروسته اجرا شوې ده. د دغې موافقې په چوکاټ کښې د ګډ اقدام د بشپړه پروګرام یعنې برجام تر عنوان لاندې د ایران زیاتره اقتصادی ظرفیتونه ازاد شوی دی.

په هغه موافقې سره چې د برجام په چوکاټ کښې ترلاسه شوې ده، د امنیت شورا دوه زره دوه سوه یو دېرشم پرېکړلیک تصویب کړ چې د هغۀ په بنیاد د یورانیمو د پخولو په شمول د ایران اېټمی پروګرام یو روا او قانونی پروګرام په رسمیت وپېژندلې شو.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د برجام د رسمی اجرا له شروع کېدو وروسته د اسلامی انقلاب معظم رهبر ته په یو لیک کښې په اېټمی، سیاسی، حقوقی او اقتصادی ډګرونو کښې د اسلامی ایران د یولسو لاسته راوړنو په بیانولو سره وویل، اوس د ایران له اېټمی پروګرام سره اړوند ټول موارد او ابهامات ختم شوی دی.د مالی نقل و انتقال، بېنکارۍ، سوئفټ، پانګونې، د بیمې د خدماتو، صادراتی اعتباراتو، د تېلو، ګېسو، پېټروکېمیکل،ټرانسپورټ، کیشتی چلونې، بندرونو، د سرو زرو او نورو فلزاتو، موټرو او الوتکو د تجارت په شان مختلفو ډګرونو کښې د امنیت د شورا، د اروپائی اتحادیې او امریکې لخوا له اېټمی پروګرام سره اړوند اقتصادی او مالی بائیکاټونه ختم کړې شوی دی او په دا ډول په نړیوال اقتصاد کښې د صادراتی بازار له فرصتونو څخه په استفادې او د نړیوالې پانګونې بازار ته په لاس رسائۍ کښې د ایران د توانمن شتون لپاره لازمی زمینه رامنځته شوې ده.

د زیاترو څارونکو په باور د برجام په اجرا سره ایران د سیاسی- اقتصادی معاملاتو یو نوی دور ته داخل شوے دے چې د ګډو پانګونو او اقتصادی بنیادونو د مضوطیه او د بنسټیزو مراکزو د ودې سبب کېدې شی. په وروستیو څو کلونو کښې چې د ایران د اېټمی پروګرام په بهانه د ایران په خلاف د لویدیځ بائیکاټونه خپل جوبن ته ورسېدل، لویدیځ د ایران ګوښې ته کولو لپاره زیات کوششونه وکړل، خو د برجام په اجرا سره دغه تحرکات له زوال سره مخامخ شول او د ایران اقتصادی ډېپلومېسی اوس زیاته له انرجۍ او تحرکه ډکه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د روان دوه زره شپاړسم میلادی کال د جنورۍ په شلمه نېټه د سوئیزلېنډ په ډیووس ښار کښې د اقتصادو د نړیوالې ټولنې په شپږ څلوېښتمې غونډه کښې په ګډون سره د برجام له اجراء وروسته په دغه اقتصادی غونډه کښې د ایران په وړومبنی ګډون کښې د ایران اقتصادی پروګرامونه تشریح کړل او په دغه غونډه کښې د اروپائی هېوادونو او نورو ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره په ګتنو کښې یې د ایران د ترقۍ اهداف بیان کړل.

د اقتصادو د نړیوالې ټولنې بانی او اجرائی مدیر کلوس شواپ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف او د ولسمشر د دفتر له مشر محمد نهاوندیان سره په کتنه کښې د سوداګرۍ او اقتصادی ملګرتیا د پراختیا لپاره د دغه غونډې د ځینو ظرفیتونو په بیانولو او د ایران په نویو اقتصادی حالاتو باندې د خوښۍ په څرګندولو سره چې د برجام په اجرا سره رامنځته شوی دی، امید څرګند کړ چې په مختلفو زمینو کښې د ایران توانمنیو ته په پام سره وکړې شی د تعلقاتو د لا زیاتې مضبوطیه لپاره له دغه فرصته ګټه پورته کړی.

د زیاترو اروپائی شرکتونو لپاره له ایران سره ملګرتیا اوس جذابه شوې ده. د زیمېنس په شمول د سترو اروپائی شرکتونو پلاو او نمائندګانو د کیشتۍ چلونې او بادی ټربائنونو د تولید او جوړولو په برخه کښې د ډنمارک د اجرائی برخو مدیرانو هم په تهران کښې د ایران له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.د دغو سفرونو په چوکاټ کښې د چین ولسمشر هم تهران ته راغے چې د ایران د ترټولو ستر تجارتی شریک په توګه د برجام له اجرائی کېدو سره یو لړ نوی اسناد لاسلیک کړی. تهران ته د شی جین پینګ په سفر کښې د ایران او چین ولسمشرانو په شتون سره په مختلفو زمینو په تېره بیا په اقتصادی، صنعتی، کلتوری او قضائی زمینو کښې د ملګرتیاو اولس سندونه لاسلیک شول او دوه اړخیزو تعلقاتو تر سټراټیجکې سطحې پورې وده پېدا کړه. ایران اوس له چین سره په یو کال کښې تر پنځوسو میلیارډو ډالرو پورې د مبادلاتو د زیاتولو لپاره پروګرام سنجونه کوی.

له بلې خوا د روسیې د کرهڼې وزیر الېګزېډر تکاچف تهران ته په سفر کښې تاکید وکړ چې ماسکو له ایران سره د هر اړخیزو تعلقاتو او ملګرتیاو د پراختیا لپاره جدی اراده لری.

د روسیې د کرهڼې وزیرالېګزېنډر تکاچوف د ایران د کرهڼې له وزیر حجتی سره په کتنه کښې په دې باندې په تاکید سره چې هېواد یې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ملګرتیا پراختیا په وړومبیتوب کښې راوستې ده وویل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په کرهڼیزه برخه کښې پانګونه او د سامانونو ګردش مهمه چاره ده او ایران او روسیه پکار دی له دې چلنده ملاتړ وکړی.

په تهران کښې د روسیې د کرهڼې د وزیر له شتون سره په یو وخت د روسیې د مرکزی بېنک د مشر مرستیال ولادیمیر چیستیوخین وویل، دغه بېنک په ایران کښې د مالی تنظیم له ادارو سره د هغو یو لړ موافقه لیکونو د څېړنې په حال کښې دے چې په مالی بازارونو کښې د دواړو هېوادونو له شرکتونو سره د معاملو موضوع تعقیب کړی.

خو د تېلو ګېسو او پېټروکېمیکل په ډګر کښې د ایران بازار او پکې سیالۍ زیاتې جاذبې لری.

ایران اوس د تېلو نړیوالو بازارونو ته د ستنېدو په حال کښې دے. ایران د بائیکاټونو په ختمېدو سره اروپا ته د خپلو تېلو صادرات بیا شروع کوی. ټوټل او شېل د تېلو سترو شرکتونوخپل مدیران تهران ته ولېږل. د بی پی، سټېټ آئل او لوک آئل په شان ټولو سترو تېلی شرکتونود ایران د تېلو او ګېسو په برخه کښې خپل شتون ته ګروهنه لرلې ده.

وال سټریټ جرنل اقتصادی مجلې اټکل وکړ چې د ایران د بائیکاټونو په ختمېدو سره د یران د اقتصادو مختلفې څانګې به د بهرنیو پانګونو د جذبېدو کتونکې وی.د وال سټریټ جرنل د لیکنې له مخې د نړیوالو بائیکاټونو په لګېدو سره د ایران د تېلو صادرات په دوه زره یولسم کال کښې د ورځې له دوه نیم میلین بېرلو څخه په دوه زره څوارلسم کال کښې یو میلیون او سل زره بېرلو ته رسېدلے ؤ خو اوس د بائیکاټونو او د مالی او تجارتی بندیزونو په ختمېدو سره به د ایران چارواکی کوشش وکړی چې د خپلو تېلو په صادراتو کښې د کمښت تلافی وکړی.

ایران د نړۍ د تېلو نهۀ فیصده ذخیرې په اختیار کښې لری، خو په اوس حال کښې د دغه هېواد د تولید اندازه د نړۍ د تولیدی تېلو یوازې څلور فیصده ده.

د هغو تېلو حجم چې ایران یې په اختیار کښې لری له عراق، کویت او عرب متحده اماراتو نه زیات دے.د اېټالیا د انی شرکت چارواکو چې ویل کیږی د هغوی شرکت یعنې ساېپېم په نومبر میاشت کښې له ایران سره د تفاهم لیک لاسلیک کړے دے، اعلان وکړ چې د ایران د طبیعی ګېسو ذخیرې په نړۍ کښې د ګېسو ترټولو سترې ذخیرې دی.

نړیوال بېنک د نړۍ د دوه زره شپاړسم کال په اقتصادی رپوټ کښې وویل چې د برجام اېټمی موافقې له اجرا وروسته د یران د بائیکاټونو ختمېدنه سږ کال په ورځ کښې د پینځو سوو زرو او اوۀ سوو زرو بېرلو ترمېنځ اندازه زیاتوی.

د دغه رپوټ له مخې د تېلو د بیو په کمېدو سر په دوه زره شپاړسم او دوه زره اتلسم کلونو په دوران کښې په سیمه کښې اقتصادی وده به له پینځه فیصده نه زیاته شی.

د دغې پراختیا بنیاد هم د ایران په اسلامی جمهوریت کښې زیاته اقتصادی وده ده چې په سیمه کښې د پراختیا په حال کښې ترټولو ستر اقتصاد ګڼل کیږی. ایران د لویدیځ له بائیکاټونو مخکې هره ورځ تر دوه نیم میلینو بېرلو پورې د تېلو صادرات لرل خو په دوه زره دیارلسم کال کښې دغه اندازه تقریباً یو میلین بېرلو ته رانټیټه شوه. ایران اوس کولې شی د بائیکاټونو له ختمېدو وروسته په خپل تولیدکښې لږ تر لږه نیم میلین بېرله ورزیات کړی او دغه زیاتوالے په ورځه کښې یو ملین بېرلو ته ورسوی. نو په دا ډول ایران په مجموعی توګه په ورځه کښې له درې میلین او اته سوه نه تر درې میلین او نهه سوه زره بېرله تولید سره په اوپېک کښې خپلې مخکېنۍ ونډې ته وروګرځی.

ایران همدارنګ غواړی چې د معدنو او لاسی صنائعو په برخه کښې شل میلیارډ ډالرو بهرنی پانګونه جذب کړی:

دغه ټول فرصتونه د دې سبب شوی دی چې د ایران اسلامی جمهوریت د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د اتۀ دېرشمې کلیزې په درشل کښې یو ځل بیا د نړۍ د خبری او رسانه ای ټولنو د توجه مرکز ګرځی چې دغه پاملرنه د ایران داسلامی جمهوریت د خوزنده توب، تحرک او خوشحالۍ ښودنه کوی.

-----------

Add comment


Security code
Refresh