Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 12 فوریه 2016 13:27

د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزه (۷)

د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزه (۷)
د اسلامی انقلاب په کامیابۍ سره ترستم لاندې ملتونو له حقوقو څخه دفاع بیا وغوړېده او د اسلامی انقلاب د سیاسی تفکر د یوې ستنې په توګه یې وده وکړه.

اوس هم د اسلامی انقلاب له کامیابۍ څخه اوۀ دېرش کلونه تېر شوی دی دغو اصولو او قوانینو هم هغه شان خپله تازګی او خوزنده توب ساتلے دے او د وخت په تېرېدو سره هېرکړې شوی نه دی.

په مختلفو حکومتونو کښې ډېپلومېسی په عامه توګه د بهرنی سیاست د اصولو د پرختګ په خدمت کښې ده چې په اساسی قانون کښې یې چوکاټ معلوم دے. د ایران په اساسی قانون کښې هم د مظلومو ولسونو له حقوقو څخه دفاع د ایران د بهرنی سیاست د اصولو برخه ده او دغه اصول نۀ بدلېدونکی دی.

د ایران بهرنے سیاست د نړۍ د ټولو هېوادونو په شان د اوږد مهالو ګټو، اصولو او ارزښتونو په ستنو ولاړ دے او له مختلفو سیاسی سلیقو سره د حکومتونو په تلو راتلو سره نۀ بدلیږی. د ایران بهرنے سیاست په حقیقت کښې د اسلامی انقلاب د اهدافو او آئیډیالونو په لټه کښې دے او د بهرنیو چارو د وزارت چارواکی، سفیران او شارزفیران د دغو اصولو او آرمانونو اجرا کوونکی دی.

د ایران په بهرنی سیاست او اساسی قانون کښې یو لړ ثابت او پائېدار اصول او سټراټېجۍ موجودې دی. د ایران د اساسی قانونو په دریم اصل کښې راغلی دی، اسلامی جمهوری حکومت دنده لری چې د هېواد بهرنے سیاست داسې برابر کړی چې د اسلامی معیارونو،د ټولو مسلمانانو په اړه د ورورولۍد ژمنې او د نړۍ له مستضعفینو څخه د بې درېغه ملاتړ په بنیاد وی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون یو سل څلور پنځوسم اصل هم په ټوله بشری ټولنه کښې د انسان سعادت خپل آئیډیل بولی او خپلواکی، ازادی او د حق او عدل حکومت د نړۍ د ټولو خلقو حق ګڼی، نو ځکه په عېن حال کښې د نورو ملتونو په کورنیو چارو کښې له هر ډول مداخلته په ډډې کولو سره د نړۍ د مستکبرینو په وړاندې د مستضعفینو له حق غوښتونکې مبارزې څخه ملاتړ کوی.

خو شاید په دې وخت کښې چې اېټمی موضوع د برجام په چوکاټ کښې نتیجې ته رسېدلې ده ځینې ټولنې داسې شننه او تفسیر کوی چې د ایران بهرنے سیاست په ځینو مواردو کښې بدل شوے دے او دغه بدلون نه انکارېدونکے دے.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د تېر نومبر په میاشت کښې د ایران د بهرنی سیاست د ادارې د چارواکو او کاروکوونکو په کتنه کښې د خپلو بیاناتو په یوه برخه کښې د اسلامی جمهوریت په بهرنی سیاست کښې د اجباری یا په خپله خوښه د بدلون په باره کښې وفرمایل،د لویدیځوالو دغه خوش خیاله شننه په حقیقت کښې د دې واقعیت په وجه ده چې د اسلامی جمهوریت بهرنے سیاست لږ تر لږه د سیمی په سطح د یو مضبوط بند او پیاوړی غر په شان د سلطه ګرو قوتونو په تېره بیا د امریکې خپل سریو او زور وینو خنډ شوے دے او هغوی تل د دغو سیاستونو د بدلېدو آرزو کوی.

د اسلامی ا نقلاب معظم رهبر په دې باندې په بیا تاکید سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت بهرنے سیاست د یو او د بل جوړ کړے شوے نه دے بلکه د اساسی قانون په مضبوطو ستنو ولاړ دے زیاته کړه، په اساسی قانون کښې اسلام د بهرنی سیاست معیار دے، نو ځکه د هېوادونو او مختلفو مسائلو په وړاندې دریځ نیونه پکار دی دینی خصوصیتونه ولری.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د ورورولۍ د ژمنو، د نړۍ له مستضعفینو څخه د بې دریغه ملاتړ، د استعمار د بشپړه شړنې، د ټولو مسلمانانو له حقوقو څخه د دفاع او د هغوی د هر اړخیزې خپلواکۍ د ساتنې، متقابلو سوله ایزو تعلقاتو، د ملتونو په کورنیو چارو کښې له هر ډول مداخلته د ډډې کولو او د نړۍ په هره سیمه کښې د مستکبرانو په مقابل کښې د مستضعفانو له حق غوښتونکو مبارزو څخه د ملاتړ په شمول په اساسی قانون کښې د بهرنی سیاست نورو اصولو ته په اشارې سره زیاته کړه، دغو جذابو، نویو او لوړو اصولو د ولسونو په تېره بیا د پوهانو او متفکرانو ذهنونه ځانته جلب کړی دی.

له دغو اصولو او سیاستونو څخه پېروی د ایران د بهرنی سیاست یوه سټراټیجی ده او هغه حل لارې چې ایران یې د سوریې، یمن او عراق په شمول د سیمې د مهمو مسائلو په حقله وړاندې کوی د دغو اصولو په بنیاد دی. که څه هم په دغو زمینو کښې د ایران بهرنے سیاست له زیاتو خنډونو او مشکلاتو سره مخامخ دے او خپلو ټولو اهدافو ته لا نه دے رسېدلے خو هیڅکله یې له صحیح لارې انحراف نه دے کړے او له خپلو دریځونو یې سرغړونه نۀ ده کړې. په دې حقله ترټولو څرګند مثال یې د فلسطین په مسئله کښې د ایران سیاست دے. د ایران اسلامی جمهوریت د ټولو دباوونو او مخالفتونو باوجود هم هغه شان د غاصب او جعلی صهیونېسټ رژیم په نفی او هره ورځ د دغه رژیم د جنایتونو او غمیزو په غندلو تاکید کوی او د دغې مسئلې د ډېموکرېټکې حل لارې د یوې برخې په توګه یې د ټولو فلسطینیانو په ګډون سره د انتخاباتو د کولو د طرحې وړاندیز کړے دے.

ایران د سوریې په باره کښې هم باوری دے چې د سوریې د مسئلې هوارے انتخابات دی او د دې کار لپاره پکار دی ښکېلو ډلو ته د فوځی او مالی مرستو په بندولو سره وړومبې جنګ او ناارامۍ ختمې کړې شی چې د سوریې خلق له امن او ارامه په ډک ماحول کښې هر څوک چې غواړی وټاکی.

همدغه دریځونه او نظریې د یمن او بحرېن په وړاندې هم موجودې دی. په دې زمینه کښې د ایران منطق او سیاست په فوری توګه د سعودی د جنایتونو په ختمولو او د یمنی، یمنی خبرې اترې په شروع کولو او همدارنګ د بحرېن د خلقو د روا غوښتنو او مطالباتو باندې په پاملرنه تاکید دے.

څرګنده ده چې د ایران د ډېپلومېسۍ اداره له مظلومانو په تېره بیا د فلسطین له ملت څخه په دفاع کښې په خپل مسئولیت عمل کوی او په هره ناسته او غونډه کښې یې خپل دریځونه په واضحه او روڼه توګه بیان کړی او ترې یې دفاع کړې ده او په هر مېدان کښې چې ضروری وی حاضریږی او خپل دریځونه بیانوی او په دې لړ کښې له فضاء جوړونو او ګواښونو هم نۀ ویریږی.

د ایران په بهرنی سیاست کښې دغه سټراټیجک نظر د اسلامی انقلاب د نظریاتو او ارزښتونوپ ه ستنو ولاړ دے چې په سیمه او نړۍ کښې د ایران لوړ او له عزته ډک مقام پېژندل شوے دے. په همدې بنیاد د سیمې په مختلفو قضیو په تېره بیا د فلسطین په موضوع او د بحرېن، یمن، سوریې او عراق په مسائلو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت دریځونه په کامله توګه څرګند او منطقی دی.

خو د استکبار د محاذ اصلی مقصد د فسلطین د آئیډیل او ارمان هېرول دی.

اسلامی جمهوری نظام تل په هر ډول حالاتو کښې تر ستم لاندې ولسونو په تېره بیا د فلسطین د خلقو له حقوقو څخه په خپل ټول وجود سره او تر هر وخته پورې چې لازمی او ضروری وی دفاع وکړی.

له دې امله دی چې پکار دی ووایو چې په ایران کښې د اسلامی انقلاب په کامیابۍ سره د سلطې د نظامونو په خلاف د مبارزې نوے دوران شروع شو او د مظلومو ملتونو له حقوقو څخه ملاتړ د اسلامی جمهوریت د بانی امام خمېنی (رح) په غورځنګ کښې د یو وړومبی اصل او شعار په توګه د دغې مبارزې په سر کښې شتون لری.

په حقیقت کښې د اسلامی انقلاب اصلی ماهیت او پېغام د دغه انقلاب په محور د عدل او انصاف د ائیډیالوجۍ په بنیاد د استثماری سیاتونو نفی او د تیری ګرو او نیواکګرو رژیمونو د ماهیت په ډاګه کول دی.

د ایران اسلامی انقلاب د دغه انقلاب د معظم رهبر په تعبیر د فلسطینی ملت له حقوقو څخه دفاع په یو اسلامی جهاد بدله کړه. د اسلامی جمهوریت د بانی امام خمېنی (رح) لخوا د قدس د نړیوالې ورځې نومول په همدغه تفکر باندې په تکیې سره وو.

د ایران ډېپلومېسی ادارې د نړیوالو ټولنو او ادارو په غونډو کښې له کوششه په ډک او ذمه وارانه شتون سره منجمله د غېر جانبدار غورځنګ د دوره ای مشر په توګه د دغه غورځنګ له لارې سیاسی ملاحظاتو ته بې له پامه تر ستم لاندې ملتونو څخه څرګند ملاتړ تعقیب کړے دے او د نړیوالو قوتونو د دباوونو په وړاندې بې له څه لغزشه یې د هغوی له حقوقو ملاتړ کړے دے.

په همدې چوکاټ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سږ کال د سوئیزرلېنډ په ډیووس کښې ((په مینځنی ختیځ کښې د ثبات د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې)) تر عنوان لاندې د اقتصادو د نړیوالې ټولنې په غونډه کښې په مینځنی ختیځ کښې د امنیت د ټینګولو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت سیاستونه بیان کړل.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی هم تېر کال د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې په خپله وېنا کښې د جنګ، ویجاړۍ او ترهه ګرۍ جرړې له تېر وخت نه تر اوسه پورې په نیواکګریو او فوځی تېریو او مداخلتو کښې وبللې او د سیمې د ملتونو له حقوقو څخه په دفاع کښې یې وویل، که په افغانستان او عراق باندې د امریکې فوځی تېری نه وې او که د فلسطین د مظلوم ملت په خلاف د صهیونېسټ رژیم غېر انسانی اقدامات نه وې نو نن به ترهه ګرو د خپلو جنایتونوو د توجیه لپاره څه بهانه نه موندله.

روحانی تاکید وکړ چې ضروری ده چې د امریکې حکومت د سیمې د حقائقو د تحریفولو او په نورو باندې د ناروا تورونو د لګولو په ځاے خپل او د خپلو سیمه ایزو انډیوالانو خطرناک سیاستونه چې په سیمه کښې تندلاریتوب، تشدد او فرقه پالنې ته لمن وهی ختم کړی او د سیمې د خلقو له آئډیالونو او غوښتنو سره غږمله شی.

دغه څرګند دریځونه او نظریات ښودنه کوی چې د ایران اسلامی جمهوری نظام تر ستم لاندې له ملتونو څخه په ملاتړ کښې یوه شېبه هم تردید نه دے کړے او تل یې کوشش کړے دے چې د اثر کوونکی حرکت لارخلاصوونکے وی. د دغه ستر حرکت اثرات نن د سیمې په اسلامی پاڅونونو او بېداریو کښې څرګند شوی دی.

اوس د اسلامی انقلاب له کامیابۍ نه د اوه دېرش کلونو له تېرېدو وروسته له مظلومو ملتونو څخه د ملاتړ سیاست هم هغه شان د ایران د بهرنی سیاست په سر کښې دے. د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ له مظلومو ملتونو څخه د حقیقی ملاتړ د تفکر په وړاندې کولو سره په حقیقت کښې د نړۍ د ظلمونو منجمله د فلسطین د مظلوم ملت په حق کښې د ظلم په وړاندې د هېوادونو خاموشی له مشکل سره مخامخه کړه. دغه لاسته راوړنه کم مثاله ده چې د نړۍ په سطح د تر ستم لاندې ټولو ملتونو له حقوقو څخه په ملاتړ کښې د پراختیا وړ نمونې باندې بدلېدې شی.

------------

Add comment


Security code
Refresh