Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 08 فوریه 2014 14:49

داسلامی انقلاب بریاوې اوله لودیځ سره مخامخیدا

دوستانو د ۱۳۵۷ لمریزکال په سلواغې میاشت کې داسلامی انقلاب بري، له استکبار سره دمقابلې  په څير  پر مولفو له مشتمل انقلاب ، له ختیځو او لودیځو قدرتونوسره داړوندوالي یوه نوي بیلګه   نړیوالو ته وړاندې کړه .  دغه لوي بدلون  له نړۍ سره دایران  په اړیکو کې  دجدي بدلونونو سبب شوی او همدغه بدلون کافي ؤ  څو واشنګټن او دهغه ملګرو اومتحدانودایران  له نوي اوتازه اسلامی  نظام سره  دمقابلې لپاره  هرې دسیسې ته مخه کړي  . په ایران تیریو اوداته کلن جنګ  تپلو ته صدام رژیم دلمسولوپه څيراقدامات چې  تر اتوکلونوپورې اوږد شو،همداراز  ډول ډول اقتصادي،سیاسی اوپوځي بندیزونه ،له غړیدلو اوغولیدلو ډلو څخه ملاتړ اوله ترهه ګرۍ اونرم آوزاري جنګه داستفادې  او ورسره  په وروستیوکلونوکې دفتنوله بهیرونوپه ملاتړسره سپین سترګیتوب  دایران له اسلامی انقلاب سره دلودیځ  دمخامخیدا وپه مقابل کې ددریدا  ځيني اړخونه دي

 خو دلودیځ سټراټيجیک اقدامات هغه که  دجنګ په پړاؤ کې وي او که  له دې وروسته ،نورغلیمانه اقدامات  نه دي توانیدلي  ایران دلودیځ سلطه پال پړاؤ ته وګرځوي .

 اوس دایران داسلامی انقلاب دبري  پنځه دیرش  کلونه تیریږي  اودغه مهمې پيښې هماغه رازپه نړۍکې دقلم اوفکر دخاوندانولپاره ډيرې  جاذبې لري .

  ځکه چې دغه لویه پيښه له یوې خواپه مسلمانانواودنړۍپه مستضعفینو کې  یوه هیله او دشوق څپه  رامینځةکړه  او له بل پلوه  ئې  سلطې  او د نړۍ د استعماري ویش  دسیاست په دوام کې  داستکبار سیاسی معادلات  هم  سره ګډوډ کړل او دهرډول سلطه منلو او سلطه پالنو  په نفي کولو او د سلطه ګرو قدرتونو په وړاندې دټولو حقوقو په دفاع  او دهغو په وړاندې په نه ژمنتیا سره  دلودیځي هیوادونو اونړیوال استکباردغوسې  او دښمنۍسبب شي .ددغې دښمنۍ اومخامخیدا دلیل  هم په بشپړ ډول واضح  او روښانه دی .

            داسلامی انقلاب  له معنوي اغیزو او بیلګه جوړیدا دلودیځ  داندیښنې یودلیل  دادی چې   په تیرو درو لسیزو کې  وتوانید  پخپلو څو اړخیزو  اغیزو سره دنړۍ پرکمزورو ملتونو دلودیځ سلطه  له چیلینج سره مخامخ کړي . دوهم دلیل ، له لویو قدرتونو دخپلواکۍ روحیه  ده چې اسلامی انقلاب  د: نه ختیځ غواړو او نه لودیځ غواړو او یوازې اسلامی جمهوریت غواړو : په شعار سره   دغه حرکت پیل کړ  او دعمل په ډګر کې ئې وښودله  چې اسلامی جمهوری نظام  خپلواکه اصول  او د ارزښت لوي ظرفیتونه لري  چې دخلکو پرګنې  ئې غوښتنه کوي . په حقیقت کې   د اسلامی جمهوریت له نوي  نظام سره ددوو زبرځواکونو ددښمنۍ مهم علت  هم همدا ؤ چې  دفکرلرونکو او پتمنوانسانانو په تیره بیا دمسلمانانو په لاره کې یوه نوي بیلګه   شو

 دامریکا یو مشهور لیکوال نوام چامسکي باوري دی  چې دایران په ضد د امریکا او لودیځی هیوادونو دښمنۍ،دسیسې او دلودیځ استعماراو سلطې ته ددغه هیواد دغاړه نه کیښودلو او ددغه هیواد دخپلواکۍپه  دلیل دي، نو ځکه وائي ،که ایران خپلواکه پاتې شي  او دامریکا دسلطې  په وړاندې  تسلیم نشي ، نو له امریکا سره دښمنیو او مخالفتونو ته به دوام ورکړي . دایران اسلامی جمهوریت  دامریکا له نظره  دمنلو وړ نه دی ، ځکه  په خپلې خپلواکۍ سترګې نه پټوي .:

            دامریکا دخارجه وزارت  دمینځنی ختیځ  یو پخوانی مرستیال  مارتین اینډیک  ټينګار کوي ، داسلامی انقلاب سزاکول  او رټل  به دهغو  هیوادونو لپاره  دعبرت درس وي چې دامریکاله سلطې  دژغوریدااو خپلواکۍ په لاره کې  ګام پورته کوي .  البته یو بل مهم ګام چې  ایران د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره   پورته کړ، دایران له بډایه سرچینو  د سترو قدرتونو دلاسونو لنډول وو  او دا  له اسلامی انقلاب سره دهغوي د دښمنۍ یو بل دلیل  دی .

دامریکایومشهورنظریه وړاندې کونکی بریژینسکي په دې اند دی چې   د ایران سټراټيژیک موقیعیت دلودیځ لپاره دومره اهمیّت لري چې  امریکا باید په هره روده او حتی  په پوځي اقدام سره  ددې خنډ شي چې  ایران   له لاسه ورکړي . :

 داسلامی انقلاب  بریالیتوب  په درستۍ نړۍ کې  دمسلمانانو  دویښتیا لپاره  په بیلګه کیدا سره په حقیقت کې  داسلام اولودیځ  دمخامخیدا یوه نوي سپرکي لپاره ئې زمینه برابره کړه  .  دغه بهیر  ناڅاپي نه ؤ ،البته په امریکا کې  د۲۰۰۱کال د ستمبر دیولسمې له پيښو رووسته  له اسلام سره د لویدیځ مخامخیدا لازیاته رابرسیره شوه.  په دې ډول چې  لودیځ  د اسلامی انقلاب  په تحلیل کې  له غرضونو ډکې کړنې  مطرح کړې  او له خاصو   اړخونو  او په بشپړیواړخیز ډول     ئې  اسلامی انقلاب ته فکر وکړ او دا ئې  یو ترهه ګر او سرزوری فرقه پال  حرکت وبریښاوه .

 داسلامی ا نقلاب معظم لارښود د اسلامی انقلاب  په ضد دنړیوال استکبار د دښمنیو  په تحلیل کې پخپلو غوره ویناؤ کې  دې ټکي ته اشاره کړې ده چې ،  د دښمنیو ،کینو او دسیسو بهیر  داسلامی انقلاب  دبري له هماغو لومړنیو شپوورځو  پيل شوی  او سوکه سوکه  ئې پراختیا موندلي او نوي اړخونه ئې غوره کړي دي . ددغو غلیمانه اقداماتو  مخکښ ا و بیرغوال امریکا او صهونیسټان وو چې په سیمې کې ئې  خپل یو تالی څټی او ګوډاګۍ او سرسپارلی متحد  پهلوي رژیم  له لاسه  ورکړی  او په ایران کې له خپلو نارواؤ سیاسی او اقتصادي ګټو محرومه شوي  وو .

البته له یوه بل اړخه ،  دایران اسلامی انقلاب   دنړۍ دمستضعفو په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې  ملتونو ته د ژورې پوهې په ورکولو سره  ، په سیمه ایزه اونړیواله سویه  دتل پاتې سیاسی بدلونونو زمینه جوړونکی  شو .    دغه لوي بدلون ،اسلام  نړیوالو ته دیوه ټاکونکي سیاسي قدرت په توګه وروپيژنه . په بله وینا ،په همدغه  چوکاټ کې  دیوه ژور اوجرړه ایز  بهیر په توګه داسلامی ویښتیاحرکت رامینځةشو او په دغه لوي خوځښت  کې ئې  داسلامی نړۍ  دلوي وحدت   او داستعمار په وړاندې ددریدا  او له سلطې دژغورنې  دیوه لوي حرکت اصل  احیاء کړ .

دغه بیلګه جوړیدا یقینا ً دمستکبرانوله ګټو سره سمون نه خوري ، نوځکه  نړیوال استکباراودهغو په سرکې امریکا  دایران له اسلامی انقلاب سره  مقابلې ته راپورته شو .حضرت امام خمیني   داسلامی انقلاب دبریالیتوب په هماغولومړنیوکلونوکې ددغو دښمنیو   ژوروالی  اینځور کړ او روښانه ئې کړې  ،هغه مهم ټکی چې  مونږ  ټول بایدورته پام وکړو  او هغه له پردیو سره دخپل سیاست  اصل اوا ساس وګرځوو ، دادی چې  دمونږدښمنان  او نړیوال غلهّ ترکومه   او څومره مونږ زغمي  او تر کومه حده  دمونږ خپلواکي او آزادي  مني .په یقین سره هغوي دمونږدټولوالهي اومعنوي ارزښتونو او هوّیتونو څخه له دښمنۍ پرته بله پوله نه لري  .

********************  

  دوستانو نن سبا  دپنځه دیرشوکلونو په تیریدا سره  داحقیقت لاښکاره شوی  او دداسې ډيرو ګوت وهونکو هلوځلو شاهدان یوو چې  که څه هم کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي  خو ښئ   امریکا له ټولو لارو هلې ځلې کړي دي څو دغه انقلاب اواسلامی جمهوری نظام  ته ګوزارورکړي ، اوس هم له ایران سره دایټمی لومړنۍ موافقې له لاسلیک کولوسره سره    د امریکادبهرني سیاست اصلی چورلیزهماغه ګواښ اوپرایران د دباؤنو زیاتول او دجنګ اوبندیزونونغارې غږول دي . په دغه بهیر کې  په داخل او بهر کې  متحدان او دښمنان   دکانګرس له غړو رانیولي تر اسرائيلو پورې  ټول لاس په کار شوي  او په سیاسی فرصت غوښتنې سره  هڅه کوي  ایران  ته خپل غلیمانه پیغامونه او  زیات غواړي دریځونه ورسوي .

دامریکا په مشرۍ لودیځي هیوادونه  داسې القاء کوي  چې دایران ایټمی فعالیتونه  پوځي موخې لري  او په همدې دلیل ئې له کلونوکلونو راهسې د دغه هیواد په ضد  ئې شلونکي  بندیزونه اعمال کړي دي   څو تهران اړباسي  له خپلو ایټمی فعالیتونولاس په سر شي .

 داپه داسې حال کې دي چې  دایران ایټمی پروګرام یوازې دبریښنادتولید  او دطبي څيړنو لپاره  په سوله ایزو موخو سره تعقیبوي . دایران او۵+۱ډلې ترمینځ  دنومبر میاشتې دموافقې په اساس  ایران موافقه کړې   دخپلې خوښې  او باورجوړونې په اقدام کې  دخپلو یورانیموپخول  هم ترپنځوفی صدو پورې راټيت کړي  او  دیورانیمو تر شلو فی صدو پورې پخول  هم  دروي .   ایران  او ۵+۱ډلې  دجینوا دنومبر د۲۴نیټې  دایټمی موافقې اجرا  د جنورۍ له شلمې نیټې  پیل کړې ده .

  اوس دایران د اسلامی جمهوریت ملت   له اسلامی انقلاب سره د امریکا د دښمنیو دعلتونو اود دسیسو دماهیّت په تجروبولو په ښه ډول پوه شوي او پيژني ئې  او دوي پوهیږي چې  امریکاله ایران سره  په مخامخیداکې جنګ اوپوځي اقدام ته ګروهنه نه لري ،البته له له نرم آوزاری جنګه  لاس په سر شوې نه ده ، او هڅه کوي  دخپلې کمزورۍ  ټکي  په پیاوړو ټکو بدل کاندي  او له ایرانه دپرمختګ فرصتونه واخلي .

 امریکا  دورکړل شویو احصایو په اساس   داطلاعاتو ( آئي ټي ) په زمینې کې  د څلورسوه څلورڅلویښت میلیارډ ډالري پانګونې سره  ددغې تيکنالوجۍپه سرکې دی  اودهرهغه هیوادپه ضد چې  دهغو له سیاستونو او ګټو سره په تضاد کې شعار ورکوي ،  دسایبیري جنګ  درامنیځةکولو لپاره  له لازمو ا مکاناتو  برخمن دی . 

په همدې اساس داسلامی انقلاب معظم لارښود  له کلونو مخکې  ددښمن نرم جنګ ته په اشارې سره  ټینګار کړی ؤ چې نرم جنګ  یا سایبیری جنګ  یو حقیقت دی او نن سبا  دایران اسلامی جمهوریت او اسلامی نظام   له یوه لوي جنګ سره مخامخ دی .:

  داسلامی انقلاب دستر لارښود په تعبیر  استکباری قدرتونه  یو داسې لوي چینل دی چې  پکې صهونیسټي ، دنړیوالو تاجرانو، او دنړۍ دډيرو پيسو د هغو مرکزونو چینلونه  شامل دي  چې دنړۍ سیاسي موضوعګانې او نوره پروژې پلانوي .

څرګنده ده  دایران اسلامی جمهوریت چې دعلم  په باب په یوه حساس جغرافیائي  موقیعیت کې دی ،  او هره ورځ  ئې   ظرفیتونه لازیات ښکاره کیږي ،  داستکباري قدرتونو دبشپړتیا په مقابل کې خنډدی ، پر دې اساس  دوي هرڅه چې کولی شي ، له اسلامی ایران سره په مقابلې کې  به ئې ترسره کړي ،هماغه ډول چې په تیرو پنځه دیرشو کلونو کې ئې عمل کړی دی  او دایران داسلامی  او انقلابی ملت سره ئې دښمنۍ ثابتې کړي دي  او هرڅه وخت تیریږي  بیا به ئې هم دغه دښمنۍ  ختمې نشي او خپلو  غلیمانه اقداماتو اودسیسو  اولاسوهنو ته به دوام ورکړي چې باید په هرډګر کې ورته ځير اوهوښیار ووسو

(سیماب)

***********************************************************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh