Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 02 فوریه 2015 15:30

حضرت امام خمیني ثابته کړې چې سیاست اودیانت سره غوټه خوړلې ده

دافغانستان دحزب وحدت ملی غورځنګ مشر ویوه جهادي مشر محمد اکبری  نن په کابل کې ایرنا خبری آژانس  ته وویل  دایران داسلامی جمهوری نظام  ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني  دیانت اوسیاست سره یوځاي کړي او  دقرآن کریم په سیوري کې ئې دخداي پرستۍ  په روحې سره اسلامی حکومت جوړ کړ.

ښاغلی اکبري  وویل  هغه داسلام دګران پیغمبر له پاک سیرت او اسلامی تعلیماتو  او ددیني مخکښانو  څخه په پيروۍ سره  په دنیا ثابته کړه چې  دین او سیاست  سره یو کیدلی شي  او یوداسې حکومت جوړیدلی شي چې   دالهي ستوراتو په اساس وي .

 دافغانستان دحزب وحدت  غورځنګ مشر او  دافغانستان  د ولسي جرګې غړي   دحضرت امام خمیني په  رهبرۍ  دایران داسلامی انقلاب  دپرتمین بری  کلیزې په مناسبت  دایران رهبرۍ ملت او  دنړۍ په ختیځ او لودیځ کې  ټولو مسلمانو ملتونو ته مبارکي وویله او هیله ئې وښودله  چې   دحضرت امام خمیني په بیلګه ګرځولو  سره  په درستې نړۍ  کې اسلامی حکومت جوړ شي .

 محمد اکبری  وویل هیله ده  چې مسلمانان  په تیر وخت کې خپل عزت او لويوالی  دایران له اسلامی انقلابه په بیلګه اخستو سره  ترلاسه کړي او  په وحدت اویووالي سره  دخداي دپاک دین دبریالیتوب لپاره  مبارزه وکړي

 اکبري  همداراز دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود  په اوسمهاله نړۍ کې چې  د زبرځواکونو  له خوا دمسلمانانو  سپکاوي کیدل  او دهغوي شتمنۍ غلاکيدلې  ، او  په نړۍ کې یوخپلواکه اسلامی هیواد  هم  وجود نه درلود، دایران ملت   په یوه واحد پروردګار  په تیکې او له اسلامی لارښونو څه په ګټه پورته کولو سره په   اسلام غواړي او آزادي غواړي  روحیې سره  وتوانید، دلودیځ اوختیځ  دزیات غواړو په مقابل کې ودریږي  او  داسلامی جمهوری نظام بنسټ کیږدي

 دافغانستان دولسی  جرګې دغه تکړه غړي او پخواني جهادی مشر   حضرت امام خمیني  یو داسې لوي دیني فقیه ،عالم او پوه سیاستوال وباله  چې  تر دې دمه په موجوده نړۍ کې دهغه په شان  څوک نه دی راغلی  او  په داسې ځانګړي توانمنیو او پوهې اوځيرتیا سره ئې  داسلامی انقلاب رهبري کړي چې  اغیزې ئې تر اوسه پورې  په نړۍ کې محسوسې دي .

(سیماب)

Add comment


Security code
Refresh