Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 04 فوریه 2015 16:43

ځوانان، د انقلاب همیشني ملګري

 

 

 

ګرانو مینه والو دا برخه د ایران د اسلامي انقلاب په بهیر، جنګ او د هیواد په جوړونه کښې د ایراني ځوانانو د رول په هکله ده، په دې هیله چې خوښه مو شي

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                ځوان نسل په هره ټولنه کښې د انرجۍ، توان او ډیرو وړتیاو د لرلو په وجه د هغې ټولنې په راتلونکي کښې یو ټاکونکی رول لري او د هغې اصلي پانګه ګڼله کیږي. دا توانمنه او مخ په ودې پرګنه په مختلفو علمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي، هنري، ورزشي او داسې نورو ډګرونو کښې د ټولنو د ترقۍ او پرمختګ زمینې برابرولی شي. په ایران کښې ځوان نسل د هیواد د بدلونونو او پرمختګونو ستره برخه په غاړه لرلې او د اسلامي انقلاب له بڼه نیونې څخه د هغه تر بریالیتوبه او له هغه وروسته هم په مختلفو ډګرونو کښې د ځوانانو شتون لیدل شوی دی.

                ځوانان په زیاترو هیوادونو کښې له یو بل سره ځیني ګډ خصوصیات لري خو د ایران ځوان نسل یولړ داسې ځانګړتیاوې لري چې سبب کیږي مشران او سیاستوالان ورته په هیلې او شوق سره وګوري. د ایران ځوان نسل تل په ټولنه کښې د ټولنیزو او تاریخي بدلونونو سرچینه پاتې شوی دی. اسلامي انقلاب ته په نزدیو کلونو کښې دا نسل د سیاسي، اجتماعي او عقیدتي خبرتیاو او پوهې د ودې له لارې په ځان باورو ځوانانو بدل شو او د ستاینې وړ هوډ او ارادې سره د پهلوي د پيئلي او ظالم رژیم په وړاندې ودرید. په اسلامي انقلاب کښې د ایراني ځوانانو له روحي او معنوي بدلون وروسته ژوند ته د هغوي لید او کتنه بدله شوه. د اسلام واکمنۍ د ایران د مسلمانو ځوانانو په وړاندې یو نوی افق پرانیسته او هغوي یې تفکر او ژورې کتنې ته وروبلل. له لوړو ارزښتونو او کلتور سره بلدتیا له هویته لرې شوی ځوان راویښ کړ او په هغه کښې یې له رغاونې، خدمت او پراختیا سره مینه راژوندی کړه.

                د اسلامي انقلاب په دوران کښې د پهلوي رژیم په خلاف لاریونونو کښې د ځوانانو حماسه زیږونه او بې بدیله رول په تیره بیا د لړم د دیارلسمې په پيښه کښې د هغوي باتورانه شتون، د سړکونو نښتې او د ۵۷ کال په سلواغې میاشت کښې د پوځي مرکزونو نیول، د امریکې د جاسوسي ځالې تسخیرول او اته کلنه مقدسه دفاع د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې د دې پرګنې تل پاتې او د ستایلو وړ رولونه دي.ځوانانو د اسلامي انقلاب د رامینځته کیدو او د خلکو په پرګنو کښې د انقلابي ولولې د رامینځټه کیدو په بهیر کښې د دغه انقلاب د کامیابولو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې. په جوماتونو، دیني مدرسو او پوهنتونونو کښې د ځوانانو شتون او د ټولنې له نورو پرګنو سره د هغوي اړیکې دا کلتوري مرکزونه په تیره بیا مسجدونه د ولسي مبارزو په مرکز بدل کړل.

امریکايي لیکواله او ختیځ پیژاندې میرمن نِکي، آر، کِډي باوري ده: سترې تحصیل کړې پرګنې، د نوې سیاسي طبقې محصلینو او تش لاسو ښاریزو، د جوماتونو او کلتوري مرکزونو تر پلانونې او اغیزې لاندې د نوي ولسي سیاست د ملاتیر برابر کړ.

                زیاتره انقلابونه او غورځنګونه د بهرنیو ملاتړونو له لارې رامینځته شوي دي او ځیني نور هم د پوځي ځواک او د روزل شویو چریکي ځواکونو په کارولو سره بریالي شوي دي، خو له دې نظره هم د ایران اسلامي انقلاب له نورو انقلابونو او ټولنیزو خوزښتونو څخه یوه منفرده او بیله نمونه ګڼلی شو ځکه چې د دې انقلاب ترټولو ستر جوړونکي او نظریه ورکونکي امام خمیني(رح) د هغې هیڅ کومې طریقې له کارولو پرته چې تراوسه د نورو هیوادونو انقلابیانو استعمال کړې وې، د یو ستر سیاسي او ټولنیز حرکت په طراحۍ لاس پورې کړ.

امام خمیني په دې ټکي ډیر ښه پوه شوی و چې د هیواد ترټولو مهمه او ستره پانګه د هغې ځوانان او ځوان نسل دی. په حقیقت کښې ځوانان د انقلاب په بهیر کښې د ستمشاهي رژیم له منګولو د خلاصون لپاره د امام خمیني(رح) د روښانونکو پیغامونو اصلي مخاطبان وو او په ځوانانو باندې د انقلاب د مشر اعتماد او په مقابل کښې پخپل مشر او رهبر باندې د هغوي اعتماد سبب شو چې د انقلاب له بریالیتوب وروسته هم ځوانه پرګنه په کلک هوډ او په نفس باندې په تکیې سره د رغاونې بیلابیلو ډګرونو ته ننوځي، تر دې چې امام خمیني(رح) د انقلاب بریالیتوب د ځوان نسل د همت احسانمن وباله او ویې فرمایل: د خداې درود دې وي د ایران په ستر ولس او په غیرتي او ځیرکو ځوانانو باندې، د ایران په ټولو پرګنو کښې ستاسو ځوانانو په لوړ همت سره دا غورځنګ دې حد او مرتبې ته راورسید، ستاسو د لوړ همت په وجه مونږ کامیاب شو او د فساد جرړه مو له ایرانه ترڅه حده وویستله او انشاءا... چې له دې وروسته به هم ستاسو ځوانانو په همت سره د فساد د دې جرړې وروستۍ برخه هم له بیخه راوویستله شي.

                ځوانانو لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب په بڼه نیونې او بریالیتوب کښې مهم رول درلود، د اسلامي انقلاب په دوام او د هغه په ټینګښت کښې یې هم مرکزي رول لرلی دی او د هغوي ملتیا په ټولو برخو کښې د اسلامي انقلاب د اهدافو د پرمخ بیولو لپاره یو ضمانت دی. امام خمیني د خپل کلتور د پریښودنې په زمانه کښې د معنویت او دیني عرفاني سرچینو سره د ځوانانو په بلدولو سره د ایران د ځوان نسل په زړونو کښې د روحي او معنوي خپلواکۍ بیرغ ښخ کړ او د هغه په سیوري کښې، ایراني ځوانانو د اسلامي او ملي ارمانونو په دفاع کښې د سرشیندنې او میړانې په سترو جلوو سره سترې حماسې وزیږولې. د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د عراق تپلي جنګ ته د هغوي داخلیدل سبب شول چې د جنګ ډګر د معنويت او ایمان په ګټه بدل شي او ټوله دنیا یې وویني چې څرنګه ایرانی ځوان د ایمان او عشق په پانګې سره میدان جنګ ته وردانګي او ډیر پيچلي جنګي تاکتیکونه پلانوي. په حقیقت کښې د ایران د مقدسې دفاع په اتو کلونو کښې ځوانان په داسې میړنیو بدل شوی چې په هیڅ کوم قدرت باندې له ملا تړلو پرته، له سره تر پښو پورې په وسلو سنبال دښمن یې په ګونډو کړ او د هیواد خپلواکي یې وساتله.

                ځان باوري او په نفس باندې اعتماد د هغو ځلیدونکو غورځنګونو خوزښت ورکونکی او ژوند بخښونکی ځواک و چې د تاریخ په اوږدو کښې د سلطې او زور د نظام د پرزولو لپاره راپورته شوي او ایراني ځوانانو د طاغوت د رژیم له پرزولو او په اته کلنې مقدسې دفاع کښې له بریالیتوب څخه په رامینځته شوې خودباورۍ باندې په ملا تړلو سره د هیواد د علمي او ساینسي پرمختګ، ترقۍ او ځان بساینې په لاره کښې ګام پورته کړ. له جنګ نه په وروسته پړاو کښې د هیواد د جوړونې ستره دنده ځوانانو ته وسپارله شوه او هغوي په دې لاره کښې د زړه له کومې کار وکړ، داشان چې د جنګ د دوران په شان د ایران په جوړونه کښې هم د ځوانانو ولوله ناک شتون د انقلاب یوه ډیره ستره بریا ګڼله کیږي.

روښانه ده چې که یو هیواد هرڅومره لوړ علمي توان او پرمختللې ټیکنالوجي او صنعت ولري، د هغه د خلکو د ایمان په ځواک او همت سره د ترقۍ او رغاونې پړاونه په لنډه موده کښې وهلې شي او خپلې اړتیاوې په استعماري قدرتونو پورې له پیئلتیا پرته برابرولی شي. ایراني ځوانانو په دې لړ کښې هم ډیر اغیزمن عمل وکړ، هغوي علم ته جدي پاملرنه وکړه او په ایمان او په کار کښې د یو اصلي عنصر په توګه په تقوا باندې له پایبندۍ سره د هغه په یوځاې کولو سره یې نه ستړې کیدونکې هڅه پيل کړه. د ماډرن علومو او فنونو زده کول، د پوهې او د معمول د تجربو ترلاسه کول که هغه په پوهنتونونو کښې او علمي مرکزونو کښې د زده کړې او تحصیل له لارې و او که په صنعتي او تولیدي مرکزونو کښې د کار او تجربې په بڼه کښې، ډیر نوښتونه، ایجادات او نوي اختراعات یې وکړل.

د ایټمي انرجۍ په څانګه او د بنیادي سلولونو او د ځینو سخت علاجه ناروغیو د درملنې په شمول په ماډرن علمونو کښې د پام وړ علمي پرمختګونه او د نړۍ د علمي سیالیو په ډګر کښې د ایران د زیارمنو او ځیرکو ځوانانو ځلیدل او د ډیرو ویاړونو ترلاسه کول، په ځوانانو باندې د اعتماد او په هغوي کښې د خودباورۍ نور آثار او پایلې دي. ځوانانو د خپلو مهارتونو په زیاتولو او ضروري تجربو او هنرونو ته په لاس پیدا کولو  او په هغه خلوص او زړه سواندۍ سره چې له انقلاب سره یې لري، د هیواد د تولید، ځان بساینې او حقیقي خپلواکۍ څرخه په تاویدوه کړه. همهغه شان چې له انقلابه پس، د تپلي جنګ په اوږدو کښې د ځوانانو شتون او د هغوي سرشیندنو د دښمنانو دسیسه شنډه کړه، د هیواد د رغاونې په دوران کښې یې هم بې مثاله رول ولوبوه.

                نن سبا د ایراني ځوان سرلوړې څیره د نړۍ په علمي ټولنو او کلتوري او ورزشي سیالیو کښې وینو. په المپیاډونو، فیسټیولونو او هنري ډګرونو کښې د لوړو علمي رتبو او انعامونو ترلاسه کول په ایران کښې د کامیابو، انګیزه لرونکو او مستعدو ځوانانو د شتون ښودونکي دي. نن سبا سره له دې چې د لویدیځ د رسندوي تبلیغاتو پراخ یرغل ایراني ځوانان په نښه کړي دي، هغوي همهغه شان په کلک ایمان او لوړ همت سره د پرمختګ او سرلوړۍ په تکل کښې دي او د خپل هیواد توانمن مټ ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

 

Add comment


Security code
Refresh