Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 08 فوریه 2015 16:09

د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې خاص (پينځم) پروګرام

د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره له ايران سره د لويديځ د مقابلې يو نوے باب شروع شو. دغه مقابله ناڅاپه نۀ وه ځکه چې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ څخه زېږېدلے اسلامي جمهوري نظام  د امريکې او د سلطې د نظام حقيقي ماهيت په ډاګه کړ. دغه اتفاق په نړۍ باندې د واکمنو نظامونو تر ستم لاندې ملتونو په نظر کښې د عطف په يو مهم ټکي بدل شو.

د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره له ايران څخه  د سترو قدرتونو لاسونه لنډ شول او دا يوه وړه واقعه نۀ وه چې امريکه ترې په سادګۍ سره تېره شي او يا دا چې ورته غاړه کېږدي.

مشهور امريکائي نظريه پرداز زبېګنيو برژېنسکی په هم هغو وختونو کښې د ايران د اسلامي انقلاب د کاميابۍ او په امريکې باندې د هغۀ د اثراتو په باره کښې ويلي وو،د ايران سټراټيجک موقعيت د لويديځ لپاره دومره اهميت لري چې امريکه پکار دي چې له لاسه د ايران د تلو خنډ شي.))

همدغه تګلاره وه چې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له هم هغو وړومبنيو ورځو څخه د امريکې دښمنې او دسيسې شروع شوې او ورو ورو يې پراختيا پېدا کړه.د دغې زياته پائېددونکې دښمنۍ بېرغ وال د امريکې حکومت او صهيونېسټ رژيم وو چې په سيمه کښې يې خپل ترټولو مطيع پهلوي رژيم له لاسه ورکړے ؤ.

استکباري قدرتونه  په خپلو کښې د ټولو تضادونو او سياليو باوجود له اسلامي انقلاب سره په مقابله کښې يولاس شول او د ايران د اسلامي جمهوريت د راپرزولو لپاره يې زياتې دسيسې عملي کړې. استکباري قدرتونو په يو نۀ اعلان شوې موافقه کښې او د اسلامي جمهوريت د تنکي نظام د نسکورولو په هدف سره په ايران باندې د حملې لپاره د صدام له رژيم څخه په ملاتړ سره د يو تيري کوونکي جنګ پلانونه وکړه چې کېدې شي د هغوي په ګمان جنګ اسلامي انقلاب له منځه يوسي.

استکباری قدرتونو د صدام د رژيم له جنګي مشين او فوځي اړم څخه د رامنځته شويو دباوونو په مقابل کښې د ايران د خلقو د مقاومت د سنجونې لپاره يو معيار وګرځوۀ چې دا معلومه شي چې ايران له امنيتي ګواښونو سره په مقابله کښې د امنيت په مېدان او دفاعي ډګر کښې ترڅومره اندازې دوام پېدا کولې شي.

د تپلي جنګ او د هغو هېوادونو چې يې ملاتړي وو اهداف د جنګ له ختمېدو نه کلونه کلونه وروسته په ډاګه شول. هغه اسناد چې وروسته خپارۀ شول  وې ښودله چې امريکه او نور زياتره اروپائي هېوداونه او د سيمې نور لوبغاړي په ايران باندې د عراق د تيري د مېدان چلونکي وو او د صدام له رژيم څخه د هغوي ملاتړونه د ايران په خلاف د صدام د جنګي جنايتونو د لمن د پراخېدو او د جنګ د اوږدېد سبب شول.

د ايران په خلاف د تپلي جنګ پروژې د نړيوالو قدرتونو او د هغوي د سيمه ايز ائتلاف د لاجېسټکي، مالي او سياسي ملاتړونو باجود ماتې وخوړه او د لويديځ د پلانوونکو، نظريه پردازانو او سټراټيجسټانو د حساب کتاب او محاسباتو په اپوټه يې د ايران ملت لا توان من او مقاوم کړ.

په همدې دليل د تپلي جنګ په ختمېدو سره د ايران په خلاف د امريکې سياست بدل شو او د نېغ په نېغه مقابلې د سياست ځاے يې څو اړخيزه کنټرولوونکې سټراټيجۍ ته ورکړ.

د سيمې په هېوادونو او د ايران د پولو په خواوشا کښې د سمندري، زمکنيو او  هوائي اډو جوړول، د فارس خليج په سيمه کښې د ايران په عربو ګاونډيانو باندې د پرمختلليو وسلو خرڅول او د امنيت په ډګر کښې له خنډ سره د ايران مخامخونه له هغو پروګرامونو څخه دي چې د امريکې د مينځني ختيځ د سياست په اېجنډا کښې وګرځېدل.

د دغې سټراټيجۍ په دوام کښې امريکې په دوو لسيزو کښې په سيمه کښې زيات شمېر فوځي ځواکونه ځاے پرځاے کړل. پېنټاګون له 2001 کال نه وروسته په سيمه کښې د زمکنيو او سمندري فوځ اډې زياتې کړې او د فارس خليج او چاپېره سيمه يې د فارس خليج د کړکېچ په مرکز او د خپلو وسلو په انبار بدله کړه.

د ستمبر د يولسمې له پېښو وروسته امريکې او نېټو خپله اصلي سټراټيجي په مختلفو کارکردګيو سره د توغنده اي سېسټم په جوړولو، د فارس خليج د سيمې په عربو هېوادونو باندې د ميليارډونو ډالرو د وسلو او جنګي الوتکو په خرڅولو او په سيمه کښې د کړکېچ او تاوتريخوالي په رامنځته کولو متمرکزه کړه.

دغه سټراټيجي له ايران څخه د ويرې د پروژې له القاء سره يوځاے شوه چې په عملي توګه په سيمه کښې د ايران په مشارکت سره د ډله ايز امنيت او ثبات د ټينګېدو خنډ شي.

خو د دغې سټراټيجۍ په اپوټه نن د ايران اسلامي جمهوريت اوچت دفاعي قوت لري او د دفاعي اقتدار له نظره په داسې مقام کښې راغلے دے چې د سيمې په فوځي انډولونواو د ثبات او امنيت په ساتنه کښې يو مهم وزن ګڼل کيږي.

ايران امنيتي ملګرتياو ته د سيمې د هېوادونو په رابللو سره دا چمتووالے لري چې د دسيسو او ګواښونو په مقابل کښې په اقتدار او قوت سره اودريږي.

په همدې بنياد د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ايران د دفاعي نظرياتو په بيانولو سره تاکيد وکړ چې د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې د يو قوت په توګه د سيمې او نړۍ له امنيت سره له اړوندو مسائلو سره ذمه وارانه  چلند کوي او په عېن حال کښې په دغو ډګرونو کښې له نورو لوبغاړو سره د څو اړخيزې او هر اړخيزې ملګرتيا چمتووالے لري.

اوس هم داسلامي انقلاب له کاميابۍ څخه د شپږ دېرش کلونو په تېرېدو سره د اسلامي جمهوري نظام په خلاف د دښمنانو په دسيسو او خنډ اچونو کښې څه کمے نۀ دے راغلے بلکې دسيسې په لا متنوع طريقو سره عملي شوې دي.

ګواښونه د نرم جنګ به قالبونو او شکلونو کښې هم هغه شان دوام لري او دا ښودنه کوی چې امريکه له ټولو لارو څخه استفاده کوي چې  اسلامي انقلاب او اسلامي  جمهوري نظام ته زيان ورسوي. په دې مرحله کښې د امريکې د بهرني سياست محور د ايران په ګواښلو، بائيکاټولو، نفسياتي جنګ او په تېره بيا د توغنده اي توان په ډګر کښې د ايران د دفاعي توان له مشکل سره په مخامخولو باندې متمرکز دے.

د امريکې په مشرۍ لويديځ هېوادونه داسې القاء کوي چې د ايران اېټمي فعاليتونه له توغنده اي توان سره اړوند فوځي اهداف تعقيبوي او په دې بهانه يې د ايران په خلاف بائيکاټونه لګولي دي.

په داسې حال کښې چې اېټمي او ډله ايزې وژلې وسلې د ايران په دفاعي پالېسۍ کښې هيڅ ځاے نۀ لري او د ايران د ملت له بنيادي مذهبي او اخلاقي عقائدو سره يوه مخالفه چاره ده.

البته د ايران په خلاف د امريکې د څرګندو او پټو اهدافو او سياستونو ماهيت څرګند او په ډاګه دے. امريکې له اسلامي انقلاب سره په مقابله کښې سخت جنګ او نرم جنګ د ايران په خلاف په خپله سټراټيجۍ کښې ساتلے دے او په اېټمي موضوع کښې له ايران سره خبرو اترو ته د مخه کونې باوجود د ايران په خلاف يې له خپل غليمانه او د ګواښ له سياستونو څخه لاس نۀ دے اخېستے. امريکه کوشش کوي چې د دفاعي توان د زمينې په شمول په ټولو ډګرونو کښې ايران له کمزورۍ او خنډ سره مخامخ کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر کلونه کلونه مخکې د دښمن نرم جنګ ته په اشارې سره تاکيد کړے دے چې نرم جنګ يو حقيقت دے او نن اسلامي جمهوريت او اسلامي نظام له يو ستر جنګ سره مخامخ دے.

د داسې طريقو او روشونو په شان چې د نرمې راپرزونې له جنس څخه ګڼل کيږي د ختيځ بلاک په ځينو هېوادونو کښې د رنګين يا مخملي انقلابونو په نومونو سره رامنځته شوي دي.

2009 کال ته به نزديو کلونو کښې په لويديځي ادارو کښې ترسره شوې څېړنې ښودنه کوي چې په ايران کښې له نرم جنګ سره اړوندې تقريباً  شپېتۀ ادارې او موسسې فعالې دي.

د امريکې د سټراټيجکو او نړيوالو مطالعاتو د فکري مرکز د کارپېژاندو لخوا يو رپوټ دا اعتراف کوي چې ايران د پراخو بائيکاټونو باوجود په اوس حال کښې په دفاعي سټراټيجۍ کښې زيات قابليتونه لري چې د دښمن په مقابل کښې د مقاومت له قابليت سره مطابق پلانولې شوې ده.

د دغې موسسې د شناندو له نظره د ايران په خلاف د امريکې يا صهيونېسټ رژيم د حملې په صورت کښې به د ايران فوځي ځواب د هغوي له تصوره زيات اوچت وي. شناندي باوري دي چې که نن د ايران په وړاندې د امريکې سټراټيجۍ په اېټمي موضوع کښې د خبرو اترو  لوري ته زاويه بدله کړې ده نو علت يې د دباوونو په مقابل کښې د ايران د ملت ټينګ اودرېدونه ‎، مقاومت او ترقي ده. البته څرګنده ده چې د ايران موقعيت ته په پام سره چې په يوه حساسه جغرافيائي سيمه کښې پروت دے د ايران د ظرفيتونو زياتوالے او پرمختګونه د امريکې لپاره د قبول وړ نۀ دي، نو په دې بنياد هرڅومره چې وکولې شي له اسلامي ايران سره په مقابله کښې به کوشش وکړي نو هم هغه ډول چې په تېرو شپږ دېرشو کلونو کښې يې هم دا ډول عمل کړے دے او له ايران سره يې  دښمني ثابته کړې ده.

تجربې ښودلې ده چې امريکه خبرو اترو ته د ګروهنې باوجود هم هغه شان له خنډ سره د ايران په مخامخولو کښې کوشش کوي او چلند يې له تېر وخت سره څه فرق نۀ دےکړے. په همدې دليل دي چې د ايران ملت په امريکې باندې اعتمادنۀ لري.

--------------------------------

Add comment


Security code
Refresh