Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 08 فوریه 2015 16:15

اسلامي انقلاب د اصلاح ګرۍ او نوي تفکر پېغام راوړونکے

د ايران د اسلامي انقلاب کاميابۍ له اسلام څخه نوې څېره او په  ديني بنياد ازادي غوښتونکے حرکت وړاندې کړ. په تېرو څو پېړيو کښې په تېره بيا په شلمه پېړۍ کښې يوې مدني او عدل لرونکې ټولنې ته د رسېدو لپاره له لېبرلي  او ازادي غوښتونکو نظرياتو نه واخلې د کيڼو سوشلسټي او انصاف طلبو نظرياتو پورې  زيات تفکرات ډګر ته وړاندې کړې شوي دي. په دې مېنځومان کښې د ايران اسلامي انقلاب هم يوې نوې نظريې او بحث ته رابلونکے ؤ. هغه نظريه چې کوشش يې کوۀ د ډېموکرېسۍ او د قانون د حکومت په شان د ماډرنې دنيا مفاهيم د اسلام د مبين دين له متن  څخه وباسي. د ايران اسلامي انقلاب له رامنځته کېدو نه مخکې په نړۍ کښې د هيومېنزم او مېټريالېزم دوو تفکراتو واکمنۍ ته په پام سره داسې القاء کېده چې حکومتي نظامونه پکار دي له لېبرل ډېموکرېسۍ يا سوشل ډېموکرېسۍ دوه طريقو څخه له يوې طريقې سره منحصر وي او که چرې په نړۍ کښې يوانقلاب رامنځته شي نو د هيوميونېزم او يا مېټريالېزم په تفکر باندې له تکيې نه بغېر څه چاره ونۀ لري او پکار دي د شرق او غرب د يو بلاک تر ملاتړ لاندې وي. نو په دې بنياد د انقلاب زياتره نظريه پردازان په دې باوري وو چې د ايران اسلامي انقلاب له دغو دوو تکفراتو څخه په يو تفکر کښې ګډ کړي په  داسې حال کښې چې اسلامي انقلاب هم په خپل تاسيس او کاميابۍ کښې او هم په خپلو اهدافو او تګ لاره کښې له دغو دواړو تفکراتو څخه جدا ؤ. اسلامي انقلاب له يوې خوا د سرمايه دارۍ د نظام لپاره او له بلې خوا د مارکسېسټي الحادي نظام لپاره يو خنډ ؤ او له  دې امله چې خپلواکه ؤ نو هيڅ يو ته يې غاړه کښېنښوده. د ايران د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه مخکې له حقيقي اسلام څخه دوه انحرافي او متضادې مطلب اخېستنې موجودې وې چې يوه له اسلامه له نظره له تعصبه ډکه او متحجرانه اخېستنه چې د وهابيت په تفکراتو کښې يې ليدې شوو. له اسلام څخه د پټو سترګو متعصبانه او متحجرانه تفکرات په مختلفو شکلونو کښې په ټولو اسلامي مذهبونو کښې ليدې شوو. له اسلام څخه منحرفانه مطلب اخېستنه په اسلامي ټولنو کښې د ځينو سېکولر متفکرانو په نظرياتو کښې هم ليدې شوو چې کوشش کوي اسلام د لويديځ له لېبرل ډېموکرېسي ارزښتونو سره منطبق کړي او له اسلام څخه په ظاهره نوے انځور وړاندې کړي. يو داسې اسلام چې د رښتيني اسلام له عظمت بخښونکو ارزښتونو سره هيڅ سمون نۀ خوري. اسلامي انقلاب هغه دوړې چې له اسلام څخه دغو دوو انحرافي مطلب اخېستونکو ډلو د حقيقي اسلام په مخ شيندلې وې وڅنډلې. د اسلامي انقلاب ارواښاد باني او په شلمه پېړۍ کښې ستر اسلامي مصلح امام خمېني (رح) د محمدي اسلام په نامې سره له اسلام څخه صحيح مطلب اخېستنه ټولنې ته وړاندې کړه او انقلاب يې د هغې په بنياد مخ په وړاندې بوتلۀ. داسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ايت ا... العظمی خامنه اي په دې باره کښې فرمائي: ((په اسلامي انقلاب کښې د کتاب او سنت اسلام له خرافاتو او بدعاتو نه د ډک اسلام، د جهاد او شهادت اسلام د جمود، اسارت او ذلت د اسلام، د تعبد او تعقل اسلام د التقاط او جهالت د  اسلام، د دنيا او آخرت اسلام د دنيا پرستۍ يا د رهبانيت د اسلام، د علم او معرفت اسلام د تحجر او غفلت د اسلام، د ديانت او سياست اسلام د بې بندوبارۍ او بې تفاوتۍ د اسلام، د پاڅون او عمل اسلام د سستۍ او پرېشانۍ د اسلام، د بې وزلو ژغورونکي اسلام د قدرتونو د لاس د ګوډاګي اسلام او لنډه دا چې سوچه محمدي (ص) اسلام د امريکائي اسلام ځاے ونيوۀ.

د ايران اسلامي انقلاب د يو الهي، پراخ بنسټه او د پاک بشري فطرت په مدار ولاړ غورځنګ په توګه وکړې شول د نرم اوزاره قدرت اهميت څرګند کړي او په کورنيو، سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې په ارزښتونو کښې  په کلتور جوړونې لاس پورې کړي. اسلامي انقلاب په نړيوالو تعلقاتو کښې يو داسې نوے کلتور رامنځته کړ چې په ديني ولسواکۍ او د اسلامي تفکر د احياء د اسلامي تمدن نړۍ پالنې، د نويو اجتماعي غورځنګونو د تقويت، د استکبار دښمنه او خپلواکي غوښتونکي کلتور په ستنو ولاړ دے. اسلامي انقلاب وکړې شول د اسلام او ډېموکرېسۍ د سمون خوړنې په بيانولو سره د دين  او سياست دوو ډګرونو ترمېنځ متقابل تعلق څرګند کړي. داسې يو حکومتي نظام چې د وخت له تقاضو سره د اسلام او د حکومت او حکمرانۍ په باره کښې د اسلام د نظرياتو له احيا سره د ديني نوښت د تطابق په ستنو ولاړ دے هم د جهوريت په حکومتي طريقه او په حکومتي فېصلو کښې د ولس په رول باندې تاکيد لري او هم د اسلام پالنې او د اسلامي پائېدارو ارزښتونو يعنې د انصاف پالنې، خدا محورۍ او معنويت پالنې بېلګه د سياسي نظام بنياد دے. اسلامي جمهوري نظام د دين او سياست د تړاو بيانوونکے دے. داسې يو سياسی نظام په يو وخت هم د متحجر اسلام نفي وکړه او هم يې د سېکولرېزم او لائيسېسټۍ نفي بيان کړه او وې کړې شول داسې يو نظام په ډالۍ کښې راوړي چې مشروعيت او رواوالے يې د خداے پاک د حاکميت او د ديني ارزښتونو د حقانيت په بنياد او مقبوليت يې د ولسي ارادې  او د ملتونو د برخليک د ټاکنې د حق په بنياد ولاړ دے.

د اسلامي انقلاب لخوا نړيوالو ته د ديني ولسواکۍ د پالېسۍ وړاندې کونه له انساني فطرت سره د متناسبې بشري ټولنې د رامنځته کولو لپاره د مسلمانو خلقو غوښتنې ته د حکومتونو د پام او اهميت ورکولو په بنياد د تعامل مداره کلتور د پراختيا سبب شوه او وې کړې شول د خلقو او حکومتونو ترمېنځ د ژور تعلق او رشتې په ضرورت باندې د ملتونو د رول په احيا باندې تاکيد وکړي او اسلام ته ګروهنه د ولسي حکومت د بنياد په توګه د ملتونو ترمېنځ پياوړې کړي او د داسې حکومتونو د بنسټ اېښودنې هڅونه وکړي چې د شريعت د اصولو په اجرا او د اجتماعي انصاف په رامنځته کېدو باندې تاکيد کوي. د سوچه محمدي اسلام په معرفي کولو کښې د اسلامي انقلاب پېغام له اسلامي انقلابه وروسته په مختلقو اسلامي هېوادونو کښې په ازادي ورکوونکو حرکتونو کښې لېدې شوو.

اسلامي انقلاب د تل لپاره دا غلط تصور باطل کړ او دنيا ته يې وښودله چې د ټولو دښمنيو او خنډونو باوجود کولې شي د ديني اصولو په بنياد يو حکومت او ټولنه رامنځته کړي او په مختلفو ډګرونو کښې ترقي او وده هم ترلاسه کړي. د اسلامي انقلاب ارامه او سوله غوښتونکي ماهيت ته په پام سره چې په سوله ايزو او غېر وسله ايزو مظاهرو سره کاميابۍ ته ورسېد يو ډول ديني روشنفکرۍ بڼه ونيوه چې د وسله ايزو او چريکي مبارزو په ځاے په تبليغي  او د فکري بېدارونې په طريقو باندې يې تاکيد لرۀ. په دا ډول په مختلفو هېوادونو کښې د ديني تفکر د بيا رغونې او بيا جوړونې په بنياد د اصلاح غوښتونکو حرکتونو يوه څپه رامنځته شوه. ديني روڼ اندو د امام خمېني (رح) او د ارواښاد شهيد مطهري په شان د اسلامي انقلاب له ځينو نورو متفکرانو  څخه په الهام اخېستو سره د فکري او کلتوري فعاليتونو له لارې د اسلامي احياګرۍ په لټه کښې شول او د نوي ديني تفکر د يو کوټلي او منظم بحث د وړاندې کولو په لړ کښې د ديني ولسواکۍ د نظام د بېلګې د عملي کولو لپاره په کلتوري فعاليت يې لاس پورې کړ. د پاکستان ، ترکيې، بحرېن، الجزائر او مراکش په شان هېوادونو کښې داسې يو لړ اصلاح غوښتونکي ديني غورځنګونه راڅرګند شول. په مسلمانو هېوادونو کښې د اسلامي مدني ټولنې ادارو د يوې دوامدارې بيا کتنې په ضرورت باندې په تاکيد سره د جمهوريت او اسلاميت د يوځاے کولو په بنياد د غور او فکر د يوې نوې طريقې بنياد کېښود چې د ځاي بېلګو او د هغو د ټولنو د اجتماعي ارزښتو په بنياد ولاړه ده. دغه بدلون د تدريجي پوهې د زياتېدو او په اسلامي نوښت غوښتونکې لاره کښې د پټو، ژونديو او فعالو ځواکونو د راتللو سبب شو. په اسلامي هېوادونو کښې د نويو مسلمانو متفکرانو او روڼ اندو راڅرګندېدنې يوه نوې متوسطه طبقه رامنځته کړه چې د خپلواکه او ځاي اسلامي تشخص په برکت سره په مسلمانو ټولنو کښې د اسلامي بېدارۍ په لټه کښې شوه او د ديني معيارونو په بنياد د اسلامي واکمنۍ د رامنځته کولو لپاره په سوله ايزې تګلارې باندې په تاکيد سره په سياسي فعاليتونو کښې د خپل رول په بيا رغونه بوخته شوه.

اسلامي انقلاب وکړې شول په ديني، سياسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او علمي  ډګرونو کښې د بشپړه او څو اړخيز تمدن په توګه د اسلامي تمدن د ظرفيت په ښودلو سره د علم، سائنس، پوهې، ټېکنالوجۍ او نظريې په ډګرونو کښې د تعامل او تبادل د نويو خبرو اترو او بحثونو مخکښ وي.د اسلامي انقلاب د حقيقت او ماهيت درک او پوهې ته د متفکرانو د ګروهنې په زياتېدو سره په يو وخت علميه حوزو د اسلامي نړۍ په فکري بدلونونو کښې يو نوے اهميت پېدا کړ او د ديني علومو ګڼ شمېر مينه وال په تېره بيا له افريقائي هېوادونو څخه په علميه حوزو کښې د علم د زدکړې لپاره ايران ته رامات شول.

همدارنګ پوهنتونونه د اسلامي ډلو د علمي او سياسي فعاليتونو لپاره مهم ډګرونه وګرځېدل چې د وخت له عنصر، د عمل له چټکتيا، د خوزنده او د نړۍ له بدلونونو سره د مطابق  قدرت له ودې څخه يې د ګټې اوچتولو په ضرورت باندې تاکيد کوۀ. په همدې لړ کښې او د مسلمانو ملتونو د تفکر او فکري خپلواکۍ او په علمي او کلتوري پوهانو کښې د اسلامي تشخص او ديني احساس د مضبوطولو او د لويديځ له کلتوري يرغل سره د مقابلې لپاره د مدرسو او پوهنتونونو د اسلامی والي هلې ځلې زياتې شوې، په دا ډول چې پوهنتونونه او علمي او ديني مرکزونه په فکري او سياسي پوهې باندې په تاکيد سره حتی د مسلمانو ښځو لپاره د سائېنسي او علمي زدکړو حق ته اهميت ورکوي. د مسلمانو هېوادونو علمي او کلتوري مرکزونه انسان او ژوند ته د کتنې د ډول په اړه د علم او پوهې مېټا فېزېکي اصولو او ارزښتونو ته له پاملرنې سربېره په يو فکري او تمدني قطب باندې د اسلامي نړۍ د بدلولو لپاره د علمي او منطقي نظرياتو د تقويتولو په لټه کښې شول. په دې لړ کښې د ديني ارزښتونو او ځاي لاسته راوړنو له اهتمام سره سره د لويديځ له ټېکنالوجيو څخه استفاده د دې سبب شوه چې لويديځ ته د مخه کونې د څېړنې په بنياد د علم او دين پراخه ارتباط له لويديځ سره د دښمنۍ يا د لويديځ د منلو د تګلارې په ځاے د اسلامي هېوادونو په پوهنتونونو او علميه حوزو باندې واکمن شي او په دا ډول په مسلمانو ټولنو او د هغوي په علمي مرکزونو کښې په ځاي پالنې، د تمدني کلتوري تشخص په مضبوطولو او  له نويو ټېکنالوجيو څخه په اګاهانه اقتباس باندې په تاکيد سره د دود او ماډرنېزم د يو ځاے کولو په بنياد فکري بيا رغونه وشي.

که په يوه جمله کښې وغواړوو د اسلامي انقلاب د اصلاح غوښتنې او نوي تفکر پېغام وړاندې کړوو نو پکار دي ووايو چې اسلامي انقلاب د سوچه محمدي اسلام په احيا سره د يو نوي اسلامي تمدن بنياد اېښودے دے.

--------------------------

Add comment


Security code
Refresh