Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 10 فوریه 2015 15:36

د همفکرۍ په نړیواله غونډه کې د لاریجاني وینا

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل چې سوله ییزه اټومي ټکنالوژي، داسې لاسته راوړنه نده چې دایران اسلامي جمهوریت ترې تېرشي.

د ایرنا خبري آژانس د خبرله مخې، د ایران د پارلمان مشر، علي لاریجاني په تهران کې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په ۳۶مه کلیزه کې د همفکرۍ په نړیواله غونډه کې له بهرنیو مېلمنو سره په کتنه کې، د ایران دسوله ییزو اټومي فعالیتونو پر بندېدو د ځينو لویدیځي چارواکو ټینګار سره په اشارې سره وویل چې که یو هېواد پر علم برلاسی کېږي، بل هېواد نشي کولای چې هغه علم ترې واخلي.

لاریجاني د ایران په اټومي مسئله کې سیاسي خبرې اترې ګټورې او د استدلال میدان وبللې او زیاته یې کړه چې دغه خبرې اترې ناسم تفاهمونه رفع کولای شي، خو ځینې په اټومي خبرو اترو کې د سوداګرو په شان چلند کوي او په چنې وهلو په لټه کې دي.

د ایران د پارلمان مشر  د اسلامي نړۍ اوسنیو حساسو شرایطو ته په اشارې سره وویل چې تاوتریخوالي او ترهګرۍ اسلامي هېوادونو ته زیان رسولی، نو ځکه پکار ده چې د نظر خاوندان لا ډېرې خبرې اترې او مشورې وکړي او د اسلامي امت په مهمو پرېکړو کې ګډون ولري.

د ایران د پارلمان مشر د اسلامي وحدت د مخنیوي لپاره د نړیوالو قدرتونو پر هڅو په ټینګار سره وویل چې دغه اقدامات د فلسطین له مسئلې څخه د ذهنونو د غړیدنې په چوکاټ کې دي.

Add comment


Security code
Refresh