Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 10 فوریه 2015 16:55

د اسلامي انقلاب مضبوط بنياد (د سباون د لسيزې خاص مطلب)

د کلتور په تعريف کښې ويل شوي دي چې د تمدن روح او اصل دے. په حقيقت کښې په مختلفو شکلونو او مختلفو اجتماعي او اقتصادي ادارو کښې د تفکر او کلتور عېنيت موندنه د تمدن په نامه يو جوړښت رامنځته کوي نو ځکه د کلتور او تمدن ترمېنځ د پولې ټاکل او د بېلتون قائلېدل يو ګران کار دے.

د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په کليزه او د سباون د لسيزې په ورځو کښې شتون لرو چې زياتره شناندي يې د کاميابۍ د علتونو او عواملو په څېړنه کښې دا عقيده لري چې کلتوري عواملو په تېره بيا د خلقو ديني تفکر پکې مهم رول لرلے دے. د نمونې په توګه امريکائي محقق مائيکل فېشر ((ايران له مذهبي مباحثې نه تر انقلابه)) نومې کتاب کښې دغه ټکي ته اشاره کوي چې يو شمېر سياسي او اقتصادي علتونو هم د ايران د انقلاب په رامنځته کېدو کښې رول لرلے دے، خو د انقلاب شکل او د هغۀ د رامنځته کېدو ځاے تر ډېره حده  د اعتراض د مذهبي دود نتيجه وه. هغه او ځينې نور ليکوالان په دې باوري دي چې د باچا اقتصادي او سياسي اقداماتو په مختلفو اجتماعي ډلو باندې زيات منفي اثرات وکړل. په دغو حالاتو کښې د ازادۍ نيشتوالے هم د ايران په ټولنه  کښې زيات احساسېدۀ. خو په دغو حالاتو کښې هغه څه چې له هر څه زيات د ايران د انقلاب د رامنځته کېدو په وړاندې اثر کوونکي وو شيعي انقلابي کلتور او د هغۀ تعليمات وو چې د اسلامي انقلاب د بڼه نيونې او کاميابۍ سبب شول.

د اسلامي انقلاب کاميابۍ وښودله چې اسلامي کلتور د ايران د ملت په باطن کښې ژورې جرړې لري. په حقيقت کښې دغه انقلاب له هر څه زيات د ايران په ټولنه کښې د اسلام د بيا ژوندي کېدو او عملي کېدو لپاره شروع شو او اصلي هدف  يې د تشيع او اسلام د کلتور هم هغه احيا وه. د انقلابيانو او هغو کسانو چې يې د دغه انقلاب په رامنځته کولو کښې مهم رول لرۀ اثارو او وېناو ته په مراجعې سره هم په دې ټکي باندې پوهېدې شوو چې کلتوري هدف يې د اهدافو په سر کښې ؤ او دے. شهيد محمد جواد باهنر په همدې زمينه کښې ليکي: ((زمونږ په اسلامي انقلاب کښې کلتوري انقلاب مطرح دے او که انقلاب اقتصادي او سياسي دے نود کلتوري انقلاب په بنياد ولاړ دے او دين چې د دغه انقلاب بنياد دے يوه کلتوري چاره ده.))

د اسلامي انقلاب بنسټ اېښودونکي امام خمېني (رح) هم په دې حقله فرمائيلي دي: ((بې له شکه هغه تر ټولو اوچت او لوے عنصر چې د هرې ټولنې په موجوديت کښې بنيادي دخالت لري د هغې کلتور دے. په بنيادي توګه د هرې ټولنې کلتور د هغې ټولنې موجوديت رامنځته کوي او د کلتور په انحراف سره که ټولنه له اقتصادي، سياسي، صنعتي او فوځي لحاظه مضبوطه او قدرتمنه وي خو بيا هم چټي  او مېنځ تشې وي. که د يوې ټولنې کلتور وابسته او له مخالف کلتور څخه اثر اخېستونکے وي نو مجبوراً يې نور اړخونه مخالف لوري ته ګروهنه پېدا کوي او بالاخره په هغه کلتور کښې ورکيږي او په ټولو اړخونو کښې خپل موجوديت او تشخص له لاسه ورکوي. د هرې ټولنې خپلواکي او موجوديت د هغې د کلتور له خپلواکۍ څخه سرچينه اخلي او دا به ډېر ساده توب وي چې دا ګمان وشي چې په کلتوري وابستګۍ سره به په نورو اړخونو يا له هغو څخه په يو اړخ کښې خپلواکي امکان ولري.))

په 1979 ميلادي کال کښې د ايران د رهبر او انقلابي خلقو يو مهم شعار او هدف خپلواکي ترلاسه کول وو چې شايد کېدې شي د انقلاب ترټولو مهمه لاسته راوړنه هم همدغه خپلواکي وه چې د کلتور په زمينه کښې د ځان بائېلنې له منځه وړولو او د کلتوري ځان باورۍ د رامنځته کولو سبب شوه. په يقين سره په دې پوهيږئ چې د هرې اصلاح او هر رغوونکي حرکت لپاره وړومبنے ګام د نظرياتو او اعتقاداتو اصلاح ده. اسلامي انقلاب د امام خمېني (رح) د رهبرۍ په سيوري کښې خلق په کلتوري ځان باورۍ او اسلامي او ايراني ارزښتونو ته د رجوع کولو په لوري وهڅول. د کلتور په زمينه کښې دغه خپلواکي د دې سبب شوه چې خلق د خپل اصلي اسلامي او ايراني تشخص قدرونه وکړي او خپل نظريات، اعتقادات ، اداب او دودونه ارزښتناک وګڼي او له هغو څخه د حفاظت هڅه وکړي.

په ورپسې ګام او مرحله کښې پکار دي د کلتوري قدرت موضوع ته پاملرنه وشي. ايران له اسلامي انقلابه وروسته د کلتوري قدرت په زمينه کښې په دوو خداے ورکړيو سترو سرچينو باندې تکيه وکړه او وې کړې شو له دواړو څخه د کلتوري خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړي. وړومبۍ سرچينه اسلام، د هغۀ ځلانده او بشپړه کلتور او دويمه سرچينه له ډېر بشپړوالي سره مل د ايران ملي کلتور دے چې د ايران د خلقو د زرګونو کلونو په تمدن، عرفان او علم کښې جرړه لري. په حقيقت کښې د اسلامي انقلاب د بنياد د ټينګتيا او استحکام ډېر غټ دليل له دغو دوو سترو سرچينو څخه ګټه اوچتول دي چې  د دې سبب شول چې په مختلفو زمينو کښې حېرانوونکې علمي، سائېنسي او کلتوري ګټې لاسته راوړي.

د اسلام د مبين دين تعليماتو او احکامو ته د ايران د خلقو پاملرنه او په  ځان باندې د هغو لازموالے  د دې سبب شو چې په انفرادي او اجتماعي ژوند کښې د هغوي کلتوري چلندونه بدل  شي او ورو ورو له اسلامي کلتور او ديني احکامو سره بلتيا پېدا کړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د دغې لاسته راوړنې په ساتنې او تقويتونې تاکيد کړے او د هغې د اهميت او ارزښت په اړه يې فرمايلي دي: ((کلتور يعنې نظريات او اعتقادات او هغه څه چې انفرادي او اجتماعي ژوند او د يوې ټولنې د کور دننه او د کار چاپېريال ورسره مخامخ وي. اسلامي جمهوريت لويديځ کلتور رد کړ او وې ويل چې مونږ خپلواکه اسلامي کلتور لرو. اسلام په معاشرت، د انفرادي کلتور په کيفيت،په خوراک څښاک، جامې اغوستلو، درس ويلو له حکومت سره په تعلقاتو، له يو بل سره په تعلقاتو او په خپلو معاملاتو کښې د مسلمانانو دنده او ذمه واري ټاکلې ده. مونږ نۀ غواړو چې دا دې له لويديځوالو څخه زده کړو او له هغوي څخه دې تقليد وکړوو.))

له دې نه علاوه اسلامي انقلاب د ايرانيانو د کلتور او تشخص  په دننه لايوکښې خوزنده او توانمن عناصر او ظرفيتونه له حېرانوونکې نتيجې سره مخامخ کړل او د اسلامي انقلاب عدالت غوښتونکے او اغيار ضده روح چې د شاه په خلاف په مظاهرو کښې د خلقو د  شعارونو او نعرو په قالب کښې موجود ؤ د دې سبب شو چې له اسلامي کلتور سره مل د ايران د لرغوني تمدن ميراث د غرب پالنې د تسلط په  خلاف وکارولې شي. د اسلام او ايران غني کلتور ته دغه رجوع په مختلفو ډګرونو کښې سترې لاسته راوړنې په ډالۍ کښې راوړې چې ځينې يې په دا ډول دي: په پوهنتوني سطحو کښې د زده کوونکو زياتوالے، د ټولنې د تعليم لرونکو د اندازې زياتوالے،علمي او سائېنسي کاميابۍ، د علمي او سائېنسي ماهرانو ځلاندوالے او د حوزې او پوهنتون ترمېنځ تړاو.

همدارنګ ساده ژوند کولو ته ګروهنه او له تجمل څخه لرې والے، د ځوانانو ترمېنځ د شهادت غوښتنې او قربانۍ ورکونې د روحيې پراختيا او معنويت ته د هغوي مخه کونه په ايران کښې له اسلامي انقلابه وروسته کلونو کښې له نورو مهمو کلتوري لاسته راوړنو څخه دي.

له دغو ټولو ارزښتناکو ټکو نه علاوه د ټولنې د خلقو د کلتور په زمينه کښې يوه بله مهمه لاسته راوړنه د انفرادي او اجتماعي ژوند په مختلفو اړخونو کښې د ارزښتونو بدلون دے. له انقلاب نه مخکې په ارزښت ضده شکل باندې د ځينو ارزښتونو بدلېدل او د ټولنې په متن کښې د لوړو ارزښتونو زياتېدل له اسلامي انقلابه وروسته د ايران د ټولنې له مهمو بدلونونو څخه ګڼل کيږي.  

د اسلامي انقلاب رانځته کېدنه او په تېرو شپږ دېرش کلونو کښې د ديني او انقلابي کلتور او نظرياتو واکمنېدنه د دې سبب شوې ده چې اکثر خلق د علم، تقوا،ديندارۍاو نورو انسانانو سره د مرستې په شان معنوي ارزښتونو ته  ګروهنه پېدا کړي او د ژوند د سبک په بدلون سره نوي معيارونه د خپل آئيډيل د هدف په توګه غوره کړي. په دا ډول د اکثرو ايرانيانو لپاره د ژوند د سبک او ارزښتونو  بدلون د کلتور په زمينه کښې د اسلامي  انقلاب ترټولو ستره لاسته راوړنه ده. پکار دي  ووايو چې د ارزښتنونو په دغه بدلون کښې او د انقلاب له کاميابۍ نه پس په وړومبۍ لسيزه کښې ځوانان مخکښ وو او وې کړې شول د راتلونو نسلونو لپاره له ځانه يو غوره نمونه رامنځته کړي. هغه ځوانان چې نۀ يوازې د پهلوي دوران د ارزښتونو په خلاف يې پاڅون وکړ بلکې په زيات بدلون سره تقوادار او متدين انسانان شول چې معنويت، شهادت غوښتنې او ايثار او قربانۍ ته يې بيا معنا وبخښله. هغه کسان چې د انقلاب په دوران کښې پکې بدلون راغے او د اتۀ کلنۍ مقدسې دفاع په دوران کښې د صدام د فوځ د يرغل په مقابل کښې يې هم ترټولو لوې حماسې رامنځته کړې.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر آيت ا... العظمی خامنه اي د اسلامي انقلاب بنسټ اېښودونکي په شان د کلتور لپاره د زيات اهميت قائل دے او په وروستيو کلونو کښې يې په دې زمينه کښې زيات بيانات وړاندې کړي دي. د دوي له نظره کلتور د انسان د ژوند اصلي ډګر ګڼل کيږي لکه چې په يوه وېنا کښې يې فرمائيلي دي: ((مونږ کلتور د انسان د ژوند اصلي ډګر بولوو،نه يوازې د درس ويلو او علم زده کولو اصلي ډګر.

 د هر هېواد کلتور د هغه هېواد د عامه حرکت اصلي ډګر دے. سياسي، علمي او سائېنسي حرکت يې هم په کلتوري ډګر کښې دے، يعنې د يوې ټولنې خلقيات او ذاتيات او د يو ملت ځاي والے، د هغۀ تفکرات ، ايمان او آئيډيالونه د يو هېواد د کلتور د بنياد تشکيلوونکي دي، هدغه څيزونه دي چې يو ملت يا مېړنے، غېرتمن، جرائتمن او خپلواکه کوي او يا يې سرټيټے، ذليل، مسکين، بې وزله او فقير کوي.))

دوي کلتور ته د همدغې کتنې په بنياد کلتوري انجنئيري د کلتوري انقلاب د رامنځته کېدو په لړ کښې د هېواد د کلتور د متوليانو د کار په سر کښې راورستې ده.نو په دې بنياد کلتور چې د يوې ټولنې د موجودګۍ بنياد دے او د انفرادي او اجتماعي ژوند زمينه برابروي، هر اړخيزه مديريت، هدايت او سياست جوړونه او د سياست،  کلتور او اقتصادو په شمول د حکومتي جوړښتونو غږملتيا په غاړه لري. د دغه نظر له مخې کلتوري مديريت نه يوازې د ټولنې کلتور بلکې د حکومت ټول باطني ارکان او اړخونه منعکس کوي او دا اميدواري وجود لري چې  د دغه نظر له مخې د ايران کلتوري راتلونکے به له تېر وخت نه زيات ځلانده او روښانه وي.

----------------------------------------------------

Add comment


Security code
Refresh