Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 10 فوریه 2015 20:41

دافغانستان دملت داستکباراونیواکګرۍ ضد حرکتونه دایران داسلامی انقلاب داغیزو له امله دي

دافغانستان دجمعې لمانځه خطیب  حسین نوری  نن  په تهران کې  داسلامی انقلاب دبریالیتوب د۳۶کلیزې په مناسبت دبهرنیو میلمنو دهمفکرۍ  دنړیوال کانګرس  په څنډې کې زمونږخبریال سره په خبرو کې  وویل د۱۹۷۹کال دفرورۍ په یولسمه نیټه  د ایران داسلامی انقلاب بریالیتوب     شوروي سره پوځ دنیواکګرۍ او دنړیوال استکباري نظام  تیریو او جنایتونو په مقابلې کې  پر افغان ولس ژورې اغیزې درلودلي دي

 نوری ددې خبرې په کولو سره چې  دایران اسلامی انقلاب  دافغانستان دملت انګیزه اوتوان دوه چنده  کړ زیاته کړه ، دغه ا نقلاب یوازې له یوه هیواد سره اړوند نه دی  او په حقیقت کې دنړۍ له ټولو مسلمانانو سره  اړه لري  او دیران  دملت بریالیتوب  داسلامی  امتت بریالیتوب حسابیږي .

 دافغانستان دغه دیني عالم اوروحاني  دایران  ملت ته دسباؤن لسیزې په مناسبت  دمبارکۍ په ویلو سره روښانه کړې ،  د دوو ملتونو  په تیره بیا  ددین او اوژبې   له پلوه  ژور تاریخي ،فکري اوکلتوری پیوندونه  هیڅکله هم نه شلیږي  ،ځکه  فکر اولیدتوګه هیڅ پوله نه پيژني . 

حسین نوری   له افغان ملته  دایران دملت او  حکومت دهراړخیزو ملاتړونو  په قدرونې سره  ټينګار وکړ  دایران ملت له بیلابیلو اقتصادي ،سیاسی دباؤنو اوبندیزونوسره سره  تل   دافغانستان دخلکو په تیره بیا  په ایران کې دیره دافغان کډوالو  ملاتړ کړی دی  او په ایران کې دم ګړۍ په زرګونو  افغان محصیلین اوزده کونکي  په زده کړو بوخت دي  

Add comment


Security code
Refresh