Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 01 می 2011 16:01

تئاتر د بشري کلتور په خدمت کښې

تئاتر د بشري کلتور په خدمت کښې
آیا تراوسه مو دا سوچ کړی چې تئاتر څومره د سولې او پخلاینې لپاره قدرتمن اوزار کیدلاي شي ؟
کله چې په جګړه کښې په ښکیلو هیوادونو کښې د سوله غواړو ماموریتونو لپاره د نړۍ د ملتونه لخوا درانه لګښتونه کیږي ، د لانجو د مدیریت او حل لارې لپاره د مناسب ځاي ناستې او حل لارې په توګه تئاتر ته دومره پام نه کیږي .
د ځمکي اوسیدونکې څنګه نړیوالي سولې ته رسیدلاي شي ؟ حال دا چې د سولې د ټینګولو اوزار د سلطه غواړو قدرتونو لخوا تپل کیږي .
دا د تئاتر په برخه کښې د اوګانډا د استاذي ، ډایرکټري ، لیکوالي او لوبغاړي ډاکټري جسیکا کاوا د پیغام یوه برخه ده چې سږکال یې د تئاترد نړیوالې ورځي د پیغام جایزه وګټله . په نړیوال ډګر کښې د میرمن جسیکا کاوا شهرت د تئاتر په برخه کښې د دکترا د مدرک د درلودلو او په دې زمینه کښې د څیړنو په دلیل نه ده ، بلکه د نړۍ په بیلابیلو سیمو په تیره بیا آفریقا کښې د بشردوستانه فعالیتونو په دلیل دي .
له ۱۹۶۱ میلادي کال راهیسې د دود له مخې هر کال د مارچ په ۲۷ د تئاتر دنړیوال انستیتیوت (International Theatre Institute یا ITI‏) لخوا د تئاتر نړیواله ورځ لمانځل کیږي . د دغه ورځي کلنی پیغام هم هر کال د تئاتر د ډګر د یوه هنرمند او نظرخاوند لخوا لیکل کیږي .
میرمني جسیکا کاوا د سږکال په پیغام کښې اشاره کړي چې تئاتر د واټنونو په کمولو او د بشري ټولنوپه منظمولوکښې بې ساری قدرت لري . هغې په دوام کښې لیکلي دي تئاتر په خپل درست ظرافت سره د انسان روح د بدګمانۍ او ویرې په بند کښې ښکیلوي او په دې لاره کښې له انسان څخه یو بل انځور جوړوي . او د ټولنې او بشري ټولنو لپاره د نویو افقونو او ټاکنو په لور لاره پرانیزي .
جسیکا کاوا د تئاتر له درستو عواملو او هنرمندانو وغوښتل له تئاتر څخه د ټولنیز بدلون او د بدلون د خبرو اترو لپاره د نړیوالې وسیلې په توګه استفاده وکړي . هغې په پاي کښې لیکلي دي تئاتر د سولې د ټینګولو لپاره وروستۍ حل لاره نه ده ، خو بې له شکه باید د سولې په ټینګولو کښې د یوه اغیزمن اوزار په توګه وکارول شي .
په ایران کښې د مارچ میاشتي وروستۍ لسیزه د نوي کال له رخصتیانو سره برابره ده او د تئاتر مینه وال او عوامل د تئاتر پروګرامونه ثور یاغويي میاشتي (اپریل وروستیو) ته ځنډوي . په دي وروستیو کلونوکښې غویی د ایران تئاتر یا (اردبیهشت تئاتر ایران) په نامه طرحې په درست ایران کښې اجرا کیږي او سږ کال هم اوس مهال د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد د وزارت په ملګرتیا سره دغه پروګرامونه روان دي .
د هنرمندانو ، هنر په ډګر کښې د څیړاندو او اړونده ارګانونو قدرونه ددغه دستورو یوه برخه ده .د ایران په بیلا بیلو ولایتونو کښې دغه دستورې ترسره کیږي چې پروګرامونه یې هم د ولایتونو د ځايي او جغرافیاوي کلتورونو سره سم برابریږي او د یوه بل سره توپیر لري .
د ځانګړو نمایشنامو اجرا ، د انځورونو نندارتون ، پوسټر او ماسک او روزنیز ورکشاپونه د ایران د تئاتر د غويي د میاشتي نور پروګرامونه دي . دغه پروګرامونه هر کال د غويي میاشتي له لومړۍ د ایران په بیلا بیلو ولایتونوکښې پیلیږي او ددغه میاشتي تر پایه دوام لري .
په ایران کښې په غويي میاشت کښې د تئاتر د پروګرامونو د جرا کیدا په لړ کښې ددغه هیواد په بوشهر ، جنوبي خراسان او ګلستان ولایتونوکښې د مبارک یونیما په نامه دري ولایتي دفترونه پرانیستل کیږي چې د ایران د نانځکو د نندارې د وړاندې کونکو یا هنرمندانو انجمن پورې اړه لري. دغه انجمن یا ټولنه د نانځکو د نندارې په نړیوالې اتحاديي پورې اړونده دی .
دغه دفترونه د پلان شویو پروګرامونو په چوکاټ کښې د ایران په ولسوالیو او نورو سیمو کښې د نانځکو د تئاتر د فعالیتونو د زمینو جوړول او په ولسوالیو کښې د نانځکو د نندارو د پيژندلو او پراخولو په خاطر فعالیتونه کوي .
دغه نندارې په ایران کښې اوږده مخینه لري او یوه هغه ننداره ده چې په خلکو کښې ډیر محبوبیت لري . له دې وړاندې په ګیلان او چهارمحال وبختیاري ولایتونو کښې دغه ډول دفترونه جوړ کړی شوي دي او کرمان او قزوین ولایتونه نور هغه ولایتونه دي چې د مبارک یونیما د دفترونو د پرانیستلو لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
په دغه طرحه کښې هر ښار له بیلابیلو فکري او اجرايي ګروهنو سره ډول ډول هنري ډلو ته اړتیا لري څو درستي پرګنې که هغه د هر فکر خاوندان دي او که د هر عمر لرونکي ډلي له خپلو ارزښمتنو تولیداتو خړوبه کړي . له دې کبله د دفترونو جوړیدا او د ډلو تثبیت په سترو او وړو ښارونوکښې له خلکو سره د تئاتر د تړاوو او اراتباط پیاوړي کوونکي کیدلاي شي .
نمایش یا ننداره د هغه کارونو ترسره کولو ته وايي چې هره شیبه یې په څرنګوالې پوهیږو . نمایش په اصل کښې یو ډول هنر دی چې پخوا یې په دودیزو دستورو کښې جرړه درلوده خو د وخت په تیریدو سره یې یو داسي موقعیت ترلاسه کړی دی چې اوس یې د انسان د نوښت یوه بیلګه او د بیلا بیلو قومونو او ملتونود کلتوي سویو د لوړاوې یوه ځانګړنه ګڼي .
تئاتر هم یو لرغونی او نوی هنر دی . په نوي پړاو کښې تئاتر یوه ژوندي او نیغه په نیغه او مخامخ ارتباط ټینګولو یوه وسیله ده او دومره اغیزي لري چې دیوي مفکورې د دودولو او یا د یوي بلې مفکوري د ردولو لپاره ترې کار اخیستلاي شو .
د تئاتر دغه څیره هغه مهال مطرح شوه چې ددغه نندارو اجراکیدا د لومړنیو دودونو له اهدافو واټن پیدا کړ او د بشري ټولنو د بیلا بیلو دردونو او مسئلو د بیانولولپاره یو ډګر شو .
په ایران کښې د ځینو تمثیلي ټوټو له اوږدې مخینې سره سره ، له تاریخي پلوه په ایران کښې نوي نندارې پیل له مشروطه انقلاب راهیسی دی . د مشروطیت د انقلاب سیاسي او فکري اډانیو بنسټ ایښودل دنولسمي پيړۍ له لومړیو یا په بله وینا له هغه وخته پیل شول چې ایران او ایرانيانو له لویدیځ سره پراخه اړیکې پیدا کړي .
هغه مهال ایران له اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو ناخوالو سره مخ ؤ چې ښکیلاکګرو حکومتونو ورته لمن وهلي وه . همدغه ستونزې ددې لامل شوي چې کلتوري او ادبي زمیني نوي بڼه ومومي او ډیر لیکوالان دغه ډګر ته لاره ومومي
د هغه مهال په نندارو کښې سیاسي ، ټولنیزو ، اخلاقي او تاریخي مسئلو ته ډیر زیات پام کیده . په دغه تمثیلي ټوټو کښې کله ناکله ادبي ژبه او تر یوه حده درنه بریښیدله خو زیاتره یې عامه ژبو ته ډیرې نږدې وي .
په مشروطه پړاؤ کښې په ایران کښې د نندارو یا نمایشونو بیلا بیلي ډلي جوړي شوي او دغه ډلې نه یوازې په تهران کښې بلکه د تبریز ، رشت ، مشهد او اصفهان په څیر سترو ښارونو کښې جوړي شوي . دغو ډلو د ګڼ شمیر سیاسي او ټولنیزو تمثیلي ټوټو یا نندارو اجرا ته مخه کړه او په تیره بیا د سیاست په برخه کښې یې د خلکو پوهه زیاته کړه .
په زړه پوري خو داده چې دغه مهال دیني لږکیو هم د هنري ډلو جوړول پیل کړل او ایرانۍ او بهرنۍ تمثیلي ټوټي ټوټي یې اجرا کړي چې د ارمنیانو او زرتشتیانو هنري ډلي هم پکښې شاملي وي ،. خو په تیر رژیم کښې او د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه مخکې ،د تئاتر په شمول د هنر په ډګر کښې د لویدیځ پالو سیاستونو او پروګرامونو اجرا زیاته شوه .
د لویدیځ پالو متفکرانو ستر ښودل ، د ژمنو او وفادارو هنرمندانو څنډې ته کول او لویدیځ د بربنډ کلتور پراخول او تبلیغول ، هغه رودي وي چې د ایران د ملت دکلتوري ګروهنو د بدلولو لپاره وکارول شوي .
په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالي توبه په مخکې لسیزه کښې زیاترو مذهبي متفکرانو او روڼ اندو په هنري زمینو کښې دغه بې لارې دوده روده وغندله . دغو نیوکو سوکه سوکه پراخه بڼه وموندله او په باطن کښې نغښتو مفکورو او اصولو په لور ولاړل . په دي ډول لومړني ولسي حرکتونه هم له دغه اعتراضي مفکوروسره په غږملتیا کښې راپیدا شول . په کلتوري ناخوالو وسلي اعتراضونو سوکه سوکه پراخ اړخونه پیدا کړل او فرمایشي هنر او کلتور ښوونکی مرکز یعني د پهلوي پيلې رژیم له بشپړه نابودۍ سره مخ شو .
په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کښې چې له ۱۹۷۹ میلادي کال سره سمون خوري د حضرت امام خمیني (رح) په مشرۍ اسلامي انقلاب بریالی شو او د نړۍ په تاریخ کښېد بدلانه پيچومی شو . په دغه ډول شرایطو کښې د تئاتر هنرمندانو هم دغه فرصت ترلاسه کړ د انقلابي او ولسي معیارونو پر اساس خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړي .
د اسلامي انقلاب په لومړیو کلونوکښې هغه جوش او ولوله چې هیواد یې نیولی ؤ تئاتر ته هم لاره ومونده او ډیرو هنرمندانو د نمایش له صحنو په استفادې سره د ایران تئاترد ټولنیزو او سیاسي مسئلو د بیانولو لپاره په یو ډګر بدل کړ . هغه مسئلې چې د تپلي جنګ په پیل سره یې حماسي او مذهبي رنګ او بوي ، له هویت ، هیواد ، خاوري او اوبو د دفاع بڼه یې وموندله .
د اسلامي انقلاب له بریالي توب وروسته کلونو کښې د ایران د ټولنیزو نندارو یوه ځانګړنه ، دغه ډګر ته د ځوانانو ننوتل دي چې همدا چاره له بهرنیو اثارو سره د سیالۍ او د هغو د ودې لامل کیږي .
په دغه ډګر کښې په لوړې سلنې سره د ځوانانو شتون ددې ښودنه کوي چې هغوئ له انقلاب وروسته د ترلاسه شوي فرصت پر اساس ډیره استفاده کړي او خپلي توانمنۍ او استعدادونه یې نندارې ته وړاندي کړی دي . نن سبا په ایران کښې تئاتر په دي سربیره چې ددغه ټاټوبې د خلکو د مسئلو د بیانولو لپاره یوه ژبه ګرځیدلي ، یو هغه هنر دی چې د اسلامي او ایراني کلتور او په نړیواله سویه د هغه د لوړولو په خدمت کښې دی .

ساپی

Add comment


Security code
Refresh