Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 10 سبتامبر 2011 14:29

په نړیوالو بازارونوکې دایران کمپیوټری لوبې

دساعت تیری اودوخت دتیرولودصنعت په ډګرکې یوه څیړنیزاورګان اټکل کړی چې دنړۍ دکمپیوټری لوبوپه ډګرکې ئې په روان میلادی کال کې د ۷۸ میلیارډ ډالروپه ارزښت لوبې نندارې ته وړاندې کړی اوپه دغه ډګر کې ګرځي راګرځي .مسلمه ده چې همدغه شان ډيره اندازه په اوسنۍ نړۍ کې ددغوکمپیوټري لوبواهمیت،اغیزې اوپراخوالی ښئ.دکمپیوټری لوبو صنعت چې کابوله څلویښتوکلونومخکې راهسې پيل شوی دی،اوس له اقتصادی،کلتوری اوسیاسی نظره په یوه مهم اواغیزشیندونکی صنعت بدل شوی دی .ددغولوبوپه دنیاکې دعایداتولارې چارې یوازې دیوې لوبې په جوړونې اوپيرپلورنه ختمیږی اوجوړونکودهغوله محتواګانوڅخه په استفاد ې سره ترمودومودو پورې ورځيتی عایدات ترلاسه کولی شی .
نن سبادکمپيوټری لوبوصنعت خپل ځای په بیلابیلوډګرونوکې پرانیستی دی،دمثال په توګه) (Guiness؛ګینز ؛په نامه دریکارډونونړیوال کتاب ادارې تراوسه پورې په کمپيوټری لوبوکې دثبت شویوریکارډونوپه باب څلورټوکه کتابونه خپرهّ کړی دی .د ۲۰۱۱ کال ریکارډونودګینز کتاب په نوي برخې کې چې کمپيوټری لوبوته بیله ده، راغلی دی، چې نن سبا د هر عمرانسانان کمپیوټری اوویډیوئي لوبوسره ډيره دلچسپی لری په دغه کتاب کې د کمپیوټری لوبوخوراځوان ریکارډلرونکی یونهه کلن ټوکیووال هلک دی.چې توانیدلی دیوې کمپيوټری لوبې په حرفه وی مرحلې کې ئې د پآم وړ امتیازونه ترلاسه کړی دی . په دغه کتاب کې تر ټولوزیات عمرلرونکی هم ۸۵ کلن کس دی چې په یوې کمپیوټری لوبې کې ئې زیات امیتازونه ترلاسه کړی دی . جالبه دا ده چې پوه شئ،دمینځنی عمرپه کسانوکې غوره کس چې دغه لوبې کوی ، ۳۷ کلن دی اوهلکان اومینځنی عمرکسان له کمپیوټر ي لوبوسره ډيره دلچسپی لری
خو دغه ټول واقیعّیت دکمپيوټری لوبوپه باب نه دی .دغه لوبې څومره چې له هرکلی سره مخامخ شوی دی، په درستې نړۍ کې هومره دسلامتیا او روحي چاروکارپيژاندوپه مقاومت اونیوکوسره هم مخامخ شوی دی .اوس داسې کارپيژاندی شته چې دکمپيوټری لوبودتاوانونوپه بیانولوسره پر دغو مشغولتیاواولوبونیوکې کوی .
یوایرانی کارپيژاندی وائي،دکمپیوټری لوبوخورامهمه ځانګړنه په هیجان راوړونکوغږونوسره دژوندیواوخوځنده تصویرونودجذابې دنیاښودنه ده . دغه ځانګړنې پرماشومانوډيرې بدې اغیزې شیندي ،ځکه په هغوی کې داغیزمنلواندازه ډيره زیاته ده .کمپیوټری لوبې دهغه جذابیت په دلیل چې لری ئې ،دهغوی روح اوبدن خپل مطیع کوی اوخیالاتي دنیاته ئې بوځي .په دغوشرائطوکې ماشومان ځانونه دکیسې اصلی اتل اوچورلیز ګڼي اولکه چې ځان یوعامل ګڼي دهغه لپاره یوه خوندوره خبره ده . په دې توګه له دغو لوبودماشومانواغیزمنل ډيرزیات دی اودهغوی روحي اونفسیاتی چارې له ستونزوسره مخامخولی شی .
دمخاطب په وړاندې ددغه ډول لوبولوړې اغیزودغه لوبې دښونې. تبلیغاتو،دمذهبونوددودولو،دناسمې سیاسی استفادې،دذهنونود وینځلواودغه ډول دنوروډیروکارونولپاره په ډيرې وړتیاسره په یوه آوزار بدلې کړی دی .لکه چې ډیروهیوادونوکمپيوټری لوبې دماشومانواوهلکانو دلمسولواوتاؤتریخوالی ددودولوداحتمال په دلیل محدودې کړی دی . البته ددغو کمپيوټری لوبوپه باب خورازیاته اندیښنه په دې دلیل ده چې دهغوپه پانونې کې له داسې شخصیتونواوچلندونواستفاده کیږی چې دمحتواله نظره په ټولنوکې له ددودو،باورونواوسنتونولیرې دی او ماشومانوته ناسمې ټولنیزې اوکلتوری بیلګې وړاندې کوی
البته په ځینو موقعو کې کمپیوټری لوبې دماشومانوپریاد ګیرۍډيرې اغیزې لری .حتی ځینی څيړاندپر دې باوردی چې د لوبې په وخت دهلکانو اوماشوماتوتاؤتریخوالی خالی کیږی .بریالۍکمپيوټری لوبې هم شته چې لوبغاړي ترې ډیرې ښې تجروبې ترلاسه کولی شی اودنوو رودو په موندلو کې د هغوتوانمنۍاوهوش دزیاتیدوسبب کیږی .حتی لیدل شوی چې له دغو لوبوخاص ډولونه،کسانوته دځينوناروغیوددرملنې لپاره ئې سپارښتنه کیږی .
د ایران دکمپیوټری لوبودملی فاؤنډيشن مشربهروزمینایی باوری دی په وروستیوڅوکلونوکې په ایران کې دکمپیوټری لوبودتولیدپه لاره کې مثبت ګامونه پورته شوی دی.دموبایل ټيلیفونونولپاره دلسګونولوبواو کمپیوټری آثاروتولیدهمداراز دهغولوبوچمتوکول چې دتولیدپه وروستیو مرحلوکې دی ددغه اورګان د فعالیت یوه برخه ده . البته هغه وائی چې دغه لوبې یوازې په داخلی بازارونو کې نه وړاند ې کیږی او په نړیوالو بازارونو کې هم د ويلولپاره څه لری او ډيرزیات مخاطبان جلبولی شی .
دکمپيوټری لوبو په زمینې کې خورا نوی پيښې پر دې ادعا ګواهی ده چې د ایران کمپيوټری لوبې د کمیت او کیفیت له پلوه د پرمختګ په دلیل په نړیوالو بازارونو کې د پام وړ ګرځيدلی دی .
Games com 2011په نامه نړیوال نندارتون چې په اګست میاشت وروستیو کې په جرمنی کې ترسره شو،ددرستې نړۍ دکمپیوټری لوبود تولیدونونکواوناشرانولپاره یوفرصت ؤچې دیوه بل له خورانویو محصولاتوسره آشنا شی .په دغه نندارتون کې ایرانۍکمپيوټری لوبې هم وړاندې شوې اودنړیوالوخپرونکودهرکلی وړ وګرځیدې .
دغه نندارتون دتجارت او مشغولتیاپه دوو برخوکې ترسره شواوپه دې کې دنوروهیوادونولپآره په کمپیوټری لوبوکې ګاکان پیدا کوی.دایران اسلامی جمهوریت په دغه پړاؤکې دمرمهَنا،ګنج پنهان،داستان جزیره،کوهنورد،طلای سیاه ، قلب سیمرغ اودمزرعه رویایی په شمول ځینی لوبې وړاندې کړې چې دانګلستان ،جرمنی ،ایټالیارومانیااوفرانسې په څیردځينوهیوادونوتجارتي استاذو ئې تود هرکلی وکړ .حتی ځينی آسیائی ویشونکودلچسپی درلوده دایران نوره لوبې له دې پرته چې وې ګوری ،له مشکل پرته اودمنلو وړمحتوااوکیفیت په دلیل ئې پخپلوهیوادونوکې دخپرولو لپاره وپلوری .
خودایرنیوکمپیوټری لوبودبریالیتوب راز څه دی چې له هغه لنډوخت سره سره چې په دې زمینې کې ئې دپانګونې اوتولیدتیریږی وتوانیدل ددغه ډګردکارپيژاندواومخاطبانوله هرکلی سره سره مخامخ شی.لومړی ټکی،ددغو لوبوپه تولیدکې دایران له ځوانواوغوره ایرانیو کارپیژاندواو له ماډرن ټيکنالوجۍاستفاده ده.لکه څنګه چې دم ګړۍپه ایران کې په لسګونوخصوصی شرکتونه ددغولوبوپه تولید لګیادی اودهغوټول مسئولان اوهم ټول کارکونکی ماهرځواک ایرانی پوهان دی .
دوهم ټکی،ددغو لوبومحتوا ده .په ایران کې تولیدشوی زیاتره کمپیوټری لوبې په زاړوکیسواوداستانونواویا حتی دایران داوسمهاله تاریخ دپيښو په باب دی چې دحماسي اړخ پردرلودلوسربیره دکیسویو جذاب لاین هم لری. په دغولوبوکې دډيرتاؤتریخوالی،چټيتوب اودغیر اخلاقي موردونو هیڅ پته نه لګیږی اوهمدارازبصری اوکلامی حدودپکې ډيرزیات رعایتیږی اودعمرسویوته په پآم سره ټولومخاطبانویره سالم ارتباط درلودلی شي.
نوځکه په اوسنی ګډوډ بازار کې چې د ماشومانو په لوبو کې هم بایددلوبو دمحتوااوتاؤتریخوالی داندازې په باب اندیښمن ووسو،په ایرنیو کمپیوټری لوبوکې له ماډرن ټیکنالوجیوڅخه په استفادې سره هڅه کیږی څودمشغولتیااوپه ډیرمخاطب لرونکي دغه صنعت کې غوره مقام ومومی
************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh