Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 22 سبتامبر 2011 14:04

په آسیا کې د ایران د سینما پراختیا( لومړۍ برخه )

دتهران راډیوداینټرنیټ پاڼې قدرمنولوستونکو او اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس یوه وینا درته وړاندې کړو چې په اسیا کښې دایران دسینماځلیدا نومیږي .
داسیا پاسیفیک فیسټیوال له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه په اسیا کښې دسینمادچارواکو دملاتړ په هدف سره پیل شوی او داسیا د اسکار (OSCAR)په نوم یې داسیا په سینما ګرانو کښې دځان لپاره ځای پرانستلی دی .
دغه پیښه له دې اړخه هیله ورکونکي کیدلای شي چې ددغه لوې وچې په هیوادونو کښې داسیا داثارو مطرح کیدل دامریکا دهالي ووډ دفیلمونو او په ختیځ دلویدیځ دکلتوري یرغل په وړاندې یو خنډ ګڼل کیږي .
د اسیا پاسیفیک دفیسټیوال دجوړیدا هدف داسیا او اوقیانوسیې دحوزې په هیوادونو کښې دفیلمونو دجوړولو مختلفو رودو او کلتوي ډول ډول والي ته پام دی .
داسیا پاسیفیک دجایزو دسږ کال ګټونکي داویا هیوادونو له ۲۳۹ فیلمونو انتخاب شوي وو .
داسیا پاسیفیک دسینما جایزې داسټرالیا حکومت دیونیسکو او ددفیلمونو دپروډیسرانو داتحادیې دنړیوال فیډریشن په ملاتړ سره داسیا دسینما ترټولو ښو فیلمونو او لوبغاړو ته ورکړې .
ددغوجایزو دورکولو هدف داسیا پاسیفیک سیمې دفیلمونو دسینما دبریاو او دیوه نړیوال بازار دجوړیدا درنښت کول دي .
داسیا پاسیفیک دفیسټیوال په څلورم پړاو کښې دایران سینما دپام وړ شتون درلودلی .
په لومړي پړاو کښې چې په ۲۰۰۷ ميلادي کال کښې وشو دایران دریو فیلمونو یعني خون بازي ، اتوبوس شب ، او ان سه جایزې وګټلې .
په دوهم پړ او کښې ایران دترټولو ښه مستند فیلم او دترټولو ښه لوبغاړي دوې جایزې وګټلې .

Add comment


Security code
Refresh